د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار تلويزيون د کرکټ د ملي لوبډلې لوبه ښيي

خبري - څانګه 19.01.2010 15:37

د ننګرهار ملي تلويزيون سې شنبې په ورځ ماښام په ۶:۳۰ بجو د آسيا د کرکټ د شورا د ۲۰/۲۰ اوريزو سيالو پايلوبه چې افغانستان له عربي متحده اماراتو څخه ګټلې وه ليدونکو ته وړاندې کوي.

دا لوبه به د چارشنبې په ورځ سهار د ۷ او ۹ بجو په منځ کې او له مازديګر په ۵:۱۰ بجو په تکراري ډول ښودل کېږي. د ACC T20 سيالي د تېر ډيسمبر په مياشت کې په اماراتو کې ترسره شوي دي.

ننګرهار تلويزيون به د لوبې د ښودلو په ترڅ کې په اماراتو کې له سيالۍ ګټلو وروسته د افغانانو خوښي او نمانځنه هم ښايي.


د ننګرهار تلويزيون ايمل شېرزاد د عربي متحده اماراتو د شيخ زايد په لوبغالي کې چېرته چې افغانستان له اماراتو پايلوبه وګټله.