د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سم او ناسم تشخیص یعنی څه؟

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 14.12.2015 12:17

زما په اند د یوی ناروغئ تشخیص هغه وخت سم بللی شو چی لاندی ځانګړنی ولری.
الف: هرو مرو باید په پوښتنو ګرویګنو (تاریخچه) کی ناروغ د تشیخص شوی ناروغئ څخه شکایت ولری.
ب: باید د ډاکټر په معاینه کی د اړوندی ناروغئ د شتون نښې نښانی وموندل شی.
ج: که لابراتواری معاینی د باور وړ وی نو باید نوموړئ تشخیص تایید کړی ولی یوه یادؤنه کوم چی ګڼی داسی ناروغئ شته چی په لابراتواری معایناتو نه تشخیص کیږی او که احیانا لابراتواری معاینه د ډاکټر تشخیص رد کړی خو د ناروغئ نښې په ناروغ کی وی نو پدی صورت کی د ډاکټر تشخیص ته اعتبار ورکول کیږی نه لابراتواری معاینی ته.
د: د ناروغئ له مناسبی درملنی سره باید د مناسب وخت وروسته د ناروغ حالت له یوی نه بلی ورځې ته په ښه کیدو وی – که له مناسبی درملنی سره د ناروغ حالت په ښه کیدو نه وی یا په خرابیدو وی نو باید تشخیص ته بیا کتنه وشی. دا ټکئ هیڅ د منلو نده چی د ناروغ حالت دی له درملنی سره په ښه کیدو نه وی او هغه به هرو مرو درمل کاروی.
که ناروغ د تشخیص شوی ناروغئ اړوند شکایت نلری یا د ډاکټر په معاینه کی د اړونده ناروغئ نښې نښانی نه لیدل کیږی یا له مناسبی درملنی سره د ناروغ وضعیت په ښه کیدو نه وی همدارنګه له ډېر لږ حالتونو پرته ان که لابراتواری معاینات سل ځله هم یوه ناروغی راباسی یواځی د لابراتواری معاینو په بنسټ تشخیص ناسم او غلط ده.
په درنښت.