د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طبیعي زیرمې د سوکالۍ وسیله او که د جگړې لامَل؟ ۲

شریف بهاند 12.01.2011 22:59

درېیمه زریزه:

او د طبیعي توکو پر سر سړه جگړه:

د تاریخي پیښلیکو له څیړنو دا روښانه شوه، چې څنگه طبیعي توکي په تیره شیطانې اوښکې، تیل او له هغو سره غاړه غاړې سپیڅلې لمبه، گاز په نړۍ کې د سترو بدلونونو لامَل شوه. طبیعي توکي څنگه ځینو ته د بدمرغۍ وسیله او ځینو نورو ته د نیکمرغۍ لامَل، ځینو ته هم د ماتې وسیله، خو بیا د نورو لپاره د بریاوو بنسټ شول. څنگه شیطانې اوښکه او سپیڅلې لمبه د نورو طبیعي اومه توکو تر څنگ د ځمکې له تورو تیارو راویستل او بیا د دوي هر یوې بیلگې ته، د ځواکمنو هیوادونو د کابینو د غونډو په روښانه او مجللو خونو کې، ترټولو لوړ مقام او د ناستې ځای ورکړ شو او څنگه ځواکمن وږ سترگي (حریص) د دوي د ترلاسه کولو په موخه دسیسې، چې پر هغو یې د جیوپولیتکو، جیواوکونومیکو او ستراتیژیکو گټو نوم ایښی دی، طرح او هغه یې بیا د نړۍ په هغو برخو کې، چې د طبیعي زیرمو له پلوه بډایي دي، په دغې یا هغې پلمې د عمل په ډگر کې پلي کړې

د اومه توکو په ځانگړې توگه د لږپیداکېدونکو فلزاتو او فسیلي انرژۍ دغه ارزښت ته په پام سره، له سړې جگړې څخه وروسته، نه یوازې دا چې دغه سیاست بدلون و نه موند، بلکې د درېیمې زریزې په لومړۍ لسیزه کې د طبیعي توکو پر سر سیالۍ لا پیاوړې شوه. ان د تیرې پیړۍ د ۱۹۵۰ ــ ۱۹۹۹ کال تر منځ مهربان حاکم یانې متحدو ایالتونو د نړۍ " په مهمو او کلیدي ستراتیژیکو سیمو کې د خپل شتوالي او د هغه د پراختیا په ارزښت ټینگار  ..." (۱)کاوه. د واشنگټن د ستراتیژیستانو له نظره:

ــ لومړۍ ډله کلیدې سیمې هغه هیوادونه او سیمې دي، چې دوي لا تر اوسه د اومه توکو پاتې زیرمې په خپل واک کې لري او اوسمهال هم په هغو کې دا ډول زیرمې موندل کېږي؛

ــ دوهمه ډله کلیدې سیمې د متحدو ایالتونو د [بالقوه] سیالانو په گاونډ کې پراته هیوادونه ګڼل کېږي (۲).

د نړۍ د اومه توکو پر پاتي زیرمو په تیره د تیلو او گازو پر هغو کنترول د سترو صنعتي هیوادونو لپاره ځکه ځانگړی ارزښت لري، چې:

۱ ــ  له یوې خوا د اومه توکو زیرمې مخ په خلاصیدو دي؛

۲ ــ  او له بلې خوا په نړیوال بازار کې هغو ته غوښتنه (تقاضا) په ډراماتیکه توگه زیاته شوې ده. دغه دواړه په دې برخه کې د تنکسیاوو د رامنځته کیدو لامَل گڼل کېږي

د بیلا بیلو رسنیو د رپوټونو او خبرونو د ارزونې له مخې او همدارنگه د څیړونکو له څیړنو هم څرگندیږي، "هر چیري چې ناارامې دي، هلته د اومه توکو او د انرژۍ زیرمې شته دي، نو ځکه په دې سیمو کې جگړې په ډیر شدت سره دوام لري"(۳). له افغانستان څخه نیولي تر منځني ختیځ پورې، بیا د فارس له خلیج نیولي تر لاتینې امریکا پورې ...، د افریقا د وچې په ځینو هیوادونو، لکه روندا، نایجیریا، د عاج ساحل، سومالیا، سیریالیون، زیمبابوی، سودان، انگولا ... او داسي نورو کې جگړې، د هغو ښې بیلگې گڼل کېږي. همدارنگه په گرجستان، اوکراین او قرغیزستان کې گډوډې او سیاسي بدلونونه هم همداسي در واخله. 

داسي بریښي، چې هغه صنعتي هیوادونه او نوي رامنځته شوي صنعتي هغه، چې د دغو توکو له طبیعي زیرمو بې برخي دي، د هغوي د سمبالښت په برخه کې له تنکسیاوو سره د مخامخ کېدو په حال کې دي. نو ځکه د لومړنیو اومه توکو د سمبالښت تضمینول، هغه بنسټیزه انگیزه ده، چې ورځ په ورځ د دغو هیوادونو د بهرني سیاست په بنسټیزې موضوع بدلیږي.

نو ځکه ویلي شو، چې د اومه توکو د زیرمو، په تیره د لږ پیداکېدونکو منرالي او هایدروکاربني هغو کنترول د اتلانتیک د سمندر د دواړو غاړو، د اروپایي ټولنې او متحدو ایالتونو، د جگړه ییزو پلانونو له بنسټیزو مفاهیمو څخه گڼل کېږي (۴). خو داسي بریښي، نوي رامنځته شوي صنعتي هیوادونه د نورو ترڅنگ د چین ولسي جمهوریت هم اوس په نړیواله کچه د اومه توکو پر سر سړه جگړه پیل کړې ده. که څه هم دغه هیواد په خپله د تیلو او د لږ پیداکېدونکو منرالي اومه توکو د زیرمو خاوند دی، خو سره د هغه یې هم د افریقا د وچې او ځینو عربي هیوادونو سره د ښو اړیکو له لارې پر زیاتو دا ډول کانونو کنترول ترلاسه او د هغو د راایستلو حقوق ترلاسه کړي دي. نوځکه د اروپایي ټولنې د صنایعو د څانگو چارواکو د گواښ اعلام کړی، که اروپا د لږ پیداکېدونکو اومه توکو د ترلاسه کولو لپاره هاند و هڅه و نه کړي، نو ښایي د ټولنې د غړو هیوادونو د ډیرو اقتصادي څانگو، په ځانگړې توگه د میکرو الکترو تخنیک او د وسلو د صنایعو د څانگو شتوالی له گواښ سره مخامخ شي. له همدې امله د المان د صنایعو د ټولنې یو لوړ پوړی چارواکي، اولرېش گرېلو Ulrich Grillo گواښ کړی، چې د لږ پیداکېدونکو اومه توکو په برخه کې وضعیت په ډراماتیکه توگه د خرابیدو په حال کې دی. د دا ډول اومه توکو شمېر، چې صادرونکو هیوادونو پر هغو کمرکي محصولات تړي و، په ۲۰۰۸ کال کې ۴۵۰ و. خو په ۲۰۱۰ کال کې د هغو شمېر زرو توکو ته لوړ شو. د نوموړي په اند: "زیات شمېر هیوادونه، د لږ پیداکېدونکو اومه توکو د صادراتو په برخه کې په لوی لاس تنکسیاوې (محدودیتونه) رامنځته کوي" (۵). نو ځکه گرېلو Grillo  د المان له حکومت او د اروپایي ټولنې له مسؤل کمیسیون څخه وغوښتل، چې د دغه تنکسیاوو په وړاندې عکس العمل وښیي. همدې ستونزې ته په پام سره د اروپایي ټولنې د صنایعو د چارو کمیسار، گونتر فرهیوگین Günter Verheugen تر هر څه دمخه دا لاندني کامونه ترلاسه لاندې ونیول:

ــ  د مخ په خلاصیدونکو اومه توکو د ډولونو د لیست ترتیب؛ 

ــ  د دغه توکو په باب له هغو افریقایي هیوادونو سره د خبرو اترو پیل، چې د دا ډول اومه توکو زیرمې لري؛

ــ  او ترټولو مهم د اروپایي ټولنې له خوا د چین ولسي جمهوریت ته گواښ. ځکه دغه هیواد د لږپیداکېدونکو اومه توکو د صادراتو په برخه کې د کمرکي محصولاتو د لوړولو له لارې تنکسیاوې رامنځته کړي دي(۶)

که د دغو توکو په ترلاسه کولو کې نورې ستونزې رامنځته شي، نو ښایي د هغو بیه لا نوره هم لوړه او په دې توگه به د صنایعو ځینې څانگې د له منځته تلو له گواښ سره مخامخ شي. له همدې امله د متحدو ایالتونو دولت هم گواښ کړی، که چین خپلې دغې ستراتیژۍ ته دوام ورکړي، نو دوي به دې ته اړ شي، لکه د اروپایي ټولنې په څیر د سوداگرۍ نړیوال سازمان WTO ته شکایت وکړي. خو د اروپایي ټولنې او متحدو ایالتونو له دغو گواښونو سره سره، بیا هم چین څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د لږپیداکېدونکو اومه توکو پر صادراتو به د ۲۰۱۱ کال له پیل څخه لوړ محصولات ولگوي (۷)له دې ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې ان لا اوس د دا ډول اومه توکو، د هغو د زیرمو او راکړې ورکړې پر سر شخړې او جگړې په ښکاره او پټه توگه روانې، چې بنسټیزه موخه له دا ډول  کړو وړو څخه د سیال بې برخې کول له دغو توکو څخه دي

نور بیا