د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان سفیر انځورونه د لویې رسوايی په لور

حنان حبیبزی 19.08.2010 17:48

له هغې وروسته چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر طیب جواد انځورونو رسوايي رامنځته کړه،  دافغانستان د پارلمان منشي  په دغو انځورونو غوسه څرګنده کړه .  

د افغانستان د پارلمان منشي عبدالستار خواصي  وویل،  دغه انځورونه د روزې په مبارکه میاشت کې اخیستل شوي  چې  ښاغلی سفیر  پکې  د ټولو اسلامي لارښونو پخلاف  لیدل کیږي.  

خواصي  وویل چې سفیر او میرمنې  یې داسې جامې اغوستي دي چې  یو اسلامي هیواد  وړاندې کولی نشي  او دا چې ښاغلی جواد  ددغه جګړه ځپلي هیواد استازیتوب نشي کولی.

 په   انځورونو  کې لیدل کیږي چې  له  سپینو شرابو څخه ډکه  پیاله دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازي ریچل هالبورک په لاس کې ده او ظاهرا  ښاغلي جواد دغه میلمستیا د روزې په مبارکه میاشت کې چمتو کړې ده .

"   تاسې ښاغلی سفیر  په شرابو کې لامبی او دلته په افغانستان کې ولس په وینو کې لامبي ."  خواصي خپله غوسه وښوده.  ده د حامد کرزي له حکومته وغوښتل چې سفیر  ګوښه او د بهرنیو چارو وزارت ته یې د پلټنو لپاره  ور وغواړي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر جواد طیب له هغې وروسته  لوې   رسوايی سره مخامخ شو چې انځورونه یې د ټول افغان    په نامه مشهوره   اینټرنیټي رسنۍ  د پرله پسې لیکنو په یوه لړۍ کې  خپاره کړل.

دغه انځورونه  دموسیقۍ په یو بنډار ،  په شراب خانه  او په نورو ناستو پاستوکې اخیستل شوي دي  .

په دې  انځورونو کې د افغانستان  سفیر  طیب جواد ، میرمن او زوی  يې  په   وروستۍ کچه  غربي  جامو   او  بنډار ځایونو کې له نجونو سره  دنڅا په حال کې  لیدل کیږي.    

په یو انځور کې چې د هغه میرمن دښاغلي جواد او  دیو امریکايي  ترمنځ   ولاړه ده ،  امریکايي  سړي   په بې شرمانه   ډول   د هغې  له ملا  لاس تاوو کړی  دی .  

دې انځور دننه  دافغانستان په دولتي کړۍ او له هغې بهر   سخت غبرګونونه راپارولي دي.   
په یو بحث کې چې دافغانانو ترمنځ په فیس بوک کې ترسره شوی ، د طیب جواد او د هغه  کارونه   او د هغې د میرمنې کړه وړه  سخت غندل شوي ، ګواښنه شوې چې  دیو افغان سفیر  ناافغاني ډیپلوماسي او کړه وړه به د حامد کرزي د حکومت   او افغانانو ترمنځ واټن لاپسې ډیر کړي.

دغو انځورونو داسې اندیښنې راپورته کړي دي چې دودپاله افغانان به په کلیو او بانډو کې لاپسې د طالبانو ملاتړ ته ولمسوي  .

  بحث کونکو  دا د  افغانستان د دود ، کولتور  او ډیپلوماسۍ خلاف کارونه ګڼلي   او  د سفیر د ژر تر ژره ګوښه کیدو غوښتنه  یې کړې ده.
دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د لایحې له مخې یو سفیر یوازې لږ ترلږه درې کاله په کوم بهرني هیواد کې د سفیر په توګه پاتې کیدای شي.

 خو طیب جواد  چې  له ځينې امریکايی چارواکو سره ځانګړي  اړیکي لري  ، د ۲۰۰۳ کال راهیسې   یې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر  څوکۍ بنده کړې ده .

  ښاغلي جواد  پرته  له کومې اندیښنې د انځورونو د خپریدو په اړه غبرګون کې ویلي  چې دغه ډول ناستې پاستې به ونه دروي  ، او دا چې  یوه  پلټنه یې  پیل کړې چې  څه ډول  انځورنه  تر ټول افغان ډاټ کام ورسیدل؟  

خو دا هغه درز   دی چې دننه په  افغان سفارت کې  د سفیر طیب جواد ترڅنګ  پیدا شوی  او هغه څه رسوا کوي چې د ښاغلي سفیر کارونو ته یې افغانان سخت په غوسه کړي دي.  

د سفارت دننه یوې بلې باوري سرچنه وايی چې طیب جواد دغو انځورونو غوسه کړی  او د سفارت  دننه یې په تنده لهجه  ویلي چې داد حامد کرزي دسیسه ده .

سفیر  ښايي دېته پام نه وي کړی چې نن د ټیکنالوجۍ پېر دی ، هغه وخت  چې  د افغانستان په وروستي  لیرې پروت کلي کې  هم خلک پر هغه څه ډیر ژر خبریږي چې په واشنګټن کې ترسره کیږي .

 اینټرنیټ دی چې نن سبا د خلکو پر ذهنونو سلطنت کوی او هغه څه ډیر ژر  رسوا کوي چې  پخوا به لسګونو  یا ښايي سلګونو کلونه پټ پاتې کیدل.

په دې اړه نورې خپرونې:

پخپله د سفير طيب جواد په ويبپاڼه د انځورونو لپاره دلته ټک ورکړئ.

په واشنګټن کې د افغان سفير يو څو نور انځورونه

سفارت کبرا افغانی در واشنګتن یا دسکوتیک افغانی؟

ولسمشر کرزيه!په امریکا کي دافغانستان سفارت ..

سید جواد دې ولولي