د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په انسان ولی تبه راځی؟

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 07.12.2014 12:06

د دی لیکنی پیل د انسانیت د ستر لارښود او د الله پاک د سپېڅلی استاذی پدی مبارک حدیث چی فرمایی: تبه او د تبی شدت د جهنم له اور نه دی دا دواړه په یخو اوبو ساړه کړئ.
درنو لوستونکو: آیا کله مو دی ته پام شوی چی ولی په انسان تبه راځی؟ - د وییلو ده چی د انسان په دماغ کی یو جوړښت شتون لری چی د بدن تودوخه کنټرولوی او د تودوخی د تنظیم د مرکز په نوم یادیږی، دا جوړښت په طبی اسطلاح کی Thermoregulatory Center بلل کیږی. دا مرکز داسی عیار شوی چی د بدن تودوخه باید د سانتی ګراد په کچه ۳۷ درجی او د فارنهایت په کچه شاوخوا ۹۸ درجی وساتی کټ مټ لکه تاسو چی یو ایرکنډیشن په خونه کی ایښئ وی او د هغه درجه مو د سانتی ګراد په ۳۷ درجو کی عیاره کړی وی چی پدی ډؤل درته د خونی تودوخه ۳۷ درجی وساتی. د بدن د تودوخی دا درجه په طبی اسطلاح کی د Temperature Set Point په نوم یادیږی. کله کله یو شمیر مواد د وینی له لاری د بدن د تودوخی په مرکز اغیز کوی او دا درجه له خپل ټاکلی حد څخه لوړوی – د بیلګی په ډؤل د سانتی ګراد له ۳۷ درجو څخه یی ۳۹ یا ۴۰ درجو ته لوړوی. دا پېښه په حقیقت کی پدی معنی ده چی له دماغ څخه بدن ته امر کیږی چی خپله د تودوخی درجه باید هغه حد ته لوړه کړی چی نوموړئ مرکز پکی عیار شوی ده. ټول هغه مواد چی د بدن د تودوخی د مرکز درجه لوړه او په پایله کی تبه منځ ته راوړی په طبی اسطلاح کی ورته تبه تولیدوونکی مواد یا Pyrogen وایی.
د تبی په وخت ساړه او لړزه ولی راځی؟ -- که تبه تولیدوونکی مواد یا Pyrogen یوناڅاپه د بدن د تودوخی د مرکز درجه ډېره لوړه کړی د بیلګی په ډؤل ۳ یا څلور درجی یی لوړه کړی نو دا پدی معنی ده چی سمدستی باید د بدن د تودوخی درجه ۳ یا ۴ درجی لوړه شی، دا چی د بدن نورمال تودوخه ۳۷ ده او له دماغ څخه امر شوی چی باید ژر ۴۰ یا ۴۱ درجو ته لوړه شی نو د انسان ساړه کیږی او بدن په لړزه راځی – دا لړزه په حقیقت کی د بدن غبرګون ده چی عضلی په حرکت راولی او پدی وسیله تودوخه تولید او د تودوخی درجه لوړه کړی. همدا لامل ده چی انسان له عادی حالت نه تود هم وی مګر ساړه یی هم کیږی. کله چی د بدن د تودوخی درجه هغه حد ته ورسیده چی د بدن د تودوخی د کنټرول مرکز پکی عیار شوی نو ساړه او لړزه له منځه ځی او انسان تبه او تودوالئ احساسوی. تبه تولیدوونکی مواد ښایی مکروبونه وی، د مکروبونو زهرجن مواد وی، ویروسونه وی یا ان داسی زهرجن مواد وی چی مکروب پخپله مړ شوی مګر له مړ بدن څخه یی د خوړو یا اوبو له لاری د انسان بدن ته داخل شوی وی.
په تبه کی په بدن کی کوم بدلونونه منځ ته راځی؟ تبه د انسان د بدن د ننه یوشمیر بدلونونه منځ ته راوړی د بیلګی په ډؤل د فارنهایت په کچه د بدن د تودوخی د یوی درجی له لوړیدو سره (له محرقی تبی پرته په نورو تبو کی) د انسان د زړه ضربان لس ځله ډېرېږی، د بدن د ننه کیمیاوی تعاملات یا د بدن ماشین ورسره چټک کیږی او پدی ډؤل د بدن د ننه د انرژی ذخیری مصرف او له کمښت سره مخ کیږی، ځنی وګړی پکی چټیات وایی او یو شمیر کوچنیان پکی داسی حرکتونه کوی لکه پیریانو چی نیولی وی. همدا لامل ده چی له یوی تبی تیرولو وروسته انسان تر ډېر وخت پوری ستړیا او کمزوری حس کوی.
د تبی په وخت له ناروغ سره څه مرسته کولئ شو؟ -- له هر څه ړومبی باید ووییل شی چی تبه پخپله کومه ناروغی نده مګر د ګڼ شمیر ناروغیو یوه نښه ده لدی کبله یی باید لمړئ لامل پیدا او که د درملنی وړ وی نو درملنه یی وشی. د تبی د آرامولو په موخه په بدن یخی اوبه اچول، پاکی ټوټی په یخو اوبو لمدول او د بدن په ځنې برخو لکه سر، مخ، لاسونو او پښو ایښودل هغه لاری چاری دی چی بدن ته کوم لوی زیان نلری او د انسان تبه ټیټوی – دا لاری چاری په طبی اسطلاح کی د Cold Sponging په نوم یادیږی. یو شمیر د تبی ضد درمل هم شته چی ښایی د تبی د آرامولو په موخه یی ناروغ وکاروی.
په درنښت.