د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تازه خبر:په کونړ کې طالبانو او امريکايي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوخته!

بلال شينواري 15.07.2009 11:12

په هغه خبر پاڼه کې چې ټول افغان ته دجلال اباد په هوايي ډګر کې دميشتو امريکايي ځواکونو دقوماندانۍ له لورې را استول شوې راغلي چې تيره شپه افغان او ايتلافي ځواکونو دکونړ ولايت دپيچ په دره کې دمخالفينو پر يو پټن ځاې عمليات تر سره کړل چې پخ نتيجه کې دوه وسله وال طالبان ووژل شو او څلور تنه ژوندي ونيول شو خبر پاڼې ويلي چې په دې عملياتو کې درې تنه بهرني سرتيري هم ټپيان شويدي دټپي شويو سرتيرو دهويت په اړه څه نه دي ويل شوي خو په کونړ ټول ميشت سرتيري امريکايي دي طالبانو او ولايتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي