د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له بدبختيو سره تړلى ژوند

امان الله ورین 07.07.2012 23:20

هر افغان د خپل هيواد او هېوادوالو سره د مينې لاپې وهي او له خبرو څخه يې داسې مالومېږي چي پر خپل هېواد او هېوادوالو باندې ځان او خپل ټول شته قربانوي او ورسره د زړه له تله مينه لري د قانون څخه د ملاتړ ناري وهي په خبرو کې ځانونه د قانون پوره ملاتړي معرفي کوي د قانون عملي کول فرض ګڼي او هغه څوک چي د قانون څخه سر غړونه کوي هغه مجرم او خاین بولي مانا دا چي هر افغان ځان د ګناهونو څخه داسې پاک معرفي کوي لکه همدا اوس چې يې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي وي.
په افغانستان کې پاک خلک هم ډېر زیات دي خو بیا داسې خلک هم شته چي د خپل ژوند ٨٠سلنه يې د هېواد په ورانولو، د هېوادوالو په بدبخته کولو ، وژلو، غلاو، چورچپاول، تعصب ته په لمن وهلو او د نورو هېوادونو د غلامۍ کړۍ په غاړه ګرځولو او د هغوی خوشالولو کې تېر کړى دى که ولېدل شي نو په تېرو څه د پاسه دريو لسيزو کې يعنې د سردار داوود خان د شهادت سره سم بيا تر اوسه چې څومره ورانۍ رامنځته شوې، څومره خلک ووژل شول، څومره بې کوره، کونډې، يتيمان،معلول ، معيوب، بې سرنوشته او مهاجر شول د هېواد لوېشت لوېشت خاوره په وينو ولمبېده، افغانان د پرديو ناولو موخو قرباني شول د روسانو اېجنټانو د روسانو راتګ ته لاره هواره کړه چې ورسره سم افغانانو يې په مقابل کې په مقدس جهاد لاس پورې کړ چې په کې د يو نيم ميليون په شا او خوا کې افغانان په شهادت ورسېدل او په ميليونونو نور مهاجر، بې کوره، معيوب، بې سرنوشته او ... شول لنډه دا چې افغانانو د خپلو بې ساري قربانيو په ورکولو سره د نړۍ يو زبرځواک پر ګونډو کړ او په ډېره بې شرمۍ يې افغانستان پرېښود او تر اوسه هم پر خپل دغه ناوړه عمل خپله پښېمانتيا ښيي ، زه پدې باب ډېر څه نه ليکم دا ځکه چې د افغانانو بې ساري قربانۍ او د روسانو بې شرمه ماتي ټولې نړۍ ته مالومه ده.
روسان له ماتې سره مخ شول افغانستان پرېښود او بالاخره هغه حکومت چې افغانانو د روسانو ګوډاکۍ ګاڼه هغه يې هم راوپرځاوه او افغانانو د هېواد په داخل او خارج کې د خوښۍ جشنونه جوړ کړل زما ښه په ياد دي په هغه وخت کې مونږ په پاکستان کې د هجرت شپې او ورځې تېرولې او د راديو له لارې د ډاکټر نجيب الله د حکومت سقوط خبر خپور شو چې ورسره سم د افغانانو لخوا په هوايي ډزو، ډولونو او اتڼ سره د خوښۍ جشنونه جوړ شول او له هرې خوا د افغانستان زنده باد او ژوندي د وي مجاهدين ناري اورېدل کېدې او یو بل ته ورترغاړې وتل او یو بل ته یې د افغانانو د بریالیتوب مبارکي ورکوله،ټول افغانان خوشاله وو ، مشرانو به ويل چې نور نو افغانستان آزاد شو او مونږ به له خيره خپل هېواد ته ستانه شو او دا د مهاجرت ژوند به پاى ته ورساوو. خو د وخت په تېرېدو سره په هېواد کې د قدرت پر سر جګره شروع شوه ښکېلې ډلې يو له بل سره د قدرت پر سر په جنګ شوې هر چا خپل ځان بر حق او له نورو سره يې جنګ پر خپل ځان فرض ګڼلو دا نو د افغانانو د بدبختی بله دوره پیل شوه چې په کې په لسګونه زره هېوادول ووژل شول په میلیونونه نور بیا مهاجرت ته اړ شول هېواد نور هم وران وېجاړ شو د هېواد ټول شته له منځه ولاړل ... چې يو ځل بيا يې د افغانانو هيلې له خاورو سره خاورې کړې مونږ په هجرت کې رالوى شوو زلميان شوو خو تر اوسه هم په افغانستان کې جنګ پاى ته ونه رسېده. هر چا تر خپله وسه پورې د هېواد په ورانۍ او د هېوادوالو په بدبخته کولو کې ونډه واخېسته چې بالاخره د امرېکا په مشرې د غربي ځواکونه او د هغوى دوستان افغانستان ته راغلل چې ځینې پخواني جنګسالارانو هم ورسره هر اړخیزه مرسته وکړه او دا ځل د غرب سره په نیکټایی کې رامخکې شول او په افغانستان کې داسې يو دولت رامنځ ته شو چې په کې همدغه خلک زیات او په کلیدي پوسټونو کې لېدل کېدل دوی نو بيا خپل ځان ته وفاداره خلک په دولت کې د ننه کړل چې د بدبختیو د لا اوږدېدو لامل ګرځېدلي دي او اوس که ولېدل شي نو د تېرو جنګونو له برکته يې په لسګونه کورونه، موټرونه او حتى په سلګونه میلیونه ډالر پانګه لري چې اوس همدغه خلک بيا نو ځان د افغانستان سپيڅلي وګړي معرفي کوي او د افغان ولس د جهاد ټول امتیازات یوازې د ځان ګڼي پداسې حال کې چې همدوی هېواد وران کړ، افغانستان او افغانان يې د بدبختی کندې ته ورګوزار کړل او لا اوس هم د هېوادوالو په لا نور بدبخته کولو لګيا دي جنګ ته لمن وهي، په زور سره خپلې چوکۍ ساتي، د خلکو ملکيتونه غصبوي، په ميليونونه ډالر رشوت اخلي... همدا راز غواړي چې په هېواد کې د سولې رامنځته کېدو مخه ونېسي او پدې توګه د نورو په بدبختيو کې د خپل ژوند د هوساينې په فکر کې دي دا هغه خلک دي چې د خپل ژوند هوساينه يې د بې ګناه افغانانو د بدبختیو سره تړلې ده خو دوی بايد د خپل عقل څخه کار واخلي او دا بايد ومني چې دوى ښه خلک نه دي، افغانان له دوى څخه کرکه لري، دوى د افغانستان او افغانانو دښمنان دي، د دغه ناوړه حالت عاملين دي او بالاخره يوه ورځ به همدغه ناوړه خلک د خپلو ناوړه کړنو حساب ورکوي او دا کار که په دې دنيا ناشونې ښکاري او يا ونشي نو بيا خو يوه داسې ورځ هم راتلونکې ده چې هرڅوک به د خپلو اعمالو حساب ورکوي نو بيا په هغه ورځ الله پاک ته دوى د خپلو ناوړه اعمالو څه ځواب ورکوي؟
آیا دا خلک د آخرت په ورځ اېمان لري؟ او د آخرت د ورځې حساب مني او کنه؟ او یا خو دا چې په دنیوي عیش او عشرت کې دومره ډوب دي چې د اخرت ورځ يې له یاده وتلې ده او اوس هم د خپل ټوپک په زور په خلکو حکومت کوي په دولت کې د خپلو بادارانو د خوښې مطابق کارونه ترسره کوي هغه خلک چې د آخرت په ورځ اېمان هم نلري خو د انسان او انسانیت سره مينه لري او انسان او انسانیت ته احترام ولري د خپلو خلکو او هېواد سره داسې ظلم نه کوي له چې ځینو چې له افغانستان او افغان سره وکړ او لا اوس هم د دوی ژوند د افغانانو له بدبختیو کولو سره تړلی دی.
نو زه په آخر کې الله جل جلاله ته یو سوال کوم او تاسو آمین ووایئ، هر هغه شخص چې په هره نامه او عمل سره د افغانانو د لانور بدبخته کولو هڅه کوي او ملي ګټې له شخصي ګټو قربانوي الله جل جلاله خو د ترېنه دا د باتورانو کور او د اتلانو پاکه خاوره خالي کړي ځکه چې همدغه خلک دي چې د افغانانو د بدبخته کولو او بدنامولو لامل ګرځېدلي دي.