د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايرلينډ روزونکی: افغانستان ښه کرکټ کوي

خبري - څانګه 26.01.2010 10:14

د ايرلينډ کرکټ لوبډلې روزونکی فيل سمپسن - چې افغانانو یې لوبډلې ته په څلور ورځنې لوبه کې ماته ورکړه - وايي چې که افغانان همدا ډول لوبې ته دوام ورکړي نو د انټرکانټننټل سياليو ګټلو لپاره به غوره لوبډله وي. نوموړی وايي چې افغان ملي لوبډله ښه کرکټ کوي.

فيل سمپسون د بلفاسټ ټيليګراف ورځپاڼې ته ويلي دي چې د ايرلينډ لوبغاړو لټي وکړه او فکر کاوه چې لوبه به DRAW يا مساوي پای ته ورسي نو ځکه یې په دويمه پاڼۍ کې په بيټنګ کې لټي وکړه او ټول په ۲۰۲ منډو وسوځېدل.

فيل سمپيسون خپلو توپ اچونکو او توپ وهونکو ته په غصه دی او وايي چې ((په اخري ورځ مو ښه مقابله ونه کړه. )) سپمسون وايي چې د ايرلينډ ((توپ وهونکي یې بايد توپ اچونکو ته لاسونه پورته کړي او ومني چې موږ ناکام کړﺉ.))

د يادونې وړ ده چې له ۲۰۰۵ کال راهيسي دا لومړی ځل دی چې ايرلينډد انټرکانټننټل په سيالۍ کې ماته خوري. ايرلينډ در ې ځلې سر په سر د دې سياليو اتل پاتې شوی دی او که غواړي چې په راتلونکي نومبر کې د دې سياليو په پای لوبه کې ولوبېږي بايد پاتې درې واړه لوبې وګټي او د دې سياليو د اوو ډلو څخه په دوه غوره لوبډلو کې ځای جر کړي.

افغانستان دا مهال د دې سياليو تر ټول مخکې دی خو په پاتې لوبو کې بايد ډېرې نمرې تر لاسه کړي چې په دوه غوره لوبډلو کې راشي او په نومبر کې په عربي متحده اماراتو کې د دې سيالۍ په پايلوبه کې لوبه وکړي.

د دې سيالۍ اتل ته به سل زره او دويم نمبر لوبډلې ته به څلوېښت زره امريکايي ډالر انعام ورکول کېږي.

د دې سيالۍ د نمرو جدول تر اوسه په دې ډول دی:

لوبډله

کړې لوبې

نمرې

افغانستان ۳ ۴۳
سکاټلينډ ۲ ۳۵
زيمبابوی (دویمه درجه لوبډله) ۲ ۲۳
کينيا ۳ ۲۳
هالينډ ۳ ۱۵
ايرلينډ ۲ ۱۲
کاناډا ۳ ۰۳