د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هومیوپیتیک طبابت څه ډؤل طبابت ده؟

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 05.11.2014 11:16

دا چی زه د هومیوپیتیک طبابت مسلکی نه یم نو که کومه تېروتنه کوم له هر څه ړومبئ له ښاغلو هومیوپیتیک ډاکټر صاحبانو څخه بخښنه غواړم. دا چی هومیوپیتیک کتابونه می لږ لږ لوستی دی د همدی کتابونو په بنسټ پدی طبابت دا لیکنه کوم. د هومیوپیتیک ډاکټرانو په اند طبابت په دوه ډؤله ده. لمړئ هغه طبابت ده چی د یوی ناروغئ د علت په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. دا ډؤل طبابت ته الوپیتیک طبابت وایی. بېلګی یی روان معاصر طبابت ده چی زه یی هم ځان مسلکی او زده کوونکی بولم. بله بیلګه یی یونانی طبابت ده چی دلته هم د ناروغئ د سبب په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. ولی هومیوپیتیک طبابت بیا په بشپړه توګه بل ډؤل طبابت ده. پدی طبابت کی ناروغ ته د درملنی په موخه داسی مواد ورکول کیږی چی که هغه مواد په خالص شکل ورکړل شی پخپله اړونده ناروغئ ته ورته نښې نښانی په ناروغ کی منځ ته راوړی لدی کبله دی ډؤل طبابت ته باالمثل درملنه یا هومیوپیتیک طبابت وایی. ددی طبابت بنسټ پدی نظریه ولاړ ده چی هغه مواد چی په یوه وګړی کی یوی ناروغئ ته ورته نښې نښانې منځ ته راوړی که په هغو موادو کی ادلون بدلون راوړل شی پخپله د هغی ناروغئ درملنه کولئ شی. دا طبابت ډېر کلونه مخکی یوه جرمنی ډاکټر منځ ته راوړ چی ډاکټر هانیمن نومیده لدی کبله ډاکټر هانیمن ته د هومیوپیتی پلار او د هومیوپیتی بنسټ ايښودونکی وایی. وییل کیږی چی هغه عادی ایم ډی ډاکټر وه چی ښځه یی بیا بیا ملاریا کیده، له درملنی سره به ښه شوه مګر څه وخت وروسته به بیا پری اخته شوه. نوموړئ پدی فکر شو چی باید داسی درمل پیدا کړی چی په بشپړ ډؤل ملاریا په ناروغ کی له منځه یوسی. هغه یو ډؤل بوټئ پیدا کړ، هغه یی وټکاوه، اوبه یی په خالص شکل خپلی ښځې ته ورکړی. هغه وموندل چی په ښځه کی یی کټ مټ ملاریا ته ورته نښې نښانې (لکه: لړزه، تبه، سردردی، ځان دردی، زړه بدوالئ، کانګی او دی ته ورته نوری ستونزی) منځ ته راغلی. نوموړئ پدی فکر شو چی که پدی بوټی کی ادلون بدلون راشی نو ښایی د ملاریا بشپړه درملنه پری وشی. پدی نیت یی په نوموړی بوټی کی ادلون بدلون راوست، د هغه اوبه یی بیا بیا نرئ کړی. دی ادلون بدلون ته د هومیوپیتی په اسطلاح کی پوتنشیشن Potentiation وایی. لدی کار وروسته یی ښځې ته ورکړی. لدی موادو سره یی په ښځه کی ملاریا په بشپړ ډؤل له منځه لاړه او له همدی پېښې وروسته هغه د هومیوپیتیک طبابت نظر وړاندی او ددی بنسټ یی کېښود. دا چی دا طبابت لمړئ ځل په جرمنی کی منځ ته راغلی نو پدی بنسټ ورته ډېر ځل جرمنئ طبابت هم وییل کیږی. دا طبابت حیرانوونکی نظریات لری. د بیلګی په ډؤل دوی وایی که درمل هرڅومره نری (رقیق) شی نو اغیز یی ډېر او اوږدمهاله کیږی. سربیره پردی دوی وایی چی مونږ د ناروغ درملنه کوو، د ناروغئ درملنه نه کوو. درمل یی ناوړه اغیزی نزدی هیڅ نلری او ډېر ځل دوی وایی چی د هغه ناروغیو بشپړه درملنه کولئ شی چی په عصری او یونانی طبابت کی یی درملنه شونی نده. د بیلګی په ډؤل سرطان، روماتیزم، د وینی لوړ فشار، شکر او دی ته ورته نوری ناروغئ چی په عصری طبابت کی یا هیڅ درملنه نلری یا نو درملنه یواځې هغه کنټرولوی او په بشپړ ډؤل یی له منځه نه وړی. پدی طبابت کی د مکروب ضد درمل هیڅ نه کارؤل کیږی او که له یوه هومیوپیتیک ډاکټر نه د مکروب وژونکو درملو په اړه وپوښتی نو ځواب به یی دا وی چی هومیوپیتی په مکروب وژونکو درملو لعنت وایی. دا ډاکټران ډېر ځل وایی چی مونږ له جراحی عمل پرته د پښتورګو تیګی غورځوو، د عرق النساء درملنه کوو، د شکر درملنه کوو. ولی که دا طبابت ښه وڅېړل شی نو زده کړه او عملی کول یی نزدی ناشونی بریښي. د بیلګی په ډؤل هغه ملاریا چی په ناروغ باندی د شپې له خوا تبه راوړی یو ډؤل درمل غواړی او چی ګهیځ یا غرمه تبه راوړی نو بل ډؤل درمل غواړی. سربیره پردی داسی یو ناروغ چی قد یی ټیټ او سترګی یی شین رنګ لری یو ډؤل درمل غواړی او هغه ناروغ چی قد یی لوړ او سترګی یی تور رنګ لری بل ډؤل درمل غواړی. پدی طبابت کی د هر ډؤل درملو نښې نښانی معلومی دی او که دا نښې نښانی په یوه ناروغ کی شتون ولری نو د هومیوپیتی له نظره دا درمل د نوموړی ناروغ نزدی د هری ناروغئ بشپړه درملنه کوی. له بده مرغه چی زمونږ په هیواد کی اکثره وګړی او ان زمونږ ښاغلی ډاکټر صاحبان دا طبابت هیڅ نه پېژنی او څومره چی زه خبر یم د عامی روغتیا په وزارت کی هم پدی اړه کومه پالیسی او قانون شتون نلری مګر په نوره نړئ کی دا طبابت ډېر زیات ده او ګڼ وګړی خوښوی چی د خپلو ناروغیو د درملنی په موخه هومیوپیتیک درمل وکاروی او پدی ډؤل د درملو د ناوړه اغیزو څخه ځان وژغوری. د یادؤنې ده چی دمګړئ هومیوپیتیک درمل زمونږ د عام طبابت ښاغلی ډاکټر صاحبان هم کاروی او ناروغانو ته یی لیکی او که غلط شوی نه یم نو یو ډؤل هومیوپیتیک درمل چی همدا اوس د پښتورګو د تیګو په درملنه کی کارؤل کیږی د سنکال Sangkal په نوم یادیږی. وییل کیږی چی دا درمل د پښتورګو تیګی ماتوی او له ماتیدو وروسته یی غورځوی. زمونږ هغه هیوادوال چی بهرنیو هیوادونو ته کله تللی وی ښایی هومیوپیتیک کیلنیکونه او هومیوپیتیک ډاکټران یی ډېر لیدلی وی. په بهرنیو هیوادونو کی دا طبابت ګڼ شمیر فاکولتی لری، زده کړه پکی کیږی او ډاکټران یی بری لیکونه تر لاسه کوی. یو ډؤل بری لیک یی د DHMS په نوم یادیږی چی معنی یی ښایی Diploma in Homoeopathic Medical Sciences وی. ولی له بده مرغه چی زمونږ په هیواد کی هومیوپیتیک ډاکټران ښایی یواځې د ګوتو په شمار وی چی یو شمیر وګړی یی حکیمان هم بولی. تر کومی چی ددی طبابت د اعتبار خبره ده، نو دا په نړیواله کچه منل شوی طبابت ده چی د عام عصری طبابت په کتابونو کی یی هم یادؤنه شوی ده.
په درنښت.