د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکشمیر جګړه ،هند دېته هڅوي چې دافغانستان د ویشلو خیرنې تیورۍ ته وده ورکړي

حنان حبیبزی 15.07.2010 17:41

رابرټ بلیک ته د قدرمن استاد سعدالدین شپون د پرانستي لیک په لړکې :


 د ۲۰۰۶ کال د مارچ پر څلورمه دامریکا پخواني ولسمشر بوش ډیلی د اسلام اباد په نیت پریښود، کله چې یې الوتکه د راولپنډۍ په یو هوای ډګر کې کیناسته، د پرویز مشرف  پر مخ  دغوسې نښې له ورایه ښکاریدې.  
مشرف په دې خوابدی وو چې یوه ورځ مخکې  امریکا دپاکستان له سیال سره په ډیلي کې  اټومي تړون لاسلیک کړی وو.
  دې تړون هند ته حق ورکړ چې اټومي ټیکنالوجي یې د پوځي او ملکي څانګو په توګه  سره جلا کړي. په بیلو بیلو ځایونو کې یې  د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د څارنې لاندې  فعالې کړي.  
ددې تړون له مخې امریکا هوکړه  وکړه چې د هند د ملکي اټومي ځواک د پرمختیا لپاره به پوره همکاري کوي.
دې تړون په حقیقت کې هند ته نوی قوت ورکړ او دا پرمختګ  پر پاکستان ښه  ونه لګید.  ښاغلي بوش چې له ښاغلي مشرف سره خبرې کولې ، د  دوه اړخیزو ملکي همکاریو د کوم تړون ژمنه یې ورنکړه خو پخپل پاکستاني سیال یې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پخلاف یې هڅې ګړندۍ کړي.
هماغه وو چې پاکستان یو  داسې خطر ته  وږه ورکړه چې وسله واله اسلامي بنسټپالنه یې  راویښوله . په دغه هیواد کې یو شور جوړ شو او ناکراري ورځ تر بلې په خپریدو شوه. له دې پرمختګونو څلور کاله وروسته طالبانو غورځنګ یو ځل بیا د افغانستان ګوډ ګوډ ته ورسیده. هغه عادي افغانان چې د حامد کرزي په حکومت کې له فساد او ظلمونو څخه پوزې ته راغلي وو ، د طالبانو ملاتړ ته وهڅیدل او یايي لږ ترلږه په لیرې پرتو سیمو بیا  د خلکو خواخوږي راخپله کړه. د طالبانو ګرځنده حکومت هغه ځای ته ورسیده چې په لیرې پرتو او کلیوالو سیموکې یو ځل بیا خلک مجبور شول چې خپلې کوچنۍ ستونزې او شخړې د طالبانو د چټکو اجراتو په برکت اوارې کړي.
پاکستان په یو قوي دریځ کې راڅرګند شو. " دافغانستان سوله د پاکستان له همکارۍ پرته شونې نه ده ."  په سیمه او نړۍ کې ډیری هیوادونو دغه جمله تکرار کړه.  اوس داسې اوریدل کیږي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه سره نژدي شوي دي چې له طالبانو سره پخلاینه کې پرمختګ رامنځته شي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چې له حامد کرزي سره شخصي ملګرتیا هم لري ډاډ ورکړی چې پاکستان هرډول همکارۍ ته چمتو دی چې پخپل بی ثباته ګاونډي هیواد کې له طالبانو سره سوله شونې شي.
 د پاکستان او افغانستان د اړیکو نژديوالي د هند احساسات زخمي کړي دي. هند ویره لري چې په افغان حکومت کې د طالبانو له احتمالي راګډیدو سره به پاکستان یو ځل په افغانستان کې خپلې منګولې ټینګي کړي او د هند پراخ سیاسي او اقتصادي شته والی به په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ کړي.
د کشمیر د جګړې پر سره د پاکستان د نښه کولو لپاره افغانستان د هند پر  ښه سنګر بدل شوی دی. هند په دې بریالی شوی دی چې په کندهار او ننګرهار کې چې د پاکستا سره پر پوله پراته دي ، په افغانستان کې د خپلو شپاړس قونسلګریو د پرانستې په لړ کې   دوه یې په یادو شوو ولایتونو کې پرانیزي او دافغانستان ګاونډي ته داسې احساس ورکړي چې له هرې خوايي کلابند کړی دی.
پاکستان هم مجبور دی چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي چې د هند اغیز کمزوری کړي. په حقیقت کې د کشمیر جګړه ددې لامل ګرځیدلې ده چې دافغانستان خلک د هند او پاکستان ترمنځ شخړه کې قرباني ورکړي.  
له طالبانو سره د سولې په خبرو کې دپاکستان ښکیلتیا اوس دې پولې ته رسیدلې ده چې نه یوازې یې هند له اندیښنو سره مخامخ کړی دی بلکې په افغانستان کې یې هغه قومي جنګسالاران هم اندیښمن کړي دي چې له هند او امریکا سره نژدي اړیکي لري.
دغه جنګسالاران فکر کوي چې له طالبانو سره سوله به ددوی واک او زواک ته د پای ټکی کیږدي او ددوی هغه واک  به ویجاړ کړي چې هم ولس پرې ډاروي او هم د حامد کرزي حکومت پرې ننګوي.
دغه جنګسالاران چې له هند څخه معاش اخلي ، ددغه هیواد ګټې یې په افغانستان کې ټینګې کړي دي او زوال یې دپاکستان د سیال ګټې هم زیانمنوي.
اوس هند بله لاره ونه لیده ،او په ډیلی  کې یې دامریکا د متحدو ایالاتو د پخواني سفیررابرت بلیک  له خولې دا ګنګوسه خپره کړه  چې افغانستان دې په دوه هیوادونو وویشل شي. هغه څه چې افغانان په هیڅ قیمت ورته چمتو نه دي.
په ۲۰۰۲ کال کې هم دا خبرې په مزارشریف کې شوې وې خو بیا له سخت کورني او نړیوال  غبرګون سره مخامخ شوې. خو هغه مهال حالات داسې وو چې د طالبانو حکومت ړنګ شوی وو نو ان د بلخ  زورواکي والي عطامحمد نور هم  ددې مفکورې مخالفت وکړ.  
په حقیقت کې ټول افغانان په دې پوهیږي چې  دافغانستان د ویشلو ګنګوسې  خوشې چټي خبرې دي او عملي لار نلري.