د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سوکالۍ وسیله او که د جگړې لامَل؟

شریف بهاند 28.02.2011 11:57

افغان طبیعي شتمنې
لورینه (رحمت) او که خوارېدنه؟
د همدې لیکنې په تیرو ۳ برخو کې وڅیړل شو، چې د بشریت د تاریخ په بهیر کې طبیعي اومه توکو د اقتصادي ودې او پرمختیا، په تیره د پوځي بریاوو په برخه کې څومره د ارزښت وړ او ټاکونکی رول لوبوي دی. د اومه توکو ترڅنگ، د مهمو او کلیدي ستراتیژیکو سیمو په اړه او د هغوي پر ارزښت هم رڼا واچول شوه. افغانستان د دغو دواړو ځانگړتیاوو، د طبیعي زیرمو او ستراتیژیک پریوت، لرونکی دی. همدې مسألې ته په نغوتې سره، الماني څیړونکي فرید شمېت Fred Schmid لیکي: " افغانستان نه یوازې د طبیعي زیرمو له پلوه یو بډای هیواد، بلکې هغه په اسیا کې د جیوستراتیژیک کلیدي پریوت خاوند هم دی. د همدې لامَل پر بنسټ دا لومړی ځل دی، چې متحده ایالتونه د پخواني شوروي اتحاد په پخواني جمهوریتونو او لویدیزې پولې ته څیرمه پوځي اډې جوړي کړې" ( ۱).
په لرغون پیر، له میلاد څخه ۳۲۸ کال مخکی مقدوني سکندر، د نوو هغو په تیره بیا د ۱۷ او ۱۸ پیړۍ سترو ځواکونو، بریتانیا او روسیې ته د افغانستان ستراتیژیک ارزښت روښانه و. د نورو ترڅنگ المانی سیاست پوه او لیکوال، کریستوف هیرمن دال Christoph Hermann Dahl په نړیوال سیاست کې د هغه د رول په اړه لیکي: "که څوک افغانستان تر خپل کنترول لاندې ولري، کولی شي، هندوستان خپل وگڼي. ... ځکه دغه هیواد [افغانستان] د سرورزو د خول Juwels der Krone د ساتنې لپاره یو ځواکمن او اوسپنیز مورچل گڼل کېږي" (۲). سربیره پر نوموړي د هند پخوانی ویسرا، لارد کرزن Lord Curzen هم په دې باب ویلي: "ترکستان، افغانستان او فارس ... د سطرنج هغه دانې گڼل کېږي، چې د نړۍ د واکمنۍ [تسلط] لپاره ورباندې لوبې کیدای شي" (۳).
په لنډه توگه ویلي شو، چې ډیرو نامتو ستراتیژیستانو افغانستان د خپل جغرافیایي او ټولنیز جوړښت له امله د اسیا د وچې طبیعي مورچل بللی او د دوی په اند، د هغه لاندې کول ناشونی او گران کار بریښي. ښې بیلگې یې د نورو ترڅنگ د تیرې پیړۍ په پیل کې د هغه وخت د ستر ځواک د بریتانیا د نړیوالې امپراتورۍ او د هغې په پای کې د ختیځ د ستر ځواک یانې د شوروی اتحاد د پوځیانو ماته ده. د پخوانیو سترو ځواکونو له دغو پوځي ماتو او ترخو تجربو سره سره، بیا هم د درېیمې زریزې یووزری ځواک، متحدو ایالتونو د خپلو ستراتیژیکو موخو(۴) د ترلاسه کولو لپاره د شمالي اتلانتیک د پوځي سازمان، ناتو د ځینو پیاوړو اقتصادي ځواکونو سره یو ځای پر افغانستان یرغل وکړ.
ځکه افغانستان لکه څنگه چې په پورتنیو کرښو کې یادونه وشوه، د خپل ستراتیژیک پریوت له امله د یوې څلورلارې حیثیت لري ، چې سویلی، منځنې او لویدیزه اسیا سره نښلوي او پر هغه باندې کنترول، د اوراسیا پر سیمې هغه گڼل کېږي. سربیره پر دغه کنترول د دغه یرغل بنسټیزې موخې، لکه څنگه چې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر مرستیال، دیک چینی هغه ته نغوته کړې ، د سیالانو، د روسیې د فدراسیون او د چین د ولسي جمهوریت د کړۍ تکمیلول(۵)، د سیمې پر طبیعي زیرمو لاس بري او همدارنگه د فسیلې انرژۍ پر نللیکو کنترول دی. د اټکل له مخې د منځنې اسیا په تیره د کسپین د سمندرگي په شا و خوا سیمه کې نه یوازې د تیلو او گازو زیرمې پرتې دي (۶)، چې د هغو ونډه په لاندنیو جدولونو کې په ښه توگه روښانه شوې،  
د بریتش پترولیم له خوا د کسپین د سمندرگي د زیرمو ارزونه


اخځ:
Energy Information Administration Caspian Sea Region, Washington, D. C., US-Government, Dec. 1998, p. 1
 
بلکې دغه سیمه کې تر هرڅه دمخه د یورانیمو، سپینو زرو، لږپیداکېدونکي فلزاتو ... او داسي نورو زیرمو له پلوه هم بډایه ده. د بیلگې په توگه قزاقستان څه نا څه د ۰۰۰ ،۳۳۸ ټنه او ازبکستان ۰۰۰ ،۲۳۰ ټنه یورانیم لري (۷).
د امریکا د متحدو ایالتونو د کانو او ځمک پېژندنې د پوهانو د نوو څیړنو د رپوټ له مخې، چې په دا وروستیو کې د دغه هېواد د دفاع وزارت د چارواكو له خوا خپور شوی، راغلي چې افغانستان هم د طبیعي اومه توکو له پلوه یو بډای هیواد دی. دا چې افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه یو شتمن هیواد دی، کومه نوې او شورانگیزه خبره هم نه ده. په دې موضوع شورویان لا پخوا پوهیدل. خو کېدای شي، چې د متحدو ایالتونو د څیړونکو څیړنې د شورویانو هغو په پرتله دقیقې وي. د متحدو ایالتونو د څیړونکو د رپوټ له مخې په دغو زیرمو کې د نورو ترڅنگ تیل، گاز، یورانیم، اوسپنه، مس، سره زر، ليتيوم، نیوبیوم، لږپیداکېدونکي فلزات او کوبالت کانونه شامل دي. لاندنې نقشه د افغانستان د منرالي توکو د زیرمو ډولونه او د هغو پر بیو یو څه رڼا اچوي.

 
اخځ:
http://www.nytimes.com/2010/06/14/world/asia/14minerals.html?hp

د پنتاگون د رپوټ له مخې، افغانستان د څه نا څه يو بليون ډالرو (یا ۸۳۰ ملیارد یورو) په ارزښت طبيعي زېرمې لري. خو د افغان حکومت د کانو او صنایعو د چارو د وزیر، شهراني په اند: " موږ د لومړنيو څيړنو پر بنسټ، چې نورو بنسټیزو هغو ته هم اړتيا لري، ويلی شو چې د افغانستان د طبیعي اومه توکو د زیرمو ارزښت درې بليون يا درې زره مليارد ډالرو ته رسيږي"(۸).  خو که د اومو توکو د راکړې ورکړې اوسنې بیه په پام کې ونیسو، د نورو ترڅنگ د  اوسپنې بیه ۴۲۱ ملیارد ډالر، نیوبېوم Niobium ۸۱ ملیارد ډالر، کوبالت Kobalt، ۵۱ ملیارد ډالر، سره زر ۲۵ ملیارد ډالر ... او د لږپیداکېدونکو فلزاتو بیه ۴ ،۷ ملیارد ډالر اټکل شوې ده. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د افغانستان لیتیوم Lithium د بولویا د هیواد، چې په نړۍ کې د دې توکو ډېر شتمن هغه بلل کېږي، تر هغو زیات دي. لیتیوم په چارچېدونکو بټریواو همدارنگه بریښنایي ــ بنزیني Hybrid موټرو، د لپ ټاپ، ټېلفونونو او نورو الکترونیکي وسایلو کې کارول کېږي.
د متحدو ایالتونو د چارواکو په اند، دغه طبیعي زیرمې زموږ د هاند وهڅو لپاره یو مهم بنسټ گڼل کېږي، چې ښایي د هغو په مرسته وکولي شو، په افغانستان یو باثباته دولت رامنځته کړو. ځکه یو اغیزمن افغاني حکومت زیرمو ته اړتیا لري، چې په خپله خپلې اړتیاوې پوره او خپلو وگړو ته اغیزمن خدمات وړاندې کړي شي (۹). يو شمېر بهرني اقتصاد پوهان هم په دې نظر دي، چې دغه طبيعي زېرمې ښایي د جگړې ځپلې افغانستان د بيارغونې لپاره یو ښه بنسټ وبلل شي. د بهرنیانو تر څنگ د افغان وگړو په زړونو کې هم داسي هیلي راټوکیدلې دي، چې ښایي افغانستان د خپلو اومه توکو د پوتنسیال له پلوه د نړۍ له ډیرو هیوادونو سره سیال او د ترلاسه شوو عایداتو له برکته به یې، نه یوازې د هیواد د بیا رغونې چارې ترسره، بلکې د دوی د سوکالۍ لامَل هم شي. خو زما په اند بنسټیزې پوښتنې دا دي، چې څوک به څه وخت او تر کومو شرایطو لاندې د دغو زیرمو په راایستلو پیل وکړي؟ ایا څوک دې ته چمتو دي، چې د افغانستان د اوسنیو کړکیچنو امنیتي حالاتو سره سره بیا هم په دې برخه کې پانگه اچونه وکړي؟  او بالاخره د دې تضمین شته دی، چې ترلاسه شوې پیسې به په ریښتا هم د هیواد د بیا رغونې په چارو کې او د افغان وگړو د سوکالۍ لپاره وکارول شي؟ ایا یوازې د اومه توکو د زیرمو لرل د سوکالۍ لامَل او که د هغوي د راایستلو د لارو چارو او همدارنگه د قیمتونو کنترول مهم شرط بلل کېږي؟
ښایي د لیکنې لوستونکي فکر وکړي، چې لیکوال د ډیر بدبینانه نظر خاوند دی. خو زه د نړیوالو تجربو او د څانگیز پوهانو په ځانگړې توگه د اتریشي لیکوال او سیاست پوه، هانس کرونبرگر Hans Kronberger د نظر پر بنسټ په ښکاره توگه ویلی شم، په هغو سیمو او هیوادونو کې چې سیاسي ثبات او امنیتي حالات د اندېښنې وړ او د قانون پر بنسټ نه ولاړ دولت د واک چارې په لاس کې لري، دا ډول طبیعي شتمنې د سوکالۍ او رحمت وسیله نه، بلکې د خوارېدنې هغه شوې دي. هانس کرونبرگر په خپل نامتو کتاب "وینه د تیلو په بدل کې" په دې باب څومره ښه لیکي:"یوه مسأله روښانه ده او هغه دا چې د اومه توکو له پلوه بډایتوب هیڅکله د یوه هیواد د ټولنیزې سوکالۍ په مانا نه ده. په ډیرو برخو (مواردو) کې په دقیقه توگه د هغه برعکس دی. هرڅومره چې یو هیواد د اومه توکو له پلوه بډای دی، هومره یې اوسیدونکي بیوزله دي او د مستبدو پوځي زورواکو د حکومت، چې دیموکرات رنگ ور کړل شوی او یا هم پرته له دغه رنگ څخه واکمنې چلوي، عمر اوږد دی. سربیره پر دې تجربو روښانه کړې، چې د اومه توکو په راایستلو کې هر ډول زیاتوالی، د دغو هیوادونو لپاره، اقتصادي وده نه، بلکې تر هر څه دمخه د وسلو د کیفیت لوړوالي له ځانه سره لري" (۱۰). نوموړی د افریقا د وچې د هیوادونو په ډله کې، نایجیریا او د کانکو جمهوریت د بیلگې په توگه یادوي او د اتریش دې پرسې „Die Presse“ د ورځپانې د افریقایي چارو د خبریال، توماس کنه مایر Thomas Knemeyer له رپوټ څخه په گټې اخیستنې سره لیکي: " ... د یوویشتمې پیړۍ په درشل کې د اومه توکو له پلوه یو شتمن افریقایی هیواد، بې له دې چې راتلونکې ته هیله من وي، د نړۍ په سوالگر بدل شوی دی. په داسي حال کې چې د هغه پوځي مشران په مجللو کلوپونو او گران بیو هوتلونو کې راشه درشه کوي، خو [د دغه هیواد] ماشومان په کثافات دانیو کې په لوبو بوخت دي. ماشومان چې هر درېیم یې ان خپله پنځمه کالیزه په سترگو هم نه ویني" (۱۱).
د اومه توکو سم او پرله پسي راایستل لکه د ټولنې پرمختک، ثبات او سولې ته اړتیا لري. خو لکه د ځینو افریقایي هیوادونو په څیر د افغانستان امنیتي حالات هم ډیر د اندیښنې وړ دي. ان د ملگرو ملتونو چارواکي اعتراف کوي، چې په دا وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان امنیتي وضعیت په دراماتیکه توگه لا نوره هم کړکیچن شوی دی. د هغو اطلاعاتو له مخې، چې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال، منیر منگل ان د ولسي جرگې د ټاکنو په درشل کې د دغې جرگې غړو ته وړاندې کړ، هم راغلي: چې د هیواد له ۳۶۴ ولسوالیو څخه " ... ۳۵۵ به عنوان مناطق پرخطر شناخته شده اند. ... که به این اساس، تنها یازده ولسوالی در سراسر این کشور به عنوان ولسوالی های امن باقی می ماند. ... آمار
ــ تعداد کل ولسوالی ها: ۳۶۴
ــ ولسوالی های پرخطر: ۳۵۵
ــ خطر شدید: ۱۱۴ ولسوالی
ــ خطر متوسط: ۵۰ ولسوالی
ــ خطر پایین: ۱۹۱ ولسوالی" (۱۲)
که د دغو ناارامیو ترڅنگ د هیواد امنیتي وضعیت د هغه د نورو عواملو د ساری په توگه د خلكو په وړاندې د تاوتريخوالي، اقتصادي پرمختک، له قانون څخه د زورواکو ځان لوړ گڼل، د قوانینو سم نه پلي کېدل، په دولتي ادارو کې له حده وتلي فساد او په تیره د هیواد د پوځي لگښت، پر بنسټ هم وارزول شي، ادعا کولي شو، چې دغه طبیعي لورینه (د اومه توکو زیرمې) به د افغان ولس د سوکالۍ لامَل نه، بلکې د هغو د لا خوارېدنې هغه شي. ځکه یوازې د افغانستان د څه نا څه د ۰۰۰ .۴۰۰ پوځیانو د روزنې، پالنې او د هغو په وسلو سمبالولو کلني لگښت، لکه څنگه چې کرزی وایي:" مصارف نیروهای امنیتی افغانستان در حال حاضر به حدود ۸ ملیارد دالر سالانه میرسد ..."(۱۳)، چې دغه پوځي لگښت د دولت تر اوسمهالیزې عادي او پرمختیایي بودجې زیات دی. د دغې ادعا ثبوت د هیواد د ۱۳۹۰ کال د بودجې جوړښت (ترکیب) په ښه توگه روښانه کوي. د مالیې وزیر عمر زاخیلوال د ۱۳۹۰ لمریز هجري کال د بودجې په اړه وایي: "... بودجه ملی سال ۱۳۹۰ افغانستان نزدیك به ۲۱۶ میلیارد افغانی است كه ۱۵۰ میلیارد افغانی آن بودجه جاری و مابقی مربوط به توسعه بخشهای مختلف است. نرخ هر دالر حدود ۴۵ افغانی در افغانستان محاسبه می شود كه رقم بودجه سال آینده كشور معادل حدود چهار میلیارد و ۸۰۰ میلیون دالر تخمین زده می شود"(۱۴). دا په دې مانا چې د افغانستان پوځي لگښت د هغه تر بودجې ډیر لوړ دی. نو افغان واکمن باید کال کې د عینک د مسو د زیرمې په څیر څلور دا ډول هغه وپلوري، چې یوازې خپل پوځي لگښت سمبال (تأمین) کړی شي.   
سربیره پر دې د هیواد نیمگړي (ناقص) مادي او معنوي بنسټونه هم د طبیعي زیرمو په راایستلو کې لوی خنډ گڼل کېږي. د همدې لامَل پر بنسټ اړونده نړیوالې کنسرنې زړه نه ښه کوي، په دې برخه کې پانگه اچونه وکړي او که زړه هم ښه کړي، نو هڅه کوي چې هغه په نیمه بیه ترلاسه کړي.
د پورتنیو ستونزو ترڅنگ، د لیکوال په اند، د هیواد د طبیعي زیرمو د تالان لپاره تر ټولو ستر گواښ، په هیواد کې د مزدور سرتیرو شتوالی دی. په نړیواله کچه د دوی ماموریت د غوړیدا (رونق) په حال کې دی. دغه ادعا د مزدور سرتیرو د شرکتونو کلنی عاید، چې په نړیواله کچه څه نا څه ۳۰۰ ملیارد ډالرو ته رسیږي، په ښه توگه ثابتوي (۱۵). لویدیزه نړۍ په تیره متحده ایالتونه دغه مزدور سرتیري هغه وخت په دنده گماري، چې د نړیوالو حقوقو له مخې نشي کولي، له خپل رسمي پوځي ځواک څخه گټه پورته کړي، یا د دوی لاسپوڅي رژیمونه په یوې ستراتیژیکه سیمه کې د راپرځیدو له گواښ سره مخامخ وي، یا غواړي خپل لاسپوڅي په دا ډول ستراتیژیکو سیمو کې واکمن کړي. په تیره مزدور سرتیري د اقتصادي گټو د خوندي کولو په موخه په دغه یا هغه نامه په دنده گمارل کېږي (۱۶). د بیلگې لپاره لیکوال، د هانس کرونبرگر Hans Kronberger د کتاب "وینه د نفتو په بدل کې" یو څپرکی "افریقا د ستونزو مرکز: اومه توکي بیوزلې رامنځته کوي" پښتو کړی، چې د همدې لیکنې په پای کې به خپور شي.
ځکه د افریقایي هیوادونو تجربو ثابته کړې، چې زیاتره وخت حکومتونه د مزدور سرتیرو تر اغیز لاندې او د هغو په منگلو کې راگیر شي. دغه مزدور سرتیري د خپل خدمت په بدل کې د طبیعي زیرمو د راایستلو د امتیاز غوښتنه کوي. اتریشي لیکوال او سیاست پوه، هانس کرونبرگر Hans Kronberger د مزدور سرتیرو په باب لیکي: " د مزدور سرتیرو ... یرغلیزې ډلې د هیڅ یو حکومت اوامرو ته غاړه نږدي او د هیڅ یوې سیاسي ایدیالوژې په وړاندې د مسؤولیت احساس هم نلري. دوی د گټې له قانون څخه اطاعت کوي. په کړکیچ کې د راگیر ولسمشر له خوا د ماموریت د ترلاسه کولو، په کورنۍ جگړې کې لاسوهنه او د واکمنو ځواک تأمنیوي. د دوی د دغه خدمت په بدل کې شاهانه پاداش ورکول کېږي. د الماسو د راایستلو اجازه، د تیلو د زیرمو د تولیداتو امتیاز او د اقتصادي شرکتونو د جوړولو اجازه. د بارلو (اِ ابن بارلو Eeben Barlow د افریقا په وچه کې د مزدور سرتیرو د یوه خصوصي ستر شرکت مشر دی. لیکوال) له پوځي زړی څخه یوه اقتصادي امپراتورې جوړه شوې، چې د افریقا د وچې د طبیعي زیرمو په لوټولو اخته ده" (۱۷).
که څه هم د افغانستان په کړکیچ کې لا د افریقا د وچې مزدور سرتیرو کوم ماموریت نه دی ترلاسه کړی، خو د لویدیزې نړۍ د هیوادونو د خصوصي امنیتي شرکتونو لکه د بلاک واتر Blackwater تر څنگ ارمور گروپArmorGroup ، دَون کورپ DynCorp او ارېنس Erinys اجیرانو ته دنده وسپارل شوې، چې په اصطلاح افغان ملي ځواکونه (اردو او پوليس) وروزي (۱۸). که په روښانه توگه وویل شي، لویدیځ اجیران گمارلي، چې افغاني اجیران وروزي. خو تجربو ثابته کړې، چې په اجیرانو څوک دولت جوړولي نشي، ځکه لکه څنگه چې مخکې یادونه وشوه، هغوي ځانته ځانگړې دندې لري. د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پخواني سلاکار، انریکو بالستروس Enrique Ballesteros دغو دندو ته په نغوتې سره وایي: "د مزدور سرتیرو شرکتونه ... د خپلو خونړیو کړو وړو په بدل کې د انرژۍ او [نورو] زیرمو د راایستلو امتیاز ترلاسه کوي. په مجردی چې وضعه یو څه ثبات ومومي، دغه شرکتونه په تالان پیل کوي او په دې توگه په ځان پورې تړلي هغه رامنځته، چې هر یو یې په خپل وار سره د هوایي چلند، سړک جوړولو او د صادراتو او وارداتو په برخه کې په هاند و هڅو پیل کوي او د هماغه هیواد اقتصادي برخه، که څه هم پر بازار واکمن نه دي، خو تر زیاتې اندازې پورې هغه تر خپل کنترول لاندې راولي" (۱۹). افغانانو ته هم تر لمر روښانه ده، چې په هیواد کې د چا له خوا، څه ډول بهرنې او کورنې امنیتي کمپنې او هغو پورې تړلي اقتصادي او خدماتي شرکتونو د کومو موخو لپاره رامنځته او په کومو دندو گمارل شوي دي.
سربیره پر پورتنیو ستونزو په افغانستان کې د ځواک د جوړښت (ترکیب قدرت) ناڅرگند حالت له طبیعي زیرمو څخه د گټې اخیستنې په برخه کې هم یوه ستره ستونزه بلل کېږي. ځکه دغه هیواد د ناتو د پوځي سازمان له خوا نیول (اشغال) شوی او د یوه پروتکتورات په توگه د دغه پوځي سازمان تر ساتنې (حمایه) لاندې دی. د پرتکتورات ځانگړتیا په دې کې نغښتې ده، چې د تړون له مخې لاندې شوی هیواد (پروتکتورات) په ټولیز او یا نسبی ډول، د خپلو معاملو واک او اهلیت د پروتکتور (ساتندوی یا ساتندویانو) په گټه له لاسه ورکوي. دغه حالت په هیواد کې په ښه توگه تر سترگو کېږي. د افغانستان د په اصطلاح دولت ترڅنگ د ریښتني ځواک خاوند د متحدو ایالتونو تر مشرې لاندې د ناتو پوځي سازمان، د دغو دواړو ترڅنگ بیا د ناتو د نورو ځواکمنو هیوادونو لکه، د بریتانیا، فرانسې او المان ځانگړي استازي او همدارنگه د ملگرو ملتونو سازمان، هر یو په افغانستان کې د دولتي ځواک په توگه خپل رول لوبوي. یا په بله وینا په دولت کې دولتونه رامنځته کړل شوي دي. ښايي افغان چارواکي په ځینو عادي کورنیو چارو کې په نسبي ډول ازاد لاس ولري، خو دا ټولو ته روښانه ده، چې د هیواد د ځمکنۍ او هوایي بشپړتیا کنترول او څارنه د ریښتني ځواک، پروتکتور یانې د ناتو د سازمان د ځواکونو په لاس کې دی. دا هم روښانه ده، چې د ناتو د غړو هیوادونو سترې باروړنکې الوتکې او نور ترانسپورتي وسایل، هیواد ته د افغانانو د وژلو په موخه پوځي تجهیزات او وسلې رالیږدوي، خو دا بیا هغو ته څرگنده نه ده، چې په دغو الوتکو او نقلیه وسایلو کې له افغانستان نه څه لیږدول کېږي، یورانیوم؟ او که لږپیداکېدونکي فلزات؟ او یا نور منرالي طبیعي اومه توکي، چې په تیره د لویدیزې نړۍ د الکتروتخنیک د صنعت څانگې هغو ته بیړنۍ اړتیا لري؟ دا هم هیوادوالو ته روښانه ده، چې د ناتو د سازمان او د هغه د ټلوالې پوځیان د طالب رژیم د راپرځولو په موخه او د ترهگرۍ او د القاعدې د ناڅرگندې شبکې په وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلي دي. خو دا بیا دوی ته څرگنده نه ده، چې په دوی کې څومره ځمکپوهان او لرغون پیژندونکي دي او هغوی د هیواد په کومه برخه کې په څه لگیا دي؟
ښایي زما په څیر هر افغان وگړی ته هم گران کار وي، دې پوښتنو ته ځواب ووایي. خو زه د پورتنې ارزونې پر بنسټ په ښکاره توگه ویلي شم، چې د هیواد طبیعي زیرمې د افغانانو لپاره، لکه د ناروی، استرالیا او بوتسوانا Botswana د هیوادونو په څیر د رحمت او سوکالۍ لامَل نه، بلکې د افریقایي هیوادونو په شانې، د خواریدنې هغه کېږي. ځکه نړیوالو ځواکونو په تیره اقتصادي هغو لا پخوا د اومه توکو پر سر نړیواله سړه جگړه پیل کړې ده، چې د پردو له خوا پر افغانانو تپل شوي غوړمال، بډه اخیستونکي او له سیاسي پلوه ناپوه واکمن، نه د دا ډول لوبې د لوبولو وړتیا او نه هم د هغې له قواعدو سره بلدتیا لري.
   پای
 
اخځایونه:
1- Fed Schmid: China, Krise als Chane? Aufstieg zur ökonomischen Weltmacht, isw ____ Report Nr. 83-84, 2010, München, S. 50
2 -Dahl, Hermann Christoph: Die Rolle Afghanistans in der Weltpolitik, in: Zeitschrift für Politik, Bd. XIV, 1925, S. 441
۳ ــ وگورئ: شریف بهاند: ناڅرگند ځواک د افغان ناورین لامَل، په:
http://www.tolafghan.com/posts/13046
۴ ــ وگورئ: شریف بهاند: پرده دوم بازی بزرگ، تحقق منافع ستراتیژیک در پوشش دموکراسی، کابل، ۱۳۸۸، ص. ۱۰۵ ــ  ۱۱۳  
5- Fed Schmid, Claus Schreer: Nato, Rüstung, Krieg, , isw - Report Nr. 12 , 2009, München, S. 23
۶ ــ  وگورئ، شریف بهاند: دریمه زرېزه، د امریکا متحده ایالتونه، ناتو  او نړیوال نظم، په
http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/bahand_usa_nato_au_naleiwal_nazem.pdf
7- Reserven, Ressourcen und Verfügbarkeit von Energierohstoffen 1995, Hannover, 1995, S. 432
8- http://pa.azadiradio.org/content/article/2074636.html
9- http://www.zeit.de/2010/23/P-oped-Gewalt-privatisiert?page=1
10- Kronberger, Hans: Blut für Öl, Der Kampf um die Ressourcen, 1998, Wien, S. 87-88
11- Kronberger, Hans: Blut für Öl, Der Kampf um die Ressourcen, 1998, Wien, S. 96
12- http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/06/100616_k01_af_insecurity.shtml
13- http://afghan-german.com/upload/news_af/NewsBoard/Today.htm#متن بیانیه حامد کرزی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان
14- http://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=19121
15 - http://www.zeit.de/2010/23/P-oped-Gewalt-privatisiert?page=1
Und http://www.zeit.de/2010/23/P-oped-Gewalt-privatisiert?page=2
16- Ebenda, هماغه اخځای
17- Kronberger, Hans: Blut für Öl, Der Kampf um die Ressourcen, 1998, Wien, S. 99
18- http://www.zeit.de/2010/23/P-oped-Gewalt-privatisiert?page=1
19- Kronberger, Hans: Blut für Öl, Der Kampf um die Ressourcen, 1998, Wien, S. 99