د اسمانڅکو ودانیو وطن (یونلیک- دویمه برخه)
22.03.2010 08:57د دوبۍ ښار ټول څراغان و، پر لاره مو د دنګو دنګو ودانیو ننداره وکړه، خو احمدضیا موټر داسې په چستۍ روان کړی و، چې په یو شغ کې به له یوه سړک نه بل ته تاو شو او هغه ننداره به نیمګړې پاتې شوه، له ځان سره مې وویل زه اوس خو را ورسېدو په کراره به د ټولو شیانو ننداره وکړو. پر لاره احمدضیا ډېر ټینګ شو چې باید له دوی سره کمپنۍ ته ولاړ شو، خو ډاکټر میرویس ورته وویل چې موږ یوازې نایف پولیس اسټیشن ته ورسوه نور نو ته خلاص یې.
تقریبا ۱۵ دقیقې مزل به مو نه و کړی، چې ښار ته داخل شولو، د شپې لس بجې وې، خو بیا هم د ښار په منځ کې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه، احمد ضیا وویل نن د جمعې شپه ده، بله دا چې په دوبۍ کې فسټیوال لګېدلی د مختلفو هېوادونو خلک او په خپله د دوبۍ له مختلفو سیمو نه خلک د فسټیوال نندارې ته راغلي، همدا یې لامل دی چې ګڼه ګوڼه زیاته وه. احمدضیا ګاډی د موټرو یو پارکینګ ته تاو کړ، پارکینګ پنځه منزله و، یوازې د موټرو لپاره نور په کې هېڅ هم نه و. په اول، دویم او دريم منزل کې مو دورې ووهلې خو خالي ځای مو په کې پیدا نه کړ، اخر مو ګاډی په څلورم منزل کې ودراوه، بیرته خپله په لیفټ کې ښکته شولو.
په اول نظر راته د دوبۍ ښار د لاهور ښار ته ډېر ورته ښکاره شو، ځکه ژبه یې اردو، پنجابي او دوکانداران یې اکثره د نیپال، بنګله دیش، هند او پاکستان وو. ډاکټر میرویس راته مخ راواړوه، شمسزیه دوبۍ او دوبۍ دا خو چې لاهور ته تللي وای، دلته خو داسې خاص شی نه شته. احمدضیا یې ژر په خبرو کې ور ودنګل په رښتیا هم دا ساحه لاهور ته ورته ده، خو دوبۍ به ته بیا وګورې، دا چې د دنیا تجارتي مرکز په حیث پېژندل شوی، نو دلته خامخا یو څه شته. تاسې به زه وګرځوم خو اوس خالي لږ ارام وکړی.
احمدضیا په هوټلونو ګرځولو خو ډاکټر میرویس ویل نه موږ ته ملګرو هماغه د المروه هوټل ریکمنډ [پیشنهاد] کړی، که هغه ته ورشو ښه به وي. د دوبۍ ښار ټول فندق فندق دی، په دوبۍ کې هوټلونو ته فندق وایي هرې خواته چې به مو سترګې واړولې همدا کلمه به مو لیدله، خو د میرویس زړه په یوه هوټل هم اوبه نه څښلي، ډېر لر او بر وګرځېدو په یو ځای کې مو افغانان ولیدل چې یوه ډله پر چوکیو ناست وو او یوه میله یې جوړه کړې وه، ما ملګرو ته وویل: ګورئ چې افغانان له دیرې او بنډار سره څومره علاقه لري په دوبۍ کې هم غوریالي راټول شوي، احمدضیا ویل د جمعې شپه ده، له یوه او بل ځایه سره راټولېږي همدا یو څو ساعته ګپ شپ لګوي بیا په میاشتو میاشتو له یو او بل نه ورک وي، بس دلته هر سړی په یوه مړۍ روزي پسې سرګردانه دی.
بیګونه مو پر شا کوڅه په کوڅه ګرځېدو خو ځای مو پیدا نه کړ، که له چا نه به مو پوښتنه هم کوله سمه پته یې نه راکوله، اخر احمدضیا بیا ګاډی راوویست ویل یې کیدای شي هغه هوټل په ناصر څلورلاري کې وي، راځئ چې هلته ورځو. کله چې د ناصر څلورلاري ته ورغلو هلته مو هم پيدا نه کړ، میرویس ویل زه په دوبۍ کې بلد نه یم خو دومره پوهېږم چې دا هوټل د همدې نایف پولیس سټیشن شاوخوا دی، زړه يې و چې یو ځل بیا افغانستان ته ټيلفون وکړي او له سعدملوک شیرزاد نه پته واخلي خو ما ورته وویل هلته اوس د شپې ناوخته دي کېدای شي هغوی ویده وي، دا دومره خبره نه ده، پیدا به یې کړو، که پیدا مو نه کړ په یوه بل هوټل کې به شپه وکړو، بیا به سبا په هغه هوټل پسې وګرځو.
همداسې وشول هغه هوټل مو پیدا نه کړ، که کوم بل هوټل به مو خوښ هم شو، هغه به د ضیا نه خوښېده ویل یې دا هوټلونه ډېر ناولي دي، دلته هر ډول خلک اوسېږي زه نه غواړم تاسې په داسې هوټلونو کې شپه وکړئ. احمدضیا د قران کریم حافظ دی، د مومن غوړیو په فابریکه امام هم دی او هماغلته د (cashier) یا تحویلدار په توګه کار هم کوي. یو بل هوټل ته چې فندق اورنج یانې نارنج هوټل یې پرې لیکلي وو، پورته شولو له هوټل سره مو د کرایې خبره وکړه او دریم منزل ته وختلو، کله چې موږ پورته پر زینو ختلو نو د هوټل څښتن ویل په لفټ کې لاړ شئ، په دې وخت کې احمد ضیا پرې په غوصه شو، موږ ته یې ویل ګورئ ما درته ویل که نه چې دا هوټلونه له مرداریو ډک دي، خامخا دلته څه خبره شته، ما ویل بس څه یې کوې موږ په کې یوه شپه اړوو نور به د ملامحمدعمر خبره دوی خپل کار کوي او موږ خپل. موږ لا په کوټه کې ناست نه و چې د احمدضیا ملګري محمدرحمان چې د پاکستان د جمرود اوسېدونکی دی یو بوتل اوبه او یو څو بوتله ریډ بول نوشابه له ځان سره راوړل. له احمدضیا نه مو غوښتنه وکړه چې دوی باید نور لاړ شي ځکه نیمه شپه ده، هغه ویل په رښتیا هم زموږ ځای د ابوظهبۍ سرحد سره دی، خو خیر یو څو شېبې به کینو. موږ ته یې وویل چې باید سهار تر ناوخته ارام وکړو، ځکه دجمعې په ورځ دوکانونه په دریو بجو خلاصېږي. دلته معمولا خلک د جمعې په ورځ د سهار تر لمانځه وروسته بېرته ویده کېږي، بس د جمعې لمانځه ته چې پاڅېدل بیا نو ډوډۍ خوري او درې بجې څوک دوکانونه خلاصوي او څوک چکر ته وځي، موږ ویل ځه موږ هم ستړي یو سهار به بیا دغرمې نه وروسته چې لمر هم لږ کمزوری شي چکر ته ووځو.
شپه مو په هوټل کې ښه په ارامه تېره کړه، سهار زه وختي راپاڅېدم یو وخت ګورم چې د هوټل په دهلیزونو کې د توریانو یانې تورنژادو افریقایانو ښځو او نرو میله جوړه ده، وروسته راته معلومه شوه چې دا هوټل د همدوی فامیلي هوټل دی. میرویس مې له خوبه را ویښ نه کړ، له ځان سره مې وویل راځه په دې شنه سهار به د دوبۍ په کوڅو کې یوه دوره ووهم، یو خو به لارې ګودرې پیدا کړم بل به په ارامه فضا کې د ښار سیل هم وکړم. همداسې مې وکړل ښه ډېر په کې وګرځېدم، په هره څلورلاري کې به مې عکسونه واخیستل، پرته له پښتنو مزدورانو په ښار کې نور څوک نه لیدل کېدل. کله چې بېرته اطاق ته راستون شوم، میرویس ښه په غوصه و، ویل یې زه ستا لپاره په تشویش وم، ماته دې حال نه دی ویلی او په خپل سر وتی یې، ما ویل خو ته ویده وې په تکلیف مې نه کړې لاړم د ښار یو چکر مې وواهه، ویل یې نه دا دوبۍ دی یوازې به نه ګرځې، دلته به لیډ (رهبري) ماته راکوې، ما ویل بس همدا ته لیډر یې راځه، افغاني رهبرانو خو د لیډرۍ پر سر کابل وران کړ، شپېته زره بې ګناه خلک یې په کې ووژل، وطن یې په کنډوالو بدل کړ، چې ددې لیډرۍ پر سر زما او ستا دا تفریح خرابه نه شي. میرویس راته موسکی ویل یې جرنالسټ یې نو څه به درته وایم. ما ویل اوس راځه چې اوس ووځو او چپلکې واخلو، ځکه په دې بوټانو کې به مو ګرمي وشي.
د سهار لس بجې به وې چې ښار ته راووتو، خال خال دوکانونه خلاص وو، د یو پښتون ځوان په دوکان کې مو چپلکې واخیستې، د کوټې و خو تر هندیانو یې موږ ته چپلکې ګرانې راکړې، ما ویل ځه پروا نه کوي پښتون دې زموږ پیسې پرې ورکې نه دي. بوټان مو په کڅوړو کې واچول او نور مو د ډاکټر میرویس خبره walking (قدم وهلو) ته شروع وکړ. ډاکټر میرویس د قدم وهلو ډېر شوقي دی، که ټوله ورځ هم وګرځي نه ستړی کېږي، خو له ده سره د قدم وهلو ګټه دا وه چې ډېر زیات ځایونه مو ولیدل، په ټول ښار یې وګرځولم، د دوبۍ د ښار یوې څنډې ته ووتلو، پراخه سړکونه او ښکلي جوماتونه په کې لیدل کېدل د سړکونو په منځ او شاوخوا یې ښکلي ګلان کرل شوي وو، زه حیران وم چې په دې شګلنه ځمکه کې ګلان څنګه شنه شوي، اخر مو له یو باغوان نه پوښتنه وکړه، هغه ویل ددې ګلانو لپاره خاوره له بل ځایه راوړل شوې او د هرې بوټې لاندې کوچنی پلاستیکي نل تېر شوی، چې ګلانو ته تصفیه شوې اوبه را انتقالوي ځکه ددوبۍ اوبه مالګینې دي ګلان وچوي. د ټولو سړکونو شاوخوا د خرماو پرېمانه ونې کېنول شوې وې چې د دوبۍ ښکلا یې یو په دوه کړې وه.
ډاکټر میرویس چې به هرې منظرې ته وکتلې نو ماته به يې مخ را واړه، یاره دا د دوبۍ شیخان که هرڅنګه دي ډېر خطرناک خلک دي، ګوره څومره هوښیار دي، هم یې له دنیا سره خپل تعلقات ساتلی او هم يې خپل ښار او اقتصاد ښه کړی، زه فکر نه کوم که افغانستان تر قیامته هم دې سټیج ته ورسېږي، بیا به یې خپله د خپلو خبرو ځواب هم ورکړ، والله دوی ډېر څه لري نو، دا بحر وګوره او د دوی د تیلو څاګانې اخر موږ نه څه لرو.
ما ورته وویل بحر به لري خو د تیلو په اړه څه نه شم ویلای، بس که هرڅه لري د استعمالولو په چل یې پوهېږي، موږ هم ډېر څه لرو خو چې په استعمال یې نه پوهېږو څنګه چل وکړو، موږ خو پرته له توري او ټوپکه په دې پنځه زره کلن تاریخ کې له بل څه سره کار نه دی لرلی. موږ افغانان که ځان وپېژنو نو که له چانه مالداره نه یو نو خوار هم نه یو، زموږ کانونه په دنیا کې نوم لري. ته پوهېږې چې د افغانستان سرمایه ټوله داسې ده چې تر اوسه لاس نا خوړلې ده، سږکال یوازې د عینکو د مسو د کان قرار داد په کال کې پنځه سوه ملیونه ډالره ده، داسې په سلګونو د لاجوردو، زمرودو، مسو، طلاو، اوسپنو او سکرو کانونه لرو چې که له جنګه لاس واخلو ټول وطن به ګل او ګلزار کړي. د اوبو کمی هم نه شته، څومره ډېر سیندونه لرو، خو لس به یې هم مهار شوي نه وي، زموږ په اوبو پاکستان او ایران مزې کوي، هغه دیو شاعر خبره چې وایي د کونړ مسته سینده چې ځمکې زموږه وړې او ګټه درنه ګاونډیان اخلي. خو زموږ ستونزه داده چې موږ لا له جنګه ماړه نه یو. دا عرب وګوره، څومره ټینګ مسلمانان ځانته وایي خو د دوبۍ ښار يې د فري زون Free Zone په نامه اعلان کړی، د دنیا کومه عیاشي او فحاشي په کې نه شته، ایرانیان چې له خپل اخواني نظام نه ستړي شي نو عیاشۍ ته دوبۍ ته راځي، بهرنیان په کې داسې ګرځي چې نیم وجود یې ټول ښکاري، فندقونه خو یې ټول له فاحشو ډک دي، مګر دلته هېچا هم له داسې کارونو سره مبارزه ونه کړه، بس وایي د افغانستان خلک پیاوړي او قهرمانان دي همغوی ته به پیسې ورکړو، جزاک الله، جزاک الله به ورته وایو او د دنیا ستر ستر طاقتونه به پرې یو په بل پسې مات کړو. بس هغه زما نوی شعر خو به دې اورېدلی وي که نه:
جنګ د غریب وي که د خان تاوان یې موږ ته رسي
کلی زموږ شي په کې وران تاوان یې موږ ته رسي
د اور او اوسپنو سیلاب زموږ په سیمه تېر شي
ګټه ترې واخلي رقیبان تاوان یې موږ ته رسي
اوسمهال موږ د جنګ میدان یو او د جنګ میدان به له داسې هېوادونو سره هېڅکله هم نه برابروي. بس هغه شاعر ویلي دي: اوس ګوزاره د زړه په وینه کوو- چې حالات ښه شي بیا به مینه کوو.
له ډاکټر میرویس سره په خبرو او قدم وهلو اخر د بحر یوې څنډې ورسېدو.
متحده امارت اووه امیران لري چې دوبۍ هم په یوه امیر پورې تړلی دی، دغه سیمه د ایران په جنوب کې پرته ده، د ایران، هند، بنګله دیش، افغانستان او نورو هېوادونو څخه زیات خلک دې ښار ته د تجارت لپاره راځي، ښایي د دوبۍ ښار د متحده اماراتو په ښارونو کې تر ټولو مهم ښار وي، ځکه هر کله چې چېرته د اماراتو نوم یادېږي نو د اماراتو د پایتخت ابوظهبۍ پر ځای د دوبۍ نوم اخیستل کېږي. د دوبۍ ښار په دوو برخو وېشل شوی، دیره او بر دوبۍ، دوو پلونو چې قرهود او ال مکتوم نومېږي او یو ټونل د نفق الشندقه په نامه چې د بحرتریوې څنډې لاندې تېرېږي دا دواړو برخې سره نښلوي. دیره شرق (ښي) خواته دی او بر دوبۍ غرب (چپ) خواته. دیره تقریبا محلي، دودیز، تاریخي او د چا خبره غریبانه ښار دی، چې هر ډول خلک په کې کار روزګار کوي، خو بر دوبۍ بیا داسې یو ځای دی چې اوسمهال د دوبۍ مسولین غواړي د ځمکې له دې ټوټې نه د دنیا مډرنه ښار جوړ کړي. د ځینو خلکو د معلوماتو له مخې چې د دوبۍ پنځوس په سلو کې سرمایه دوبۍ ته د املاکو یانې ځمکو د پلورنې له امله راغلې ده، هر هغه څوک چې په دوبۍ کې ځمکه او یا هم اپارتمانونه واخلي نو د ۹۹ کلونو لپاره په اماراتو کې د اقامت اجازه پیدا کوي.
د دوبۍ صنعتي سیمه د جبل علي سیمه ده چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو لکه چین، تایوان، هند، افغانستان، پاکستان، تایلند او نورو څخه تجارت پیشه خلک دې کاملا ازادې سیمې (Free zone ) ته راغلي او په ارامه ساه خپل کاروبار کوي. زده کړیزه سیمه یې بیا د بر دوبۍ لویدیځ خواته موقعیت لري د پوهې په نامه یو ښارګوټي هم په کې ودان شوی. د دانش یا پوهې له ښارګوټې نه چې تېر شې، نو د رسنیو او انټرنټ ښار پيل کېږي.
د دوبۍ مسولینو د دوبۍ پر نقشه ډېر کوشش کړی دی، هر څه یې داسې جوړ کړي چې د انګریزانو خبره Long term یانې د اوږدې مودې لپاره جوړ شوي، د بحر یوه برخه یې په ښار کې ننویستې او بیا یې له ټول ښار نه تاو کړی. ددې کوچني بحر پر غاړو لویې لویې کښتۍ ولاړې دي، له دې کښتیو نه هوټلونه جوړ شوي، د ځایي خلکو د معلوماتو له مخې هر څوک چې غواړي څوک په دې هوټلونو کې میلمه کړي نو باید مخکې تر مخکې ورته ځای ریزرف کړي. په دغو هوټلونو کې مختلف سټایل کارکوونکي کار کوي، هره کښتۍ ځان ته سټایل او رنګ لري. په ځینو کې جینکۍ او په ځینو کې تنکي زلمیان دي. په نجونو کې د عربو په عنعنوي لباس کې نجونې، غربي سټایل نجونې، فلپیني او هندي سټایل نجونې او نورې، خو په یوه کښتۍ کې موږ ته دا جالبه وه چې تقریبا د څوارلس- پنځلسو کالو نیپالي هلکانو د عربو په شکل دستمالونه له سرونو تاو کړي وو، سپېنې جامې یې اغوستې وې او د خدمتګارو په توګه یې په کښتۍ کې کار کاوه، په دې کښتۍ کې بیا د عربو ځوانانو میله جوړه وه. ډاکټر میرویس ته مې وویل ګوره چې غلمان یې هم ورته پیدا کړې دي، هغه وخندل ویل یې رښتیا دې وویل هماغسې یې ورته جوړ کړي، ډېر بلا خلک دي.
ددې کوچني بحر په یوه څنډه کې نورې سلګونه کښتۍ ولاړې دي، چې زیاترو کې یې له لویو کښتیو نه د تجارانو مالونه راوړل کېږي، ډول ډول خلک مو ولیدل چې په دې ځای کې یې کار کاوه، زیات بهرنیان یې نندارې ته راتلل، په بل ځای کې د کبانو ښکاریان په خپلو کښتیو کې ستړي ستومانه پراته وو، داسې معلومېدل چې دوی د شپې له مخې هم ښکار کوي، د ماهیانو جالونه او تلکونه یې د بحر یوې څنډې ته ایښي وو. زما لپاره جالبه وه نو ځکه مې یو څو عکسونه ترې واخیستل، ما دلغمان ولایت د الینګار په سیند کې په جنراټور، جال او چنګک باندې د کبانو ښکار لیدلی و، خو د تلک په وسیله مې نه و لیدلی، ددوی تلکونه لوی لوی قفسونه دي، یو طرف کې یې یو لوی سوری دی، دا قفسونه د کښتیو د غاړو په لاندنیو ساحو کې بند وي کله چې ماهی په کې ننوځي بیا ترې بیرته راوتلی نه شي.
ډاکټر میرویس ته مې وویل چې د برج العرب تصویر مې په ډېرو تجارتي مجلو، ویبپاڼو او اعلانونو کې لیدلی، هغه دی ښکاري که له نږدې یې وګورو نو ډېر خوند به وکړي. د نړۍ تر ټولو لوړ اووه ستوري هوټل برج العرب یا د عرب ودانۍ په نامه یادېږي، چې ګرانبیه تیږي په کې کارول شوي او په نړۍ کې تر ټولو لوړ اووه ستوري هوټل دی. دغه هوټل د عربو د بحیرې په څېر رنګ لري، د ودانۍ کار یې په ۱۹۹۴ کې پیل شو چې وروسته له پنځو کالو جوړ شو، په ډېرو هېوادونو کې د اماراتو حکومت په همدې ودانۍ پېژندل کېږي.
تر یو څه چکر او عکسونو اخیستلو وروسته لاړو چې په افغاني هوټل کې ډوډۍ وخورو، خو هلته راته وویل شول چې د جمعې د لمانځه وخت دی، د هوټل څنګ ته د الغوري به نامه جومات دي، د ښځو لپاره په کې بېل ځای جوړ شوی، ډله ډله ښځې لمانځه ته راتللې، دې جومات ته هرڅوک راځي او په ارامه فضا کې خپل لمونځ کوي. تر لمانځه وروسته مو په خراسان هوټل کې مو ډوډۍ وخوړله، مازیګر څلوربجې به وې چې بیرته د اطاق خوا ته روان شولو، د نارنج هوټل نه یو شل قدمه مخکې مو ولیدل چې پر یوه چترۍ ډوله څپره يې لیکلي المروه هوټل، ما میرویس ته غږ کړ چې دا هوټل خو دغه دی او موږ ټوله شپه ورپسې وګرځېدو هغه هم حیران پاتې شو، چې موږ خو د شپې پر دې لاره تېر شوي هم یو او څنګه مو دا هوټل نه دی لیدلی. المروه هوټل ته ننوتو او د کرایي کوټې پوښتنه مو وکړه، هغوی ویل اوس موږ ځای نه لرو، د فسټیوال لپاره ډېر خلک راغلي خو سبا فسټیوال خلاصېږي موږ به تاسې ته یوه کوټه درکړو، بېرته ترې خپل هوټل ته راووتو. لږ ساعت دمه به مو نه وه کړې چې د احمدضیا زنګ راغی، ویل چېرې یاستئ؟ موږ ویل په هوټل کې یو، هغه ویل د باندې څلورلاري ته راووځئ زه هم درځم ځو چېرې به چکر ووهو، موږ ویل دا خو ډېره ښه خبره ده، په تشناب کې مو پر ځان اوبه واچولې او بېرته له هوټل نه راووتو.
احمدضیا دا ځل ګاډی چېرته درولی و، ویل راځئ لږ مو په پښو ګرځوم، ځکه دلته هر چېرته د ګاډو درولو ځایونه نه شته بیا له موټر سره په تنګېږو. احمدضیا په عربي لباس کې مخکې او موږ ورپسې، په لاره کې مې ورته وویل چې چېرې مو قرطاسیې دوکان ته برابر کړي، ځکه زه سفرنامه لیکمه، د نوټ لپاره مې کوچنۍ کتابچه په کار ده، هغه ویل راځئ چېرې به یې واخلو. احمدضیا په دوبۍ کې تقریبا ۱۶ کاله تېر کړي، په عربي ژبه داسې خبرې کوي چې له عربو نه یې به اسانه بېلول سخت کار دی، بل چې عربي لباس هم واغوندي نو بیا ورته ډېر خلک د عرب په ګومان لاره خوشې کوي.
د دوبۍ عرب ډېر مغروره خلک دی، د نورو هېوادونو خلک یې سخت ویرولي، ما په خپله څو څو ځله ولیدل چې عرب پر لاره روان وي، نو هندیان او یا د بنګله دیش او پاکستان خلک ورته لاره پرېږدي. له یوه هندي مې همدا وپوښتل چې دلته ولې خلک له عربو نه ډارېږي، ویل یې بس خپل ملک یې دی، که جنجال دې ورسره وکړ، دوی ته حکومت هېڅ هم نه وایي خو ستا به کار جوړ کړي، نو ما ویل څنګه کار به دې جوړ کړي، ویل یې بس له دوبۍ نه دې باسي او بیا دې نوم په هغه تور لیست کې لیکي چې په عمر کې هم نور دوبۍ ته نه شې راتلای. له ځان سره مې وویل راځه موږ وګوره، په افغانستان کې خو بهرنیان زموږ واکداران دي. که له کابل نه ترجلال اباد پورې هم د بهرنیو یو ګاډی درنه مخکې وي، ته به ترې مخکې کېدای نه شې، تر هغې چې هغوی اجازه در نه کړي، په ښار کې به پر سمه لاره روان یې خو دوی به درته ناڅاپه ووایي په دې لاره مه ځه بیا نو دا جرات چا سره دی چې ورته ووایي ولې لاړ نه شم، اخر دا زما ښار او هېواد دی که ستا.
یو چا راته کیسه کوله، چې یو خپلوان یې سخت ناروغه و، ډاکټرانو ورته ویلي وو، که تر ماښامه مو پېښور ته ورساوه کېدای شي علاج یې وشي، ځکه هلته پرمختللي وسایل شته، دې خوارانو ناروغ په سراچه موټر کې اچولی او له کابل نه جلال اباد خواته روان شوي، وایي له پلچرخي نه تیر شوي وو چې د بهرنیو ځواکونو یو کتار مو مخې ته برابر شو، بس نو د چا خبره اهسته برو مزل یې کاوه، خپله له دېرشو تیز نه تلل او نور موټر یې هم مخکې کېدلو ته نه پرېښودل، اوس نو چاته وایې چې له موږ سره ناروغ دی، ځکه د هر ګاډي پر سر عسکر ناست دي چې ور نږدې شې له لرې بې سوال او ځوابه په ګولیو سوری سوری کوي. ددې سړي په وینا چې په ټوله لاره یې خپل ناروغ ته ژړلي او د افغانستان په پخوانیو او اوسنیو چارواکو یې لعنت ویلی، اخر دا چې تر جلال اباده پورې یې ناروغ ساه ورکړه او بېرته یې کابل ته راوست. داسې پېښې او واقعې سلګونه ځله پېښ شوي دي خو چاته به یې وایې. خبره مې د دوبۍ کوله، هلته بهرنیانو ته دومره خاص ارزښت نه ورکول کېږي.
احمدضیا ویل راځئ چې ددوبۍ مشهور ځای درته وښیم، ناصر څلورلاری درښیم، پر لاره چې به له یوه سړک نه بل ته واوختلو نو پليو ته هم لکه د ګاډو په څېر د تېرېدو او نه تېرېدو اشارې لګېدلې وې، کله چې به اشاره سره وه، هېڅوک به پر سړک نه پورې وتل، خو کله چې به شنه شوه نو هلته پر ستنه به د قدم وهلو نښه راغله بیا به نو هرچا دا اجازه لرله چې له سړک پورې وځي. له احمدضیا نه مې پوښتنه وکړه چې دا یې په کومه خوشحالۍ کې لګولي دي، ویل یې دلته دهرڅه لپاره قوانین جوړ شوي دي، ان د پلیو انسانانو لپاره، دوی باید له قوانینو سره سم له سړکه پورې وځي. ما ویل که چېرې څوک قانون مات کړي نو بیا به څه کېږي، ویل یې دلته د سړک د ساتنې باصلاحیته پولیس دي چې Road Transport Authority (RTA) ورته وایي که هر څوک یې ولیدل چې په ناقانونه توګه له سړکه اوړي نو جریمه کوي يې، ما ویل هغه څوک چې له دې قانون نه ناخبره دي هغوی سره څه کوي، ویل يې کېدای شي اول ځل ورته توصیه وکړي.
موږ چې په افغانستان کې ټوله ورځ د سړکونو په منځ کې ګرځو، نو سره له دې دومره لکچره به مو بیا هم کله کله پر سړک د پورې وتلو پر وخت یوه نیمه غیرقانوني منډه ووهله، یو ځل ډېره جالبه ټوکه وشوه، ډاکټر میرویس کومې خواته ښه په تیزۍ روان و، دا چې لیډ (رهبري) له ده سره وه نو زه هم له مجبورۍ ورپسې ګرځېدم، ډېر یې ستړی کړم، نیمه شپه وه، یو وخت دی له سړک پورې وتو، تر هغې چې ما سړک کې قدم ایښوده اشاره سره شوه، بس زه ځای پر ځای ودرېدم، د میرویس نو پام نه و، یو څه فاصله له مانه لرې لاړ، یو وخت چې ګوري نو زه د سړک بلې غاړې ته ولاړ یم، پر ما یې د پورې وتلو غږ کړ، ما ویل اشاره سره ده، ویل یې څه یې کوې اوس خو ګاډي نه شته راځه، زه چې له قدم وهلو ستړی شوی وم نو قانون مې ورته بهانه کړ، ما ویل که ګاډي وي که نه زه له قانونه سرغړونه نه کوم، تر دې چې د میرویس زړه راته تنګ شو او په خپله راپسې راغی، له لاسه یې ونیولم او له سړک نه یې پورې ویستم.
له احمدضیا سره په قدم قدم ناصر څلورلارې ته ورسېدلو، په رښتیا هم چې ډېر ښکلی و، شاوخوا ته یې لوړ لوړ بلډنګونه وو. د نړۍ هغه عصري سیاحان ټول دلته ګرځېدل، خو موږ د لاهور په کوڅو کې چکر واهه، ډاکټر میرویس ته مې وویل: ته په حقه یې چې هغه نایف پولیس سټیشن ته لاهور ووایې، اصلي دوبۍ خو دې خواته ده، احمدضیا ویل دا هم اصلي دوبۍ نه ده، اصلي دوبۍ به تاسو هلته وګورئ چې زه تاسې جبل علی ته بوځم، ما ویل بس ته پوهېږې او کار دې چې موږ چېرته بیایي، له نابلده لیډر نه ماته تجربه کاره او بلد لیډر ډېر ښه دی.
د کوچنۍ کتابچې اخیستلو لپاره ډی ټو ډی Day to Day شاپنګ سنټر ته وختلو، دوکان نه و سم مارکیټ و د انسان ټول ضرورتونه په کې پیدا کېدل، داسې یو بیروبار په کې و، چې کار کوونکي یې سر ګرولو ته وزګار نه و، هر سړی د خپل ضرورت وړ شیانو پسې ګرځېدو چې به یې راټول کړل نو په یوه جالۍ کې به یې واچول او بیا به یې د حساب او کتاب لپاره د دوکان کارکوونکو ته یوړل، خدای مې دې غاړه نه بندوي لسګونو کسانو په کې کار کاوه چې زیاتره یې د کوریا، چین او فلپین هېوادونو وو، ټک حساب ترې نه غلطېده، هلته په هر جنس سریال نمبر لګېدلي بس له ماشین سره یو ټک ورکړي او لسګونو شیان حساب په یوه دقیقه کې درته ووایي. ما یوه کوچنۍ کتابچه خوښه کړه، ضیا له مانه راواخیسته او د پیسو ورکولو لپاره ولاړ، ما که هرڅومره ورته وویل چې زه په خپله پیسې ورکوم خو هغه زموږ خبره کله منله.
له دوکانه راووتو، پر لاره یې یو ځل بیا د دوبۍ انټر کانټیننټل هوټل او د ځینو لویو لویو کمپینو او بانکونو بلډینګونه راوښودل، بېرته یې د دوبۍ بلدیې یا ښاروالۍ خواته راتاو کړلو، د بلدیې شمال خواته د شارجې د موټرو هډه ده، لوی لوی دوه منزله بسونه په کې ولاړ وو، ډاکټر میرویس ویل که امکان لري چې یو ځل ددې بسونو په دویم منزل کې کېنو، احمدضیا ویل راځه دا کار به کله بل وخت وکړو، اوس هغوی ته خلک په کتار کې ولاړ دي. د بلدیې ختیځ خواته د دوبۍ میټرو جوړه شوې ده، چې ډېره عصري ده، موږ په ریل کې چکر ونه واهه خو میټرو ته ننوتو، د احمدضیا د معلوماتو له مخې دا میټرو ټولې دوبۍ ته ترځمکې لاندې تاو شوی، که د چا چېرته عاجل کار وي نو په یو شړق کې یې رسولای شي. دلته مو هم ښه ډېر عکسونه واخیستل، د ځینو هغو بهرنیانو ننداره مو وکړه چې د میټرو لپاره یې ټکټونه اخیستل.
په لاره کې مو ځایي خلک لیدل چې ځانګړی چلتار یې درلود، خو د نورو هېوادونو مسلمانانو به یا جالۍ خولې پر سر کړې وې او یا به یې خالي یو دستمال پر سر تړلی و، ډاکټر میرویس له احمدضیا نه وغوښتل چې چېرې ورته عربي جامې او یو چلتار پیدا کړي چې یو څو عکسونه ورسره واخلو، خو احمدضیا وویل چې پر عربي سټایل جامو اغوستلو کوم خاص بندیز نه شته مګر له ځایي خلکو پرته بل څوک چلتار نه شي پر سر کولی. لامل مو ترې وپوښت خو هغه وویل نور پرې زه هم نه پوهېږم خو ددې خلکو دغه قانون او دا یې فیصله ده. عربان د عطرو په دوکانونو کې ډېر زیات لیدل کېدل او کله چې به کوم عرب زموږ ترڅنګ تېر شو نو یوه خاصه خوشبویي به ترې راپورته شوه، موږ له احمدضیا نه وپوښتل چې دا عرب ولې د عطرو دومره شوقیان دي، هغه ویل ډېر زیات شوقیان دي، ان تر دې چې دوی د خپلو ودونو لپاره یو ډول خاص عطر جوړوي، د احمدضیا د معلوماتو له مخې یو پاکستانی عطار چې اقبال نومېږي او په طلا بازار کې یې دوکان دی ددې خلکو لپاره د واده په وخت کې یو کوچنی بوتل عطر په ۱۳۵۰۰ درهمه جوړوي چې تقریبا ۱۶۰۰۰۰ زره افغانۍ کېږي، بله خاصه خبره دا چې دوی د واده د اولې شپې لپاره یو ډول د سرو زرو کمربندونه جوړوي، چې د واده په شپه اول هغه کمربند خلاصوي. د احمدضیا دا معلومات ماته په زړه پورې و، د طلا بازار او د اقبال عطار د دوکان پته مې ترې واخیسته ما ویل سبا به ځم دا دواده شیان به له نږدې ګورم.
پر لاره مو د ډېرو جالبو دوکانونو او مارکیټونو ننداره وکړه، احمدضیا مو پام لینډ مارک هوټل ته واړوه چې په استقباله کې یې نجونې کتار نیمه بربنډې ناستې وې. دمعلوماتو له مخې هرڅوک چې په دې هوټل کې شپه کوي، کله چې خپلې کوټې ته ځي نو هره نجلۍ چې یې خوښه شي، یو های ورته ووایي بس هغه نجلۍ بیا خپله ورپسې کوټې ته راځي. دا ددې خلکو شفر دی او دا کسان یې خاص همدې ته کېنولي، له پاسه یې پرې څراغونه ډبل کړي وو چې خریدارانو ته ښه ښکاره شي. تر ډېره ناوخته پورې وګرځېدو اخر مو احمدضیا ته وویل چې ته باید لاړ شې ځکه ستا ځای پورې د موټر تقریبا یو ساعت لاره ده، موږ به هم ارام وکړو بیا به سبا ته پلان جوړ کړو چې کومې خواته ولاړ شو. احمدضیا ویل زه به سبا بیا درشم موږ ویل نه ته مه راځه خو هغه ټینګ شو چې درځم او سبا به مو جبل علي ته بیایم او خپله کمپنۍ به هم در وښیم. احمدضیا مو رخصت کړ او موږ هم په مزه مزه خپلې کوټې ته راغلو او بله شپه مو هم په همدې هوټل کې تېره کړه.
سبا چې لس بجې له خوبه راپاڅېدو نو اول مو هوټل بدل کړ، په المروه هوټل کې مو ځای ونیو، ډاکټر میرویس ته مې وویل اوس به څه کوو لیډ (رهبري) خو ستا لاس کې ده، پلان دې وایه نن چېرې ځو، ډاکټر میرویس ویل په دوبۍ کې د نړۍ د لوړ بلډنګ Tall Tower of the World مې ډېر اورېدلي هغه به یو ځل وګورو، ما ویل ماته همدومره وخت راکړه چې زه یو ځل د طلا بازار ته لاړ شم یو څه معلومات مې په کار دي بیا به دواړه یو ځای د لوړ بلډنګ پر لور وحوځېږو کور یې ودان دا ځل یې زما خبره ومنله ویل یې سمه ده خو ګوره ژر به راځې.
د طلا بازار پر لور وخوځېدم پر لاره مې د ماشومانو لپاره د لوبو سامانونه هم واخیستل، خو د هندوستان او افغانستان په پرتله په کې نرخونه ډېر ګران وو، چاره نه وه کوچني زوی مې (جانان) راته د ریموټ کنټرول موټر ویلي وو، یو مې ورته په ۳۰ درهمه واخیست او همداسې د طلابازار پر لور روان شوم، چا راته ویلي وو چې له دوبۍ نه به یوازې طلا وړې نور په کې هرڅه ګران دي. طلا بازار مې په پوښتنو پوښتنو پيدا کړ، چې کله ور ننوتم، د بهرنیو سیلانیانو ډلې په کې ښکته او پورته ګرځېدې. اول لاړم د سرو زرو کمربندونه مې وکتل یو څو عکسونه مې ترې واخیستل او بیه مې هم کړل، د سرو زرو زرګران چې اکثره د درېیمې نړۍ د هېوادونو دي ټول راته حیران وو چې اخر دا په دې کمربندونو څه کوي، له ځان سره مې ویل ستاسې راسره څه کار دی، کېدای شي خوښ مې شي، په زړه کې مې ویل چې دیو عادي افغان ټوله سرمایه ورسره په تله کې کېږدي ښایي بیا هم ترې کم وخېږي، خو راځه بیه کول خو یې مفت دي که نه. داسې کمربندونه یې راوښودل چې یو له پنځه لس لکو افغانیو نیولې تر شل لکو پورې یې قیمت و، ما ویل ښه به یې پوره کړې، زموږ افغانان چې دوه لکه ولور ورکړي نو بیا په هغو پیسو پسې لس کاله له وطنه ورک وي دا به څنګه واخلي. د اقبال عطار دوکان ته هم لاړم د ضیا خبره سل په سلو کې رښتیا وه ان له ۱۳۵۰۰ نه قیمتي عطر هم په کې و.
غوښتل مې د سرو زرو یوه کوچنۍ غاړه کۍ واخلم، خو د چا خبره د سرو زرو له قیمت نه په کې د مزدورۍ قیمت زیات و، له دوکاندار سره مې په انګریزي خبرې کولې ډېر شیان مې پرې ښکته او پورته کړل، اخره کې یې رانه پوښتنه وکړه ایرانی یې که افغان ما ویل افغان یم، بس په پارسي یې پیل وکړ، ویل زه هم ایرانی یم خو ځان را وپېژنه که نه، ستا او د بهرنیانو نرخونه خو فرق کوي، ما ویل ماته چا ویلي چې دلته نرخونه فیکس دي ته څنګه وایې چې فرق لري، ویل یې نه د سرو زرو نرخونه خو فیکس دي موږ د جوړولو په قیمت کې تاسره ګوزاره کوو، ما چې ورته حساب وکړ هماغه ۲۲ درجې سره زر تر هغه ځایه په کابل څه چې ان لغمان کې هم ازرانه پرېوتل، بېرته ترې راووتم.
په طلا بازار کې د زړو طلاو د تبادلې، د سرو زرو، دسپینو زرو، د الماسو او نورو جواهراتو بېل بېل دوکانونه دي، خو ما چې ولیدل کم خلک یې اخیستلو او زیات خلک یې لیدلو ته راځي، له یوې فرانسوۍ نجلې مې پوښتنه وکړه چې تاسې هم سره زر استعمالوی که نه، هغې لومړی د ټولو شیانو عکسونه واخیستل او بېرته ماته راستنه شوه، ویل یې ډېر لږ، ځينې وخت چیلې استعمالوو او یا هم په هغو سرو زرو یا سپینو زرو کې چې الماس وي، ویل یې ته دکوم ځای یې ما ویل زه د افغانستان، سیاحت ته راغلی یې که دلته کار کوې؟ ما ویل نه (ویزیت) لیدلو ته یې راغلی یم. تر همدې څو خبرو وروسته هغه په خپله مخه ولاړه او زه د کوټې خواته روان شوم.
پر لاره مې بسونه ولیدل چې خاص د سیاحانو لپاره ځانګړې شوي وو، دا بسونه سیاحان د ټولې دوبۍ په تاریخي، کلتوري، اجتماعي او اقتصادي ځایونو کې ګرځوي، به زړه کې مې ویل که اوس راسره ډاکټر میرویس وای نو موږ به هم همدې بسونو ته ختلي وای.
کوټې ته چې ورسېدم ډاکټر میرویس تیار ناست، ویل یې ځو ما ویل هو ځو خو دا راته ووایه چې څنګه به ځو، ټیکسي نیسو او که څنګه ځکه ما تر اوسه د سهار چای هم نه دی څښلی، ډاکټر ویلې ما سره چې ګرځې ټیکسي میکسي نه شته، زما فارموله به عملي کوې چې خېټه دې اوبه شی. د ډاکټر میرویس دا فارموله وه چې د سهار چای به یې په یوولسو بجو کې راکاوه، چای څه خو بس ډوډۍ راکوله بیا به نور تر مازیګره پلی ګرځېدو، ماښام کې به مو بیا چېرته ساده خوراک وکړ، ده به ویلې چې ته یوه هفته ما سره پاتې شې زه په ضمانت وایم چې ستا د خېټې وازدې به اوبه شي، ما به ویل، وه وروره زما خو خېټه نه شته نو ته په کې څه شی اوبه کوې؟ ویل یې نه زه ډاکټر یم که ته، زه پوهېږم چې ستا د قد په پرتله ستا وزن یو څه زیات دی.
د سهار چای او غرمنۍ مو یو ځای په افغان رسټورانټ کې وخوړل او همداسې د ټاور پر لور ور روان شو. کله چې به مو لږه ګرمي وشوه نو د بسونو په تمځای کې به لږ ساعت کېناستو، د بسونو تمځایونه ډېر لوکس دي، ایرکنډیشنونه په کې لګېدلي، شاوخوا ترې شېشې تاوې دي هم سیل کولی شې او هم دې ستړیا وځي. په مزه مزه د ټاور خواته ور نږدې شولو. ددې ټاور یا لوړ بلډینګ په لیدلو انسان ته قیامت ور یاد شي، روایت دی چې یو ځل رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له صحابه وو کرامو سره ناست وو، یو نابلده سړی چې سپېنې جامې یې په تن وي، تک تور وېښته یې وو، او دسفر نښې نښانې هم نه پرې ښکارېدې، راغی او په ډېر ادب او احترام پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته مخامخ کېناست او دیو لړ پوښتنو په ترڅ کې یې داپوښتنه هم ترې وکړه چې دقیامت ورځ کله ده؟ پیغمبر علیه السلام وویل: ستاپه څېر زه هم پرې نه یم خبر، بیایې ترې وپوښتل: نو دقیامت ځینې نښې او علامې کومې دي؟ پیغمبر علیه السلام دقیامت دعلامو له جملې څخه یوه دا هم ذکر کړه چې داوښانو او مېږو پیوونکي به دلوړو ودانیو په جوړولو فخر کوي او په همدې خاطر به سیالي کوي، یو به وايي زما ودانۍ لوړه ده بل به وايي زما. كله چې نوموړی نابلده سړی رخصت شو پیغمبر علیه السلام پوښتنه وکړه: آيا تاسو دا سړی وپېژاند؟ صحابه کرامو وويل: نه ومو نه پېژاند. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دا جبرائیل علیه السلام و، ددې لپاره راغلی و چې تاسو ته دین دروښیي.
له دې وړاندې هم په نړۍ کې دلوړو ودانیو سیالۍ روانې وې، دکوالالمپور دپیتروناس غبرګې ودانۍ چې ۴۵۲ متره لوړوالی لري، یا په مکه مکرمه کې ۴۸۵ متریزه ودانۍ چې د ابراج البیت په نامه یادېږي او دنړۍ دلسو لوړو ودانیو له ډلې څخه یوه ده، همدارنګه په تایوان کې ۱۰۱ پوړيزه ودانۍ ده چې لوړوالی یې ۵۰۸ مترو ته رسیږي، یا په نیویارک کې دنړیوال تجارتي مرکز ودانۍ چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۰۹ کال پورې به یې لوړوالی ۵۴۱ مترو ته رسېږي. همدارنګه په شنګهای او دوبۍ کې هم دېته ورته لوړې ودانۍ موجودې دي.
خو دخلیفه بن زاید په نامه نومول شوې ودانۍ چې تازه یې دابادۍ چارې پای ته رسیدلی دنړۍ دهرې لوړې ودانۍ ریکارډ مات کړ، دا ودانۍ دتېره مخروط په شکل جوړه شوې، دڅه دپاسه ۱۶۰ پوړونو درلودونکې ده، ۸۲۸ متره لوړه ده او د ۹۵ کیلومترو په واټن کې هم لیدل کیدای شي. دخلیفه بن زاید دودانۍ جوړېدل نړۍ ته یو ستر چلینج وو، خو امیر الولید بن طلال بن عبدالعزیز آل سعود ددې چلینج دماتولو په نیت په راتلونکي کې په جده کې د۵۰ ملیارد ریالو په لګښت بله ودانۍ جوړوي ترڅو دخلیفه ودانۍ ته ماتې ورکړي، ددې ودانۍ لوړوالی به دخلیفه بن زاید دودانۍ دوه برابره یعنې ۱۶۰۰ متره یا یو میل وي، نو ځکه د برج المیل په نامه هم نومول شوې ده.
دبرج المیل په جوړېدلو سره به امیر الولید بن طلال چې په نړۍ له شتمنو کسانو څخه شمېرل کېږي دلوړو ودانیو دسیالانو د سر مقام وګټي او دنړۍ سیالان به له یو سخت چلینج سره مخامخ کړي.
دیادونې وړ ده چې عربي خلیج به په راتلونکي کې په نړۍ کې دترټولو لوړو څلورو ودانیو افتخار لاسته راوړي، په کویټ د مبارک ودانۍ چې ۱۰۰۱ متره به لوړه وي د ۸۶ ملیارد ډالرو په لګښت به جوړه شي، په دوبۍ کې د البرج په نامه بله ودانۍ چې ۱۰۵۰ متره لوړوالی به لري، او په بحرین کې ۲۰۰ پوړیزه ودانۍ چې لوړوالی به یې ۱۰۲۲ متره وي.
په هغه ساحه کې درې داسې بلډنګونه دي چې یو له بل نه جګ دي خو تر ټولو لوړ په کې همدغه د نړۍ لوړ ټاور (بر ج الدوبی یا د دوبۍ ودانۍ) دی. د نړۍ د لوړ ټاور د لیدلو لپاره یو سل او شل درهمه ټکټ دی، که سړی دیو مزدور له اجورې سره دا پیسې پرتله کړي نو د یو مزدور د شپږو ورځو د کار پیسې دي، ځکه په دوبۍ کې عادي مزدورانو ته د ورځې شل درهمه ورکوي. بر ج الدوبی یا د دوبۍ ودانۍ په نامه لوړه ودانۍ اوسمهال ۱۶۰ پوړه دی، خو وایي چې ۲۰۰ پوړه ډیزاین شوی دی، دا په نړۍ کې یوه لوکس ترینه او تر ټولو لوړه ودانۍ ده چې تر اوسه یې پر ځمکه ساری نه لیدل کېږي. د دوبۍ په برج یا دوانۍ کې هم دفترونه، هوټل او د اوسېدو اپارتمانونه دي. ، خو په هرو شلو منزلو کې به یو ځل لیفټ بدلوې. دا نو ددنیا تر ټولو لوړ او قیمتي ودانۍ ده، ددې ودانۍ په اړه ویل کېږي چې بل لوړ تعمیر پر ځان نه مني، هغه داسې نه دی چې لوړ تعمیر به چپه کوي او یا به دا تعمیر اتومات خپله جګېږي، خو بیا ددې تعمیر د لا زیات لوړېدو امکانات هم شته، ډاکټر میرویس خو راته دا هم وویل چې د چین هېواد شکایت کړی چې دا تعمیر یې ګټو ته زیات رسوي، زه نه پوهېږم دا به څنګه مسله وي، خو سمندر ترې ډېر روښانه ښکاري، ارو مرو به پرې قوي کامرې لګېدلې وي چې په سمندر کې تجارتي او نظامي کښتۍ وګوري.
له دې ځایه بېرته په پښو د هوټل خواته روان شولو، درې بجې هوټل ته ورسېدو او تر پنځو بجو پورې مو پر ټلویزیون یو فلم وکوت، وروسته د شیدو چایو ته راښکته شولو، موږ لا له چایو نه و خلاص چې د احمدضیا زنګ راغی، ویل یې در نږدې یم تاسې څلورلاري ته راووځئ، موږ چې کله څلورلاري ته راغلو د پښتنو کاریګرو یوه ډله د سړک پر غاړه ناسته وه، پوښتنه مو وکړه ویل یې د بس راتلو ته انتظار کوو، یو تن ۶۰ کلن پښتون چې الفت ګل نومېده تر نورو بېل یوازې ناست و، ډاکټر میرویس وویل راځه که نه یار چې دې سړي سره یوه انټرویو وکړو، ما ویل څه یې په زخمونو مالګې دوړوې پرې یې ږده چې خپل چرتونو کې ډوب دی، ویل یې نه باید معلومات ترې واخلو. د الفت ګل څنګ ته ورغلو ویل یې ۱۷ کاله یې کېږي چې په دوبۍ کې اوسېږي، په هرو دریو یا څلورو کالو کې یو ځل کور ته ځي، کور یې د پاکستان په هنګو نومې سیمه کې دی. د کار په اړه مو ترې وپوښتل ویل یې بس د ورځې شل درهمه راکوي، ۱۰۰۰۰۰ درهمه مزدورانو نه کمپنۍ اخلي چې د کار ویزه ورته ورکړي، په یوه کال کې خو ایله هماغه د ویزې پیسې را وباسي.
له شپیته کلن الفت ګل سره مو خبرې نه وې خلاصې چې یو دوه تنه نور پښتانه ځوانان هم زموږ څنګ ته راغلل، ویل یې صحافیان یئ؟ ډاکټر میرویس ورته وویل زه خو صحافي نه یم خو دا بل ملګری مې دی. هغوی هم په خبرو کې د دوبۍ له کاروبار نه ډېر شکایت وکړو، بس چې هر سړي نه به دې پوښتنه کوله، له خپله کاره به خوښ نه و، خو یوازینی دلیل به یې دا وایه چې په خپل وطن کې ورته کار روزګار نه شته او له مجبورۍ په دوبۍ کې پراته دي.
له دې ځوانانو سره په خبرو بوخت و، چې د ضیا موټر راورسېد، پر موږ يې غږ وکړ، له ځوانانو سره مو خدای پاماني وکړه او همداسې موټر ته وختلو. له ضیا نه مو پوښتنه وکړه چې څه پروګرام دی، هغه ویل بس یو ځل به کمپنۍ ته ولاړ شو، زما څه کار دی، بیا به له هغه ځایه بېرته راشو، ما ویل ستاسې کمپنۍ خو ډېره لرې ده، ویل یې راځئ هغه ځای به هم وګورئ کمپنۍ ته به مو بوځم هغه سیمه د دوبۍ پورټ په نامه یادېږي چې د بېلابېلو هېوادونو نه راغلي لویې لویې بېړۍ په کې تشېږي، د ماښام لمونځ به هم هلته وکړو بیا به بلې خوا ته ووځو.
له ښاره چې کله ووتو نو ضیا راته یو پل وښود ویل یې دا المخدوم پل دی او دا سړک د شیخ زاید پر سړک مشهور دی، دغه پل د شپې له مخې له ځمکې نه پورته کېږي او بیا لاندې ترې کښتۍ تېرېږي چې د عصري عجایبو څخه یو دا پل هم دی، له دې پله نه چې زه تېرېږم نو زما له ګاډي نه څلور درهمه وهي. ما ترې پوښتنه وکړه چې څنګه یې وهي، ویل یې زما د ګاډي په مخکنۍ ښېښه یو کارټ دی، هغه کارټ کې کریډټ دي، له هغه نه یې اتومات وهي، که چېرې په کارټ کې پیسې نه وي نو بیا ډرایور جریمه کېږي. احمدضیا ښه تجربه کاره ډرایور و، هم یې خپل مزل کولو او هم یې موږ ته ځایونه راښودل، اخر مې ترې پوښتنه وکړه ما ویل ضیا وروره معلومېږي چې ډېر وخت دې ډرایوري کړې ده، یو سوړ اسویلی یې وکړ، ویل يې که رښتیا درته ووایم په دوبۍ کې واده کول اسان دي خو د ډرایورۍ لایسنس اخیستل سخت کار دی، څلویښت صنفونه درس به وایې بیا به امتحان ورکوې او که کامیاب شوې نو بیا به لایسنس اخلې او که نه دویم ځلي به ځینې درسونه وایې، د خپل امتحان ډېرې جالبې کیسې یې وکړې خو ویل یې چې شکر دی اوس ښه بلد یم، تر اوسه پورې د سړک د غاړې کامرو جریمه کړی نه یم، ځکه زه بې قانوني نه کوم، که چېرې کوم ډرایور بې قانوني وکړي نو کامرې یې اتومات عکس اخلي او دجریمې پاڼه یې په ادرس لېږل کېږي.
نور بیا...

