د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي عاید پیژندنه

امان الله ورین 24.05.2016 12:59

د هر هېواد وګړي د مختلفو اقتصادي کړنو لکه کرنه، سوداګري او یا هم خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي او پدې توګه وګړي د خپلو اقتصادي کړنو د ترسره کولو په وړاندې معاوضه ترلاسه کوي د بېلګې په توګه: بزګران د کرنیزو توکو، سوداګر د سوداګریزو توکو او د خدمتونو وړاندې کونکي (لکه ډاکټر، ښوونکی دولتي مامورین او نور) د خپلو خدمتونو په وړاندې معاوضه ترلاسه کوي نو پدې توګه د یو کال په اوږدو کې د هېواد ټول وګړي یوه مالومه اندازه عاید ترلاسه کوي نو پدې توګه دا ټول عواید چې د یو کال په اوږدو کې د هېواد د ټولو وګړو له لوري د خپلو اقتصادي کړنو په وړاندې ترلاسه کېږي د ملي عاید څخه عبارت دی.
د ملي عاید پيژندنه:
مشهور امریکايي اقتصاد پوه سمیولسن چې په ۱۹۷۰ میلادي کال کې یې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه هم ترلاسه کړې ملي عاید داسې راپېژني: د یو هېواد د خپلې ځمکې، کارګر، پانګې او علمي استعداد څخه په ګټه اخېستنې سره مختلف ډوله توکي او خدمتونه تولیدوي او پدې ډول د ټولو تولید شوو توکو او خدمتونو پولي ارزښت ته ملي عاید ویل کېږي.
همدارنګه د نوي عصر اقتصاد پوه PRO: ACKLEY په خپل کتاب (MACRO ECONOMICS) کې ملي عاید داسې را پېژني: ملي عاید د هېواد د ټولو وګړو د عوایدو د مجموعې څخه عبارت دی چې د یو کال په اوږدو کې یې ترلاسه کوي. الفرد مارشال ملي عاید داسې را پېژني: د کار او پانګي په مرسته د هېواد د وګړو لخوا د یو کال په اوږدو کې د تولید شوو توکو او خدمتونو مجموعي ته ملي عاید ویل کېږي
د ملي عاید په اړه د فېشر نظر: د یو کال په اوږدو کې د توکو او خدمتونو په پير باندې مصرف شوي مبلغ ته ملي عاید ویل کېږي
نو د پورتنیو ذکر شوو تعریفونو په پام کې نېولو سره کولای شو ملي عاید په لاندې ډول تعریف کړو:
د یو کال په اوږدو کې په هېواد کې د تولید شوو نهايي توکو او خدمتونو پولي ارزښت ته ملي عاید ویل کېږي.
د ملي عاید مختلف مفاهم
ملي عاید ته په مختلفو وختونو او حالتونو کې مختلف اصطلاحات کارول شوي دي چې ځینې مهم یې په لاندې ډول واضح کوو:
۱: نا خالص ملي تولید Gross national product (GNP)
۲: خالص ملي تولید Net national product (NNP)
۳: ملي عاید National income (NI)
۴: نا خالص داخلي تولید Gross domestic product (GDP)
۵: سړي سر عاید Per capita income (PCI)
۶: شخصي عاید Personal income (PI)
۷: د تصرف وړ شخصي عاید disposable personal income (PDI)
چې هر یو یې په لنډ ډول تر بحث لاندې نیسو:
۱: نا خالص ملي تولید Gross national product (GNP): د یو کال په اوږدو کې د هېواد د تولیدي وسایلو په مرسته د تولید شوو نهايي توکو او خدمتونو پولي ارزښت ته نا خالص ملي تولید ویل کېږي دا پدې مانا چې په نا خالص ملي تولید کې د هېواد سیاسي پولې په پام کې نه نېول کېږي بلکه د هېواد د تولیدي وسایلو په مرسته ترلاسه شوی عاید په ګوته کوي.
۲: خالص ملي تولید Net national product (NNP): د نا خالص ملي تولید څخه د پانګې استهلاک وضع کولو څخه وروسته پاتې شوي مبلغ ته خالص ملي تولید ویل کېږي یعنې NNP=GNP-capital depreciation
۳: ملي عاید National income (NI): د یو کال په اوږدو کې په هېواد کې د تولید شوو نهايي توکو او خدمتونو پولي ارزښت ته ملي عاید ویل کېږي د بېلګې په توګه: د کروندګرو له لوري د تولید شوو کرنیزو توکو د پلور څخه ترلاسه شوی مبلغ، د خدمتونو وړاندې کونکو (ډاکټر، ښوونکی، مامورین او نور) له لوري د ترسره شوو خدمتونو په وړاندې ترلاسه شوي مبلغ، هغه وګړي چې پانګه په پور ورکوي او په وړاندې یې سود ترلاسه کوي او یا هم دا چې پانګه په مضاربت ورکوي او په ګټه او تاوان کې شریک کېږي او هغه وګړي چې یو کاروبار تنظیموي او له کاروبار څخه ګټه ترلاسه کوي نو پدې توګه ددې ټولو وګړو له لوري د ترلاسه شوي مبلغ مجموعې ته ملي عاید ویل کېږي.
۴: نا خالص داخلي تولید Gross domestic product (GDP): د یو کال په اوږدو کې په هېواد کې د تولید شوو نهايي توکو او خدمتونو د بازار ارزښت ته نا خالص داخلي تولید ویل کېږي چې دلته د هېواد سیاسي پولې په پام کې نېول کېږي. ناخالص داخلي تولید له دریو عمده برخو څخه جوړ شوی دی چې عبارت دي له: کرنه، صنعت او خدمتونه، چې د وروسته پاتې هېوادونو د ناخالص داخلی تولید ډېره برخه کرنه جوړوي خو د پرمختللو هېوادونو بیا صنعت او خدمتونه.
۵: سړي سر عاید Per capita income (PCI): د یو کال په اوږدو کې د ټولنې د هر وګړي (نارینه، ښځینه، ماشوم او زړو) له لوري د ترلاسه شوي متوسط مبلغ ته سړي سر عاید ویل کېږي او یا هم دا چې: کله چې ملي عاید د هېواد په نفوسو ووېشل شي نو د سړي سر عاید ترلاسه کېږي د ساري په توګه: که په ۱۳۹۳ هجري شمسي کال کې د افغانستان ملي عاید ۱.۲ تریلیون افغانۍ او نفوس يې ۳۰ میلیونه وګړي وګڼو نو په ذکر شوي کال کې د افغانستان سړي سر عاید ۴۰ زره افغانیو څخه عبارت دی. خو دا پدې مانا ندې چې د ټولنې هر وګړی په مطلق ډول ۴۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي بلکه ۴۰ زره افغانۍ د هر وګړي د کلني عاید منځنۍ کچه په ګوته کوي دا پدې مانا چې: د یو کال په اوږدو کې د ټولنې هر وګړی په منځني توګه ۴۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي. نو پدې توګه که د یو کال په اوږدو کې د ټولنې د هر وګړي له لوري ترلاسه شوی عاید سره جمع شي نو ملي عاید ترلاسه کېږي.
۶: شخصي عاید Personal income (PI): د یو کال په اوږدو کې د هېواد د هر وګړي له لوري ترلاسه شوي عاید ته شخصي عاید ویل کېږي نو پدې توګه که د ټولو وګړو له لوري ترلاسه شوی عاید سره جمع شي نو بیا هم ملي عاید ترلاسه کېږي. خو د وګړو د شخصي عوایدو د مجموعې او د ملي عاید ترمنځ په لاندنیو دوه ټکو کې توپیر شتون لري:
۱: انتقالي تادیات Transfer payment: انتقالي تادیات هغه تادیات دي چې ګټه اخېستونکی يې پروړاندې هیڅ ډول خدمت او یا هم اقتصادي کړنه نه ترسره کوي لکه زکات، ډالۍ، وزګارو وګړو ته د دولت له لوري تادیه او نور. دلته انتقالي تادیات په ملي عاید کې نه شاملېږي دا ځکه چې دغه مبلغ چې اولني شخص ترلاسه کړی یو ځل په ملي عاید کې شامل شوی دی.
۲: په شخصی عوایدو کې ځینې مبالغ نه حسابېږي لکه د سهامي شرکت د ګټې هغه برخه چې د شرکت د ونډه والو ترمنځ نه وېشل کېږي او یا هم دا چې هغه مبلغ چې د شرکت په ګټه باندې د ماليې په شکل تادیه شوی وي پداسې حال کې چې دا مبالغ په ملي عاید کې شامل دي.
۷: د تصرف وړ شخصي عاید Disposable personal income (PDI): د یو شخص په عوایدو باندې د مالیاتو او نورو ځینې نور لګښتونو لکه صحي بېمه، تقاعد او نورو د تادیې څخه وروسته پاتې شوي عاید ته چې نوموړی شخص ترېنه په کلي ډول د ګټه اخېستو حق ولري د تصرف وړ شخصي عاید ګڼل کېږي. یعنې هغه عاید چې د وګړي په تصرف کې قرار ولري. د ساري په توګه: د اتل کلني عاید ۱۰۰ زره افغانۍ دی چې دا مبلغ د اتل شخصي عاید ګڼل کېږي خو اتل نشي کولای چې دا ټول مبلغ ترلاسه او مصرف کړي بلکه پدغه عاید کې د تادیې وړ مالیه هم شامله ده چې باید تادیه شي نو پدې توګه د ماليې او نورو مبالغو د تادیې څخه وروسته پاتې شوی مبلغ چې اتل کولای شي ترلاسه او ترېنه ګټه واخلي د اتل د تصرف وړ شخصي عاید ګڼل کېږي.
په ملي عا يد باندې اغېر لرونکي عوامل
لکه څرنګه چې پوهېږو د هېوادونو ملي عاید یو د بل سره توپیر لري پدې مانا چې د یو هېواد عاید زیات د بل کم د ځېنو هېوادونو ملي عاید ډېر لوړ او د ځینو نورو بیا ډېر کم وي نو پدې توګه ځينې هغه عوامل چې ملی عاید تر اغیز لاندې راولي په لاندې ډول دي:
۱ - طبېعي منابع :
هغه هېوادونه چې د مختلفو طبېعي منابعو لکه نفت، ګاز، طلا، سپین زر، یورانیم او نورو درلودونکي دي ملي عاید یې هم لوړ دی لکه د منځني ختیځ هېوادونه، روسیه، جنوبي افریقا او نور، خو برعکس هغه هېوادونه چې په کافي اندازه طبېعي منابع نلري د ملي عاید کچه یې هم ټيټه وي لکه ډېری افرېقايي او آسیایي هېوادونه.(خو دلته یوازې د طبېعي منابعو شتون هم ندی اړین بلکه ددې منابعو څخه ګټه اخېستل ډېر اړین دي، د ساري په توګه: زمونږ ګران هېواد افغانستان چې په کافی اندازه طبېعي منابع لري او د څېړنو له مخې یې ټولیز ارزښت تر ۳ تریلیونه امریکايي ډالر هم لوړ ښودل شوی دی خو تر اوسه یې ترېنه په سمه توګه ګټه نده پورته کړې نو لدې امله د افغانستان ملي عاید هم ډېر ټيټ دی).
۲ – ښوونه او روزنه
هغه هېوادونه چې ډېری وګړي یې باسواده او د لوړو مهارتونو درلودونکي وي ملي عاید یې هم لوړ وي خو برعکس هغه هېوادونه چې د وګړو د ښوونې او روزنې کچه یې ټيټه وي ملي عاید یې هم کم وي د ساري په توګه: په افغانستان کې د وګړو د ښوونې او روزنې او د مهارتونو کچه ټېټه ده نو همدا لامل دی چې په ډېری تخنیکي او مسلکي برخو کې بهرنیان د لوړو معاشونو په مقابل کې په دندو ګمارل شوي دي او له امله یې هره میاشت زمونږ زیاته پانګه بهر ته جریان مومي.
۳: نفوس او د نفوسو وده
ملي عاید تر ډېره د نفوسو د ودې تر اغیر لاندې راځي دا پدې مانا چې: نفوس او یا هم دا چې د نفوسو چټکه وده د ملي عاید د چټک زیاتوالي مخه نیسي چې دا په وروسته پاتې هيوادونو کې د اقتصادي ودې په وړاندې یوه لویه ستونزه ګڼل کيږي اګر چې د چين او هندوستان د هېوادونو د چټکې ودې یو عمده لامل د نوموړو هېوادونو د نفوسو زیاتوالی ښودل کېږي خو په ډېری پرمختیایي هېوادونو کې د نفوسو چټکه وده ددې هېوادونو اقتصادي وده تر خپل اغیز لاندې راولي او هغه کوښښونه چې د اقتصادي ودې او ملي عاید د زیاتوالي په موخه صورت نیسي ډېری برخه یې د نفوسو د چټک زیاتوالي له امله بې پایلې پاتې کېږي.
۴ - سيا سي حالات
په ملي عاید باندې تر ټولو زیات اغیز لرونکی عامل سیاسي حالات دي، که چېرې یو هېواد له سیاسي اړخه با ثباته وي نو په نوموړي هېواد کې به کورنۍ او بهرنۍ پانګه اچونه چې د ملي عاید زیاتوالي سره مرسته کوي د لوړېدو په حال کې وي خو برعکس که چېرې یو هېواد ناامنه وي او یا هم دا چې سیاسي حالات یې د خرابیدو په حال کې وي نو دا له نوموړي هېواد څخه د پانګې د تېښتې لامل ګرزي چې په پایله کې یې ملي عاید تر سخت اغیز لاندې راځي او کمېږي.
۵: پانګه اچونه
لکه څنګه چې پوهېږو پانګه اچونه په هېواد کې وګړو سره د کارموندنې په برخه کې ډېره مرسته کوي او کار بیا په خپل وار د وګړو د عایداتو د لوړوالي لامل ګرزي نو پدې توګه د وګړو د عایداتو زیاتوالی بالاخره د ملي عاید د لوړوالي لامل ګرزي نو پدې توګه که چېرې په هېواد کې د پانګه اچونې ته شرایط برابر وي او پانګه اچونه صورت ونیسي نو وګړو ته د کار کولو موقع برابرېږي چې د وګړو د عاید د زیاتوالي لامل ګرزي او پدې توګه بالاخره د ملي عاید د زیاتوالي سره مرسته کوي.
۶: په ټولیز ډول په کړنو کې روڼتیا او د فساد پر وړاندې مبازره
هغه هېوادونه چې دولتونه یې ملت ته په حساب ورکولو کې له صداقت څخه کار اخلي په نوموړو هېوادونه کې په ټولیز ډول په هره برخه کې پرمختګ په واضح ډول لېدل کېږي خو له بده مرغه په ډېری وروسته پاتې هېوادونو کې فساد ددې لامل ګرزېدلی چې د نوموړو هېوادونو اقتصادي وده او ملي عاید تر جدي اغېز لاندې راولي.
۷: همدارنګه سرکونه، برق، اوبه، موسمي حالات، پانګه، امنیت او مصئونیت، موقعیت، له هېواد سره مینه، د راتلونکي وړاندوینه... هغه عوامل دي چې ملي عاید تر جدي اغیز لاندې راولي.
د ملي عاید د اندازه ګېري او سنجش طرېقې:
د ملي عاید اندازه ګیري معمولاُ په دریو طریقو سره صورت نیسي چې عبارت دي له :
۱: د تولید طرېقه (production method): ددې طرېقې پر بنسټ د یو کال په اوږدو کې په اقتصاد کې د تولید شوو نهايي توکو او خدمتونو پولې ارزښت اندازه کېږي چې نوموړی ارزښت له ملي عاید سره برابر دی.
۲: د عاید طرېقه (income method): د ملي عاید د اندازه ګیري پدې طرېقه کې د یو کال په اوږدو کې په اقتصاد کې د تولید عواملو(ځمکه، کار، پانګه او اداره) له لوري ترلاسه شوی مبلغ اندازه کېږي چې دا مبلغ هم د ملي عاید سره برابر دی.
۳: د لګښت طرېقه (expenditure method): لکه څرنګه چې پوهېږو د یو کال په اوږدو کې د یو هېواد د وګړو له لوري د تر لاسه شوی ټولیز عاید معمولاً د دوه موخو په خاطر کارول کېږي چې عبارت دي له:
۱: په مصرفي توکو (خوراکي توکي، لباس او نور) د لګښت په منظور.
۲: په سرمایوي توکو (پانګه اچونه) د لګښت په منظور.
دا پدې مانا چې د یو کال په اوږدو کې په اقتصاد کې د وګړو له لوري د ترسره شوو لګښتونو (مصرفي لګښتونو او د پانګه اچونې لګښتونو) مجموعه د ملي عاید سره برابره دی او یا هم په ساده ژبه د ملي عاید څخه عبارت دی.
د ملي عاید د اندازه ګیري په وخت کې باید لاندنیو ټکو ته پام وشي
د ملي عاید په اوله طرېقه (د تولید طرېقه) کې باید لاندې ټکي په پام کې ونېول شي
۱: د دوه ځلي یا څو ځلي شمیر څخه ډډه کول: دا پدې مانا چې د یوې معاملې ثبت باید یوازې یو ځل (د تولید نهایي شکل کې) ترسره شي د بېلګې په توکه: که د کال په پیل کې د کرنیزو توکو (غنمو) ارزښت په ملي عاید کې شامل شوی وي او بیا دا غنم وړه شي او د وړو ارزښت هم په ملي عاید کې شامل شي او وروسته بالاخره لدې وړو څخه نانوایي ډوډی پخه کړي او د ډوډی د پخولو لګښت او د پلور ارزښت بیا هم په ملي عاید کې شامل شي نو پدې توګه د یوه توکي ارزښت څو ځلې په ملي عاید کې شامل شو نو پدې توګه د ملې عاید سنجش درست ندی. نو ددې لپاره چې د یوې معاملې د څو ځلي ثبت مخه ونیسو نو له لاندنیو دوه طرېقو څخه له یوې یې ګټه پورته کوو:
۱: دا چې د ملي عاید د سنجش په وخت کې د تولید نهايي ارزښت یا شکل په پام کې ونېول شي.
۲: او یا هم دا چې که د غنمو لومړنی شکل، بیا اوړه او بالاخره د نانوايي له لوري ډوډی پخول او پلور ټول هم په پام کې ونېول شي نو باید چې په هره مرحله کې د اضافه شوی مبلغ په پخواني مبلغ ور زیات شي او بالاخره یې د پای شکل په پام کې ونېول شي. د بېلګې په توګه په لاندني جدول کې:
د تولید مختلفې مرحلې د تولید په هره مرحله کې د توکي قېمت د تولید په هره مرحله کې اضافه شوی مبلغ
غنم (۲۰۰ ګرامه) ۳ افغانۍ ۳ افغانۍ
اوړه کول ۴ افغانۍ ۱ افغانۍ
د ډوډی پخول ۵ افغانۍ ۱ افغانۍ
د ډوډی د پلور قېمت ۱۰ افغانۍ ۵ افغانۍ
مجموع ۲۲ افغانۍ ۱۰ افغانۍ
نو که اوس داسې وګڼو چې په افغانستان کې یوازې غنم تولیدېږي او بالاخره ترېنه ډوډی پخه او پلورل کېږي نو که چېرې په هره مرحله کې د تولید قېمت په پام کې ونېول شي نو د یو کال په اوږدو کې به د ۲۰۰ ګرامه غنمو ارزښت ۲۲ افغانۍ په پام کې نېول شوی او په ملي عاید کې حساب شوی وي چې پدې ډول د ملي عاید سنجش ناقص دی نو پدې ټوګه باید د تولید نهايي ارزښت چې دلته له ۱۰ افغانیو څخه عبارت دی په پام کې ونېول شي.
۲: وړیا خدمتونه: د ملي عاید د سنجش په وخت کې باید د هغه خدمتونو ارزښت چې په وړاندې یې تادیه صورت نه نیسي په پام کې ونه نېول شي لکه وړیا تدریس، په وړیا ډول د ډاکټرانو له لوري د بیمارانو درملنه، په کور کې کار کول او نور.
۳: Underground economy: ځینې وګړې د ماليې څخه د تېښتې په موخه د خپلو عوایدو یوه برخه پټوي او یا هم دا چې د خپلو کړنو په وړاندې د ترلاسه شوی مبلغ یې په ملي عاید کې نه سنجش کېږي نو پدې ډول د وګړو د ځینو کړنو یوه برخه عاید په ملي عاید کې د سنجش څخه پاتې کېږي خو معمولاُ په مختلفو هېوادونو کې ددې ډول معاملاتو اندازه د ناخالص داخلي تولید یوه ټاکلی سلنه په پام کې نېول کېږي لکه د ناخالص داخلي تولید ۱۰٪.
۴: په جاري وخت یا کال کې ترسره شوی تولید: د ناخالص داخلي تولید د سنجش په وخت کې باید یوازې په جاري کال کې د تولید شوو توکو او خدمتونو نهايي شکل په پام کې ونېول شي او هغه توکي او خدمتونه چې په تېرو کلونو کې تولید شوي او په اوسني کال کې پلورل او پېرودل کېږي په پام کې ونه نېول شي.
۵: د هېواد څخه بهر د هېواد د تولیدي وسایلو په مرسته ترلاسه شوی عاید په ناخالص ملي تولید(GNP) کې په پام کې نېول کېږي خو په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې په پام کې نه نېول کېږي.
د ملي عاید د سنجش په دوهمه ( د عوایدو طرېقه) طرېقه کې: دا طرېقه د ملي عاید د سنجش په اوله طرېقه (تولید په طرېقه) تکیه لري دا پدې مانا چې: د تولید ترسره کېدل دوه اړخه لري اول دا چي: د توکو او خدمتونو د پیر په وړاندې د هغوی قېمت تادیه کېږي او دوهم دا چې هغه وګړي چې د تولید په پروسه کې برخه اخلي په وړاندې یې مزد او یا هم ګټه ترلاسه کوي نو پدې اساس له یوه لوري د تولید شوو توکو او خدمتونو قېمت او له بل لوري د تولید په پروسه کې د برخه اخېستونکو معاوضه په نهایت کې سره برابر دي نو پدې اساس که د تولید شوو توکو او خدمتونو پولې ارزښت او د تولید په پروسه کې د برخه اخېستونکو معاوضه هم سنجش کړو نو حاصل به یې مساوي وي.
د ملي عاید د سنجش دریمه طرېقه ( لګښت طرېقه): پدې طرېقه کې لاندني لګښتونه شامل دي:
۱: مصرفي لګښتونه: هغه لګښتونه چې د کورنیو له لوري د خپلو اړتیاو د رفع کولو په موخه ترسره کېږي.
۲: دولتي لګښتونه: هغه لګښتونه چې د دولت له لوري ترسره کېږي لکه د مامورینو مزد او معاش، د ښوونې او روزنې لګښتونه، د ملي دفاع لګښتونه او نور.
۳: هغه لګښتونه چې د پانګه اچونکو له لوري د پانګې اچونې، د پخوانیو ماشینونو د ترمیم او یا هم د نوو ماشینونو پیرودلو په موخه ترسره کېږي.
۴: خالصه بهرنۍ پانګه اچونه: که چېرې د هېواد د وګړو له لوري په بهر کې پانګه اچونه د نورو هېوادونو د وګړو له لوري د هېواد په داخل کې د پانګه اچونې څخه لوړه وي نو توپير یې د خالصې پانګه اچونې په نوم یادېږي چې په ملي عاید کې شاملېږي.
۵: د صادراتو او وارداتو ترمنځ توپیر (خالص صادرات): که چېرې د یو کال په اوږدو کې د یو هېواد د صادراتو ارزښت د وارداتو د ارزښت څخه لوړ وي نو توپير یې په ملي عاید کې ثبت او حسابېږي.
د ملي عاید د مطالعې اهمیت او ګټې
په علمي توګه د ملي عاید مطالعه خورا مهمه ده چې د مطالعې څخه یې لاندنۍ ګټې ترلاسه کېږي:
۱: د اقتصادي ستونزو راکمول: د مختلفو اقتصادي ستونزو لکه غربت، وزګارتیا، د قېمتونو لوړوالی، صنعتي او کرنیز وروسته پاتې والی، د ژوند ټيټ معیار، اقتصادي نابرابري او نورو په اړه اړینه ده چې د ملي عاید په اړه پوره پوهه شتون ولري چې ددې په رڼا کې ددې ستونزو د حل په موخه د ملي عاید مطالعه خورا مهمه ده.
۲: د اقتصادي کفایت اندازه ګيري: د یو هېواد د اقتصادي کفایت د مالومولو لپاره اړینه ده څو د ملي عاید په اړه پوره مالومات شتون ولري دا پدې مانا چې که ملي عاید زیات وي نو د وګړو د ژوند معیار به هم لوړ وي او برعکس به یې د وګړو د ژوند معیار هم ټيټ وي همدارنګه د هېوادونو ترمنځ د هغوی د اقتصادي وضعیت او د ژوند د معیار د پرتله کولو لپاره هم د ملي عاید مطالعه ډېره اړینه ده د ساري په توګه: د امرېکا متحده آیالات، جرمني، جاپان، کاناډا او نور پرمختللي هېوادونه چې ملي عاید یې ډېر دی د وګړو د ژوند معیار یې هم لوړ دی خو برعکس د افرېقا، آسیا او جنوبي امرېکا ډېری هېوادونو ملي عاید کم دی نو د وګړو د ژوند معیار یې هم ټيټ دی دا پدې مانا چې: په اقتصادي ډګر کې د هېوادونو ترمنځ شته واټن د ملي عاید په مرسته په ګوته کېږي.
۳: د اقتصادي ودې اندازه ګېري: د ملي عاید د مطالعې څخه د هېوادونو د اقتصادي ودې اندازه مالومېږي چې د اقتصادي وده د تېر کال په پرتله څومره ډېره شوې او یا هم کمه شوې ده؟
۴: د ملي عاید په مرسته کولای شو چې ووایو د هېواد د وګړو څومره برخه په کوم سکتور کې په تولید بوخت دي او یا هم په بله ژبه: د ملي عاید څومره برخه له کوم سکتور څخه ترلاسه کېږي. د ساري په توګه: د افغانستان د ملي عاید غوڅ اکثریت د کرنې سکتور خو د جاپان بیا د صنعت، خدمتونو او بهرنۍ سوداګرۍ څخه ترلاسه کېږي.
۵: د ملي عاید د مطالعې څخه دا مالومېږي چې د ملي عاید څومره برخه په مصرفي لګښتونو او څومره یې په پانګه اچونه کې مصرفېږي د ساري په توګه: که د ملي عاید ټوله او یا هم ډېره برخه په مصرفي لګښتونو مصرف شي نو اقتصادي وده به بېخي کمه او یا هم شتون ونلري.
۶: ډېری پرمختیایي هېوادونه د پرمختللو هېوادونو او نړېوالو مالي موسساتو څخه پورونه ترلاسه کوي نو پدې توګه بهرني هېوادونه او نړېوال مالي موسسات د پور ورکولو څخه مخکې د پور اخېستونکي هېواد ملي عاید او د هغې کلنۍ وده تر مطالعې لاندې نیسي او دا څېړي چې نوموړی هېواد د پور د تادیه کولو څومره وړتیا لري؟
۷: د اقتصادي پالیسیو د جوړولو په برخه کې هم د ملي عاید مطالعه ډېره اړینه او مهمه ده او پدې توګه اړوند ادارې د ملي عاید په پام کې نېولو سره پرېکړه کوي چې د ملي عاید څومره برخه په کوم سکتور کې مصرف کړي او یا هم دا چې په مالیاتو کې څومره تغیر راولي؟ په کوم سکتور مالیات لوړ او یا هم کم کړي؟.
٦