د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاپوانيوګيني ۱۹ ټيټ لوبډلې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه

خبري - څانګه 23.01.2010 19:43

د نيوزيلانډ پخوانی تېز توپ اچونکی ريچارډ هارډلي افتاب عالم ته د توپ اچونې تخنيک ښﺉ.

د افغانستان له ۱۹ کاله ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې نن (شنبه) د پاپوانيوګيني د ۱۹ ټيټ لوبډلې سره لوبه وکړه. پاپوانيوګيني افغان لوبډلې ته په ۳۰ منډو ماته ورکړه.

پاپوانيوګيني په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې. په ځواب کې یې افغانستان په ۳۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې.

اوس افغانستان دا چانس نه لري چې په ۹م او ۱۰م مقام سيالي وکړي. په راتلونکې لوبه کې به په ۱۱م او ۱۲م مقام سيالي کوي.

بشپړ سکور کارډ دلته وګورﺉ

په نړيوال جام کې له سوپر ايټ څخه د پاتې شوو اتو لوبډلو سياليو ته پليټ چمپينشپ (Plate Championship) وايي چې د افغانستان تر څنګ به ۷ نورې لوبډلې هم په کې برخه اخلي چې له افغانستان برسېره په کې هانګ کانګ، امريکا، ايرلينډ، کاناډا، زيمبابوی، پاپوانيوګيني، او بنګلادېش شاملې دي.

نن د افغان لوبډلې د تمرين ځای ته د نيوزيلانډ مشهور پخوانی لوبغاړی ريچارډ هاډلي هم راغلی و چې افغان لوبغاړو ته یې د توپ اچونې او توپ وهنې ځينې تخنيکونه وښودل. افغان لوبغاړي د هاډلي په دې کتنه ډېر خوښ شوي دي.

په پليټ چمپين شيپ کې د لوبډلو مهال ويش په لاندې ډول دی:

لومړی پړاو

لومړۍ لوبه: افغانستان X پاپوانیوګيني

 دويمه لوبه: بنګلادېش X هانګ کانګ

درېمه لوبه: ايرلينډ X زيمبابوی

څلورمه لوبه: کاناډا X امريکا

۲۴ جنوري ۲۰۱۰

۲۴ جنوري ۲۰۱۰

۲۳ جنوري ۲۰۱۰

۲۳ جنوري ۲۰۱۰

۱۳ او ۱۴م مقام ټاکل

 د لومړۍ لوبې بايلونکی X د څلورمې لوبې بايلونکی

د دويمې لوبې بايلونکی X د درېمې لوبې بايلونکی

د پورته دوه لوبو ګټونکې لوبډلې

د پورته دوه لوبو بايلونکې لوبډلې

  ۲۵جنوري ۲۰۱۰

 

۲۵جنوري ۲۰۱۰

 ۲۷جنوري ۲۰۱۰

۲۷جنوري ۲۰۱۰

نيمه پايلوبه

د لومړۍ لوبې ګټونکی X د څلورمې لوبې ګټونکی

د دويمې لوبې ګټونکی X د درېمې لوبې ګټونکی

 

۲۵جنوري ۲۰۱۰

۲۶جنوري ۲۰۱۰

۱۱م او ۱۲م مقام ټاکل  د نيمه پايلوبې دوه پاتې لوبډلې  

۲۸جنوري ۲۰۱۰

پايلوبه (۹م او ۱۰م مقام ټاکل)  د نيمه پايلوبې دوه بريالۍ لوبډلې  ۲۸جنوري ۲۰۱۰