يادونه
15.04.2016 10:10ږغ د بلبل نه اورم
څه شولې نغمې ښكلې
اور په هر بڼ بل شولو
څه شولې غنچې ښكلې
زانگم د نفرت تورو ټالونو كې
بند د بدمرغیو زنځیرونو كې
كور او كلی وران شولو
څه شولې كوڅې ښكلى
زغ د غليم خپور په غرورغونو كې
برخه شوه جگړه په تقديرونو کې
هرى خواته وير دی
څه شولې جلگې ښکلې
سترگې د ماشوم پټې له بيرې شوې
ژاړي د مستيو كيسې هېرې شوې
دا څه بد تصوير دی
څه شولې پردې ښکلې
زړونه دي بيمار حكيمان نه ګورم
ورځ ده د جاهل عاقلان نه ګورم
خولې له زهرو ډکى دي
څه شولې جرگې ښکلې