غلبيل لوټې ته وايي چې تا كښې دوه سوړې دي
22.01.2010 08:29د ښاغلي هادي خالد د بريښنايي پتې نه راته د ښاغلي شيرين آغا جهانګير يوه انتقادي ليكنه راواستول شوه چې عنوان يې ؤ ( په خپله په پښتو نه پوهيږو ، نو ولى بايد له نورو نه ګيله وكړو؟ ) ښاغلي جهانګير زما په ليكنه " پښتنو بيړۍ مو غرقييږي " يو څو انتقادونه كړي وو . ما يو لنډ ځواب وليكه او خالد هادي حيدري صاحب ته چې د بينوا د ويب سايټ مسؤل دى واستوله. نن سهار چې مې د ټول افغان پاڼه وليده نو كورم چې د جهانګير صاحب انتقادي ليكنه په سايټ كښې خپره شوې ده. زه حيران شوم چې ده ولې داسې كار كړى دى او مطلب به يې څه وي. په دې كښې مې سترګې دده په نوم ولكيدې . ده د پوهاند محمد داوود ميركي يو اثر چې ( په افغانستان كښې د متحده ايالاتو د ماتې اتومي ) نوميږي په پښتو ژباړلى دى. ددې ژباړې يو څو كرښې مې ولوستې نو ډيرې غلطۍ راته په سترګو ښكاره شوې . بيا مې دده يوه بله ژباړه ولوسته چې ښاغلي قريب الرحمن سعيد د ( د جنورۍ د 28 غونډه ، خوشبينۍ او مايوسۍ ) تر سرليك لاندې ليكلې ده. ددې ژباړې يو مخ مې ولوست نو ډيرې تيروتنې او غلطۍ مې پكښې وموندلې . دا زما اخلاق نه دي چې د چا د ليكنې غلطۍ راوباسم او په انټرنت او رسنيو كښې يې خپرې كړم. د جهانګير صاحب نيوكه داده چې ما په خپله ليكنه كې د پښتو كلمو پرځاى دري كلمې كارولي دي. اوس به زه هغه ليكنه چې ما دده د انتقاد په ځواب كښې ليكلى او ښاغلي حيدري صاحب ته مې ليږلې ده ، تاسې د ټول افغان درنو لوستونكو ته وړاندې كړم او بيا به د جهانګير صاحب په ژباړه كښې يو څو غلطيو ته اشاره وكړم چې دده دژباړې په يو مخ كې موجودې دي.
محترم ورور ښاغلى خالد هادي حيدري صاحب
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
ستاسې له آدرس نه راته يوه ليكنه راورسيده چې زما په پښتو ليكنه كښې يې د دري په كلمو انتقاد كړی دى . غواړم ستاسې له لارې ورته ځواب وركړم.
ورورجانه !
ليكنه زما ده او په ما پورې اړه لري. دا زما د ليكلو سبك دى . زه په خپله ليكنه كښې دري او عربي كلمات ډير استعمالوم . دا ددې لپاره چې غواړم زما په ليكنه دري ژبي هيوادوال هم پوه شي او هغه ولولي . زما ليكنې ددري ژبو دوستانو لخوا د تقدير وړ ګرځيدلي دي.
په فارسي ژبه كښې له 50% فيصدو نه زياتې كلمې عربي كلمې دي . ايرانيان نه غواړي چې دا كلمې بدلې كړي . عربي د قران ژبه ده په كومه ژبه كښې چې د قرآن دژبې كلمې دننه شوي دي د هغې ژبې ارزښت او ښائست زيات شوى دى . افغانان په خپلو اولادونو عربي نومونه ايږدي ، لكه عبدالرحيم ، عبدالله ، عبدالحق ، عبدالوهاب ، عبدالهادي ، فضل الله ، او نور . دا د څه دپاره ؟ دا ددې د پاره چې دا اسماء الحسنى دي او په دې نومونو كښې بركت پروت دى كه داسې نه وې نو ټولو به په خپلو اولادونو ښائسته ګل ، زيړ ګل ، بادام ګل نومونه ايښودل. حديث شريف دى چې اولاد ونه په مور او پلار ډير حقونه لري ، له هغو حقونو څخه يو حق دادى چې ښه اسلامي نومونه ورباندې كيږدي.
زمونږ ځيني ژب پوهان د فارسي او عربي مروجو كلمو پر ځاى داسې نوې نا مانوسه كلمې پيدا كوي او استعمالوي چې د ژبې خوند خرابوي او د ژبې ويونكو ته ستونزې پيدا كوي. په پښتو ژبه كښې ډير شمير عربي كلمې شته چې هغه د ژبې برخه ګرځيدلي دي.
زما هغه پښتو خوښه ده چې پكښې ساده كلمې و كارول شي . ارواښاد رشتين بابا به ويل چې پښتو ژبه تكميل شوې ده ، ښايي چې علمي ، ساينسي ، سياسي او طبي كتابونه وليكل شي او له نورو ژبو نه كتابونه په پښتو ترجمه شي.
زما په ليكنه كښې املائي تريوتنې چې انتقاد كوونكي ورباندې انتقاد كړی دى ، بايد ووايم چې دا عمدي نه دي بلكې زه خپله ليكنه پخپله كمپوز كوم ، متأسفانه چې زه په كمپوز كښې ستونزې لرم .
په وزيرانو انتقاد :
ښاغلي جهانګير ليكلي دي " چې رشتين صاحب په وزيرانو انتقاد كړی دى." بايد ووايم چې په وزيرانو انتقاد زما خپل انتقاد دى . دا په چا پورې اړه نلري . دا زما خپل نظر دى . هر سړی آزاد دى چې خپل نظر څرګند كړي. ما چې انتقاد كړی دى هغه د پښتنو او پښتو سره د خواخوږۍ له امله دى او همداشان د كرزي صاحب د نيك نامۍ د پاره دى.
لره پښتونخوا كښې پښتانه :
نوموړي بل ځاى ليكلي دي چې " په لره پښتونخوا كښې په پښتنو ظلمونه كيږي ، هغوي هم بايد وژغورل شي ."
دده په ځواب كښې بايد وايم چې پښتانه كه لر دي او كه بر ، ټول پښتانه دي . د پښتون قام او پښتو ژبې د ژغوورلو د پاره مبارزه د ټولو پښتنو مسؤليت دى . زما په ليكنه د انتقاد كوونكي دا خبره په موضوع پورې څه اړه نلري.
له انتقاد كوونكي څخه غواړم چې په خپل كار پورې كار ولري.كه زما ليكنې يې نه خوښيږي نو ضرورت نشته چې هغه ولولي . زما ليكنې د بينوا په سايټ كښې نشريږي او د لوستونكو لخوا تقديريږي. ويسا ON LONE يې خپروي ، د ويسا ورځپاڼه يې نشروي ، د وحدت ورځپاڼه يې له سايټ نه اخلي او په ورځپاڼه كښې يې نشروي ،په دعوت او نور و جريدو كښې هم نشريږي.
زه انتقاد كوونكى نه پيژنم او نه ورسره اړيكې لرم . بيا هم ورڅخه هيله كوم چې له خپل كار سره دې كار لري . هر څوك چې څه ليكي او په كوم هدف يې ليكي هغه د ليكونكي مسؤليت دى هيله ده چې هر سړى خپل مسؤليت وپيژني.
په درناوي
فضل الله رشتين
اوس به د ښاغلي جهانګير صاحب د ژباړې د يوه مخ غلطۍ او تيروتنې وكورو
د جنورۍ ( 28) غونډه ، خوشبيني او مايوسۍ
( دا بايد خوشبينۍ او مايوسۍ ) وي د خوشبيني (ى) سمه نه ده.
ليكوال : قريب الرحمن سعيد
ژباړن : شيرين آغا جهانكير
د جهانكير صاحب په ژباړه كښې زما په نظر
1- اشغالګر نيوونكي
2- كال وو كال ؤ
3- تلفات زيانونه - تاوانونه
4- نسبت پرتله
5- سګ كال ( سګ سپي ته وايي ) سږ كال
6- درې چنده درې برابره
7- فوځي ( قاموس كې نشته) نظامي - عسكري
8- بديجې بوديجې - سپما
9- نيستي نيستۍ
10- ميلياردو ملياردو
11- هيوادونه لخوا هيوادونو له خوا
12- بې كفايتي ناوړتوب
13- خطر بيره - ويره
14- رجيم رژيم - نظام
15- نوي كابينې نوې كابينې
16- سكورو سكرو
17- څهرې څيرې
18 ويل شوې وه ويل شوي وو
19- 30000 سرتيري يې د جنګ ډګر ته وليږه. 30000 ستيري يې د جنګ ډګر ته وليږل
20- ناممكنه ناشونې
21- ددی نه بر علاوه له دې نه بر سيره
22- د دواړ غاړو ددواړو خواو
23- پروپاګنډ ( انګيسي كلمه ده ) تبليغات ( عربي ده ) خو بهتره ده چې تبليغات د پروپاكنډ پر ځاى وكارول شي.
24- تروريستانو ډار اچوونكي - ترهګر
25- ټرمينالوژي ( انګريزي) اصطلاحات ( عربي - فارسي )
26- انجام شوي دي سرته رسيدلي دي
داد جهانګير صاحب د ژباړې په يوه صفحه كښې كلمې وې ، چې زما په نظر سمې نه دي په ټوله ژباړه كښې په سل هاو غلطۍ او تيوتنې شته
. كه زما نظر سم نه وي نو بيا هم بخښنه غواړم.
زه هيڅكله دا كار نه كوم او نه هم يو ليكوال ته ښايي چې د بل ليكوال په ليكنه كښې د پښتو او غير پښتو د كلمو په كارولو انتقاد وكړي او هغه په سايټونو كښې خپور كړي. هر ليكونكې ځانته سبك لري .
په يوه سياسي موضوع كښې هم هر سياست پوه خپل نظر لري . يو سياست پوه بايد د بل سياست پوه د نظر احترام وكړي.
كه څوك يو اثر ليكي ، نو هغه اثر خلك لولي . كه په هغه اثر باندې څوك تبصره كوي او يا نظر وركوي نو دا ښه خبره ده ، بايد چې نظر وركړشي او تبصره وشي .
ګرچه زه نه غواړم د پوهاند محمد داوود ميركي د اثر په ژباړه چې دجهانكير صاحب له خوا شوې ده څه وليكم ، ځكه چې زه ورته وخت نه لرم ، خو كه ضرورت ورته پيدا شو نو بيا به دا كار وكړم.
زما د ليكلو سبك او خوږ والى زما پلار رشتين بابا منلى او خوښ كړى ؤ ، زه د اتلسو كالو وم چې ما به ادبي ټوټې او كيسې ليكلى ، په زيري ، كابل مجله ، ژوندون مجله ، پښتون ږغ مجله كښې به نشريدل ، د پښتو ټولنې غړو او ليكوالو به هغه ستايل ، په هغو ليكوالو او پوهانو كښې خداى بخښلى عزيزالرحمن سيفي ، خدايبخښلى محمد دين ژواك ، خداى بخښلى پوهاند دوست ، خدابخښلى معتمد شيونارى او نور شامل وو. زه د شلوكالو په عمر كويټ ته راغلم ، دلته د كويټ په پوهنتون كې مې لوړې زده ګړې سرته ورسولى ، كله چې مې په كال 1979 م كښې زده ګړې پاى ته ورسولې نو په كويت كښې پاتې شوم ، كابل ته ستون نه شوم ځكه چې هلته كمونستي نظام په قدرت كښې ؤ ، پلار راته احوال راكړ او راته يې وليكل چې "كابل ته مه راځه او هلته په كويټ كښې پاتې شه." ما څلورويشت كاله د كويت د پوهنې او لوړو زده كړو په وزارتونو كښې د انګريزي ژبې د استاد په حيث چې زما رشته وه كار وكړ . په 2004 كال كښې د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت له خوا په كويت كښې د افغانستان د سفارت لومړی سكرتر وټاكل شوم ، بيا پكښې قنسل او د سفير مرستيال شوم . دا يو كال كيږي چې وظيفه مې دلته ختمه شوې ده. كابل ته لاړم ، هلته مې شپږ مياشتې په وزارت كښې كار وكړ . وزارت د افغانستان د باندنيو چارو وزارت نه ؤ بلكې د سپنتا وزارت ؤ . پښتنو پكښې د چپړاسي حيثيت نه درلود . وضع مې خوښه نه شوه ، د مريضۍ رقه مې پريښوده او كويت ته راغلم . اوس نو انتظار وباسم چې څه بدولونه به راځي.
جهانګير صاحب خو د رشتين بابا د شاګردانو په شاګردانو كښې راځي. ما دا څو يادونې د جهانګير صاحب د معلوماتو په خاطر وكړې . زما هيله داده غلبيل دې لوټې ته نه وايي چې په تا كښې دوه سوړې دي.

