ناتو د دښمن په لټه ۲
02.01.2011 22:00د درېیمې زریزې د دوهمې لسیزې لپاره د ناتو نوې ستراتیژی:
د نومبر له ۱۹ ــ ۲۰ پورې د شمالی اتلانتیک د پوځي سازمان، ناتو د ۲۸ غړو هیوادونو دولتي او حکومتي مشران د پرتگال په پلازمینې، لېزبون کې سره جرگه شول، چې د دغه سازمان د راتلونکې کړنلارې په باب سلا و مشورې وکړي. د ناتو د سازمان مشر، اندرس فوګ راسموسن Anders Fogh Rasmussen په خپله پرانیستونکې وینا کې د ناتو د غړو هیوادونو د استازو دغه غونډه، "يوه تاريخي او بې سارې سرمشريزه" وبلله او زیاته کړه:
د شمالی اتلانتیک د پوځي سازمان ناتو عمومي منشي
اندرس فوګ راسموسن غونډې ته د وینا په حال کې
"موږ به مدرنې ځواکمنتیا ته وده ورکړو، چې د مدرنو گواښونو پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکولي شو. خو موږ به په دې برخه کې د نړۍ نورو هیوادونو ته هم د گډې همکارۍ لاس ور اوږد کړو". نوموړي د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې وویل:"هغه څه چي موږ په افغانستان او همدارنگه په بالقان کې د خپلو پوځي عملياتو په ترڅ کې زده کړي، د پاملرنې وړ دي. دا تجربې موږ ته دا را په کوته کوي، چي د ستونزو حل يوازې د پوځي عملياتو له لارې شونی نه، بلکې موږ د هغو تر څنگ ملکي هاند و هڅو او بيارغاونې ته هم اړتيا لرو". د راسموسن په اند نړۍ د بدلون په حال کې ده. له دغو شرایطو سره جوخت موږ له نوو گواښونو او چلنجونو سره مخامخ یو، نو اړینه بریښي، د هغو په وړاندې او همدارنگه د ځواب لپاره په خپله کړنلاره او ستراتیژۍ کې بدلون رامنځته کړو. ځکه د سازمان اوسنې هغه، په کال ۱۹۹۹ کې تصویب شوې او د درېیمې زریزې د دوهمې لسیزې د ستونزو ځواب نشي ویلي.
خو بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې د دغه سازمان راتلونکې دندې به څه وي؟ په افریقا او اسیا کې د سیمه ییزو کړکیچونو حل ؟ او یا د ناورینونو په برخه کې مرسته؟ د متحدو ایالتونو او اروپا لپاره د پاتي طبیعي اومه توکو د زیرمو امنیت؟ او که د سوداگریزو لارو خوندي ساتل؟ د کمپیوتري سیستم دفاع؟ او یا د ملگرو ملتونو لپاره سیال؟ او که د دغه سازمان پوځي اړخ په توگه دنده تر سره کول؟ دې پوښتنو ته د ځواب لپاره، د ناتو پوځي سازمان د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې، مادلین البرایت تر مشرې لاندې یوې پوځي ــ سیاسي ډلې ته دنده ورکړه، چې د نړۍ د اوسنیو ستونزو او سیاسي ــ اقتصادي پرمختیاوو په پام کې نیولو سره، دوي ته نوې کړنلاره طرحه کړي. د کار پوهانو دغې ډلې د اوسنیو نړیوالو شرایطو په پام کې نیولو سره، یو ۱۱ مخیز لاسوند، د "فعاله ونډې او مدرنې دفاع" تر نامه لاندې کړنلاره طرحه او د سازمان د مشرانو غونډې ته وړاندې کړه، چې د نومبر په ۱۹ مه د ناتو د غړو هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو له خوا تصویب شوه. په دې نوې کړنلارې کې:
ــ د ناتو د تړون د پنځمې مادې پر بنسټ ټولیزه دفاع او په کړکیچن حالت کې یو له بل سره د مرستې تضمین اوس هم د سازمان له بنسټیزو دندو گڼل کېږي؛
ــ پر کړکیچونو د بریا په موخه د سازمان د پوځي او ملکي جوړښتونو تر منځ ډیره نږدي همکارۍ ته هم نغوته شوې. ځکه د نړۍ اوسنیو ستونزو د بیلگې په توگه د افغانستان او بالقان کړکیچ او د عراق جگړې دا روښانه کړه، چې هیڅ هغه یوازې له پوځي لارې د حل وړ نه ده؛
ــ سازمان د نړۍ په کچه د امنیت ټینگښت او د کړکیچونو حل خپله دنده بولي او غواړي د نړیوال امنیت د شبکې د یوې برخې په توگه، له نورو نړیوالو لوبغاړو سره د ډیرې نږدې همکارۍ له لارې د لا زیات امنیت په ټینگښت کې خپله ونډه له اروپايي ټولنې سره په گډه د ملگرو ملتونو تر سیوری لاندې تر سره کړي. سربیره پر دې دا سازمان په دې هڅه کې دی، چې له روسیې او نورو لوبغاړو سره هم گډه همکاری پیل کړي؛
ــ ناتو غواړي، د خپلې قومندې په جوړښت او همدارنگه په خپل پرسونل او څانگو کې بدلون او که شونې وي، کمښت رامنځته کړي؛
ــ سربیره پر دې ناتو د نړیوالې ترهکرۍ په وړاندې مبارزه، د کمپیوتری سستیمونو ساتنه، د انرژې د امنیت مسأله، بې وسلې کول او په تیره د زروي او کیمیاوي هغو کنترول له خپلو مهمو دندو بولي (۱۱).
ایا په رښتیا هم د ناتو دغه نوې ستراتیژې له تیرې هغې څخه توپیر لري او که یوازې پخوانۍ په نورو کلمو او الفاظو فورمول بندی شوې ده. نو اړینه بریښي، چې د پرتلې او د قضاوت لپاره د تیرې کړنلارې له ډیرو مهمو ټکو څخه یادونه وکړو. د نورو تر څنگ د هغه مهم ټکي په لاندې ډول دي:
"۱ - د شمالی اتلانتیک او اروپا له سیمو څخه ټولې نړۍ ته د ناتو د عملیاتو پراختیا؛
۲ - د ملگرو ملتونو له باور لیک (اجازې) پرته د عملیاتو تر سره کول او د ناتو د تړون د رول پراختیا؛
۳ - له اړتیا سره سم او له مخکیني اعلام څخه پرته د اټومي وسلو کارول" (۱۲) .
د دې کړنلارې پر بنسټ متحدو ایالتونو چا ته، ان ملگرو ملتونو ته اجازه نه ورکوله، چې د متحدو ایالتونو ملی ګټې له گواښ سره مخامخ کړي. په دې اړه د دغه هیواد پخوانی ولسمشر، بیل کلینتن په ۱۹۹۴ کال کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې ویلی و: " که چیرې زموږ د ملی امنیت گټې له گواښ سره مخامخ وي، نو که وکولي شو، له نورو سره به په گډه عمل وکړو، خو که اړ شو، ان په یوازې توگه به هم دا کار تر سره کړو، موږ به له ولسواکې څخه هم کار واخلو، خو که اړ شو، له زور زیاتي څخه هم" (۱۳).
دا په دې مانا چې ناتو ته د عملیاتو په برخه کې ازاد لاس ورکړ شو. دا خبره هغه وخت لا نوره هم په ښه توگه روښانه شوه، کله چې د ناتو پخواني عمومي منشی، خاویر سولانا Javier Solana په ډیر ډاډ سره وویل: "موږ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته اړتیا نه لرو" (۱۴). سربیره پر نوموړي، د متحدو ایالتونو لوړ پوړي سیاستوال هم په همدې اند وو. د بیلگې په توگه د ۱۹۹۹ کال د فبروری په څلورمه نیټه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال، شترب تلبوت Strobe Talbott ویلي و:" له دې سره جوخت موږ باید دې ته پام وکړو، چې ناتو د کومې بلې نړیوالې ادارې ترلاس لاندې رانشی. [...] دغه ټلواله باید دا حق او آزادی ولري، تل هغه وخت عمل وکړي، چې د ټلوالې غړي هیوادونه د هغه په اړه د نظر یووالي ولري او هغه اړین وبولي" (۱۵ ). دا په دې مانا چې د ناتو پوځي سازمان ځانته حق ورکوي، خپل یرغلیز عملیات د نړۍ هرې برخې، په تیره د خپل پام وړ سیمو او ستراتیژیکو هغو ته پراخ کړي. دا په خپله د دې ښکارندوي کوي، چې د پوځي یرغلیزو عملیاتو په برخه کې د ناتو د تیرې او اوسنې کړنلارې تر منځ کوم روښانه توپیر نه تر سترگو کېږي. دلته د یادونې وړ بولم، چې د ناتو د سازمان د تیرو دوو کړنلارو یانې د سړۍ جگړې د پړاو، ناتو ۰ . ۱ ، بنسټیزه موخه نه یوازې د شوروی اتحاد محدودول، بلکې په سړې جگړې کې د بشپړو بریاوو ترلاسه کول و او له هغې د وروسته پړاو، ناتو ۰ .۲ په ترڅ کې د نورو سیالو ځواکونو، په تیره د روسیې د فدراسیون د کړۍ بشپړول او که شونی وي، ان د روسیې ټوټه کول (۱۶) بنسټیزه دنده ټاکل شوې وه. د ناتو د یاد شوو کړنلارو په طرح او پلي کولو کې بنسټیز تصمیم نیونکی د امریکا د متحدو ایالتونو دولت و او نور غړي هیوادونه په تیره اروپايي هغه "هو" ویونکي وو او یوازې د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ اجازه درلوده. که په روښانه توگه وویل شي، اصلاً د متحدو ایالتونو دولت د اروپا د پوځي ځواکمنتیا له پراختیا سره هوکړه (موافقه) نه درلوده او په دې اند و، چې د دوي تر لارښوونې لاندې ناتو د اتلانتیک د سمندر د دواړو غاړو د دفاع لپاره بسیا (کافي) دی. خو د اروپایي ټولنې مشرانو دغې تړلتیا ته په پاملرنې سره، له ۱۹۹۹ کال راپدېخوا د خپلې ټولنې د پوځي کولو لپاره هاند و هڅه پیل کړه. ځکه د دوي په اند: " ... یوه ټولنه چې له ځانه دفاع و نه شي کړی، هغه ټولنه نه ده. یو پیاوړي ارز چې ځواکمن دفاعي ځواک ونه لري، د اوږدې مودې لپاره به ځواکمن پاتی نه شي" (۱۷) . د همدې لامَل پر بنسټ و، چې د اروپایي ټولنې دولتي او حکومتي مشرانو د دغې ټولنې د بهرنیو چارو له مسؤل، خاویر سولا څخه غوښتنه وکړه، د اروپا د دفاعي ستراتیژۍ په لاسوند (سند) کې دغې سکالو (موضوع) ته ځانگړې پاملرنه وکړي. نوموړی په دې اړه لیکی: " یوه خوځنده اروپا به هغه وخت اغیرمنه وي، چې په نړیواله کچه کړه وړه تر سره کړي شي. ځکه بنسټیزه موخه دا ده، چې اروپایي ټولنه د نړیوال ځواک په توگه رامنځته شي" (۱۸). همدې سکالو ته په پام سره، اروپایي ټولنې خپل پوځي ځواک پیاوړي کړ، چې په ریښتیا هم اوسمهال نه یوازې سیاسي ــ اقتصادي ځواک، بلکې پوځي هغه هم دی. دوي وکولي شول، تر ۲۰۰۳ کال پورې ۰۰۰ .۱۰۰ پوځیان، ۰۰۰ .۴ جنگی الوتکي او ۱۰۰ جنگی بیړۍ چمتو کړي او د هغه ترڅنگ د اروپایي ټولنې د یرغلیز ځواک EU-Eingreiftruppe په نامه پوځ، چې ۰۰۰ .۶۰ پوځیانو ته رسیږي، هم د عملیاتو لپاره چمتو کړل (۱۹).
د نورو تر څنگ د اروپایي ټولنې د دغه پوځي ځواک اغیز د ناتو د پوځي سازمان په نوې کړنلاره کې هم په روښانه توگه تر سترگو کېږي. ناتو د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې په خپلې نوې کړنلاره، ناتو ۰ .۳ کې، که له یوېخوا د نړۍ د اوسنیو پرمختیاوو په پام کې نیولو سره، د خپلو غړو هیوادونو په وړاندې گواښمن ناڅرگند (نامرئی) دښمنان د ساری په توگه، نړیواله ترهگرې، سمندري غله، د القاعدې ترهکره شبکه او کمپیوتری ویرسي یرغل سیبرنیک Cyberattacken، په کوته کړي، خو له بلې خوا د نوموړو دښمنو په وړاندې د مبارزې او ان د هغوي د له منځه په موخه، له نورو نړیوالو لوبغاړو، لکه اروپایي ټولنې او په تیره له د روسیې له فدراسیون څخه د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
د دې څرگند بدلون لامَل په څه کې نغښتی دی؟ ایا د اوسني یوازیني زبرځواک یانې د امریکا د متحدو ایالتونو ځان خوښونکی دولت، چې د سوسیالیزم له ماتې وروسته، د نوي نړیوال نظم په رامنځته کیدو کې په افراطی بڼې سره له پوځي ځواک څخه گټه واخیسته، په ریښتیا له سیاسي او اقتصادي پلوه دومره کمزوری شوی دی، چې د سوالگر په توگه ان خپل تیر سیال او دښمن هیواد، روسیې ته د همکارۍ لمن وغوړوي؟ او یا دا چې په هغه کې کوم تکتیک نغښتی دی؟ ځواب چې هر څه وي، خو دا تر لمره روښانه ده، چې د ناتو د پوځي سازمان مخکښو هیوادونو، تر ټولو دمخه متحده ایالتونه، د سترو ستونزو له امله په نړیواله کچه خپل سیاسي ــ اقتصادي دریځ له لاسه ورکړی دی. دا ستونزې د نورو ترڅنگ په لاندې ډول دي:
۱ــ د تیر نړیوال مالي کړکیچ ژور اغیز د پانګوال نظام پر ستراتیژیکو موخو او همدې کړکیچ له امله د هغه تولیدي څانگې له تنکسیاوو سره مخامخ کېدل؛
۲ ــ د پخوانې یوگوسلاویا، عراق او د افغانستان د جگړې بیساري او ملا ماتونکي پوځي لگښتونه او په تیره د افغانستان په کلیو او بانډو کې د نړۍ د ځواکمن پوځي سازمان د ماتې وړاندوینه؛
۳ ــ د نوو اقتصادي ــ سیاسي سیال ځواکونو رامنځته کیدل او د دوي اغیز پر نړیوال نظام او په دې توگه؛
۴ ــ د لویدېزې نړۍ په تیره د متحدو ایالتونو د نړیوال مالي اعتبار کمېدل او
۵ ــ په سیاسي ډگر کې د وروستې دیپلوماتیکې رسوایي، د ویکې لیکس له خوا د پټو لاسوندونو خپریدل، له امله د واشنگټن او پاتې نړۍ ترمنځ د بې اعتمادې رامنځته کیدل.
دا ټول د دې ښکارندوي دي، چې د ناتو د مخکښ هیواد، د امریکا د متحدو ایالتونو د امپراتورۍ خول (تاج) کوږ او پر ښې سترگه راځوړند دی. همدا لامَل واشنگټن دې اړ کړ، چې د نړیوال ډگر نورو لوبغاړو، په تیره د روسیې فدراسیون ته د همکارۍ لاس ور اوږد کړي.

