د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان:١٤وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاې شول!

بلال شينواري 24.01.2011 12:34

ددوشنبې په ورځ دلغمان ولايت په مرکز مهترلام کې پنځلس وسله وال طالبان له دولت سره يو ځاې شول دلغمان دوالي وياند کوچي ناصري ټول افغان ته وويل دغو وسله والو مخالفينو ددې ولايت داليشنګ په ولسوالۍ کې ددولت پرخلاف قعاليتونه تر سره کول چې دلغمان ولايت دملي امنيت ادارې دهڅو په پايله کې يې له مخالفت نه لاس واخيست او ددولت سره يو ځاې شول ،ناصري وويل له دولت سره دد ې ډلې په يو ځاې کيدو به په سسيمه امن او ټيکاو رامنځته شي  دلغمان والي محمداقبال عزيزي له دولت سره ددغه يو ځاې ډلې نه مننه وکړه چې له جګړې يې لاس واخيست او تر دې وروسته به دخپل هيواد په جوړونه کې ونده واخلي ،ياده دى وي چې تر دې وړاندې هم پنځه تنه وسله وال مخالفين په دې ولايت کې له دولت سره يو ځاې شوي و