کرزي يوشمېر رد شوي نوماند وزيران سرپرستان وټاکل
18.01.2010 10:48افغان ولسمشر حامد كرزي په ولسي جرګه كې د كابينې د يو زيات شمير نومانده وزيرانو له رديدو وروسته د يو شمير وزارتونو د چارو د پرمخ بيولو لپاره سرپرست وزيران او مرستيالان وټاکل.
د وزيرانو د شورا د دارلانشاء وياند خبرورکړی، چې د ولسمشر له حكم سره سم اوو وزارتونو ته سرپرست وزيران او مرستيالان ټاكل شوي، څو په دولتي چارو كې د كومې خلا د منځ ته راتلو مخنيوې وشي،اواکثره دغه سرپرستان هغه اشخاص دی کوم چی دولسی جرګی له لوری ودغو وزارتونو ته دوزیرانو په صفت درد رای ترلاسه کړی دي.
د دغه حكم له مخې محمد سرور دانش د لوړو زده كړو د سرپرست وزير، محمد اله بتاش د ټرانسپورټ او هوايي چلند، سلطان حسين حیصاري د ښاري پراختيا، انجنير عبدالرحيم د كډوالو او راستنيدونكو چارو، ارسلا جمالد سرحدونو او قومونو چارو ،غلام محمد ييلاقي د سوداګرۍ او صنايعو اوډاكټر سهراب علي صفري د فوايد عامې د سرپرست وزير په توګه ټاكل شوي.
د شوي حكم له مخې دغه سرپرست وزيران به د نویو وزيرانو تر پيژندګلوۍ پورې د خپلو اړوندو وزارتونو چارې سمبال كړي.
کتونکي وايی چې د ولسمشرکرزي دا پرېکړه به د هغه او ولسي جرګې ترمنځ رامنځته شوی درز لا زیات کړي ځکه چې د دوی په وینا د جرګې له لوري د کرزي د کابینې د اکثرو غړیو بیا بیا ردېدا د ولسي جرګې یو ډول عکس العمل دی چې د سرپرست وزیر په توګه د سپنتا پر پاتې کېدلو د کرزي د اصرار په وړاندې یې ښوولی دی

