د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غم توپان

ډاکټر محمدآجان مرزئ 17.04.2016 12:31

توپان دی د غمونو دریابونه دي موجونه
بورا توره د غم راغله پر زړه کوي وارونه
رڼا واړه تورتم د ښکلو ورځو رنګ نه ګورم
په بند کې د افکارو یم راګیر خورمه ټالونه
هستي شوله قفس دي لارې ورکې د ښادیو
رېبار د مینې نشته دښتې واړه دي ډاګونه
چمن له اغزو ډک شو جنازې د بلبلانو
سندرې د ماتم خواره د غم ساړه بادونه
راګیر په تورو ورېځو کې شو مخ د امیدونو
تالا شول په تیارو کې د مسکین زړه ارمانونه
ړنګېږي د زړه ونې سترګې ډکې دي له اوښکو
غنچې سوزي د ګلو د خزان بل سره اورونه
دروېش راته دعا کړي بیا د نوو بهارونو
د زړه هیلې تباه شوې د غربت دي کاروانونه