د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پي ټي وي: حکيم الله محسود خاورو ته سپارل شوی

رحمت الله روان 31.01.2010 14:00

د پاکستان دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانومشرحکیم الله مسید د امریکاد بې پیلوټه الوتکو په بريد کې له وژل کیدو وروسته خاورو ته وسپارل شو.
د پاکستان دولتي تلویزیون بې له دې چې د خپل دې خبر د کومې سرچینې یادونه وکړي وویل چې مسید(محسود)د جنوبي وزیرستان په ماموزي کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی
د پاکستان د تلویزیون راپور تراوسه پورې خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی اونه طالبانو په دې باب څه ویلي خوطالبانو د بیت الله مسید مړینه هم ترډېره وخته نه منله .
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهرعباس اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل د دوی استخبارات په سیمه کې د دې خبر په اړه څیړنی کوي .