د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دویم ځل ټاکنې په شک کې دي؟

عزت الله شمسزی 25.10.2009 06:31

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې تر ډېرو دسیسو، جنجالونو او کړکېچونو وروسته باالاخره دویم پړاو ته یوړل شوې، لکه د هرې ډرامې په څېر ددې ډرامې تر لومړي پړاو وروسته هم د ولس په زړونو او ذهنونو کې له پیله تر پایه د بهرنیانو د لاسوهنو، د ځینو کاندیدانو د بې حسابه لګښتونو، د زور او زر د استعمال، د انتخاباتو د کمیسیون او د شکایاتو د کمیسیون دناپېیلتوب په اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوي، که څه هم بېلابېلو کارپوهانو په دې اړه بلا بحثونه او لیکنې کړي خو هغه څه چې ښاغلي کرزي د جمعې په شپه په یوه راډیویي بیانیه کې وویل هغه د پام وړ دي. ښاغلي کرزي یو ځل بیا یادونه وکړه چې د افغانستان ولس په ټاکنو کې بریالی شو، }په دې به اوس بحث نه کوو چې پایله ولې داسې شوه، ددې خبرې وخت راتلونکی دی{.

د افغانستان علمي شخصیت ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي راته یوه ورځ په یوه شخصي بحث کې ډېره ښه خبره وکړه ، هغه وویل ما ددنیا له لویو او نامتو پوهنتونو څخه په بېلابېلو علومو کې ماسټرۍ ترلاسه کړې، خو هغه څه چې مې له عادي افغانانو زده کړل هغه راته په افغانستان کې د سیاست په اړه د نورو ماسټریو تر تیوریو عملي ښکاري، دده په وینا چې د افغانستان خلکو په سیاست کې دکتورا اخیستې ده، په هېواد کې تېرو څو کلنو نړیوالو سیالیو، جګړو، سیاسي معاملو او لاسوهنو ورته ډېر څه په عملي توګه ښودلي دي.

د ښاغلي ډاکټر صاحب خبره مې دلته ځکه له لوستونکو سره شریکه کړه، چې د افغانستان د خلکو سیاسي پوهه او درایت ورته یو ځل بیا ور یاد کړم. دا چې وخت نا وخته یو شمېر خلکو د مجبوریتونو له مخې په ګڼو امامانو پسې اقتدا کړې، هغه مسله هم ګڼ شمېر دلایل او وجوهات لري، خو په افغانستان کې په ورځنیو پېښېدونکو مسلو یې د کندهاریانو په اصطلاح سر ډېر ښه خلاصېږي. افغانان له پیله پر دې پوهېدل چې په افغانستان کې د اوباما د نوي حکومت دیوه واحد کاندید نه لرل، د ځینو کاندیدانو سره په دې تمه مرسته چې پر کرزي یې دیوه فشار په توګه استعمال کړي او د ټاکنو په اړه ضد و نقیص تبلیغات ښایي بړاس وکړي او افغانستان دیوه بحران پر لوري بوځي. اوس تر ټاکنو وروسته معلومه شوه چې کټ مټ همغه وشول چې خلکو یې تمه لرله، اوس دنیا ډېر چانسونه له لاسه ورکړل، په راتلونکو ټاکنو کې به هغه څه کېږي چې د افغانستان اکثریت ولس یې غواړي.

د افغانستان زیاتو خلکو که څه هم تر اوسه د ټاکنو په اړه تصمیم نه دی نیولی، ځکه د ټاکنو د پایلو ځنډول، بدنامول او بهرنیو مداخلو په دې هېواد کې دموکراسۍ ته سخته لغته ورکړه، خو دخلکو له غوسې او غبرګونونو ښکاري چې خلک به دا ځل ددنیا د غوښتنو پر خلاف عمل کوي، کېدای شی دا ځل د کرزي رایې تر لومړي ځل هم ډېري وي. د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دخلکو نه مې واورېدل چې دا ځل به د افغانستان خلک کرزی د نړیوالو له ضده هم کامیابوي. په دویم ځل ټاکنو کې کېدای شي کرزی بیا هغو خلکو ته اړ نه وي چې سیاسي معاملې یې ورسره کړې وې، د وزارتونو او ولایتونو قبالې یې ورکړې وې، ځکه د شکایتونو د کمیسیون دکار په برخه کې دده حوصله او صبر، د افغانانو په برخلیک او رایو نړیوالې ملنډې او د سیال کاندید دیوه ملي تګلارې نه لرل دا ځأ هغه لاملونه دي چې ډېر خلک به د رایې ورکولو مرکزونو ته را وباسي. یوه بله مهمه مسله دا هم ده چې په افغانستان کې اوسمهال د ځینو هېوادونو له خوا قومي شخړو رامنځته کولو ته لمن وهل کېږي، د هېواد د تجزیې او ټوټه ټوټه کولو پر پلانونو او ستراتیژیو فکر کېږي. ښایي همدا یې لامل وي چې باطلې شوې رایې ټولې د جنوبي ولایتونو پورې اړوندې وې او په راتلونکو ټاکنو کې به دوه سوه لس مرکزونه په جنوبي ولایتونو کې تړل کېږي. دغسې موضوعات سبب شوي چې کېدای شي په غبرګون کې یې دغه تشه د نورو ولایتونو پښتانه او د جنوبي ولایتونو د ارامو سیمو خلک پوره کړي. د ټاکنو د دویم پړاو تر اعلان وروسته د جنوبي ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار، هلمند، زابل او ارزګان خلکو خپل غږ پورته کړ او د رسنیو له لارې یې اعلان وکړ چې په دویم پړاو کې به پراخ ګډون وکړي، ځینو خو لا دا هم وویل چې دا ځل ورته سیمه ییزو طالبانو هم ډاډ ورکړی چې په سیمه کې به کومه ستونزه نه رامنځته کوي تر هغې چې ټاکنې په کامیابۍ ترسره شي. دا چې د طالبانو د ډاډ خبره څومره رښتیني ده ددې خبرې سپیناوی به وخت ته پرېږدو، خو د پښتنو د پراخ ګډون مسله ځکه شونې ښکاري چې د جنوبي ولایتونو د رایو د بطلان پرېکړې پښتانه په غوسه کړې دي. ددې لیکنې تر لیکلو دمخه مې یو څو ولایتونو ته ټیلفونونه وکړل، غوښتل مې په ناپېیلې توګه په دویم پړاو کې د ځینو خلکو د ګډون یا نه ګډون په اړه معلومات ترلاسه کړم. له ننګرهاره راته یوه ملګري وویل چې په تېرو ټاکنو کې یې د کورنۍ ترنیمایي زیاتو غړو ګډون نه و کړی، خو دا ځل به ټول ګډون کوي. د بغلان ولایت نه یو بل تن راته وویل چې تېر ځل د ځینو سیاسي معاملو او مصلحتونو پر سر له ښاغلي کرزي خوابدي و او رایه یې ډاکټر رمضان بشر دوست ته ورکړې وه، په دې ټاکنو کې به خپلې ټولې رایې کرزي ته ورکړي.

ښایي په همدې ترتیب دیوه او بل کاندید پلویان هم کرزي او یا د هغه سیال کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله ته خپلې رایې ورکړي او په دې ترتیب به دا ټاکنې تر لومړي پړاو ټاکنو ډېرې حساسې او د پام وړ وي.

ددویم پړاو ټاکنو اعلان که څه هم د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له خوا دیوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وشو چې تر هغه د مخه د ټاکنو کمیسیون هم دیوه مطبوعاتي اعلامیې له لارې رسنیو ته خبر ورکړی و چې د عقرب د میاشتې په ۱۷ نېټه به دویم پړاو ټاکنې د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ ترسره کېږي، خو لا هم یو څو ګونګې مسلې شته چې دویم پړاو ټاکنې کېدای شي له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

لکه دمخه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین مسولینو د ټاکنو له کمیسیون نه شکایت کړی و، دا ځل یې ویندوی سیدفاضل سنجارکي په یوه مرکه کې وویل چې د انتخاباتو د کمیسیون په ناپېیلتوب شک لري، ددغه کمیسیون غړي باید د ولسمشر له خوا ونه ټاکل شي، تر دې دمخه د افغانستان په پارلمان کې هم د انتخاباتو د کمیسیون د ریس په اړه له دولت نه غوښتنه شوې وه چې باید د ولسي جرګي تایید واخلي. په ټاکنو کې د تقلب او بیا د ټاکنو دویم پړاو ته د غځېدلو تر اعلان وروسته ددغو منتقدینو تبر ته ښه لاستی پیدا شو.
د ټاکنو د کمیسیون مسولینو ویلي چې په ټاکنو کې متقلبینو ته سزا ورکوي او تر څلورسوو پورې دایمي او موقتي کار کوونکي یې په نښه کړي چې په اړه به یې لازمې څېړنې ترسره شي. چې دغه کار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا هم تایید شوی، خو اوس د ډاکټر عبدالله عبدالله دپلویانو له خوا وخت نا وخته په رسنیو کې اورېدل کېږي که چېرې متقلبینو ته سزا ورنه کړل شي نو دویم ځل ټاکنې به هېڅ مانا ونه لري.
د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون د پرېکړې پر اساس د حامد کرزي تقریبا یوولس لکه رایې او د عبدالله عبدالله درې لکه رایې تقلبي شمېرل شوي، ځینې کارپوهان په دې نظر دي که چېرې د مزار او یا ځینو نورو ولایتونو صندقونه هم پلټل شوي وای کېدای شي عبدالله عبدالله د تقلبي رایو شمېره لوړه شوې وای. په هر صورت که متقلبین تر عدلي او قضایي څارنې لاندې نیول کېږي نو ښایي د دواړو کاندیدانو پلویان په کې راښکېل شي. اوس نو د متقلبینو د څارلو په پلمه دویم پړاو ټاکنو کې ستونزې پیدا کول څه مانا لري؟
ویل کېږي چې دکرزي سیال کاندید عبدالله عبدالله ددې لپاره د دویم ځل ټاکنو چیغې وهلې چې یوه ایتلافي حکومت جوړولو ته لاره برابره کړي او په دې پلمه په حکومت کې ځان ته برخه واخلي، دا چې د اساسي قانون له مخې دغه کار حقوقي جواز نه درلود او حامد کرزي هم ونه مانه، اوس چې دویم ځل ټاکنې یقیني شوې، ښایي ډاکټر عبدالله عبدالله د ځینو اندېښنو له مخې د دویم ځل ټاکنو مخې ته خنډونه پیدا کړي. لومړی دا چې د هېواد د هوا د حالاتو له مخې د عقرب تر ۱۷ مې د ځینو هغو شمالي ولایتونو هوا سړېږي چېرې چې د عبدالله عبدالله پلویان زیات دي، دویم، کېدای شي دا ځل هغه پښتانه چې د نورو کاندیدانو په پلوۍ یې خپله رایه استعمال کړې وه خپله رایه کرزي ته ورکړي، دریم، ډېر زیات احتمال دی چې د هوا د سړښت له امله به طالبان ونه شي کولای په دویم پړاو ټاکنو کې د نا امنو ولایتونو خلکو ته ستونزې پیدا کړي.

دا چې د ټاکنو د کمیسیون په اړه د عبدالله عبدالله او د هغه د کمپاین کوونکو ویناوې او شک و تردید دیوه سیاسي فشار په موخه رامنځته کېږي او که کومه بله مانا لري دا به وروسته څرګنده شي، خو د پورتنیو دلیلونو له مخې ښایي دویم ځل ټاکنې ډاکټر عبدالله عبدالله ته کومه په زړه پورې پایله ورنه کړي، همدا به یې لامل وي چې د ټاکنو له کمیسیون سره په مخالفت او یا هم د متقلبینو د څارلو د موضوع په رامخته کولو هڅې کېږي ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شي او ژمي ته وځنډول شي چې وروسته به بیا دیوه موقتي حکومت د جوړولو خبره راپورته شي.

اوس پوښتنه داده که چېرې له نړیوالو فشارونو سره سره د عقرب تر ۱۷ مې څو ورځې دمخه عبدالله عبدالله ووایي چې په ټاکنو کې ګډون نه کوي د ټاکنو نتیجه به څنګه وي، ایا کرزی به ګټونکی اعلان شي او که د کرزي او دریم کاندید ترمنځ چې ډاکټر رمضان بشر دوست دی ټاکنې کېږي، که چېرې فرض کړو د حامد کرزي او دریم کاندید ترمنځ به ټاکنې کېږي ایا رایې پاڼې به څه ډول تیارېږي، ایا ډاکټر بشردوست به پرته له کومې امادګۍ او کمپاین دا خبره ومني او که نه؟

د ټاکنو په قانون او نورو قوانینو کې په دې اړه په صراحت څه نه دي ویل شوي، ځینې خلک په دې نظر دي که چېرې په دویم پړاو کې له دوو وتلیو کاندیدانو څخه یو یې ګډون ونه کړي بیا نو د افغانستان ستره محکمه او د ټاکنو کمیسیون صلاحیت لري چې خپله پرېکړه اعلان کړي، خو د حقوقي مراجعو پر بنسټ دغه نظر قانوني اساس نه لري.
ددې لپاره چې د افغانستان خلکو ته یو ځل بیا سرخوږی پیدا نه شي د ټاکنو کمیسیون، د افغانستان ستره محکمه او نړیواله ټولنه باید له دواړو کاندیدانو نه سر له وخته ژمنې واخلي، که چېرې دوی ته معلومه شوه چې یو له کاندیدانو نه هم په ټاکنو کې په هغه او دغه پلمه ګډون نه کوي باید له اوسه دټاکنو دې جنجالي پروسې ته بله کومه قانوني لاره پیدا کړي.