د ننګرهار پخواني ولايتي شورا يو بې سياله شورا وه
28.02.2010 11:22که څه هم ليکوال نه يم خو له فرهنګي اوکلتوري کارونو سره ډيره مينه لرم او دهمدغي ميني له مخې مي له زياترو شاعرانو،ليکوالانو،ژورناليستانواوپه ټوله کې دادب له مينوالو سره ملګرتيااوراشه درشه ډيره اوخوښيږي،پدي وروستيوکې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترڅنګ د ولايتي شوراګانو ټاکني هم ترسره شوي،دننګرهار دپخوانى ولايتي شورا ريس فضل هادي مسلميار په ګډون زياترو پخوانيو غړو هم يو ځل بيا د ولايتي شورا لپاره خپل ځانونه نومولي وه چې له دغو پخوانيو غړو څخه يوازي مسلميار او يوي ښـځينه وکيلي ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه او نور پاتې راغلل چې زموږ دليکني موضوع په پاتې شوو نوماندانو اوبرياليو باندي نه څرخي بلکي زه غواړم پدغه ليکنه کې دپخواني ولايتي شورا د ريس مسلميار او غړو يي يو څو د خدمت ټکو ته پاملرنه وکړم ځــــــــــکه چې پدي وروستيو کې دنوي ولايتي شورا يو شمېر غړو په انټرنيټي ويپاڼو او د خبري رسنيو په يو شمېر راډيوګانو،تلويزونونو اواخبارونو کې ويلي چې تيري ولايتي شورا هيڅ کار ندي کړي او يوازي د خپلو جيبونو په ډکولو باندي بوخت وه خو زه وايم له خداي پرته هيڅوک هم سل په سلو کې په تول پوره نه دي او نيمګړتياوي لري کيداي شي د تيري ولايتي شورا له مئسولينو څخه هم دخپلو کارونو پرمهال يو شمېر سهوي شويوي خو زما په اند هغه دومره ندي لکه څومره چې خلک فکر کوي،تيره ولايتي شورا يو نوي نهاد وو او تر ډيره وخته پوري يي قانون نه درلوده چې دوى څه مئسوليت لري او هرشي چې نوي ايجاد شي نو د ښه ځلولو لپاره يي وخت ته اړتيا وي خو د ننګرهار پخواني ولايتي شورا په ډير کم وخت کي دهيواد يوه بې سياله شورا شوه چې د خپلو ملي او اسلامي اوکلتوري ګټو تر شا ودريدلي او په تشو امکــــاناتو سره مبارزه کړيده،د نړيوالو ځواکونو د خــپل سرو عملياتو په اړه خپل دفترونه تړلي،دمظلوم غږ يي اوريدلي،پښي لوڅي لاريونونه کړي او د خلکو احترام ورسره وو اوله هرچاسره يي تر خپلي وسي پوري منډي ترړي کړيدي تر ټولو لوى کار يي چې په ننګرهارکې کړي هغه د زوړ ګمرک ځمکه ده چې هغه ولسمشر حامدخان کرزي يو چاته وړيا ورکړيوه خــــــــو د پخواني ولايتي شورا ريس فضل هادي مسلمياراو غړودخلکو په مټ را وګرځوله چې دايي لويه برياده ددغه ګمرک په راګرځولوکې دمسلميار او غړو په اړه يي هغه نيوکي هم رديږي چې ويل کېږي دوى يوازي د خپلو جيبونو په کيسه وه خو د مسلميار صيب يو نږدي ملګري وايي مسلميار ويل د زوړ ګمرک په مسله کې ښاغلي واصفي صيب کورنۍ ورته د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو د ورکړي خبره کړيوه چې دي تري لاس واخلي خو ښـاغلي مسلميار صيب نه يوازي پدغه خبري هغه رټلي وو بلکي ورته ويلي وه دا د ننګرهار د خلکو ځمکه ده او زه نه غواړم د خلکو شتمني د خپلو شخصي ګټو قربان کړم او پدي مسله کې بيا رانشي،نو که دغومره پيسي دغو ښاغلو ته چې په خبري رسنيو کې په تيري ولايتي شورا مئسولينو پسي خبري کوي ورکړي فکر نه کووم که يي رد کړي خو په هر صورت دتيري پخواني ولايتي شورا ريس او د اوسني مشرانو جرګي لومړي مرستيال فضل هادي مسلميار د خپلو اخلاقو او نيکو خويونو په اساس دغو مقامونه ته رسيدلي چې په خلکو کې په ښه نوم باندي تر اوسه ياديږي او دخپلي دوري پرمهال په ننګرهار کې څوک تري خپه شوي ندي او خلک ورڅخه خوشاله دي او په نوي پوست باندي يي هم زياتره ننګرهاريان وياړي چې په پلازميني کابل کې د ننګرهار او له ټولو مشرقي ولايتونو له حقوقو څخه به په نره دفاع کوي.دمسلميار دنږدي ملګرو په ويناهغه تصميم لري دننګرهار د خلکو او په ځانګړي توګه له ځوانانو سره ډيره خواخوږي لري چې د ذده کړو د زميني سربيره به د کار موندني په برخه کې ورته زيات کارونه ترسره کړي چې په نږدي وخت کې به په ننګرهار کې د خلکو او ځوانانو ددغه ارمان د پوره کولو لپاره يو دفتر پرانيزي او خپل کارونه به پيل کړي خداي دي هغه او ټول ننــــــګرهاريان بريالي لري.
امين ثم امين

