د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښوونځي زده کوونکي:١٣٨٩کال دناامنيو او نشه يي توکيو نه پاک کال غواړو!

بلال شينواري 30.03.2010 09:45

تر همدې سرليک لاندې دجلال اباد ښار دننګرهار په عالي ليسه کې جوړه شوې غونډې ته دننګرهار دپوهنې  سرپرست ريس اول ګل ابو ذاهد ودنشه يي توکيو سره دمبارزې ريس اټک عبدالوکيل او دولايتي شورا استازي ذبيح الله زمري ويناوې وکړې او دنشه يي توکيو دضررونو دبيانولو تر څنګ دهغه په مخنيوي کې دزده کوونکو پر روزل خبرې وکړې وروسته دننګرهار ليسې پنځوس تنو زده کوونکو هغه پوکڼۍ چې پرې دنشه يي توکيو دمخنيوي پيغام ليکل شوې هوا ته پورته او دهمدې ليسې په انګړ کې يي يو شمير نيالګي هم کينول ددې پروګرام مالي ملاتړ په افغانستان کې دبريتانيا دسفارت له لورې شوى و