د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چاغښت په اړه څو معلوماتی ټکی

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 14.04.2015 12:02

چاغښت څه ته وایی؟ -- د انسان په بدن کی له عادی حالت څخه د وازدی (شحمو) ډېروالئ ته چاغښت وییل کیږی او په طبی اسطلاح کی ورته Obesity وایی.
په بدن کی وازده ولی ډېرېږی؟ - کله چی یو انسان خواړه خوری نو په ګلوکوز تبدیل او بدن ته قوت (انرژی) ورکوی. بدن لدی انرژئ څخه د خپلو ورځنیو فعالیتونو په موخه کار اخلی او نوموړی انرژی بیرته مصرفوی. که انسان ډېر خواړه خوری او لږ فعالیت کوی نو دا پدی معنی ده چی هغه د بدن د اړتیا په پرتله ډېره انرژی اخلی. د الله پاک په حکمت سره دا ډېره شوی انرژی په بدن کی د وازدی (شحم) په بڼه زېرمه کیږی، کله چی اړتیا پېښه شی نوموړی وازده بیرته حل او بدن ته انرژی ورکوی. که یو وګړئ د اوږد مهال لپاره ډېره انرژی اخلی او لږ فزیکی فعالیت کوی نو په بدن کی د وازدی په بڼه زیرمه شوی انرژی په تلپاتی ډؤل ډېره او په پایله کی یی په بدن کی د وازدی اندازه ډېریږی. د یادونی ده چی په بدن کی د وازدی د ډېروالی یو شمیر نور لاملونه هم شتون لری ولی د ډېری انرژئ اخیستل او په مقابل کی لږ فزیکی فعالیت یی په پرتلیز ډؤل عام لامل ده.
چاغښت د انسان بدن ته ګڼ زیانونه لری چی یو شمیر دا زیانونه د لته پدی ډؤل یادولئ شو:
لمړی زیان – چاغښت په بدن یو ډؤل اضافی پیټئ (بار) ده، کله چی یو وګړئ اضافی پېټئ ګرځوی نو څرګنده خبره ده چی ژر به ستړئ کیږی، همدا لامل ده چی کله چاغ وګړئ په پښو مزل کوی نو د نورو وګړو په پرتله ژر ستړئ کیږی، ساه یی لنډه لنډه او سوځی.
دوهم زیان – چاغښت د بدن وزن ډېروی دا چی د بدن د وزن زور په پښو راځی نو د چاغ وګړی د پښو عضلی ژر ستړی او شخوالئ پیدا کوی لدی کبله اکثره وخت چاغ وګړی د پښو او کله کله د ملا ځنډنی دردونه لری، سربیره پردی یی بندونه په ځانګړی ډؤل د ځنګنو بندونه له یو بل سره ډېر کلک سولیږی او د بندونو دردونه ورته پیدا کیږی.
دریم زیان – اضافی وازده ډېر ځل د ګیډی د پوستکی لاندی زیرمه کیږی. دا چی معده هم د ګیډی په پورتنئ منځنئ برخه کی ده نو دا اضافی وازده په معده زور راوړی او د هغی حرکت خرابوی پدی ډؤل معده نه پریږدی چی خواړه ښه هضم او په ټاکلی وخت یی ښکته کولمو ته تیر کړی لدی کبله ډېر ځل چاغ وګړی د معدی د ستونزو د بیلګی په ډؤل بدهضمئ، په معده کی د پړسوب، د معدی د درد، د معدی د سوځېدو او دی ته ورته نورو ستونزو څخه نالښت کوی.
څلورم زیان – د یادونی ده چی نزدی ټول خواړه د انرژئ د تولید په موخه لمړئ په ګلوکوز بدل او د وینی له لاری د بدن حجرو ته د ننه کیږی. انسولین یوه ماده ده چی په بدن کی جوړه او له وینی څخه ګلوکوز د حجرو داخل ته د ننه کوی. روغتیا پوهان پدی اند دی چی چاغښت د دی لامل کیږی چی د بدن حجری د انسولین د دی اغیز په مقابل کی مقاومت وکړی یا په نورو ټکو چاغښت نه پریږدی چی د انسولین د اغیز له کبله ګلوکوز له وینی بهر او د حجرو داخل ته د ننه شی، پدی ډؤل په وینه کی د ګلوکوز اندازه ډېره او د شکر ناروغی منځ ته راوړی. همدا لامل ده چی که د شکر ناروغ خپل وزن کم کړی نو ډېر ځل یی ښایی د شکر ناروغی د تل لپاره ښه شی.
پنځم زیان – زړه د وینی له لاری د انسان د بدن حجرو ته انرژی او اکسیجن رسوی، کله چی د بدن وزن ډېر وی نو زړه مجبوره ده چی ډېر کار وکړی او پدی ډؤل د بدن ټولو برخو ته انرژی او اکسیجن ورسوی، کله چی د زړه کار ډېرېږی نو لدی سره په یو وخت یی انرژئ ته اړتیا هم ډېرېږی، سربیره پردی چاغښت د وینی رګونه تنګوی، د رګونو دا تنګوالئ د وینی د فشار د لوړوالی او بدن ته د وینی رسیدل ټکنی کوی. انرژئ ته د زړه د اړتیا ډېروالی له یوی خوا او د وینی د فشار لوړوالئ او زړه ته د وینی د جریان کمښت له بلی خوا په ګډه د زړه حملی او د زړه نورو ناروغیو ته لاره هواروی.
د چاغښت درملنه څنګه وکړو؟
لمړئ - لکه چی مخکی یادؤنه وشوه کله چی یو وګړئ ډېره انرژی اخلی او لږ فزیکی فعالیت کوی نو له اړتیا څخه ډېره شوی انرژی یی د وازدی (شحم) په بڼه په بدن کی زیرمه کیږی، کله چی اړتیا پېښه شی نو دا وازده بیرته حل او په انرژئ بدلیږی. روغتیا پوهان پدی یوه خوله دی چی د چاغښت د درملنی په موخه باید یو وګړئ انرژی اخیستل لږ او خپل فزیکی فعالیت ډېر کړی. له بده مرغه په طبابت کی د ډنګروالی درملنه په پرتلیز ډؤل آسانه مګر د درملو پوسیله د چاغښت درملنه ډېره ستونزمنه او ان کله کله ناشونی ده. روغتیا پوهان وایی چی د دی ستونزی درملنه لږ په ډاکټر او ډېره په ناروغ پوری تړلی ده.
دوهم – ځنی خواړه د بدن د ننه د وازدی او په ټوله کی د وزن په زیاتولو کی ځانګړئ رول لری لدی کبله باید چاغ خلک دا ډؤل خواړه لږ وخوری یا یی په شدیدو پېښو کی په بشپړ ډؤل بند کړی. د یادؤنې ده چی خواږه او غوړ د بدن د وزن په ډېروالی او چاغښت کی ډېر رول لری نو په چاغښت اخته خلک باید خواږه او غوړ خواړه لږ یا بند کړی، وریژی او کچالو پخپل ترکیب کی نشایسته لری چی څو قیمته قند یی بولی او د بدن د ننه ډېر خواږه تولیدوی لدی کبله وریژی او کچالو هم په خوږو خوړو کی راځی چی باید چاغ خلک تری ځان وساتی.
دریم – یو شمیر خواړه د چاغښت څخه په مخنیوی کی ځانګړئ رول لری او وییل کیږی چی دا خلک باید دا ډؤل خواړه ډېر وخوری – پدی ډله خوړو کی تازه سبزیجات او تازه میوی راځی چی باید په چاغښت اخته ناروغ یی ډېر وخوری. د انګورو په اړه د خوړو پوهان وایی چی دا میوه چاغ وګړی ډنګر او ډنګر وګړئ چاغوی.
څلورم – وییل کیږی چی سګرټ څکول هغه خلک چاغوی چی په طبیعی ډؤل چاغښت ته برابر وی مګر هغه خلک ډنګروی چی په طبیعی ډؤل ډنګروالی ته برابر وی لدی کبله باید په چاغښت اخته خلک له سګرټ څکولو څخه ځان وساتی.
پنځم – له پورتنیو ټکو سره په یو وخت باید ناروغ په تلپاتی ډؤل منظم فزیکی فعالیت او ورزش وکړی. د یادؤنی ده چی په چاغښت اخته خلکو ته فزیکی فعالیت او ورزش کول هم ډېر ستونزمن وی مګر کله چی ناروغ د څه وخت لپاره په پورتنیو ټکو عمل وکړی ورو ورو یی د بدن وزن کم او ښایی وروسته فزیکی فعالیت او ورزش وکولئ شی.
شپږم – کله چی ډېره انرژی لرونکی خواړه په ناروغ بندیږی نو په حقیقت کی یی بدن ته امر کیږی چی د بدن د ننه وازده حل او بدن ته تری انرژی جوړه کړی. د وازدی (شحم) د حل کولو او د انرژئ د تولید په موخه د بدن د حجرو د ننه یو شمیر کیمیاوی تعاملات صورت نیسی او د دی کیمیاوی تعاملاتو لپاره یو شمیر ویټامینو او منرالونو ته اړتیا ده لدی کبله روغتیا پوهان وایی چی ناروغ ته باید له پرهیز سره په یو وخت ګڼ ویټامینونه او منرالونه لرونکی تابلیتونه ورکړل شی چی پدی ډؤل له هغه کیمیاوی تعاملاتو سره مرسته وشی چی د وازدی د حل کولو او انرژئ د تولید په موخه په بدن کی صورت نیسی.
په درنښت.