د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسمانڅکو ودانیو وطن (یونلیک)

عزت الله شمسزی 13.03.2010 12:06

له افغان ادبي بهیره راوتی وم چې په ټیلفون کې مې دمحب الله اسرار زنګ راغی، تر روغبړ وروسته یې راته په امریه لهجه وویل:
ـ وه هلکه پاسپورټ دې تیار کړه!
- خیریت خو به وي؟
- بس که له موږ سره دوبۍ ته ځې نو دې راتلونکي جمعې ته ځان تیارکړه.
محب الله اسرار زما نږدې ملګری دی، څو کاله دمخه مې له ده او نورو ملګرو، رفیع الله صیاد، سعدملوک شیرزاد او عقیل سره د پاکستان لاهور، مري او اسلام اباد ته هم یو تفریحي سفر کړی و، خدای شته په هغه سفر کې مو دومره ساعت تیر شو، دومره ډیر مو په کی خندلي چی تر اوسه یی هم خاطرې زما په ذهن کې پاتې دي. هسې خو زه د دفتر له خوا هم کله کله مختلفو هیوادونو او ځایونو ته ځم خو که رښتیا درته ووایم له رسمي سفرونو او یا له رسمي ډوله خلکو سره له سفر کولو خوند نه شم اخیستلای ، ښایي همدا یې لامل وي چی له خپلو همزولو یارانو سره کله کله په تفریحي سفرونو وځم.
د اسرار تر ټیلفون وروسته چې کله کور ته راورسیدم نو پاسپورټ می راوویست او احسان الله اصیل ته مې د ویزې اخیستلو لپاره زنګ وواهه، هغه وویل څه ستونزه نه شته د دوبۍ ویزه په ۱۷۰ ډالره ده هر وخت چې وزګار وې پاسپورټ ماته راوسپاره زه به یې کوم ټریول ایجنسۍ ته ورکړم. ما ویل سبا وزګار یم، موږ دولتي مامورینو غوندې یو پنجشنبه نیمه ورځ کار کوو، بس سبا به درشم او پاسپورت به سره له پیسو در وسپارم.
په سبا شپه یې ډاکټر میرویس، محب الله اسرار، شعیب بارکزی، ډاکټر سجاد او سعد ملوک شیرزاد زما کور ته راغل، ټوله شپه مو ګپ شپ ولګاوه. شعیب او سعدملوک شیرزاد خو څو څو څله دوبۍ ته تللي وو، خو ددې لپاره چی ګروپ برابر شي دوی هم راسره د تللو وعده وکړه، ډاکټر میرویس له مخې خپل لپ ټاپ کمپیوټر راخلاص کړ او خپل سفرونه، رسمي ورځې او رخصتۍ يې ټولې یی سره ګز او بر کړې په پای کې یې په خوشحالۍ سر راپورته کړ، [ وه هلکه تاسې غلي شئ زه څه ویل غواړم] دا چی ډاکټر زموږ دملګرو په منځ کې ډیر خدمتګاره انسان دی نو موږ یی ډیر خیال ساتو. موږ ټولو ور وکتلې:
- ګورئ ناوخته کوی یې مه، د جنورۍ په اته ویشتم تاریخ به لاړشو او بس پوره هفته به هلته واړوو، ټولو ملګرو په دې دعا وکړه.
په سبا مې پاسپورټ احسان الله اصیل وسپاره او ورته مې وویل چی کوشش وکړه د جنورۍ له اته ویشتم تاریخ نه یې دمخه راکړې چی ما نورو ملګرو سره وعده کړې ده، بله دا چې د حوت تر میاشتې پارلمان رخصت دی زموږ په دفتر کې هم کوم خاص کار نه شته، که نا وخته شي له یوی خوا به رانه ملګری لاړ شی او له بلی خوا به رسمیات پیل شي. هغه وویل، ته غم مه کوه دهغوی پاسپورټونه هم ما سره دي دهغوی ویزې به سبا یا بل سبا راورسیږي، کوشش کوم چې د تګ له نیټې نه مخکې مو ویزې در وسپارم.
یوه جمعه وروسته مې د پاسپورټونو خبر واخیست ویل یې یوازې ستا او د اسرار ویزې نه دي راغلي نور نو د ټولو راغلي، خو په څو ورځو کې به راشي ما یو ځل بیا پری ټینګار وکړ او په ټوکو می ورته وویل: [ګوره لالا هسی نه چی واده تیر شی بیا به نکریزی زموږ نه په کاریږي] ویل یی نه ته بیغمه اوسه. لنډه دا چی څو ورځې څه چی څو اوونۍ په کې تیرې شوې او د دوبۍ له ویزو نه د بسوګۍ واده جوړه شوه. په دې کې ځینې ملګري لاړل او ځینو نورو ته کار پيدا شو. اخر د فبرورۍ په ۲۰ تاریخ زما ویزه هم را ورسېده خو د اسرار د ویزې درک ونه لګېده خدای ته معلومه ده چې څه معامله به وه، ځکه د اسرار په پاسپورټ د امریکې ویزه هم لګېدلې وه، مګر بیا یې هم ویزه وځنډېده باالاخره یې موږ ته وویل که تر سبا زما ویزه رانه شي تاسې خپل تصمیم ونیسئ زما تګ نه کېږي ځکه ما یوه نوې دنده اخیستې باید هغه دفتر سره یو ځای شم.
محب الله اسرار په رښتیا هم مجبور و چې پاتې شي، ځکه د ننګرهار زون لپاره د ملي پیوستون د دفتر د مشر په توګه غوره شوی و، له هغوی سره یې وعده کړې وه چې د مارچ په اول تاریخ به څوکۍ اشغال کړي. په پای کې زه او ډاکټر میرویس یوازې پاتې شولو. که څه هم په اوله کې ډاکټر میرویس تر ما ډېر دې سفر ته خوشاله و، خو کله چې یې د اسرار د نه تګ واورېدل نو زړه او نا زړه و، ماښام ورپسې کوټې ته ورغلم ما ویل ما خو اوس ویزه اخیستې ده او ماشومان مې هم لغمان ته لېږلي دي، که هېڅوک هم لاړ نه شي زه یوازې ځم. ډاکټر میرویس ژر ټیلفون راوویستو او په ټیلفون یې چاته زنګ واهه خو لکه چې د هغه کس ټیلفون بند و، ما ویل چاته دې زنګ واهه لکه چې له کوره اجازه اخلې که څنګه؟ ویل یې نه له کوره خو مې اجازه د مخه اخیستې ده ځکه زما هلته یو ټریننګ هم دی، خو په دوبۍ کې مې یو ملګری دی هغه وعده کړې وه چې کله راتلئ نو بیا زما کور ته راشئ زه به چکر هم درکړم او د اوسېدو لپاره به درته ځای هم برابر کړم، هغه ته مې ټیلفون کولو خو ټیلفون یې بند دی. ما ویل تشویش مه کوه باسواده یو په دوبۍ کې نه ورکېږو هر چېرې چې مو خوښه وه په خپله ځو.
په دې وخت کې ډاکټر میرویس یو ځل بیا په چرت کې لاړ. ډاکټر سجاد چې د میرویس د کوټې ملګری دی، ورته مخ واړوه او په خوګیاڼیواله لهجه یې ورته وویل:
- میرویسه! تاخو یوازې په ټلویزیون او راډیو کې اعلان نه دی کړی، نور خو دې ټول خلک خبر کړي دي، دا خو به ډېره بده وي چې ته لاړ نه شې، هغه ورته لږ موسکی غوندې شو.
- هو والله مور مې راپسې اوبه هم شیندلي دي زه باید خامخا لاړ شم، په دې مو کټ کټ وخندلې، ما ورته وویل هلکه اوس خو به خامخا ځې ځکه چې د مور د اوبو شیندلو پر تصویر ما یو شعر هم لیکلی، تر اوبو شیندلو وروسته چې انسان په کوم سفر روان شوی وي باید په مخه لاړ شي.
بس په ډیکو ډیکو مو میرویس دې ته تیار کړ چې دوبۍ ته راسره لاړ شي. اخر یې مخ راواړوه ویل یې زه سبا ته به یو ځای ښار ته ووځو او ټکټونه به د پنجشنبې ورځې ته واخلو.
په سبا مو همداسې وکړل، دواړه شهر نو ته لاړو، ډاکټر میرویس ته لکه چې چا ویلي وو چې ټکټونه تګ راتګ په دوه نیم سوه ډالرو دي، خو موږ چې به هر ټریول ایجنسي (د سفر د اسانتیاو برابرولو نماینده ګۍ) ته لاړو نو ۱۸۰۰۰ افغانۍ به يې راته ویلې، حیران پاتې وو چې دا څنګه چل دی. دوه درې ځایه مو ټکټونه بیه کړل، هر چا به همدا خبره کوله، که رښتیا ووایم زما خو زړه و چې ټکټونه واخلو ځکه ما فکر کولو همدا یې نرخ دی، خو ډاکټر میرویس له لاسه ونیولم، ویل یې نه وروره زما او ستا نه دغلا پیسې دي، نه مو چانه رشوت اخیستی او نه مو د چا وینه خرڅه کړې ولې خپلې حلالې پیسې بې ځایه مصرفوې. له جیب نه یې ټیلفون راوویسته، نه پوهېږم چا ته یې زنګ وواهه خو هغه ورته پته ورکړه چې ټکټونه باید د حضوري چمن ترڅنګ واخلو هلته ارزانه دي. په رښتیا هم چې لاړو هلته تګ راتګ ټکټ په دیارلس زره افغانیو و. له ځان سره مې فکر وکړ، ځه که څوک د دفتر له خوا ځي او یا يې کوم تجار میلمه کوي، که له هغه نه دا پنځه زره افغانۍ زیاتې واخلي خو ورته نه معلومېږي، خو هغه خواران چې دمزدورۍ لپاره ځي پر هغوی خو دا ظلم دی.
په نماینده ګۍ کې ناست یوه کس نه مې پوښتنه وکړه چې په شهر نو او دې ځای کې ولې دومره توپیر دی، هغه وویل بل کوم خاص دلیل نه لري، خو دا شهرنو چې له نماینده ګیو ډک دی ته باید پوی شې چې دې کار کې همدومره ګټه ډېره ده، د دوبۍ ټکټ خو لا دومره نه دی، د نورو هېوادونو په ټکټونو کې ډېره ګټه اخلي. ما ویل دا خو نو ناجایزه ګټه ده چې په یو ټکټ کې ۵۰۰۰ افغانۍ وګټه ، ویل یې بس جایز یې ګڼې که ناجایز خلک دغه کار کوي نو، دا بلډینګونه چې په کابل ښار کې ګورې لس یې هم په روا پیسو نه دي جوړ شوي، د هر چا چې څومره وسه شوې همغومره یې ددې بیوزلو خلکو وینې زبېښلي.
په نماینده ګۍ تر ټکټونو اخیستلو وروسته راته وویل شول چې زموږ پرواز په پامیر الوتکه کې د مازیګر څلور بجې دی، خو باید درې ساعته دمخه میدان ته ورشو، د ټکټونو تر اخیستلو وروسته د ډاکټر میرویس اطاق ته چې د حضوري چمن خواته دی لاړم، تیاره شلغم شورا یې جوړه کړې وه، ډېر خوند یې وکړ، له هغه ځایه چې دمیدان پر لور روان شولو، دوه درې ټيلفونونه یې وکړل، هر چاته به یې ویل شلغم شوروا مې ورکړه او روان یو له خیره، ان تر دې چې د ټیکسي ډریور ته یې هم د شلغم شورا صفتونه وکړل، ما ویل وه هلکه ښه ده چې نور څه نه دي نه دي راکړي که نه ټوله دنیا به دې راباندې خبره کړې وای، ویل یې نه نو تاته شلغم شورا عادي شی ښکاري، ته په ټول کابل کې وګرځه چې داسې شلغم شورا څوک درکولای شي او دې کې یې نور د خپلې اشپزۍ ستاینې پيل کړې، تر میدانه پورې مو همدا مسله و شاربله. د ټیکسي ډریور له موږ نه پوښتنه وکړه چېرې ځئ له خیره؟ ډاکټر میرویس په خپله پاکستانۍ لهجه تر ما وار مخکې کړ:
- والله دوبۍ ته ځو خو جرنالسټ ( ‌ژورنالیست ) سره روان شوي یو نو خدای دې خیر کوي.
- وه وروره! له ژورنالیستانو خو به کومه بده خاطره نه لرې چې داسې ترې ویره لرې، ژورنالیست که رښتیا هم ژورنالیست وي نو هغه خو ستا غوندې خلکو خدمت کوي، یوازې هغه خلک ترې ویرېږي چې فاسد وي.
- نه والله خو هسې ترې ډارېږم
- نه نو ته ترې هسې ډارېږې، ته باید واقعبین اوسې.
تر میدانه پورې پولیسو دوه درې ځایه ښه په اخلاص تالاشي کړو، ما خپل کالي د میرویس په بیک کې ایښي وو، په هره تالاشي کې به یې زه تر ځان دمخه کړم، اخر يې زړه تنګ شو، مخ يې راواړوه او پوښتنه يې وکړه:
- په کالیو کې خو به دې څه شی ایښې نه وي؟
- نه وروره زه خو څه د پوډرو کاروبار نه کوم، چې دومره زما له کالیو ډارېږې
- نه خو هسې پوښتنه مې وکړه
دکابل هوایي ډګر ته باید مسافرین تر پرواز درې ساعته دمخه ورسېږي، دا درې ساعته انتظار نو په سړي لکه کال تېرېږي، خو ښه دادی چې تالاشۍ یې دومره زیاتې کړي چې انسان په کې ایله خپل پرواز ته ترې وزګارېږي. هره تالاشۍ ته به په لین کې ودرېږې او خدای به یادوې چې کومه دوسیه درته جوړه نه کړي، د نیپال او بنګله دیش ځينې مسافرین مې ولیدل چې په تالاشیو کې یې پولیسو ته په پاسپورټونو کې پیسې ایښودلې چې تالاشي يې ژر خلاصه کړي او څه ستونزه ورته پېښه نه کړي. په یوه کتار کې شپږ اووه تنه پاکستانیان ولاړ وو، میرویس یوه ته اشاره وکړه او ویې ویل: دا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی، کېدای شي په کوم رسمي سفر راغلی وي.
کله چې مې پولیسو ته د خروجي ټاپې وهلو لپاره پاسپورټ وړاندې کوو، نو په دې وخت کې یو اوزبک پولیس زموږ خواته راغی، په زوره زوره یې ټیلفون کې خبرې کولې، د ټولو مسافرینو پام یې ځان ته راواړوه، کله چې زما خواته راته نو بل پولیس ته یې وویلې، هغه سړی ما چېرې لیدلی دی [ یوه پاکستاني ته یې اشاره وکړه] او په دې کې یې سر هم ورته د سلام په اشاره وخوځولو، ما ورته وویل دا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دی. بس پولیس نه نور ځان ورک شو، په منډه ورغی او هغه کس یې له کتاره وویست، هغه بل پولیس چې پاسپورټونه یې چک کول هغه یې له خپلې څوکۍ پورته کړ او پاکستاني ته يې پر چوکۍ د ناستې وویل.
پاکستانی غریب هم ورته حیران پاتې و، ځکه د هغه نور ملګري شاته پاتې شول، په منډه منډه يې دده پاسپورټ یوه او بل ته د رسمي کارونو د خلاصولو لپاره ورکوو او ورسره به یې دا جمله هر چاته ویله [تو میفهمي ای نفر همرایمه در امیرکا بود]. په میدان کې ترې داسې پولیس پاتې نه شو چې ورته ووایي دا سړی ما سره امریکا کې و، موخه یې دا وه چې امریکې ته د خپل سفر نه هم پولیس او هم مسافرین خبر کړي. په ماته ګوډه انګلیسي به یې یوه نیمه جمله هم ویله، غوښتل يې له هغه پاکستاني نه دخپلې دعوې تایید واخلي، خو هغه سړی ورته تر اخره حیران پاتې و چې اخر دا سړی څه غواړي. دی ساده و هسې یې د بل چا ګومان په دې پاکستاني کړی و، خو پاکستانی دیپلومات و، شک او ویره ورته پیدا شوې وه چې هسې نه تر دې کاسې لاندې بله نیم کاسه وي.
هغه پولیس یې چې له چوکۍ پورته کړی و، هغه غریب په ولاړه پاسپورټونه چک کول، لومړی خو به یې له یو پټ کتاب سره کتل، خو کله چې یې له چوکۍ پورته کړ، نو هغه ته هم لکه چې خپلې دندې خوند ورنه کړ، بس د پاسپورټ پاڼې به یې سره واړولې را واړولې او مسافر به يې رخصت کړ.
له دې کش وګیره هم په یو ډول تېر شولو، د خروجۍ ټاپه يې زما د پاسپورټ په اخري پاڼه کې وهلې وه، په داسې حال کې چې پر دې پاسپورټ زما لومړنی سفر و. په ټرمینل کې مې ډول ډول خلک ولیدل، خو جالبه دا وه چې د خوست او پکتیا ولایتونو مسافرین چې اکثره یې ځوانان وو، له خپلو کلیوالو څادرونو، څپلیو او ځانګړي سټایل سره دوبۍ ته روان وو، له ځان سره مې فکر وکړ، چې اخر دې خلکو ولې لږ پر ځان ګوتې نه دي وهلي، ځکه پېښور ته هم چې افغانان ځي نو د پولیسو له ویرې لږ سر او ځان برابروي چې دوی څنګه داسې شډل بډل روان دي.
چې هر افغان به مې په ټرمینل کې ولیدده نو ماته به د کوچنیوالي خاطرې رایادې شوې، زما د کوچنیوالي ډېره برخه د پاکستان په صوبه سرحد بیا په ځانګړي ډول په ټل کې تېر شوی دی، زما یو ټولګیوال چې کاظم نومیده د خوست ولایت صبری و، هغه مهال دکاظم پلار په دوبۍ کې و، دوی د مهاجرت پر مهال هم غواګانې درلودې، زه به کله کله مور په شړومبو پسې د کاظم ددوی کورته لېږلمه، ښه مې په یاد دي چې پلار یې ورته یو سوني ټیپ لېږدلی و، په سرو او شنو پوښونو کې به یې په خټین تاخ کې ايښی و او د فرزانې دا چاربیتي سندره به په کې غږېدله چې:
کمیس مې لنډ ونیسه مورې
ماپه تهمت کړې جامې تورې
د بېلتانه داسې دوران دی
جانان مې قطر ته روان دی.
یو ځوان چې تر نورو خلکو لږ یوې ګوښې ته ناست و، ډېر خپه ښکارېده ځکه په سترګو کې یې خپګان له ورایه برېښېده، دده د حالت په لیدلو مې وغوښتل یو څو پوښتنې ترې وکړم، ځکه زما د سفر اصلي موخه هم همدا وه چې باید په دوبۍ کې د افغانانو له حاله ځان خبر کړم.
- وروره څنګه یې؟
- ښه یم، ته ښه یې.
- چېرته روان یې له خیره؟
- دوبۍ ته
- څنګه ځې، پخوا کله تللی یې او که اول ځل دې دی؟
- اول ځل مې دی، خو هولته [هلته] مې خپلوون [خپلوان] شته
- ښه نو مانا دا چې کار ته ځې؟
- يې ( په وزیرۍ لهجه د هو په مانا)
- خپه یې که خوشحاله؟
- خشول [خوشحال] خو نه یم، خو خپه هم نه یم ځکه وزګار وم.
په خبرو خبرو کې مې معلومه کړه، چې دا ځوان اول ګل نومېده او د پکتیکا ولایت و، د واده یې څوارلس میاشتې کېدلې، دخپل کلي د بدیو، دښمنیو، سیالیو او شریکیو او وزګارو ځوانانو یو زړه بوږنوونکی تصویر یې زما مخې ته کېښودلو، ویل یې په کلي کې د وزګارۍ له لاسه باید یا سړی نیشو ته مخه یوسي، یا باید له په جنګ جګړو کې یو نه یو لوری ونیسي او یا هم د غیرت په نامه هره ورځ یوه نوې دښمني کورته له ځانه سره راوړي. ځوان نالوستی و، خو ډېرې پخې خبرې یې کولې. زه له ډېرې مودې راهیسې یوه خبره کومه هغه دا چې تر کومه افغانان باسواده نه شي، له دغو ستونزو نه مو خلاصی سخت کار دی. دخپلې نظریې پخلی مې له دې ځوان څخه هم واورېد. ما ورته وویل له زده کړې سره ستاسې په سیمه کې خلک علاقه لري او که نه؟ ویل یې ولې نه د چا خوښېږي چې ټول عمر دې د خلکو مزدوري وکړي خو ستونزه دا ده چې په سیمه کې ښوونځي ډېر کم دي.
ځوان ته مې د خپل پلار نه اورېدلې یوه کیسه وکړه، زه چې ماشوم وم، پلار به مې وخت نا وخته د زده کړې ارزښت راته بیانوه او په خبرو خبرو کې به یې د خوست او وردګو مثال ضرور راکوه. وایي کله چې د اعلیحضرت ظاهر شاه په وخت کې زده کړه جبري شوه، نو د وخت حاکم د خوست خلک هم له فرمان نه خبر کړل، ویل کېږي چې د خوست ځینو مشرانو له یوه او بل کلي نه د غریبو او کسبو کارو ماشومان راټول کړل او په کرایه یې د خپلو ماشومانو په نامه ښوونځيو ته ولېږل، کله چې دغو ماشومانو زده کړه ترلاسه کړه او بېرته خوست ته راستون شول نو په دولتي ادارو کې یې دندې پیدا کړې، ښو ښو مقامونو ته ورسېدل، قدر او عزت یې پیدا کړ نو بیا د خوست خلک په خپلو کړو پښیمانه وو خو وخت ترې تېر و. ځوان وویل رښتیا ده خو اوس د لویې پکتیا خلک له زده کړې سره سخته مینه لري، خو له بده مرغه چې هلته حالات ښه نه دي.
له ځوان سره په خبرو وم، چې د ډاکټر میرویس غږ مې واورېد، وه هلکه ته څه کوې همدا اوس له مانه لرې لرې ګرځې، دوبۍ ته لا رسېدلی نه یې او جرنالسټي دې شروع کړې ده. له ځوان سره مې خدای پاماني وکړه او د ډاکټر میرویس خواته لاړم، یو ساعت یې خواته ناست وم، چې ناڅاپه یې کړس کړس وخندلې:
- ډېر رزیل ماشوم دی
- څوک ښیې؟
- ته ګوره که نه هغه ماشوم کې یې پړی اچولی، همدومره شوخ دی چې تړلی یې دی
چې ور ومې کتل په رښتیا هم شوخ ماشوم و، یوه مېرمن چې یو د غېږې ماشوم یې پر کوچني بایسکل کېنولی و او بل تقریبا څلور کلن ماشوم هم ورسره و، چې د یوې پټۍ یو سر یې د هغه پر کمر بند پورې تړلی و او بل سر یې په لاس کې نیولی و، ماشوم چې به کله یوې او بلې خواته منډه کوله، نو مور به بېرته را کش کړ، له هر کش سره به ډاکټر میرویس کټ کټ وخندلې او په خندا کې به یې وویل: [ ډیر رزیل ماشوم دی].
لس دقیقې کم څلور بجې په هوایي ډګر کې بسونو ته وختلو، د پامیر الوتکه په میدان کې ولاړه وه، ما ډاکټر میرویس ته وویل، زموږ الوتکه خو زړه ده نو توکل په خدای چې څه کېږي، هغه ویل بس غم مه کوه که دخدای رضا وي روغ رمټ به مو ورسوي. په الوتکه کې میرویس یوې خواته او زه بلې خواته کېناستم، ځکه زموږ په ټکټونو کې یې همداسې لیکلي وو. د الوتکې له پورته کېدلو سره سم ما پر عکسونو اخیستلو پيل وکړ او ډاکټر میرویس له ناستې سره سم ښې خپلې ښي خواته ناست مسافر سره خبرې اترې پیل کړې، مسافر له څېرې بهرني غوندې ښکارېده، په زړه کې مې وویل، ځه ډاکټر میرویس به یې تر دوبۍ پورې سر وپړسوي او خپله انګریزي به پرې پخه کړي، خو کله چې یو ساعت وروسته زه هم ددوی خواته ورغلم نو معلومه شوه چې مسافر افغان او ښه د ګپ شپ سړی و. ددې مسافر سره پېژندګلوۍ موږ ته یوه ګټه وکړه چې ټولې لارې چارې یې راوښودلې.
له هوا نه لمر ډېر ښه ښکارېده، ما د ورېځو او لمر ښه ډېر عکسونه واخیستل، خو ستونزه دا وه چې کړکۍ وړې وې سم عکس نه اخیستل کېده. ورېځې لکه د مالوچو د ډېرۍ غوندې ښکارېدې، په زړه کې مې وویل کاش چې دا د رښتیاو مالوچ وای چې د ماشومتوب یادونه مې تازه کړي وای او له پاسه مې پرې ځان خطا کړی وای. زه چې کله ماشوم وم، نو میندو چې به مالوچ له توشکو را وویستل، په نداب به یې وټکول نو ما به بیا پرې ټوپونه وهل، سخت خوند به مې ترې اخیسته، خو دا نو هغه مالوچ نه و، دا یوازې د مالوچو تمثیل و، که څوک د مالوچو په خیال ځان پرې خطا کړي خدای ته معلومه ده چې په کوم غره به ولوېږي.
څنګ کې راسره یو افغان ازبک ناست زلمی ناست و، چې ښایي د څوارلسو کالو به و، پوښتنه مې ترې وکړه چېرې ځې؟ ویل یې العین ته ځم. څه کار کوې؟ هلته مې نور کلیوال په یوه کمپنۍ کې کار کوي زه یې هم غوښتی یم. کوم کارونه دې زده دي، ویل یې یوازې د قالینو اوبدل مې زده دي، بل کوم کار مې تر اوسه نه دی کړي. ما ویل هو نو ته خو په دې عمر کې د سختو مزدوریو هم نه یې ځان سره احتیاط کوه.
پخوا د قالینو اوبدل یوازې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترسره کېدل چې دا کار به زیات اوزبک توکمو خلکو کاوه، خو اوس همدا اوزبک په پاکستان کې له پاکستانیانو سره کار کوي، کله چې قالینونو تیار شي نو د افغانستان د قالینو په نامه له پاکستانه نورو هېوادونو ته ځي، د اوزبک زلمي د معلوماتو له مخې اوس په دوبۍ کې هم قالین جوړېږي، خو زیات کار یې په ماشینونو کېږي، بیا نو د افغاني قالینو په نامه نورو هېوادونو ته ځي. له ځان سره مې وویل دا یو صنعت مو لرلو دا هم نورو هېوادونو ته پاتې شو. سره له دې چې ددنیا څلور دېرش ملکونه افغانستان ته راغلي خو بیا هم زموږ اقتصاد ورځ په ورځ خرابېږي، د قالینو صادرات مو کال په کال راټیټېږي، د دنیا په بازارونو کې يې تقاضا کمه شوې، چارواکو مو داسې یوه طرحه برابره نه کړه چې اقتصادي ریفورم راولي، د ټولې دنیا بې کیفیته مالونه افغانستان ته راواردېږي خو زموږ د لوړ کیفیت لرونکي صادرات دنیا ته لاره نه لري. حکومت مو داسې یوه لاره او طریقه برابره نه کړه چې د بازار اقتصاد تنظيم شي، ددې پر ځای چې صنعتګر وهڅول شي مخه یې نیول کېږي، تښتول کېږي، کارخانې یې بندېږي او سلګونه نورې دسیسې ورته جوړېږي.
د دوبۍ سر ته چې ورسېدو شپږنیمې بجې وې چې دا وخت په افغانستان کې لمر پرېوتی وي، خو د دوبۍ په اسمان کې لا هم لمر ښکارېده، کله چې الوتکه له هوا نه ځمکې ته رانږدې شوه او دورې یې پیل کړې نو د دوبۍ شاوخوا رڼاګانو یوه میله جوړه کړې وه، په یوه طرف تر ډېره ځایه کتار څراغونه بل وو، ما د څنګ له ملګري نه پوښتنه وکړه دا څراغونه د هوایي ډګر دي، ویل یې نه دا د بهر غاړه ده، چې ټوله څراغان شوې، څراغونه یې اکثره سولر یانې لمرین دي چې د ورځې له لمر نه رڼا اخلي او د شپې دغسې روښانه وي. په رښتیا هم له هوا نه ډېر ښکلی برېښېده. کله چې مو الوتکه کوزه شوه په هوایي ډګر کې تپه تیاره وه. د ډاکټر میرویس څنګ ته چې کوم افغان ناست و، هغه رهنمایي کړلو چې باید په کتار کې ودرېږو چې زموږ د سترګو عکس واخلي. په کتار کې زموږ ترڅنګ د مختلو هېوادونو خلک ولاړ وو، هغه افغانان چې د کار لپاره ورغلي وو هغوی په یو بل کتار کې درېدلي وو، خو د نابلدۍ له امله له سختو ستونزو سره مخامخ وو، د دوبۍ په میدان کې عرب مامورین سخت مغروره دي، یوه ښځه مې ولیدله چې پر افغان يې سترګې برګې کړې وې، نه پوهېږم څه ستونزه وه خو نه یې افغان په خبرو سم پوهېده او نه له هغې ښځې سره بل څوک و چې دیو او بل خبرې وژباړي.
تر ما دمخه یو بل هلک چې غالبا هزاره و دسترګو عکس اخیستلو ته ورنږدې شو، کامره یې ورته سترګو ته نږدې کړه، تقریبا دوه درې دقیقې یې هماغلته تېرې شوې، عربي ورته د لاس په اشاره څه ویل خو نه پوهېدم چې څه وایي اخر چې ښه ورته ځير شوم، معلومه شوه چې یو خو یې سترګې کوچنۍ وې بل دا چې د عکس اخیستلو په وخت کې به یې سترګه بندوله، عرب به ورته د لاس په اشاره د یوې سترګې د خلاص نیولو ویل خو هغه به بیا هم نه پوهېده، لنډه دا چې په ډېر تکلیف یې ترې عکس واخیست او بیا عربانو هم یو بل سره ښه وخندل.
د سترګو تر عکس اخیستلو وروسته مو د دخولۍ ټاپه پر پاسپورټونو ولګول او د باندې ووتلو، د ټکټونو اخیستلو په وخت کې راته خلکو ویلي وو چې دوبۍ کې هوا ګرمه ده، خو زموږ زړه دا خبره نه منله ځکه موږ چې له کابله روانېدلو نو لږ لږ باران اورېده او هوا سړه وه، له همدې امله موږ غټ غټ جمپرونه اغوستي وو، کله چې د دوبۍ د ټرمینل مخې ته راووتو، معلومه شوه چې هوا ګرمه وه، جمپرونه مو یوه لویې کڅوړې ته خطا کړل او په دې فکر کې شولو چې چېرته لاړ شو. لږ ساعت به نه و تېر شوی چې هغه افغان ځوان بیا راورسېد، له ډاکټر میرویس نه يې پوښتنه وکړه څه مو وکړل؟ هغه ویل بس موږ هم نه پوهېږو چې څه وکړو هغه ملګري ته به اول زنګ ووهو که چېرې یې پیدا کړو. ځوان ژر له میرویس نه نومره واخیسته او زنګ یې ورته وواهه خو د هغه موبایل بند و. موږ ته یې لارښوونه وکړه چې باید یو سیم کارټ واخلو بیا که هر چېرې ټيلفون کوو نو کار به مو اسانه وي، ډاکټر میرویس یې خبره ومنله او په منډه یې څلور سوه ډالر په درهمو واړول بیا یې له هغو پیسو نه په پنځوسو درهمو یو سیم کارټ واخیست.
ځوان راته ښه کلک ستونه وکړل خو موږ ویل نه باید هغه ملګری پيدا کړو. اخر یې د ټیکسیانو تمځای او نور راوښودل او په خپله مخه ولاړ.
د ټرمینل مخې ته له بېلابېلو هېوادونو نه راغلي خلک لر او بر ګرځي، خو تر ټولو هغه افغانان ډېر سربډاله وي، څوک چې نوي ورغلي او هلته د خپلو خپلوانو د راتګ لپاره په تمه وي، یوه مسافر راته وویل چې څلور ساعته دیوه خپل په انتظار کې ناست دی، خو هغه خپل یې په یوه کمپنۍ کې کار کوي کله چې له کاره وزګار شي نو ددوی مخې ته به راشي. موږ هم یو څه حیران پاتې وو چې کومې خواته لاړ شو، خو پر دې ډاډه وو چې په انګلیسي او اردو پوهېدو، یوه نه یوه لاره مو پیدا کوله. په دوبۍ کې اکثره ټیکسي چلوونکي افغانان، هندیان او پاکستانیان دي، تر هرو څو دقیقو وروسته به ټیکسي چلوونکي زموږ خواته راغلل او موږ نه به یې دتللو پوښتنه کوله خو موږ به ویل چې چاته په تمه یو. تقریبا یو ساعت مو د هوایي ډګر مخې ته تېر کړ که څه هم ساعت مو تېر و خو بیا هم د منزل د پیدا کولو لپاره ناکراره وو. دیو ساعت په بهیر کې ډاکټر میرویس تر لسو ځلو زیات هغه ملګري ته ټیلفون وکړ، خو لکه چې د هغه موبایل د تل لپاره بند شوي وي پیدا نه شو. ویل یې راځه سعدملوک شېرزاد ته زنګ ووهو هغه بلد دی له هغه نه به پته واخلو چې چېرې او کوم هوټل ته ولاړ شو. ډاکټر میرویس شیرزاد ته زنګ ووهو او له هغه سره په خبرو خبرو کط تر ما یوه اندازه لرې لاړو، کله چې بیرته راغی چرت یې خراب و، ما ترې پوښتنه وکړه چې څنګه شو، ویل يې شیرزاد خو مخ شو او پته به هم په پیغام راولېږي، خو ستونزه داده چې زموږ کریډټ په همدې یو ټیلفون خلاص شو، هغه سړي خو ویل چې ډېر وخت کار کوي دا خو څو دقیقې هم نه شو، ما ویل کېدای شي افغانستان ته یې مصرف زیات وي، خو زه خیر دی، نور کریډټ به واچوو. په همدې خبرو کې وو چې د سعدملوک شیرزاد پيغام راغی، په هغه کې لیکلي وو چې نایف پولیس سټيشن ته لاړ شئ هلته ډېر زیات هوټلونه دي، په خاصه توګه المروه هوټل کې ما شپې کړې دي سهولتونه یې ښه دي.
د پيغام په لوستلو بوخت وو چې د ډاکټر میرویس مغزو ته یوه بله نظریه راغله، په خندا یې راته وویل: یاره دومره خو مې معده کار کوي راځه چې یو بل کار وکړو.
نه پوهېږم ډاکټر میرویس څنګه په هره خبره کې دمغزو پر ځای وایي معده دې کار نه کوي او یا معده مې کار کوي، خو څومره چې ماته معلومه ده رښتیا وایي ځکه کله چې معده کار ونه کړي، نور ورسره سر خوږی هم وي او د انسان اعصاب ناکراره وي. په هر صورت، یوه بله نومره یې له جیبه راوویسته ویل راځه دې سړي ته به زنګ ووهو.
- چاته زنګ وهې
- ضیا ته
- څوک دی
- خپل مې دی
له زنګ وهلو سره سم د احمد ضیا موبایل مخ شو، تر روغبړ وروسته میرویس ته وویل چې دده تر راتګه باید انتظار وکړو.
ډاکټر میرویس راته په افغانستان کې هم ویلي وو چې یو بل خپل یې هم په دوبۍ کې شته خو ویل یې چې هغه یوه کمپنۍ کې کار کوي، چې ستونزې یې ډېرې دي. موږ که څه هم دویم ځل ټیلفون وکړ او هغه ته مو وویل چې موږ به خپله په کومه ټیکسي کې کېنو او نایف پولیس سټیشن ته به ولاړ شو خو هغه ټینګار کاوه چې نه موږ باید دده تر راتګه انتظار وکړو، او ژمنه یې وکړه چې په یو ساعت کې به ځان را ورسوي.
د ټرمینل مخې ته یو ساعت ښکته او پورته و ګرځېدلو، د ډول ډول خلکو ننداره مو وکړه، د بېلابېلو هېوادونو خلک زیاتره له خپلو کورنیو سره د چکر لپاره دوبۍ ته راغلي وو، خو زیات خلک په کې د هند، بنګله دیش او ایران وو، د ایرانیو ښځو لکه چې له خپلو پوړنیو او حجابونو زړه تور و ځکه خو به یې د هوایي ډګر په یوه څنډه کې ټول اضافي کالي له ځانه وویستل او نیمه بربنډې به شوې. تقریبا څلویښت دقیقې وروسته احمدضیا را ورسېد، په موبایل کې یې له ډاکټر میرویس نه د ځای پوښتنه وکړه موږ ورته وویل چې موږ د دویم نمبر هوایي ډګر د ټرمینل مخې ته یو. د دوبۍ هوایي ډګر په اول نمبر، دویم نمبر او دریم نمبر باندې ویشل شوی. اول نمبر کې د مهمو خلکو الوتکې کوزېږي، دویم نمبر کې د اروپایي هېوادونو الوتکې او دریم نمبر د بارړونکو الوتکو، د عراق، افغانستان او ځینو نورو غریبو هېوادونو د پروازونو لپاره ځانګړی شوی دی.
یو وخت مې پام شو چې یو کرولا موټر موږ ته څراغ راکړ، ډاکټر میرویس ته مې وویل لکه چې همدغه دی، هغه ویل ته راځه ویې ګورو، چې نږدې ورغلو احمدضیا و او یو بل ملګری محمدرحمان هم ورسره په سیټ کې ناست و. تر روغبړ وروسته موټر ته وختلو او ددوبۍ د ښار پر لور روان شولو. په لاره کې احمدضیا راته یو او بل ځای ښوده، یو ځای کې یې وویل دلته دوه لارې دي، یوه یې شارجې ته ځي او بل دوبۍ ته، خو شارجه دومره ښکلې نه ده هلته کورونه ډېر دي او مارکیټونه کم.

(نور بیا...)