د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپينې ماڼۍ د کرزي پر څرګندونو غبرګون ښودلی

رحمت الله روان 03.04.2010 07:52

د جمهور رئيس اوباما حکومت وايي چې د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي هغه وینا چې نړېواله ټولنه یې د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د تقلب او ټګۍ برګۍ مسوله بللې، ځورونکې او د اندېښنې وړ ده
دسپینې ماڼۍ یوه وياند ( رابرت ګیبز) دجمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د ښاغلي کرزي نه د هغه د دې تبصرې ثبوت غواړي
په عین حال کې د افغانستان د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهور رئيس لوی سیال عبدالله عبدالله په ښاغلي کرزي باندې تور لګولی چې په انتخاباتو کې چې د ټګۍ برګۍ د تور ملامتي په نړېوالې ټولنې باندې اچوي هغه په دې کار سره غواړي د طالبانو سره جګړه بې اهمیته کړي
دغه پخواني خارجه وزیر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي کرزي ددې تبصرې هدف دا و چې په ځان باندې د خلکو باور را پیدا کړي او د خارجیانو سره مخالفت وښيي.
متحدو ایالاتو د د ولسمشر کرزي هغه تورونه ردکړل چې ګوندې یو شمیر بهرنیانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درغلیو کې لاس درلود او غوښتل یې دده موقف کمزوری کړي .د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند په دې اړه وویل چې د متحدوایالاتو د جمهور ریس بارک اوباما اداره د جمهور ریس حامد کرزي دا ډول قضاوت ردوي
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي د افغانستان پر جمهور ریس غږ وکړ، چې مخکې ګام کیږدي افغانان او نړېواله ټولنه  په دې قانع کړي، چې د ده اداره د اداري فساد د مخنیوي لپاره کافي اقدامات کوي.فلیپ کرولي وویل، په راتلونکي کې د افغانستان د ادارو په رهبرۍ کې ضعف د هیڅ لوري په ګټه نه دی:
"د افغانستان خلک غواړي، چې یو فعال او موثر حکومت ولري، دوی غواړي داسې یو حکومت وویني چې خلکو ته خدمت کوي
موږ هم له همدې سره دلچسپي لرو، په همدې خاطر موږ په افغانستان کې عسکر لرو او هڅه کوو، چې دې هېواد ته ثبات راولو.
موږ د دې هېواد د ملکی پراختیا لپاره هم پروژې لرو او غواړو، چې متخصصین د افغان حکومت د ادارو د ظرفیت د لوړولو سره مرسته وکړي
موږ په ټولو برخو کې یو پیاوړی افغانستان غواړو، دا چې افغانستان په راتلونکي کې ضعیفه اداره ولري د هیڅ لوري په ګټه نه دی."
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن د جمعې په ورځ وروسته له هغې له ولسمشرکرزي سره تېلفوني خبرې وکړې چې د سپینې مانۍ ویندوی وویل چې امریکا له کرزي څخه د خپلو لوېدیځ ضد څرګندونو په باب توضیحات غواړي
د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر وویل :«دوی په صمیمانه چاپېریال کې مثبتې خبرې وکړې.دواړو خواوو د دوو هیوادونو ترمنځ مشارکت ته ځانونه ژمن وبلل .»
وحید عمر زیاته کړه :«ولسمشرکرزي د امریکا له بهرنیوچارو وزیرې سره په ټېلفوني خبرو کې وویل چې افغان ملت او حکومت په افغانستان او نړۍ کې د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ اوقربانیوقدرداني کوي .»
فرانس پریس اژانس ویلي چې مېرمن کلنټن ته کرزي وروسته له دې ټېلفون وکړ چې په کابل کې د امریکا سفیر ایکین بیري کرزي ته ورغی او له هغه څخه یې وغوښتل چې د خپلو څرګندونو په باب د امریکا حکومت ته توضیحات ورکړي
یوه مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې کرزي له هیلري کلنټن سره په خبرو کې په دې حیرانتیا وښوده چې د ده د پنجشنبې د ورځې څرګندونې د امریکا د خوابدۍ سبب شوې دي . دغه مقام همداراز وویل چې مېرمن کلنټن له کرزي څخه وغوښتل چې تېر هېر کړي او راتلونکي ته توجه وکړي
ده وویل مېرمن کلنټن وویل: «راځئ چې تېر هېر کړو او په ګډه په راتلونکي تمرکز وکړو، موږ نه شو کولی چې خپل ګډ هدف ته شا واړوو.»
ښاغلي کرزي د ملگرو ملتونو پر پخواني مرستيال پيټر کالبريټ او ځينو نورو دا تور ولگاوو چې دده په خبره په افغانستان کې يې د يوه گوډاکي او ناتوانه حکومت را منځ ته کول غوښتل
خو ښاغلي گالبريټ له بي بي سي سره په خبرو کې د ولسمشر کرز ي ټول تورونه رد کړل او هغه يې خندونکي وبلل
((په پيل کې ما فکر وکړ چې دا اپريل فول يا دا پريل پر لومړى ورځ دنژدې ملگرو ترمنځ دحيرانونکو درواغو ويل دي ، خو له ځانه سره مې وويل چې زه خو له ولسمشر کرزي سره دومره نژدې ، گرمې شخصي اړيکې نه لرم چې دا ډول يوه ټوکه را سره وکړي . دا ډيره حيرانونکې کيسه وه
ولسمشر کرزي دا رد کړه چې په ټاکنو کې هېڅ درغلۍ نه وې شوې . زه فکر کوم چې ډېر خپلواک څارونکي دا تايدوي چې ممکن د ولسمشر يو په درېيمه يا تردې يو څه زياتې رايې تقلبي وې
مايوازې هغه مهال د ملگرو ملتونو د يوه استازي په توگه په ټاکنو کې د درغليو د شته والي خبره کوله.))
ښاغلی گالبريټ وايي هغه ونشو کولى دافغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغليو ستونزه ښه په ډاگه کړي او تينگار يې دادى چې دولسمشر کرزي دنده دهغه په خبره مشروعيت نه لري
د ښاغلي کرزي وروستيو توندوڅرگندونو ته پر پيټر گالبريټ سربېره د ټاکنو د شکايتونو د کمېسيون پخواني مشرگرنټ کيپن هم غبرگون ښولی او له ولسمشره يې پوښتلي چې که په ټاکنو کې درغلى نه وي شوي نو بيا ولې دده په خبره د ټاکنو کمېسيون خپل زرگونه کارکونکي له دندو لري کړل