د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسمانڅکو ودانیو وطن (یونلیک- درېیمه برخه)

عزت الله شمسزی 03.04.2010 17:44

د شیخ زاید د سړک شاوخوا ټول لوړ لوړ بلډنګونه او لویې لویې کارخانې دي، په دوبۍ کې د عصري معمارۍ ښې نمونې لیدل کېږي، مصنوعي جزیرې لوړ لوړ بلډینګونه، لوکس هوټلونه، متحرک پلونه او نور خو اوس د دوبۍ د حکومت له خوا یو بل اعلان شوی چې په راتلونکي کې به د نړۍ تر ټولو لوړه متحرکه ودانۍ هم په دوبۍ کې جوړېږي، چې د اوسني وخت تر ټولو ماهر معمارانو او انجنیرانو یې پر ډیزاین او طرحې کار پيل کړی. دغه لوړه متحرکه ودانۍ به ددوبۍ د سمبول په توګه استعمالېږي چې ۱۲۰ متره لوړوالی او ۸۰ پوړه به ولري. په دغه خوځنده ودانۍ کې به د موټرو پارک، په لومړي شلو پوړو کې دفترونه، له ۲۱ پوړ نه تر ۳۵ پوړه پورې به لوکس هوټلونه، له ۳۶ پوړ نه تر ۷۰ پوړه به د اوسېدلو لپاره اپارتمانونه او پورتني لس پوړونه به د تفریح ځایونه وي. جالبه داده چې ددې ودانۍ زیاتې برخې به لاندې جوړېږي او بیا به پورته خېژول کېږي، چې کېدای شي د ډېرو کسانو کار کولو ته په کې ضرورت نه وي، داماراتو د چارواکو په ونیا د نړۍ دغه اسمانڅکې ودانۍ به په ۲۰۱۰ کال کې بشپړ شي.

پر لاره مو د ابن بطوطه شاپنګ هال او هوټل هم ولیدلو چې تقریبا د شپې ۱۰۰۰ ډالره په کې د کوټې کرایه ده، د احمد ضیا په وینا ابن بطوطه کې د ننه شپږ ښاره دي او دننه یې په کې اسمان غوندې منظره جوړه کړې ده، نږدې ورته د وبال المونیم کمپنۍ ده چې ټوله دوبۍ ته برېښنا ورکوي، بلې خواته یې دبۍ مرینا مال، جمیره پارک او د اوسېدو ځایونه وو، په جمیره کې زیات کورونه لکه افغاني حویلیو وو، داسې ښکارېدل چې ددې سیمې د خلکو بلډینګونه نه خوښېدل. ضیا راته پر لاره ډېر ځایونه وښودل خو ورسره څنګ کې ملګری محمدرحمان اپریدی ډېر غلی ناست و، ډېر کم غږېده، که به دې ترې پوښتنه وکړه ځواب يې درکولو او که نه چوپ ناست و. له هغه نه مې پوښتنه وکړه:
- محمدرحمانه وروره ته خو هم څه وایه که نه؟
- زما ډېر کم وخت کېږي چې راغلی یم لا سم بلد نه یم.
- نو څومره وخت دې کېږي چې راغلی یې؟
- څلور کاله مې کېږي.
- ته لا څلورو کلونو ته هم کم وخت وایې.
محمدرحمان وویل زه ډېر نه یم ګرځېدلی کله کله چې ضیا راووځي نو زه هم ورسره ګرځم.
په لاره کې راته احمدضیا د جبیره بیچ هوټل وښود چې د هغه په وینا مخې ته یې الوتکه کوزېږي او اکثره وخت مهم کسان ورته راځي، دده په وینا دلته یو حوض دی چې یو ځل مایکل جکسن دیوې ورځې لپاره په یو لک ډالرو کرایه کړی و. ورو ورو موږ د جبل علي پورټ سیمې ته چې د سمندر په غاړه دی نږدې کېدلو چېرته چې د مومن غوړیو فابریکه ده. مازیګر پنځه نیمې بجې به وې چې د مومن غوړیو فابریکې ته ورسېدو، احمدضیا په یو ځای کې کېنولو شین چای یې سره له ګوړو راوړ، موږ چې له څو ورځو راهیسې چای نه و څښلی او ورسره بیا د کامې ګوړه هم وه، له خونده مو یو بل ته سترګکونه ووهل، خو دې وخت کې د ماښام اذان وشو زما د چایو ګیلاس نیمایي کې رانه پاتې شولمانځه ته دجومات پر لور وخوځېدو.
دماښام لمونځ مو د قاري احمدضیا په امامت ادا کړ، ډېره خوږه جمع یې راکړه، بېرته چې راغلو نو لکه چې زموږ په طبعه پوی و، په منډه ورغی بیا یې د چایو فرمایش ورکړ، موږ لا چای څښلی نه و، چې په دې وخت کې د مومن غوړیو او مومن مبلایلو د فابریکې خاوند حاجی علی خان راغی، له موږ سره یې روغبړ وکړ، احمدضیا ورته معرفي کړلو چې دوی له افغانستان نه راغلي، ژر ژر یې خپل کشري زوی ته غږ کړ او له خپل دفتر نه یې څه وچه میوه راولېږله، خو موږ د ګوړې خوند اخیستي وو په بل څه مو دومره واره نه راتلله.
احمدضیا راته وویل حاجي صاحب ډېر ښه سړی دی، افغانان ورباندې ګران دي راتګ ته یې سخت خوشحالېږي، ما ویل که داسې وي نو بیا خو باید یوه مرکه ورسره وکړم. ویل سمه ده کله چې له حاجي صاحب سره وغږېد هغه په خوشحالۍ وخت راکړ. لومړی پوښتنه مې دده د نوم او ځای ځایګي باره کې ترېنه وکړه، ویل یې نوم مې حاجي علی خان دی، د ننګرهار د سرخرودو ولسوالۍ او په قوم دستوخېل یم.
د دستوخېل قوم په افغانستان کې تجارت پیشه خلک دي، د جنګ جګړو په کلونو کې هم زیاتره په خپل تجارت بوخت وو، حاجي علي خان هم یو له هغو کسانو څخه دی، ځکه سړی له څېرې معلومېږي، د خپل کاروبار باره کې یې ډېر په اخلاص راته معلومات راکړل. حاجي علي خان تر شپږم ټولګي پورې ښوونځی لوستی خو د خپلې خدایي استعداد له مخې اوس په انګرېزي او اردو ژبو هم خبرې کولی شي. دمومن غوړیو د کیفیت باره کې مې وپوښتنه ویل یې کیفیت خو یې باید خامخا ښه وي ځکه چې موږ یو ډول سن فلاور یانې لمرین ګلان په کې استعمالوو چې هغه ډېر قیمته دي او ډېرې کمې کمپنۍ هغه استعمالوي. دا چې زه خپله هم په کور کې مومن غوړي استعمالوم نو ورته مې شکایت وکړ، د غوړیو لاندې برخه یو څه بې کیفیته وي، هغه وویل که څوک هلته په کې تقلب وکړي نو نه شم ویلای او که نه د کموالي او کیفیت پلټنه یې زه خپله کوم. په پای کې مې ترې د هغو اوازو په اړه وپوښتل چې وایي د مومن غوړیو په ټیمانو کې سره زر هم راوځي، په دې وخت کې احمدضیا زموږ په خبرو کې ودنګل ویل یې هغه زه په خپل لاس په کې اچوم. حاجي علی خان د دوبۍ له حکومت نه ډېره خوښي وښوده چې له کمپنیو سره ډېره مرسته کوي، ویل يې هېڅ ډول ستونزه راته نه پېښوي، دشپې په یوه بجه هم چې ټیلفون وکړو، ځان را رسوي، کوشش کوي سهولتونه راته برابر کړي، شاروالۍ، ګمرک هرڅه یې په کمپنیو پسې روان کړي، هغه وویل دغه د هېواد د پرمختګ ښه لاره ده چې تجاران تشویق شي، سهولتونه ورته برابر شي، هغه وویل موږ غوښتل چې په افغانستان کې هم کارخانې ولرو، خو له بده مرغه چارواکي مرسته نه کوي، په هرات کې مو یوه فابریکه جوړوله، دولت ځمکه نه راکوله، برق یې نه راکولو، ښه نو موږ به څنګه هلته کار وکړو، دوی باید موږ تشویق کړو، اوس چې موږ غوړي له دوبۍ نه افغانستان ته لېږو خرچه پرې ډېره راځي خو که چېرې هلته کارخانې ولرو، خپل صنعت ولرو هم به افغانستان ته په ګټه وي هم به خلکو او موږ ته. له حاجی صاحب علی خان سره دده د ژوند او تجربو په اړه مو ګپ شپ ډېر ښه روان و، ډېر خوږ او ساده غږېده خو موږ باید چکر هم وهلی وای، حاجي صاحب ډېر شله شو چې سبا ته زما مېلمانه شئ، ځکه ویل يې نن زه نور مېلمانه لرم، موږ ویل کور دې ودان موږ هم سبا څه نور کارونه لرو، که ژوند و بل وخت به وګورو. له ما نه غوښتنه وکړه چې سبا د غوړیو او مبلایلو د کمپنۍ د کار ساحه وګورم ما ویل زه که امکان و بیا به درشم. زموږ د رخصتولو په وخت یې دوه قوتۍ قلمونه تحفه راکړل او له احمدضیا نه یې غوښتنه وکړه چې موږ د ماهیانو سیمې ته بوځي، ما ویل حاحي صاحب ضرورت نه شته افغانستان کې مو ماهیان ډېر خوړلي لږ چکر به ووهو، خو هغه ویل نه هغه خاص ماهیان دي.
موږ چې راوتلو احمدضیا موټر تیار کړی و، دا ځل محمدرحمان اپریدی له موږ سره نه و، موږ درې واړه چکر ته راووتلو، احمدضیا په اسمان کې ورېځو ته کتلې او په خندا خندا به یې وویل دا ورېځې هسې اوړي را اوړي، باران نه کېږي، په دوبۍ کې که باران هم وشي یو شړق تېر شي او بس، هسې ځمکه هم نه لمدوي، ما ویل څه یې کوې پرېږده چې لږ چکر ووهو، موږ چې له کابله راتلو هم باران و، ویل یې نه دلته باران ډېر کم کېږي. پر لاره یې په جبل علی کې د کارګرانو د استوګنې ځای ته بوتلو، دا سیمه لکه د پوهنتون د لیلیو په څېر جوړه شوې ده، هرې کمپنۍ ته په کې د دوبۍ د حکومت له خوا ځایونه ورکړل شوي دي، چې هغوی بیا دغه ځایونه په خپلو کارګرانو ویشلي، احمد ضیا ګاډی ودرولو او موږ یې نیغ خپلې کوټې ته بوتلو، هلته مو دده د کوټې د نورو ملګرو د مختلفو ولایتونو او سیمو خلک په یوه ځای سره اوسېدل ډېره ښه یارانه یې وه، اسرار د احمدضیا ورور، محمدولي، مطیع الله، عبید او ظاهر رحمن چې دواړه د پېښور وو، عبدالخلیل، میوند او محب چې دوی ټولو په یوه کمپنۍ کې کار کاوه، دوه منزله چپرکټونه یې په کوټه کې ایښي وو، چې ماته یې د کابل پوهنتون محصلین رایاد کړل. پوښتنه مې ترې وکړه چې تفریح ته هم وخت لري او که نه؟ ویل یې بس کله نا کله چې وزګار شو نو فوټ بال کوو، نور نو ماښام ستړي له کاره راځو او خپل خوب کوو، بس ژوند دی تېروو یې نو. په کوټه کې يې ایرکنډیشن لګېدلی و، خو بیا هم زه خولې وم، دا سیمه شګلنه وه، موږ ترې وپوښتل چې په ګرمۍ کې څه ګوزاره کوئ؟ ویل یې ګرمي یې ډېره سخته ده. یو ګیلاس چای مو دلته هم وڅښه او نور ترې رخصت شولو، کله چې موټر ته ورسېدو ګورم چې د احمدضیا ورور اسرار له دوه ګرزه سګرټو سره راته ولاړ دی.
احمدضیا راته پر لاره ویلي وو، چې ماته چا پرون شپه په میلمستیا کې سګرټ راکړي، ډېر قیمتي سګرټ دي خو زموږ د کوټې په ملګرو کې هېڅوک هم سګرټ نه څکي زړه کې مې ویل زه تاسو ته به يې درکړم. ما ویل زما ملګری هم له سګرټو نه بده مني خو بس یو زه پرې خدای اخته کړی یم نو دعا کوه چې ترې خلاص شم.
لږ ساعت وروسته یې د ډاکټر میرویس په غوښتنه دبحر یوې غاړې ته راوستلو، ډاکټر میرویس چې له موټره ښکته شو نو په قدم قدم له موږ څخه لرې ولاړ، ما یو سګرټ له ډبي نه راوویست او ومې لګاوه خو هوا ډېره تېزه لګېده سګرټو هېڅ کش ونه کړ او هېڅ خوند مې ترې وانه خیسته، میرویس تر ډېره پورې له موږ نه پناه شو، د بحر پر غاړه په تپه تیاره کې ځای ځای مینان لیدل کېدل چې یو بل نه یې لاسونه تاو کړي وو، کیسینګ میسینګ روان و، خو ما او قاري صاحب پرې ځان ناګاره کړ، اخر څه کار مو ورسره درلود، په مینه خو هلته څه خاصه پابندي نه شته، دا خو افغانستان دی چې د مینانو ورځ هم په کې نه لمانځل کېږي او بیا داسې مینه چې د بحر په غاړه کېږي واه واه.
کله چې ډاکټر میرویس له موږ څخه لرې ولاړ نو احمدضیا لکه چې زما په زړه تنګۍ پوی شو، په دې وخت کې یې ماته مخ را واړوه ویل یې هغه مخامخ په بحر کې د څراغونو نه جوړه د خرما ونه وینې؟ ما ویل هو خو دا راته ووایه چې دا کښتۍ ده او که بل څه؟ ویل یې دا مصنوعي جزیره ده چې د خرما د ونې په څېر جوړه شوې، دا جزیره له الوتکې نه ډېره ښکلي ښکاري. موږ چې د شپې دې سیمې ته ورغلي وو نو یوازې په جزیره کې د لګېدلو څراغونو په مرسته مو د خرما د ونې ډیزاین ولیده. ویل کېږي چې دا جزیره د نړۍ له درېیو لویو مصنوعي جزیرو څخه یوه ده، دغه جزیره د النخیل په نامه دیوه کمپنۍ له خوا جوړه شوې چې اوسمهال په پلان کې لري د یوه کیلومتر په لوړوالي لوړ بلډینګ هم په دې ساحه کې جوړ کړي.


په ۲۰۰۲ کال کې ددې جزیرو یانې [د جمیره د خرما د ونې] او [د جبل علي د خرما د ونې] د جوړولو اعلان وشو، خو انجینرانو تر هرڅه دمخه پر دې کار پیل کړ چې ایا دا جزیره خو ددوبۍ چاپیریال ته تاوان نه رسوي؟ وروسته تر ډېرو مطالعاتو پر دې کار شروع شو او څلور کاله وروسته یې کار پای ته ورسېد چې اوس د ټولې دوبۍ دیوه مشهورې سیمې په توګه په دنیا کې شهرت لري. درېیمه جزیره اوس په پام کې ده چې په دیره سیمه کې د دیر د خرما په نامه جوړه شي، ددغې جزیرې د جوړولو اعلان په ۲۰۰۴ کال کې د دوبۍ دشهزاده شیخ محمدبن راشد المخدوم له خوا شوی، د معلوماتو له مخې چې د انسان په لاسو جوړېدونکي دا جزیره به تر نورو دوو لویه وي او د دیره بیچ سره نږدې به جوړېږي.

شېبه وروسته مو ډاکټر میرویس ولید، چې په شګو کې لوڅې پښې روان و، ما ورته ویل ماته به دې هم ویلي وو زه هم درسره تلم، دا په شګو کې مزل لکه چې یوازې ستا خوښېږي، ویل یې بس دغسې ساحل مې ډېر خوښ دی، یوه شېبه مې په کې واکینګ وکه ما ویل بس نوش جان دې شه خو اوس به دې له دې پښو سره څه چل کوې، هغه بېرته بحر ته تاو شو چې پښې یې په غاړه کې پریمنځي خو احمدضیا منع کړ، ویل یې راځه شپه ده همداسې موټر کې کېنه بیا به یې پای پاکونه چېرته وڅنډو. سړک ته چې کله ورسېدو دموټر په ښېښه یو څاڅکی بارن پرېوتو احمدضیا ای دا څه کوي دا، دا وګورئ دا دوبۍ باران دی، د موټر ښېښه هم نه شي لمدولی، ما ویل قاری صاحب ته په دې باران ډېر مین ګوره هسې به موږ پرې خراب کړې، ویې خندل ویل یې نه دلته باران نه کېږي، ما ویل که وشي بیا به څه کوو بیا خو چکر هم نه شو وهلای. لس دقیقې به نه وې تېرې چې د کبانو ځای ته ورسېدو، ډېر یو ساده ځای و، خو د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وه، موږ چې له موټرو ښکته شولو، باران لږ لږ تیز شو او بس په شېبه داسې په شړک باران شروع شو چې ټول خلک یې د کبانو پخولو کوټې ته دننه کړل. کوټه ډېره وړه وه، ټول خلک په کې ولاړ وو، احمدضیا د ماهیانو فرمایش ورکړ او ما دباران ننداره کوله، د باران څاڅکي د څراغونو په رڼا کې ډېر ښه ښکارېدل، ښځې او نارینه ټول په کوټه کې یو ځای ولاړ وو، ټول په همدې تمه وو چې اوس به باران غلی شي او په ازاده فضا کې به ماښامنۍ وخورو خو باران لکه چې له احمدضیا سره ضد کړی و. احمدضیا ویل که باران ونه درېد نو ماهیان به درته پیک کړم کوټې ته یې له ځان سره یوسی، ډاکټر میرویس ویل نه په موټر کې یې خورو، ما ورته وویل وارخطا کېږئ مه تر هغه وخته چې ماهیان پخېږي کېدای شي باران غلی شي. تقریبا نیم ساعت ښه په شړک باران و اورېد، ټیک تر هغه وخته چې زموږ کبان پاخه شول، په کوټه کې چا یو څه کول او چا بل څه یو تن هندي لوی پلاستیک واغوست او د باندې ووت چې ټول یې وخندولو. ډېره ښه فضا وه، خلک له خپلو فامیلونو سره راغلي وو، کله چې مو کبان تیار شول هم باران درېدلی و او هم بیروبار کم شوی و، زه د باندې ووتم، خو ملګرو وویل راځئ دننه به يې وخورو.
احمدضیا او حاجي صاحب علي خان دواړو ددې کبانو ستاینه کړې وه، خو موږ ویل د افغانستان تر کبانو به خوندور نه وي، کله چې یې کبان راوړل، یو ډول خاص سوپ يې هم ورسره راوړل چې هغه هم د کب له غوښو جوړ شوي وو او مدراسي مصالحه په کې استعمال شوې وه، کله چې مو وخوړ دومره خوند يې وکړ چې زما او د ډاکټر میرویس پرهیز یې مات که. ډاکټر میرویس ته مې وویل وه هلکه ته خو د شپې ډوډۍ کمه خورې که نه لږه ګوزاره کوه، ویل يې نه دا ماهیان ډېر خوندور دي، تازه دي دا باید وخورم. بس ډاکټر دی نو سل بهانې یې ورته جوړې کړې چې دا ماهیان سړی نه چاغوي دا او هغه.
تر ماهیانو خوړلو وروسته بېرته د کوټې پر لور روان شولو، احمدضیا وویل په هغه لاره به مو بوځم چې سړک د سمندر نه لاندې تېر شوی دی، دې تونل ته شاندغا تونل Shandagha tonnel وایي، موږ ویل والله دا خو به ډېر ښه شي، موږ په غرونو کې تونلونه لیدلي خو دا مو نه دي لیدلي چې سړک تر سمندر لاندې تېر شوی وي. کله چې هغه سیمې ته ورسېدو په رښتیا هم جالبه و، تقریبا پنځه دقیقې موټر تر سمندر لاندې لاره ووهله اخر ترې بلې غاړې ته ووتو. د تونل چې راووځې د دوبۍ د اصلي اوسېدونکو پخواني کورونه دي، دغې سیمې ته د باستکیا ولسوالۍ وایي اکثره په کې زاړه کورونه دي، دغه سیمه د دوبۍ پخوانۍ څېره سیلانیانو ته ورښيي، ویل کېږي چې باستکیا پخوا د بادي منارونو په سیمه هم مشهوره وه، ځکه په دې سیمه کې برېښنا نه وه، ددې لپاره چې خلک یې له ګرمۍ نه ځان وساتي نو لوړ لوړ برجونه یې جوړ کړي وو او په هغه کې یې بیا کړکۍ ايښې وې، همدا راز په وروستیو کې بیا دوی بادي پکې هم پیدا کړې چې د بهر نه تیرشوو یخو بادونو نه به یې استفاده کوله. اوسمهال د باسکتیا سیمه د سیاحانو لپاره ښه د سیل ځای دی، که څوک غواړي د دوبۍ دخلکو د پخوا وختونو په ژوند ژواک ځان خبر کړي، نو باستکیا د یوه موزیم په څېر دوی ته ډېر څه ښودلی شي، ځکه همغه پخواني کورونه په خپل حال ساتل شوي او د دوبۍ د یوه کلتوري ارزښت په توګه ترې کار اخیستل کېږي.
دا سیمه ډېره ښه ساتل شوې دده، ښایي په کورونو کې څوک نه و خو څراغونه یې په کې لګولي وو. ما ضیا ته وویل دا وګوره که نور څه نه لري، خپل زاړه کورونه دتاریخي اثارو په حیث ساتي، موږ خپل عجایب او قیمتي تاریخي اثار نړوو، قاچاق کوو یې او په بمونو یې ولو، نو څنګه به موږ د نړۍ سیال شو. په کابل کې پخواني تاریخي ځایونه خو ټول چور شول اوس یې په هدیرو شروع کړې ده، د هدیرو پر سر یې شهرکونه جوړ کړې دي، دومره څوک نه شته چې پوښتنه یې وکړي. هرې خواته په کې چور روان دی، شیرپور شیرچور شو، د مرنجان غونډۍ چور شوه، والیانو د ولایتونو دښتې ټولې خرڅې کړې، ان تر دې چې د زراعت وزارت د ارقامو له مخې څلورملیونه جریبه ځمکه د زورواکو له خوا په زوره غصب شوې چې د پوښتنې یې هېڅوک هم نه شته.
دشپې یوولس بجې به وې چې د هوټل مخې ته یې ورسولو، هغه ته مو رخصت ورکړ او موږ د خپلې کوټې پر لور روان شولو، یو ساعت به نه و ناست چې بیا پر میرویس د واکینګ پیریان کېناستل، ویل يې راځه چې قدم وهو، ما ویل خو همدا اوس راغلو که نه، بس شله شو ویل یې څه ته راغلی یې، که چکر وهې نو زما په لیډینګ (رهبرۍ) به ځې ما ویل بس چې د لیډینګ خبره شوه، نو بحث په کې نه کوم، ځکه په لیډینګ زموږ رهبرانو وطن وران کړی دی، دا هغه حساسه مسله ده چې د افغانانو همیشه پرې جنجال پېښېږي، زه نه غواړم پر دې مسله جنجال وکړم.
د ډاکټر میرویس په خوښه مو بیا قدم وهل پیل کړل، د نایف پولیس سټیشن نه یې د ناصر څلور لاري پر لور وخوځولم، تر ډېره ځایه لاړو، یو ځای کې مو لاره غلطه کړه او د یوې نوې جوړې شوې ودانۍ منځ ته برابر شولو چې لا یې کار نه و خلاص، ما ډاکټر میرویس ته وویل چې وړاندې خو لاره نه شته نو ستا په لیډینګ که اوس لاړ هم شو نتیجه نه ورکوي، ویل یې بس بېرته ګرځو. بېرته چې راتلو پر یوه کوڅه برابر شولو چې د موزیک لوړ اواز ترې راته. ما ویل حتما دلته کومه میله ده، کله چې يې مخې ته لاړو، ډله ډله خلک ور ننوتل، په دروازه کې مې پوښتنه وکړه، دلته څه دي؟ ویل یې نایټ کلپ دی. ما ویل ټکټ یې څو دی؟ ویل یې ټکټ نه لري. ډاکټر سره مې مشوره وکړه هغه ویل راځه نو مفت شراب خو قاضي هم وهلي دي، راځه دا نایټ کلپ به هم وګورو چې دې کې څه دي. کله چې ور ننوتو، یوه ایراني سندرغاړي په کې سندرې ویلې او دوه نجونې ګډېدي، زموږ په ننوتو ډېرو خلکو راته وکتلې، ځکه ډاکټر میرویس ته خدای پاک یوه خاصه باډي او څېره ورکړې ده، بل دا چې په ښه سټایل کې هم ګرځي.
دوه کسان یې له یوې بلې چوکۍ پاڅول او موږ ته يې پرې د ناستې بلنه راکړه، ما له میروس سره ټوکه وکړه، ما ویل: یاره دا ټول خلک نیشه دي هسې نه چې موږ ګډا ته پورته کړي، ځکه هر یو په نوبت نوبت پورته کېدل، ویل یې نه مړه دومره بد به نه کوي، له ناستې سره سم یې پولۍ زموږ مخې ته کېښودلې. زموږ ښې خواته یو شیخ ناست و، چې دوه ایرانۍ نجونې یې یوې او بلې خوا ته کېنولې وې، یوه نجلۍ راغله او له موږ نه یې د فرمایش پوښتنه وکړه، ډاکټر میرویس ورته وویل شین چای راوړه، هغه ویل چای ګیلاس په پنځوس درهمه ده. ډاکټر میرویس ورته په انګریزي کې د what (څه) کلمه دومره جالبه وویلې چې په همدومره شور کې یې زما پام ځان ته راواړوه. په انګریزي یې ورته وویل چې بیا نو یو جوس راوړه، هغه وویل جوس په سل درهمه ده، په دې وخت کې یو هلک راغی ویل یې [میزهای شما دو صد درهمه]. ډاکټر میرویس ورته شارټ شو، په ګډوډ پارسي او پښتو یې ورته یو څه وویل چې دا څه رشخند وهئ دا نو څه کوم خاص ځای هغه ویل بس دغسې دی نو، په دې کې یې ما ته مخ را واړوه ویل یې راځه چې ځو، همداسې ترې ووتو.
پر لاره مو په ټیلفون له ضیا سره یو ځل بیا خبرې وکړې، چې سبا باید موږ چېرې ولاړ شو، ویل یې که څه هم دوبۍ کې د چکر د ځایونو کمی نه شته، خو که تاسې د الممزر پارک ته لاړ شئ ساعت به مو تېر شي، هلته ښکلی بیچ هم دی. ډاکټر میرویس چې له پخوا نه زه پېژنم د لمبلو سخت شوقي دی یو ځل چې اوبو ته ننوت بیا ترې په اسانه نه راوځي، دده خپله وینا ده چې د سیند غاړې ته باید ما سره داسې کس لاړ شي چې ماته د انتظار کولو حوصله ولري. محب الله اسرار، ډاکټر میرویس او زه چې به کله له کاره ستړي شولو نو بیا به مازیګری د بهسودو سیند ته تللو، کله چې به سیند ننوتلو نو د میرویس لپاره به تر ډېره وخته په اوبو کې پراته وو، بس غورې به مو کولې او د مازیګر له ژېړي لمر نه به مو خوند اخیسته.
په زړه کې مې وویل بس هر څه چې راځي نو راځه یو چل به ورسره وکړم، که رښتیا درته ووایم چل سړی کله ورسره کولای شي، ځکه دی هم لغمانی دی او زه هم، د چا خبره لغمانی چې لغمانی تیرباسي، لکه ترافیک چې موټر ووهي. کله چې یې ما سره بیچ ته د تللو مشوره وکړه، ما ویل بس لیډ تا سره دی نو زه به په کې څه وایم، ورځو توکل په الله خو ګوره چې له اوبو نه په وتلو کې به بیا لیډ ما ته راکوې ویل یې بس سمه ده. په دوبۍ کې د چکر ځایونه دومره ډېر دي چې سړی حیران پاتې وي اول باید کوم ځای ته لاړ شي.
په دې شپه په ښار کې ډېر ونه ګرڅېدو پر لاره مو یو جوس وڅښه او لاړو په کوټه کې مو د ټلویزیون چینلونه ډېر سره واړول راواړول، خو د دوبۍ ځایي چینلونه چنداني پروګرامونه نه لري، ټول په کې لس ټلویزیوني چینلونه کار کوي، چې دوه یې عربي، یو په کې د هندیانو او نور چې د هر چا دي خو له انګریزي فلمونو ډک دي، یو فلم چې خلاص شي بل په کې وچلوي، د هندیانو او نیپالیانو یو ښه کار دادی چې هم یې ځان ته چینل جوړ کړی او هم اخبار لري، همدا راز خپلو ماشومانو ته یې ښوونځي هم جوړ کړي، چې بسونه یې پر سړکونو لیدل کېږي. موږ ته نورو چینلونو خوند را نه کړ یو انګریزي ساینسي فلم مو د شپې تر دوو بجو وکوت چې ډېر جالبه خو له عقل نه لرې خبرې په کې وې.
په دوبۍ کې اوس د شمشاد ټلویزیون یوه سټدیو هم فعاله شوې، خو په کیبل کې مو ونه لیده، نه پوهېږم څه ستونزه په کې وه، یوازې مو د ډوډۍ خوړلو پر وخت په افغان رسټورانټ کې د لمر ټلویزیون چینل ولید چې د افغانستان له حالاتو یې خبر کړو.
په دوبۍ کې د هندیانو، نیپالیانو، افغانیانو، بنګالیانو او ایرانیانو ترڅنګ د افریقايي هېوادونو خلک هم ډېر لیدل کېږي، خو یوې مسلې ته چې زما پام واوښت هغه داو چې نور ټول خلک کار کوي، دوکانونه لري، په کمپنیو کې بوخت دي او د عایداتو سرچینه یې معلومه ده، خو د افریقایي هېوادونو تورپوستي پرته له دې چې پر سړکونو وګرځي نور یې کوم خاص کار موږ ته معلوم نه شو، دا خلک یو څه بدمعاش ډوله هم دي، ځکه موږ ولیدل چې دوو تورپوستیو د افغان رسټورانټ کې ډوډۍ وخوړله خو بیا ورسره پیسې نه وې او له هوټلي سره یې جنجال روان و، زه او میرویس د دغو خلکو په استوګنځایونو هم وګرځېدو، بس ښځه او نر وزګار ناست وي.
ما لا له ډاکټر میرویس او احمدضیا سره یو ځل ټوکه هم وکړه، ما ویل په راتلونکي کې به امارات په ځانګړي ډول دوبۍ د همدغو خلکو وي، ځکه که داسې یو څوک پیدا شو چې د نورو هېوادونو خلکو ته یو سیاسي سپوټ شي نو بیا به عربو ته ډېره ګرانه وي چې دا خلک مهار کړي، ځکه ډېر زیات دي او اکثره وږي دي. په دنیا کې جنګ زیاتره هغه خلک کوي چې وږی وي، بېسواده وي او داسې څه ونه لري چې د پاتې کېدو له ویرې یې له مرګه وتښتي. که څه هم احمدضیا وویل چې عربو دوی ته قوانین ډېر سخت کړي، ډېر سخت یې بیرولي، خو زه بیا هم په دې باور یم چې سیاست مخ او څټ نه لري، که چېرې یو عرب هم داسې پیدا شو، چې د حکومت په مخالفت کې یې ددې خلکو له انساني قوت نه کار واخیست، د اماراتو عرب به په کونه کېنوي. ځکه عرب اکثره راحت طلبه خلک دي دې ته به حاضر نه شي چې ددوی په مقابله کې ارامه ژوند ته شا کړي.
سبا سهار ۱۰ بجې مو ځان تیار کړ چې الممزر پارک ته لاړ شو، ډاکټر میرویس رانه پوښتنه وکړه ویل یې کامره دې فعاله ده که نه چې بیا عکسونه واخلې، ما ویل غم یې مه کوه کامره نه ده سم د تېپې بچی دی. کامره څه وه خو زما د موبایل کامره مو د عکسونو لپاره استعمالوله چې تقریبا څلور سوه عکسونه اخلي او کیفیت یې ښه دی، نو ځکه مې ورته وویل چې سم د تېپې بچی دی.
یو وخت د پاکستان په میرعلي نومي ځای کې زما تره له یوه مسید نه موشکش تومانچه اخیستله، نو تره مې ترې پوښتنه وکړه چې څنګه ده ښې ډزې کوي او که نه، بندېږي خو به نه؟ مسید کاکا ورته په خپله مسیدۍ لهجه ستاینې پیل کړې [ دا چې دو د تېپې بچی دی د تېپې] یانې دا تومانچه نه ده د توپ بچی دی، بس په همدې ستاینو یې تومانچه پرې خرڅه کړه، بیا هغه تر ډېره وخته له موږ سره په رښتیا هم چې د تېپې بچی و، زما نه یادېږي چې هغه تومانچه دې کله بنده شوې وي.
ډاکټر میرویس ته مې وویل الممزر پارک ته څنګه بیا خو به دې واکینګ ته زړه نه وي، هغه ویل که ځای نږدې وي او واکینګ وکړو نو ښه به وي، ما ویل زما خو پښې تڼاکې شوي، نه پوهېږم په اوله ورځ مې پښې له چپلکو سره ډېر ارامه وې خو اوس مې پښې وهي، دوه ځایه يې ژوبل کړی یمه، هغه ویل ته راځه له چانه پوښتنه وکړو. کله چې مو پوښتنه وکړه معلومه شوه چې الممزر پارک له ښاره لرې دی. ډاکټر میرویس ویل راځه وخت خو ډېر دی په بسونو کې به لاړ شو چې د بسونو خوند هم وګورو او ورځ هم لږه تېره شي، ما ویل سمه ده. چې کله بسونو ته لاړو هلته د پیسو خبره مطرح نه وه خلکو کارټونه استعمالول او موږ نو کارټونه نه لرل، له چا نه مو پوښتنه وکړه ویل یې هغلته په بس سټاف کې یو بکس لګېدلی له هغه نه یې ترلاسه کولای شئ، هغه بکس ته کتار خلک ولاړ وو، هندیان ښه دي له دې شیانو سره لږ او ډېر اشنا دي، خو افغانان غریبان که لس کاله نور هم هلته تېر کړي، بیا هم ددغسې ټکنالوژیو په استعمالولو کې ستونزې لري، له یوه افغان نه مو پوښتنه وکړه هغه ویل زه په خپله هم پرې نه پوهېږم، بیا مو له هندي نه پوښتنه وکړه ویل کتار کې ودرېږی، بکس ته چې ورسېدئ شل درهمه واچوی یو کارت به درکړي، موږ ویل موږ خو دوه تنه یو، په یوه کارت تللی شو او که نه؟ ویل یې نه هر تن باید ځان ته بېل کارت ولري.
ډاکټر ته مې ویل راځه اول خو کتار کې ودرېږو بیا به ورسره ګورو، دومره خو زه او ته له کمپیوټر سره اشنا یو، خامخا به کمپیوټري سیسټم وي. کله چې بکس ته ورسېدو سیسټم يې ډېر پېچلی و، بیا مو له یو هندي نه پوښتنه وکړه، د هغه په مرسته مو دوه کارټونه ترلاسه کړل. وروسته راته وویل شول چې باید د بکس ترڅنګ لوحه وګورو هرچېرې چې ځو هماغه نمبر بس ته وخېژو، د هرځای د بسونو نومرې بېلې بېلې دي، دا کار یې ښه دی چې د اکثرو تمځایونو ترڅنګ يې لوحې نصب کړي چې د ځایونو نومونه، مسیر او د بس نمبر یې په کې لیکلی. موږ چې کله هغه ولوستو د الممزر پارک په کې نه و، ښایي هغه په کوم بل مسیر و، بیا لاړو له چا نه مو پوښتنه وکړه، هغه ویل اوس تاسې په ۲۳ نمبر بس کې کښینئ، بیا هلته په اخري تمځای کې ښکته شئ، له هغه ځایه په ۲۸ نمبر بس کې کښینئ الممزر پارک ته به مو ورسوي.
همداسې مو وکړل، خو کله چې بس ته وختلو نه پوهېدو چې اوس کارټ څنګه استعمال کړو، هره نوې سورلۍ چې به بس ته ختله، په دروازه کې به یې کارټ پر یوه الکټرونیکي ماشین کېښود، باالاخره موږ هم بې له پوښتنې همداسې وکړل، له یوه سورلۍ نه مو پوښتنه وکړه، هغه سړي اول له موږ سره اردو وویلې خو وروسته معلومه شوه چې د پېښور د چارسدې پښتون و، ډېره ښه رویه يې راسره وکړه هم يې تر هغه ځایه راسره ګپ ولګاوه او هم يې لاره را وښوده. کله چې په تمځای کې ښکته شولو، لږه شېبه به نه و ناست چې ۲۸ نمبر بس راورسېد، زموږ په لیدو ودرېد، هلته سیسټم داسې دی، چې څوک په تمځای کې ناست وي نو بس خامخا ورته ودرېږي. په بس کې له ما او ډاکټر میرویس نه پرته بله سورلۍ نه وه، ډرایور ته مو وویل الممزر پارک ته ځې ویل يې هو، بس تش بس روان و، موږ یې د الممزر په دروازه کې ښکته کړو.
په پیل کې موږ فکر کاوه چې الممزر یوازې یو پارک دی او بل څه په کې نه شته، کله چې مو ټکټ واخیست او دننه لاړو معلومه شوه، چې د پارک ترڅنګ بیچونه یا د سمندر سواحل دي او یو لوی پارک دی چې سر او سامان يې نه دی معلوم.
په دوبۍ کې بیچونه یا د سمندر سواحل زیات دي او په هر ځای کې حکومت تفریحي ځایونه جوړ کړي دي، خو د جمیره روډ ترڅنګ بیچ یا ساحل بیا ډېر مشهور دی، ځکه دغه ساحل په څو برخو تقسیم شوی چې په هره برخه کې یې ډېر زیات هوټلونه، دوکانونه او نور د سیل ځایونه دي. جمیره ترڅنګ ساحل له موږ څخه یو څه لرې و، موږ د هغه پر ځای الممزر پارک غوره کړ، چې دا پارک ښار ته یو څه نږدې و، د ځایي خلکو په وینا دحوت او حمل په میاشتو کې اکثره خلک د الممزر پارک ته راځي، له باغ او سواحلو نه خوند اخلي. دغه پارک په فامیلي یا عام پارک هم مشهور دی، همدا راز ساحل ته هم زیاتره هغه خلک ځي چې کورنۍ ورسره وي، دلته په اوړي کې د تودوخي لوړه درجه ۴۵ نه تر ۵۰ سانټي ګريډ درجو وي خو په دې ورځ چې موږ ورغلو دومره ګرمي نه وه.
د الممزر پارک یو له لویو او ښکلیو پارکونو څخه دی چې په ۱۶۰ هکتاره ځمکه کې جوړه شوې او له الحمیره پورټ نه تقریبا ۵ کیلومتره لرې پروت دی، دغه پارک له جمعې او پنجشنبې نه پرته نور د هفتي په ټولو ورځو کې خلاص وي، خو د چهارشنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو لپاره په خاصه توګه میلې او د ساعت تیرۍ اسانتیاوې برابرې شوې وي. په دې پارک کې بیضوي شکله نمایشګاه، د لامبلو ډنډ، د ماشومانو د لوبو میدان، نمایشي ریل ګاډی، ځای پر ځای د کبابو پخولو لپاره پخلنځي، دمیلې ځایونه او نور موجود دي. له دې پارک نه د الحمیره پورټ په اسانۍ لیدل کېږي، د الحمیره پورټ پر ۱۹۷۶ کال افتتاح شوی چې دې سیمې ته اکثره له پاکستان، سومالیا، ایران او هندوستان څخه کښتۍ راځي.