د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر اشرف غني لندن میشتو افغانانو ته وینا وکړه

حنان حبیبزی 14.08.2009 23:44

د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د ویډیو کنفرانس له لارې په لندن کې یوې غونډې ته وینا وکړه.
ډاکټر  غني په افغانستان کې حکومتي فساد وغانده او اوسنی رژیم یې  فاسده کړۍ وبلله.ښاغلي غني وویل  روانو ناخوالو افغانستان پنځلس کاله شاتګ ته اړ کړی دی.
ده وویل ددې رژیم له لارې یوازې څو تنه شتمن شوي دي او دیرش میلیونه خلک دبیوزلۍ خواته تلي دي.
ښاغلي غني وویل زما موخه به داوي  چې د  دیرش میلیونه خلکو ژوند بدلون وکړي نه د یو څو تنو.
په  غونډه کې د انګلستان میشتو  افغانانو د ټولنې استازو ، افغان زده کونکو او ځوانانو برخه درلوده.
دغه غونډه په انګلستان کې د افغان زده کونکو د ټولنې یا سټوډنټ یونین په نوښت رابلل شوې وه چې یو شمیر برتانوي ځوانانو،خبریالانو او د افغانستان د مسالې مینه والو هم پکې ګډون کړی وو.
ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل نور افغانان نشي کولی چې هغه ناخوالې وزغمي چې دتیرو دیرشو کلونو راهیسې  یې ددوی د ژوند بیلا بیل اړخونه زیانمن کړي دي.
ده وویل افغانان بیا نشي کولی چې نورو هیوادونو ته کډوال شي. ده ډاډ ورکړچې دده په اداره کې  به قانون په ټولو چارو کې عملي بڼه ولري او هیڅ یو سیاستوال به ونشي کړی چې یوځل بیا افغانستان پر وینو ولړي.

غونډې ته دافغانستان دملي پیوستون د بهیر په اړه چې د کلیو د پراختیا وزارت پورې اړه لري یو فیلم وښودل شو چې ددغه بهیر اغیزمنتیا یې څرګندوله. دا فیلم چې  د برتانوي خبریال او فیلم جوړونکي مکس بارینګ له خوا چمتو شوی وو ،دملي پیوستون مفکوره یې د افغانستان د بیارغاونې په ډګر کې یوه بریالۍ هغه وښودله . 
مکس بارینګ بیا د افغانستان د بیارغاونې پر بهیر رڼا واچوله او د فیلم د جوړولو پر مهال یې خپلې تجربې د غونډې له ګډون والو سره شریکې کړې.

 دافغانستان د چارو یوې څیړونکې کلیر لکهرت هم دې غونډې ته وینا وکړه او  د افغانستان پر  اوسنیو حالاتو یې رڼا واچوله. نوموړې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازۍ ( یوناما) او د افغانستان د حکومت سلاکاره پاتې شوې ده.
دې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د فیکسینګ فیلډ سټیټس په نامه یو کتاب هم ګډ لیکلی دی چې د۲۰۰۸ کال د می په میاشت کې د انګلستان  اکسفورډ پوهنتون خپور کړ.
ډیری نظرونه په دې راټول وو چې افغانستان یو نوي مشرتابه ته  اړتیا لري چې د افغانانو زړونه وګټي . یو شمیر انګلستان میشتو افغان زده کونکو وویل دوی باور لري چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي پرته نور کاندیدان هغه وړتیا نلري چې د افغانانو دسوکالۍ او هوساینې ارمانونه پوره کړي. د زده کونکو د ټولنې غړو حنا کرګر  او شاه محمود ددې  غونډې دکوربه توب چارې پر مخ بیولې .ښاغلي محمود وویل دوی به په افغانستان کې خپلو دوستانو ته ووايي چې په اوسنیو شرایطو کې ښاغلی غني د نورو په پرتله دافغانستان لپاره ډیر ګټور دی.