د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غم نظمونه

ډاکټر محمدآجان مرزئ 02.02.2016 12:28

لمبې د حسرت ګورم د ناورین لوی سېلابونه
هر خوا بل دي اورونه د قسمت بد تصويرونه
فریاد په سينه بند لارې دي بندې په هر لورې
دردونه په هر زړه د لارو مل دي ډېر غمونه
اوراقو د تقدیر کې له بېلتون بل څه نه وینم
بیتونه ښکلي نشته هر طرف د غم نظمونه
رڼا ورځ توره شپه ده پلوشې د هیلو ورکې
د اوښکو په باران کې د هستۍ پراته دردونه
لمن د آسمان سره په توره تُوره د تورتم شوه
آواز د تورو شپو راوړل د مرګ نوي سازونه
د نوي نسیم باد ته تم اولس له ډېره وخته
ړنګېږي ئې کورونه ورک تیارو کې ارمانونه
بیګاه ته چې نظر کړم د سبا له غم بېرېږم
له بدو چې لا بد شي دا زموږ دي تقدیرونه
بادونو د خزان کې یو راګیر له ډېره وخته
رېباره راشه راوړه د سپرلی نور پېغامونه