د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دملیارډونو ډالرو مرستو سره سره افغانستان ولې بې ثباته او ویجاړ پاتې دی؟

حنان حبیبزی 25.02.2009 21:34

دولسمشر اوباما د پالیسي جوړونکو د پام وړ :

دملیارډونو ډالرو مرستو سره سره افغانستان ولې  بې ثباته او ویجاړ پاتې دی؟

لومړۍ برخه :

هرچا دې پوښتنې ته دځواب د موندلو هڅه کړې ده  خو ما ته دنیکولای ګیرڅن وینا په زړه پورې ده . دی  روسیی  افغان پیژندونکی دی.

 ښاغلي ګیرڅن  ویلي دي (( یو وخت داسې وو  چې موږ د خپلو لویدیځوالو  سیالانو په پرتله د افغانستان په اړه ډیره مطالعه درلودله  ،خو په افغانستان کې  زموږ پوځی تجربو  او لاسوهنو  وښودله چې موږ تیروتلي وو.))

نیکولای ګیرڅن دافغانستان په اړه    دپښتو ادبي نثر په نامه د یو مهم کتاب  لیکوال دی. دی نه یوازې په پښتو پوهیده، بلکې  دافغانانو د ارواپوهنې په اړه یې  ډیر مالومات  درلودل.

 په روسیه کې د سان پټر ز بورګ    د ختیځ پیژندنې پوهنتون  یوه څانګه  په تاشکند کې ده ،هلته  دافغانستان په اړه د دوکتورا تر کچې  علمي او څیړنیز  اسناد ورکول کیږي .

د شوروي د انقلاب راهیسې  یو شمېر  روسانو ، د منځنۍ اسیا  یو شمېر وګړو  او د ختیځې اروپا ځینې  ځوانان په دې پوهنتون کې  روزل شوي  او د افغانستان په اړه یې ډیر نظرونه ورکړي دي.

 روسانو غوښتل چې پر سوېلي اسیا د یرغل لپاره  افغانستان  د اډې په توګه وکاروي او ګرمو اوبو ته ځان ورسوي .
د همدې موخې لپاره یې پر افغانستان یرغل  وکړ خو د نیکولای ګیرڅن په خبره  دافغانستان د ماتې لپاره یې بشپړ مالومات نه درلودل  او د افغانانو  پاڅون ته ټینګ نشول.

خو اوس  چې ما د افغانستان پر حالاتو وروستی نظر واچوه ،د امریکا د متحدو ایالاتو او نړیوالې ټولنې پر میلیارډونو ډالره مرستو مې افسوس وکړ.

هغه پیسې چې د سولې ، بیا رغاونې  او د افغانانو دخوشالولو لپاره بېلې شوې وې ، ډیرې یې شخصی جیبونو ته ولویدلې .

په دې هک پک شوم چې نړیواله ټولنه د یو منلي حکومت پر ځای دداسې یو حکومت په دفاع کې قرباني ورکوي چې په ټولنه کې پلویان نلری او خلک ترې واټن اخلي.

په افغانستان کې دنړۍ  بریاوې  هغه مهال په ناکامۍ بدلې شوې  چې دافغان حکومت ترمنځ د نشي توکو مافیایي کړۍ ريښې وغځولي او د حکومت مهمې څوکۍ یې ونیولي .

هغه جګړه چې د بشري حقونو ددفاع لپاره پېل شوې وه ، دداسې یو حکومت د ملاتړ لامل وګرځیدله چې   یو شمیرچارواکي یې د نشي توکو په قاچاق ،اداري فساد ،جنګي جنایتونو  او په عام وژنو  کې ښکېل  پاتي شوي دي.

که نړۍ غواړي  یو څوک پر عادي افغانانو وتپي  دا بېله خبره ده خو هغه څه چې  روښانه دي ، دادي  چې افغانستان د پرمختګ پر ځای د ماتې او شاتګ  په لور  روان دی.
 
دا خبره د امریکا د متحدو ایالاتو استخباراتي څانګې هم مني . زه د افغانانو له منځه غږیږم  .

 رښتیا دادي چې   دامهال په افغانستان کې د بیارغاونې ،  سولې او  نړیوالې ټولنې په وړاندې ننګونې له هغه څه ډیرې دي چې د طالبانو حکومت زیږولې وې .
د طالبانو له ماتې وروسته دومره جنایتونه وشول چې هیچا یې اټکل نه وه کړی .
دافغانانو ډیرکی پوړ چې د هیواد د برخلیک په جوړولو کې ټاکونکی رول لري یو مخ له پامه وغورځول شو او  په بېلا بېل ډول وځورول شو.

 له بده مرغه  د حامد کرزي حکومت  د خلکو د ارادو تمثیل ونشو کړی  او کړو وړو یې  ډیر افغانان  خوابدي کړل.

 ډیرو افغانانو سره ماخبرې کړي دي ، له هغو افغانانو سره  مې لیدلي دي چې  په لیرې پرتو ،غرنیو سیمو او  لوړو درو کې ژوند تیروي .

 افغانان   له سولې پرته پر بل څه باور نه لري  ، داسې حکومت غواړي چې  دوی ته ډاډ ورکړي  .

  دوی ددې جوګه کړي چې  خپل څاروي وساتي ، خپله کرکیله وکړي او پخپل لاس یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي .

 افغانان له نړۍ څخه ډوډۍ نه غواړي ،له نړۍ څخه سوله ، امنیت  غواړي . یو ځل چې سوله راغله  دوی بیا مړۍ  پخپله پیدا کوي.

افغانان وايي د هیواد برخلیک یې د امریکا د لاسپوڅي رژیم او د هغه هیواد د تګلارو  د ناکامۍ له کبله له  بدو پایلو سره مخامخ شو .

ما په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان د اوسنیو حالاتو اټکل کړی وو .

 کله چې به د پیښو د پلټلو لپاره له دفتره بهر ووتلم   روانو حالاتو  دا راته ویل چې افغانستان به د حامد کرزي  تر مشرۍ لاندې بد مرغه شي او بیا به یې سمې لارې ته برابرول له ننګونو ډک کار وي .

لکه سوېلي افریقا چې نیسلن منډیلا ته اړتیا پیدا کړه ،افغانان به هم بیا یو نیسلن منډیلا ته اړتیا ولري  او بیا به د هغه پیدا کول  هم  د ټوټه شو افغانانو د یو ځای کولو لپاره یوه ستونزه وي .
 خو زما ځینې مخاطبینو دا راسره نه منل او دوی ډیر هیله من وو .په هغه وخت کې ما یوازې  اټکل کاو.

خو  کله چې اوس  دغو مخا‌طبینو ته  رښیتنې بیلګې ورښیم  نو دوی ګوته په غاښ پاتې شي او ډیری یې  زما ملګرتیا ته رامات شوي دي.خو دلاس د ګوتو شمار نور یې لا هم دلیل وايي.

دوی وايي  متحدو ایالاتو حامد کرزي  ته هومره واک ور نه کړ چې  له طالبانو وروسته افغانستان ورته اړتیا درلودله .

 په  داسې حال کې چې  په کور دننه حامد کرزی  په دې کې پاتې راغی چې د سولې د راګرځولو لپاره قانون پلی کړی  .

نړۍ لږ تر لږه په افغانستان کې د سولې د راګرځولو لپاره یو قانون رامنځته کړ، خو د نړیوال ملاتړ سره سره حامد کرزي ونشو کړی چې دغه  منل شوی قانون په ټولنه کې پلی کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


دومه برخه :


د۲۰۰۳ کال راهیسې چې نړیوال سوله ساتي سرتیري افغانستان ته تلي دي ، په لسګونو خبري ناستو کې یې ما ګډون کړی .

 ددوی لومړنۍ خبره داده چې په افغانستان کې د حامد کرزي د حکومت د واکمنۍ د غځیدو لپاره هلې ځلې کوي.

ددې مانا داده چې نړیواله ټولنه افغانستان ته د یو قانون د رامنځته کولو سره سره  دعملي کولو لپاره  یې هم ژمنه ده خو ستونزې دننه په افغان حکومت کې دي.

خو کله چې  دا ډول پوښتنې له حامد کرزي څخه وشي نو هغه بیا ټوله پړه پر نړیوالې ټولنې اچوي . په داسې حال کې چې دده د حکومت  ترمنځ د څو افغاني حکومتونو شتون  له هیچا پټ نه دی .

د احمد شاه مسعود ورور  احمد ضیا چې دده لومړنی مرستیال دی ، د حامد کرزي پخلاف عمل کوي .

 دده بل مرستیال  ځانته اجنډا لري  ، هیڅوک ځانته کمه نه وايي.

دحامد کرزي ګناه داده چې د خلکو پرځای یې هغه چاته امتیاز ورکړ چې  له طالبانو وړاندې او وروسته یې پوزې ته راوستي وو.

 د امریکايي ځواکونو  تیروتنې هم  د پام وړ دي .

کریستوفر   هورستل  د۲۰۰۸ کال د اکتوبر په میاشت کې په یوې جرمنۍ ورځپاڼې    Neues Deutschland  کې په زړه پورې مطلب خپور کړ .

ما دا مقاله ولوستله ، په  زړه پورې خبرې پکې وې چې ددې لیکنې له محتوا سره کټ مټ سمون لري .

ددې مقالې لیکوال  وايي چې په ۲۰۰۱ لومړي کال کې یې ډیر ثبوتونه  لیدلي دي چې  امریکايي  ځواکونو  په لوی لاس  ملکي خلک په نښه کول .

په ۲۰۰۱ کال کې دی په افغانستان کې د ټلویزوني د خبریال په توګه پاتې شوی دی.

ددې مطلب لیکوال په ۲۰۰۲ کال کې دننه په افغان حکومت کې د فوایدې عامې د وژل شوي وزیر او بانفوذه جهادي قومندان حاجي عبدالقدیر د سلاکار په توګه کار کړی دی.

دی وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  یوناما دفتر  او د پوځی همکاریو  (سي  ای ایم ای سي)  ټولنې مخکښ مامورین چمتو وو چې  مرسته وکړي .

خود لویدیځ چارواکو مینه نه ښودله چې ددوی له ښو تجربو څخه  په نورو برخو کې هم کار واخیستل شي .   

د مقالې لیکوال وايي چې د بیا رغاونې له پیسو څخه ناوړه ګټه اخیستل کیدله .

 ښاغلی هورستل وايي  په ډیر خیانتکارانه ډول  هر سلاکار ته د ورځې ۱۰۰۰ امریکايي ډالره د معاش په توګه ورکول کیدل .

دی  وايي پیسې داسې بې کنټروله پروژو او  داسې مرستو لپاره ورکول کيږي چې څلویښت سلنه یې بېرته مرسته کونکو هیوادونو ته ورځي  .

د همدې لپاره  کله چې افغانان شاته وګوري او د امریکايي ځواکونو تریخ چلند ته پام وکړي نو بیا د هغو خبرو ملاتړ کوي چې وايي:

 امریکايي ځواکونه  د منځنۍ اسیا د تېلو او غازو ، دافغانستان د ناسپړل شو بډایو زیرمو   او په سیمه کې د یو شمېر هیوادونو د ګواښولو لپاره  په افغانستان کې  پر جګړه بوخت دي .

داخبره  اوس د افغانانو ترمنځ  پر یو عام بحٍث  اوښتې ده   او هڅه  کیږي چې عادي افغانان یو بل په دې ښه وپوهوي چې ایا د امریکا موخه د القاعدې پخلاف جګړه ده ؟

که رښتیا هم هغه څه چې د تېلو او غازو د زیرمو له ولکې سره تړاوو لري. دې پوښتنې ته یو شمیر نړیوالو سر چینو هم پام اړولی دی او د بېلا بېلو ورځپاڼو په شننو  ،کتابونو او ټلویزوني بحثونو کې یادې شوي دي.

خو څومره چې ښاغلی هورستل له دې مسالې خبر دی ، عادي افغانان پرې نه پوهیږي.

 کریستوفر هورستل يې   د مقالې په یوه برخه کې  ویلي دي (  په روزنیزو  مرکزونو کې   ما د جرمني سرتیرو ته د نړۍ په دې سیمه کې د امریکا موخې داسې  روښانه  کولې :

 چین او ایران باید کلا بند شي  او د روسیې مخه باید ونیول شي .همداراز د تېلو او غازو دنل لیکې  د ولکې لپاره امریکا هڅه کوي چې د اوږدې مودې لپاره د ترهګرۍ  په  ضد د جګړې په نامه   خپله ولکه  پر مرکزي اسیا  ټینګه کړي.).

ایران  په دې ښه پوهیږي چې امریکا غواړي  ایران کلا بند کړي او لږ تر لږه د اټومي وسلو د جوړولو له هوډه یې واړوي.

 د همدې لپاره ایران په افغانستان کې د متحدو ایالاتو په ضد د خلکو پر پارولو بوخت دی .

شرایط ورځ په ورځ سختیږي  ،په افغانستان کې حالات د امریکا د فکر پخلاف پر مخ روان دي .

 هغه څه چې امریکايي له منځه وړل د جګړې له لارې  غواړي ، د افغان  دولت د وسله والو مخالفینو د ملاتړ د ډیریدو لامل ګرځي. 

په کندهار کې یو ځای  افغان وویل  که د خلکو په وړاندې چلند بدل نشي نو هر هغه سپکه چې د خلکو له لاسه کیږي حکومت ته به یې ور واړوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دریمه برخه :

کله چې ما په ۲۰۰۴ کال کې دنړیوالو ځواکونو چلند ته کتلې ، نو د حالاتو د ښه کیدو لپاره هیله من  نه وم .

  انديښنه مې  د نړیوالو ځواکونو د ناکامۍ په اړه وه. زه له دغو حالاتو په ویره کې وم چې اوس  هیواد ورسره لاس او ګریوان دی.

ددې سره سره چې په هغه وخت کې د طالبانو په نامه کوم ځواک پوځي او سیاسي فعالیت نه درلود ، واک او ځواک یې پایته رسیدلی وو.

 خو هغه څه چې روان وو د طالبانو د بیا راڅرګندیدو لپاره یې لار پرانیستله.

ما دغه ویره درلودله چې  د امنیت د راګرځولو لپاره دافغانانو وروستۍ هیله  چې  په هیواد کې  د نړیوالې ټولنې شتون  دی  پر نهیلۍ بدله  نشي.
 
۱: امریکا او  حامد کرزي  د روسانو ملګري او  د شمال ټلوالې قومندانان په لویو څوکیو وګومارل چې د طالبانو پاتې شوني پرې وځپي .

۲: امریکا پوهیده چې ایران په افغانستان کې ژورې ریښې غځولي دي خو بیایي هم په افغانستان کې ایران پلوه ډلو ته پراخ واک ورکړ .

۳:امریکايي او نور نړیوال ځواکونه چې له خپلو مرکزونو بهر وتل ، په کلیوالو سیمو کې یې د امنیت چارې هغو جنګسالارانو ته سپارل کیدې چې افغانان يې ځورولي دي.

۴: حامد کرزي  داسې معاونین د ځان لپاره غوره کړل  چې  له  بشري حقونو  پر سر غړونو تورن دي ،  د کرزي په مخالفه ټلواله کې غړیتوب  لري  او هلته يې د حکومت د بدنامولو نقشې انځورولې .

۵: دحامد کرزي د کورنیو چارو له پخواني وزیر علي احمد جلالي سره مرسته ونشوه چې د نشي توکو قاچاق کونکي  دافغانستان له سیاست څخه جلا او محاکمې ته یې وسپاري .

۶: پښتانه چې د هیواد ډیرکي جوړوي  یو مخ له پامه وغورځول شول او په حکومت کې هغه ونډه ورنکړل شوه چې دوی غوښتله .

جلالي  په دولت کې دننه د نشي توکو  لوی سوداګر په نښه کړي و  خو جوړ کړی نوملړ يې  هماغسې پټ پاتې شو .

دې حالت ویریدلیو او نهیليو جنګسالارانو ته  بیا زړه  ور کړ  او د کرزي پر رژیم یې ډول ډول فشارونه واچول  .

دولسمشر  امرونه یې مات کړل او د قانون د پلي کولو مخه يې ونیوله .

ددې سره سره چې عادي افغانان  دافغانستان په اړه د امریکا په تګلارو کې د ډیر بدلون هیلې نه لري  خو وايي ډیموکراټان  به د افغانستان لپاره د سولې یو میکانیزم رامنځته کړي  او د نورې وینې تویدنې او د احمقانه مرګونو  مخه به  ونیسي.

په افغانستان کې هر څه سر چپه دي. هغه بمونه چې  امریکايي الوتکې يې د پښتنو د تابع کولو لپاره غورځوي ، د پښتنو   د پاریدلو لامل ګرځي او هغه پیسې چې امریکا يې ددغو جګړه ځپلو خلکو د خوشالولو لپاره لګوي هغه د څو کسانو جیبونو ته لویږي او عادي خلکو ته نه رسیږي.

په حکومت کې دننه اداري فساد خلک مجبور کړي دي چې پر نړیوالو هڅو  شک وکړي او ووايي چې نړیوال سرتيري  د یو فاسد  حکومت  په دفاع کې عادي افغانان وژني .
له دې بل بد پیغور نشته دی.

د امریکا د ولس انځور په افغانستان کې د یو یرغلګر او تيري کونکي  قوم په توګه د خلکو په ذهنونو کې پروت دی.

عادي افغانان ټولو بهرنیو سرتیرو ته امریکایان وايي ، دوی د ناټو د نورو هیوادونو سرتیري پخپلو خبرو او وینا وو کې نه یادوي .

په بمباریو کې د ملکي خلکو ، ښځو او ماشومانو ډله ییز وژل ،پرته له پوښتنې د  پښتنو کورونو ته ننوتل ، د ښځو پلټل  ، د ترهګرو په توګه د عادي کلیوالو نیول  او بیا  پرته له محاکمې  بدې بدې  سزاوې ورکول .

د شک پر بنسټ له یو عادي او ناپېیلي افغان سره د یو جګړیز بندي په څیر چلند   او داسې  نور څه چې د امریکايي سرتیرو په ضد يې د خلکو خولې پرانیستي دي.

ځکه خو امریکايي سرتیري د افغانانو ترمنځ ملګري نه بلل کیږي  یا ښه شهرت نه لري  او دې کار دامریکا نوم ته ډیر زیان اړولی دی.

د امریکا نوی ولسمشر باید مسالې ته په شخصي او ډیر ژور ډول وګوري ، افغانان نور نشې کولی چې وینه تویدنه او ناخوالې وزغمي.

دافغانستان د برخلیک په اړه باید له هغو افغانانو سره معامله و شي چې ددې هیواد اکثریت جوړوي او په روانه جګړه کې قرباني ورکوي.

 دا  تر اوسه نه ده مالومه چې د امریکا نوی ولسمشر به د افغانستان له مسالې سره څه ډول چلند وکړي .

افغانان وايي ښايي دافغانستان په سیاسي مشرتابه کې  بدلون راشي او وړ سړی دافغانانو مشرۍ ته ور وپیژندل شي.
 جنګسالاران او دنشي توکو قاچاق کونکي ښايي محاکمې ته وړاندې شي او د جورج بوش تګلارې   په افغانستان کې ناکامه  تجربې وبلل شي.

افغانان وايي نوی افغان  مشر به هغو خلکو ته  چې پر ولس يې تیري کړي دي  قانوني سزا ورکړي  او هغه مخالفې ډلې چې  د طالبانو په نامه جنګيږي سیاسي هلو ځلو ته وهڅوي.

ددې سره سره چې  د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما بیا بیا ټینګار کړی چې د افغانستان مساله ورته تر هرڅه ډیر ارزښت لري .

خو دا اټکل ګران دی چې هغه به د افغانستان په اړه د امریکا په تګلاره کې بدلون راولي.

همدې ټکي اندیښنې رامنځته کړي دي. که بیا هم ټینګار پر جګړې وي نو  افغانان وايي جګړه به جګړه پایته ونه رسوي او تاوتریخوالی به لاپسې ډیر کړي.

 د حیرانتیا وړ  بله  داده چې امریکايي ځواکونه هره ورځ د لسګونو طالب یاغیانو د وژلو ادعا کوي خو د طالبانو مقاومت د ماتې پر ځای د پرمختګ په لور روان دی .

ددې  مانا داده چې  امریکا یوه بې ګټې  او زیان رسونکې جګړه په لاره اچولې ده چې  له ملکي زیانونو پرته بله لاسته راوړنه نلري.

په داسې حالاتو کې  د امریکا نوي  ولسمشر بارک اوباما ته چې د ټول ټاکنو په ګټلو سره یې  په نړۍ کې ډیر شهرت ته رسیدلی دی   نوی سوچ او د نوي دریځ غوره کول په کار دي .

هغه څه چې د طالبانو د حکومت له ړنګولو وروسته ښاغلي بوش  په افغانستان کې وکړل  ، له یوې مخې  تیروتنه او تیرویستل وو.

دا چلند ددې لامل وګرځید چې د طالبانو ړنګ شوی غورځنګ او ځواک  بیا راپورته او غښتلی شو.

دخلکو ترمنځ یې ځای پیدا کړ ، کلیو او بانډو  ته د حکومتي واک  د مخنیوي لامل وګرځیدل .

په یو هیواد کې د ولس له اکثریت سره مقابله کول د هغه هیواد پرمختګونه   له ننګونو سره مخامخ کوي.

نوې او بریالۍ تګلارې هغه مهال رامنځته کېدی شي چې دافغانانو ارواپوهنه په بشپړ ډول وڅیړل  شي  او د امریکاد پخواني  ولسمشر  بوش کړنې تکرار نشي.

بیا به افغانان له نوي  هوډ سره د نوي افغانستان په جوړولو کې د برخې جوګه شي ،  او نړې به هم خپلې هغې موخې ته ورسیږي چې وايي په افغانستان کې سوله او پرمختګ د نړۍ د سولې او پرمختګ په مانا دی.
پای