د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا دنوې تګلارې په باب دوه مهمې تبصرې

رحمت الله روان 06.12.2009 16:40

د سراتفور کامنتري په نوم امریکایۍ خپرونې د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتیژۍ څیړلې او لیکي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي، درې مشخص اهداف لري. لومړی هدف د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو د القاعده او طالبانو د پناه ځایونو له منځه وړل دي، دوهم افغانستان ته دیرش زره پوځیان استول کیږي څو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي. دریم هدف د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د ملکي چارو د متخصصینو روزل دي څو زمینه برابره شي چې افغانان په خپله افغانستان اداره کړي.
ستراتفور کامنتري وړاندې لیکي چې د بارک اوباما په نوې ستراتیژۍ کې د اوږدې مودې په مخه له افغانستان سره ژمنه نه ده شوې او د دې پرځای خبر ورکوي چې د دوه زره یولسم میلادي کال د جولای له میاشتې به له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیل کړي.
خپرونه بیا وړاندې د پاکستان اندیښنې ته اشاره کوي چې دغه هیواد د ستراتیژۍ لومړي هدف ته اندیښنه لري، یعني د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د القاعدې او طالبانو د پناه ځایونو له منځه وړل. د ستارت فور کامنتري په وینا افغانستان د القاعده شبکې لپاره پناه ګاه نه دی ، پاکستان د دوی لپاره پناه ځای دی. خپرونه بیا د اسلام اباد د اندیښنې دې ټکي ته اشاره کوي ،څرګندوي چې امریکا غواړي د دې ستراتیژۍ نتیجه ژر تر ژره ترلاسه کړي، نو پاکستان داسې انګیري چې امریکا به فشار پرې راولي څو د القاعده شبکې جرړې له خپلې خاورې وباسي .
ستراتفور کامنتري بیا پر امریکا یوه فشار ته اشاره کوي او لیکی چې نوی دهلی له واشنګتنه دا هیله لري چې پر پاکستان فشار راولي څو د هغو وسله والو له ملاتړه لاس واخلي چې د هند پرضد دي. د خپرونې په وینا پاکستان هم د دغو وسله والو جانبي عوارضو په تنګ کړی دی.
فایننشل ټایمز بریتانوۍ ورځپاڼې هم د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ لیکنه خپره کړې ده، د دې مقالې سرلیک دی، د افغانستان د بریالیتوب کلي عملي مرسته ده، تر دې عنوان لاندې لیکل شوي دي چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته باید یوې مسالې ته جدي پام وشي، هغه دا ده چې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته یوه نسبي صلحه افغانستان ته راغلې وه خو اوس د دغه هیواد وضعیت کړکیچن دی.
د دې پوښتنې په ځواب کې فایننشل ټایمز بیا لیکي، په تیرو اتو کلونو کې په ملکي برخه کې د ناکامې سترایژۍ له امله افغانستان له دې حالت سره مخامخ شوی دی.
فایننشل ټایمز بیا لیکي، که ځواکونه هر څومره ډیر شي بیا به هم ستونزه تر هغو هواره نه شي چې نړیواله ټولنه انکشافي کارونو ته په افغانستان کې لومړیتوب ورنه کړي.
د دغې بریتانوۍ ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د امنیت د تامنیدو لپاره پکار دي چې افغانانو ته کار پیدا شي چې د کار موندلو لپاره بریښنا ته اړتیا شته، د لارو جوړیدو ته اړتیا پیدا کیږي، پانګونه ورته پکار ده، تعلیم ته باید شرایط سم شي او خلک لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته باید لاره پیدا کړي.
ورځپاڼه د خپلې مقالې په پای کې لیکي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې لومړیتوب ته پام وکړي، فایننشل ټایمز زیاتوي، په تیرو دریو لسیزو کې چې کوم ملکی خدمات په افغانستان کې له کاره لویدلې دي، وخت ته اړتیا لري څو بیا په موثر ډول کار وکړي.