د افغانستان لپاره د اوباما په نوې استراتيژۍ كې مهم ټكي (شپږمه برخه)
26.12.2009 14:37افغانستان دوهم وينام نه دى :
د افغانستان د پاره د باراك اوباما د نوې ستراتيژۍ په خطاب كښې شپږم مهم ټكى دا ؤ چې افغانستان دوهم ويتنام نه دى.
زما په نظر د اوباما دا خبره په لاندنيو دلايلو سمه او منطقي ده :
1- په افغانستان كې له امريكې سره 43 نور هيوادونه شريك دي. د امريكې ماته به د 43 هيوادو ماته وي او دا هغه څه دي چې په منطقي لحاظ هم د منلو وړ خبره نه ده.
2- پخوانى شوروي اتحاد له مينځه تللى او شپاړس ټوټې شوى دى ، اوس هغه پخوانی دبدبه او قوت نه لري چې په افغانستان كښې له خپلو پلويانو سره مرسته وكړي ، هغوي قدرت ته ورسوي او امريكې ته شكست وركړي. سوړ جنګ پاى ته رسيدلى دى ، روسيه او غربي نړۍ سره دوستانه اړيكې لري ، كوم لوى جنجال يا تشنج په مينځ كښې نشته.
4- د افغانستان پخواني كمونستان او دپخواني شوروي اتحاد پلويان نن په هيواد كښې او په خاص ډول په كابل كښې موجود دي او له شمير پخوانيو مجاهدينو سره يو ځاى د يو چت لاندې كار او ژوند كوي ، د استاد رباني په متحده جبهه كښې پخواني كمونستان ځاى لري . هلته څوك په ښكاره ډول د امريكې او غربي هيوادو خلاف خپل غږ اوچتولى نه شي ، بلكې خپل خير په دې كښې ويني چې چپ پاتى شي. پخواني كمونستان په دولت كښې ، په حكومت كښې او پارلمان كښې هم شتون لري. دا په هيواد كښې د امريكى اود غربي هيوادو نظامي موجوديت او له حكومت څخه د سياسي حمايت زور دى چې پخواني دښمنان يو ځاى سره ناسته پاسته كوي ، كه دا زور نه وې نو دوي به هيڅكله سره يو ځاى شوې نه وې.
5- يو وخت ؤ چې يو شمير جهادي رهبرانو اعلحضرت ظاهر شاه ته ښه نظر نه درلود او حتى نعوذ بالله هغه ته يې كافر ويل . خو دا د امريكې او غربي نړۍ زور ؤ چې همهغو رهبرانو ظاهر شاه ته ددوشتۍ لاس وركړ ، ستړي مشي يى ورسره كړل او ميلمستياوې يې ورته وكړې.
5- روسيه او د منځني ختيځ نور هيوادونه په اقتصادي او نظامي برخو كښې د امريكې او غربي نړۍ همكارى ته ضرورت لري ، زياتره شرقي هيوادونه د ناټو په پيمان كښې شامل دي او قواوې يې له امريكايي قواو سره په افغانستان كښې شتون لري.
6- طالبان امريكائيانو ته ماته نه شي وركولى ، ځكه چې د يو شمير طالبانو تر شاه پاكستان ولاړ دى او د پاكستان تر شا امريكه او نور غربي هيوادونه ولاړ دي.
كه په افغانستان كښې په امريكه فشار راشي او له دې هيواد څخه د خپلو قواوو ايستلو ته اړ شي نو افغانستان به يو ځل بيا پاكستان ته وسپارل شي چې دخپلو پلوي طالبانو په ذريعه يې اداره او تر خپل غير مستقيم كنترول لاندې يې ولري. ( البته دا يو تحليل دى)
7- كه امريكه او ناټو خپلې قواوې له افغانستان څخه بهر كړي نو د جنكسالارانو او بيلابيلو ډلو تر مينځ به د قدرت په سر جكړې پيل شي او د اويايمې لسيزې سيناريو به تكرار شي.
8- د القاعدې تنظيم د افغانستان له خاورې څخه په امريكا د سبتامبر د 11 حملې وكړې ، تر څو چې القاعده په سيمه كښې وجود ولري نو امريكه به همدلته وجود ولري.
9- كله چې روسانو په افغانستان كښې ماته وخوړه نو امريكې او غربي هيوادو هم افغانستان ته شاه كړه ، نتيجه يې دا شوه چې په هيواد كښې د مجاهدينو د بيلابيلو تنظيمونو او ګروپونو تر مينځ خپلمنځي جكړې پيل شوې ، كابل په ګنډواله بدل شو ، په زرهاو بيګناه خلك په قتل ورسيدل ، په لك هاو بى كوره شول او يوه تراژيدي مينځ ته راغله . بالأخره طالبان راغلل ، كابل يى ونيو ، دالقاعدې تنظيم ته فرصت په لاس ورغى ، خپلې ځالى يې په افغانستا كښې ټينګې كړې . په امريكه كښې د سبتامبر د 11 واقعه پيښه شوه ، امريكه له القاعدې له تنظيم څخه د انتقام د اخيستلو په بهانه په افغانستان حمله وكړه او د طالبانو حكومت يې نسكور كړ. اوس امريكه بيا هغه تير وتنه نه كوي.
10- دا دامريكې او غربي نړي زور دى چې حامد كرزى د جمهوري رياست په قصر كښې ناست دى. كه دا زور نه وې نو جنګسالارانو به يوه ورځ هم هلته پرې ايښی نه وې . سره له دې چې امريكه او نور غربي هيوادونه د كرزي صاحب سره ولاړ دي خو بيا هم څرنګه چې له حالاتو څخه ښكاري او په سترګو ليدل كيږي كرزى صاحب هر كار د جنګسالارانو په خوښه كوي. دا يوه لويه اشتباه او بدبختي ده . په نوې كابينه كښې جنګسالارانو ته ډير اهميت وركړ شوى دى ، چې دا كار د افغانستان د راتلونكي د پاره نيك فال نه ګڼل كيږي. .
11- كه امريكه او نور متحدين يې په افغانستان كښې وجود ونلري نو افغانستان به بيا د كاونډيو هيوادو تر مينځ د بزكشۍ په ميدان بدل شي.
12- دوينام ملت د آزادۍ نه پس دا قدرت او اهليت درلود چې په اتحاد ، اتفاق ، هوښيارۍ ، بيدارۍ ، پوهې او لياقت سره خپل هيواد جوړ او آباد كړي. نن ويتنام د يو پرمخ تللي او مترقي هيواد په نوم پيژندل كيږي. مونږ افغانانو روسانو ته د شكست وركولو نه پس په دى ونه توانيدو چې هيواد آباد او ودان كړو . مونږ د جنګ په ميدان كې تكړه توب وښود خو په سياسي ډكر كښې پاتې راغلو. مونږ متأسفانه خپل د وطن د آبادولو پرځاى هغه ويران كړ.
زما په نظر د افغانستان د پاره د اوباما د نوى ستراتيژۍ له مخې امريكه په افغانستان كښې شكست نه شي منلى ، امريكه او متحدين به يې ترهغې په دى هيواد كښى موجوديت ولري تر څو چې :
* د افغانستان اردو او ملي پوليس په خپلو پښو دريدلي نه وي چې وكولاى شي خپله دفاع په خپله وكړي.
* د طالبانو او القاعدى خطر له مينځه تللى نه وي
* جنكسالاران كمزوري شوى نه وي .
* د اداري فساد د له مينځه تللو پروسه پر مختك كړی نه وي.
* د مخدره موادو د كر كيلى او تجارت مخه نيول شوى نه وي.
دا پورتنۍ خبرى هغه خبرى دي چې عملي كيدل يى د يو ضعيف حكومت په موجوديت كښې امكان نه لري. ددې خبرو عملي كول يو قوي حكومت ته ضرورت لري.
امريكه او متحدين به يې هغه وخت په افغانستان كښې خپل نظامي موجوديت ته خاتمه وركړي چې مطمئن شي په دې هيواد كښې ددوي يو پلوي پياوړی دولت په خپلو پښو دريدلى دى.

