د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ايرلينډ ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه

خبري - څانګه 21.01.2010 06:42

نوري د نن ورځې ستوری و په ۸۵ منډو وسوځېدو خو ۲۳۴ توپونه یې ولوبول. ورته ويل شوي وو چې ځان لکه دېوال کلک کړي. شبير احمد نوري په جلال اباد کې په لارا مشهور دی.

نن افغانستان ايرلينډ ته د څلور ورځنۍ لوبې په پای کې تاريخي ماته ورکړه. افغانستان وکړای شول چې لوبه په ۷ ويکټو وګټي. د لوبو په اخر کې محمد شهزاد محمدي درې سر په سر څلوريزې ووهلې. دا بری په دې تاريخي دی چې دويم ځل دی افغانستان په کلکه د ايرلينډ په شان پياوړې لوبډلې ته ماته ورکوي. تر دې مخکې هم افغانستان  په ۲۰۰۹ کال کې ايرلينډ په يوه ورځنۍ لوبه کې مات کړی و خو هغه وخت ډېری شنونکي فکر کاوه چې افغانستان په هغه لوبه کې ښه قسمت لرلو. اوس ثابته شوه چې افغان لوبډله پياوړې شوې ده. له بله پلوه ایرلنډ په دا ډول سياليو کې تېرې ټولې  ۱۸ لوبې مسلسل ګټلي دي او دا لومړی ځل دی چې د ماتې سره مخ شول.

تاج ملوک راته د ټيلي فون په ليکه له سريلانکا څخه وويل چې د لوبډلې په استازيتوب ټول افغان ولست ته د دې تاريخي بري مبارکي وايي او هيله مند چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې له پاتې راتلو څخه وروسته به دافغانانو خفګان په خوښۍ بدل شوی وي.

د يادونې ده چې که افغانستان د انټرکانټننټل لوبو پايلوبه چې د نومبر په مياشت کې به په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي وګټي نو د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا به ورته سل زره ډالر انعام ورکول کېږي.

افغانستان په دې ترتيب د دې لوبې ټولې ۲۰ نمرې خپل کړې او په انټرکانټننټل جام کې یې خپلې نمرې ۴۳ ته ورسولې.

په انټرکانټننټل سيالۍ کې تر اوسه د لوبډلو نمرې په لاندې ډول دي:

لوبډله

کړې لوبې

نمرې

افغانستان ۳ ۴۳
سکاټلينډ ۲ ۲۹
زيمبابوی (دویمه درجه لوبډله) ۲ ۲۳
کينيا ۳ ۲۳
هالينډ ۳ ۱۵
ايرلينډ ۲ ۱۲
کاناډا ۳ ۰۳

 

دويمه پاڼۍ، څلورمه ورځ: مخامخ حال:

د ايرلينډ بيټنګ پای ته ورسېد. د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۰۲ منډې وکړې. په دې ترتيب ايرلينډ په ۱۳۳ منډو مخکې دی. افغان لوبډله به اوس بيټنګ کوي او د ګټلو لپاره ورته ۱۳۴ منډې په کار دي. له ايرلينډ څخه راته تاج ملوک وويل چې نن امکان لري چې ۳۳اوره نوره لوبه وشي. که افغانستان ۱۳۴ منډې وکړي نو ۱۴ نورې نمرې هم لاس ته راوړي چې ټولې نمرې به یې ۴۳ ته وخېژوي. 

تاج ملوک وايي چې لومړی به کريم خان صادق راځي او بريد به کوي، ورپسې به محمد شهزاد محمدي دويم بريد ته به راوځي.

نور حال په لاندې ډول دی:

د دې لوبه پوره سکور کارډ دلته ليدلای شﺉ:

هېواد

منډې

روان اور

سوځېدلي

افغانستان

۱۳۷

 پاتې اورونه ۲ ۳ (کريم صادق، شبير نوري، نور علي)

ايرلينډ

 ۲۰۲

 ۷۴

 ۱۰

ولاړ توپ وهونکي: محمد شهزاد او نوروز منګل

په دې لوبه کې افغان لوبډله: نوروز منګل، محمد نبي عيسی خېل، کريم خان صادق، حميد حسن، اصغر ستانکزی، دولت احمدزی، سميع الله شينواری، محمد شهزاد محمدي، نور علي، شاپور ځدراڼ، او شبير نوري.

د درېمې، دويمې او لومړۍ ورځو حال دلته ولولﺉ.