د كرزي صاحب كابيه او په هيواد كښې سياسي بحران
12.01.2010 17:05كله چې څو ورځې د مخه د افغانستان د جمهور رئيس حامد كرزي لخوا پارلمان ته نوې كابينه د مارشال فهيم لخوا معرفي شوه نو د 24 وزيرانو له ډلې نه 7 اوه تنه وزيران په دې بريالي شول چې د اعتماد راىې لاس ته راوړي . پاتې اوه لس تنه نور نوماند وزيران د ملت د نمايندګانو لخوا رد شول.
د جمهور رئيس وياند ښاغلي وحيد عمر په يو بيان كښې چې د تلفزيون له لارى خبور شو، وويل : " موضوع رد شدن هفده تن از وزيران معرفي شده از طرف ولسي جرګه رئيس جمهور را نګران ساخته است اما اينبار با مشورت هاو تفكر زياد وزيران جديد را به پارلمان معرفي خواهد كرد."
دادى له مشورو او ډير تفكر نه پس شپاړلس نوي وزيران پارلمان ته معرفي شول او په څو راتلونو ورځو كښې به ورته د ملت نمايندګان د تائيد يا نه تأئيد رايې وركړي.
اول ځل د كرزي صاحب 24 نفري كابينه د جمهور رئيس د لومړي مرستيال مارشال صاحب لخوا پارلمان ته معرفي شوه ، چې له هغې جملې نه اوو وزيرانو د اعتماد رايې تر لاسه كړې او دا ځل 16 شپاړلس تنه كانديد وزيران د جمهور رئيس د ددوهم مرستيال خليلي صاحب لخوا معرفي شول ، معلوم به شي چې له دې ډلې نه به څو تنه د اعتماد رايې لاس ته راوړي .
داسې ويل كيدل چې كيداى شي كرزى صاحب د پارلمان څخه د رد شويو وزيرانو له ډلې نه يو څو تنه بيا هم پارلمان ته معرفي كړي خو څرنګه چې ليدل كيږي په نوي معرفي شوي لست كښې د هغوي له ډلى نه ديو تن نوم هم وجود نلري . دا كار كيداى شي په لاندنيو دلايلو شوى وي.
1- رد شويو وزيرانو به له ځان سره فكر كړی وي چې كه د دوهم ځل دپاره د كرزي صاحب لخوا پارلمان ته معرفي شي نو امكان لري چې بيا هم د تائيد رايې لاس ته رانه وړي . او كه دا ځل د تأئيد رايى لاس ته رانه وړي نو په شرمو به وشرميږي او بيا به له چا سره سترګې هم نشي لكولاى. شايد په همدې دليل دوي د بيا معرفي كيدو څخه معذرت غوښتى وي .
2- كرزي صاحب شايد فكر كړاى وي چې دا وزيران د پارلمان لخوا يو ځل رد شوي دي او كه بيا يې معرفي كړي نو شايد بيا هم رد شي.
3- كرزي صاحب ته دده د مشاورينو لخواد وزيرانو په ټاكلو كښې د غلطو مشورو وركول .
د كريم خليلي لخوا پارلمان ته د شپاړلسو كانديد وزيرانو معرفي :
د جمهور رئيس دوهم مرستيال كريم خليلي شپاړلس كانديد وزيران معرفي كړل .
به لست كې داسې كانديد وزيران هم وجود لري چې له جمهور رئيس سره يې له نژدې نه ليدلي او نه يې ورسره خبرې كړي دي.
په كاندين وزيرانو کښې زياتره وزيران ددې وړ نه دي چې د وزارت په څوكۍ كښيني او د وزارت چارې اداره او هغه وچلوي . په دې كسانو كښې ډير واړه واړه اشخاص دي چې له خولو نه يې لا تر اوسه د شودو بوي خي . دوي د مديريت او رياست د دندو د چلولو توان هم نه لري . همداشان په لست كښې داسې سپين ږيري كانديد وزيران هم ليدل كيږي چې شايد په څوكۍ باندې ورته په ناسته خوب ورشي.
سياسي تحليل كوونكي اټكل كوي چې شايد له دغو وزيرانو څخه له 10-20% پورې وزيران د اعتماد رايې لاس ته راوړي او نور به يې رد شي. . كه دا وزيران رد شي نو بيا به دريم ځل د پاره نوي وزيران څوك پارلمان ته معرفي كوي . جمهور رئيس دريم مرستيال هم نلري.
د اسې څرګنديږي چې كرزى صاحب د ډيرو فشارونو لاندې دى او خيال كيږي چې د نويو وزيرانو په ټاكلو او معرفۍ كښې د جمهور رئيس لومړي او دوهم مرستيال رول درلولى دى .
دا خبرې هم اوريدل كيږي چې امكان لري كرزى صاحب به شايد د ډير فشار په وجه دې ته حاضر شوى وي چې د جمهوري رياست نه تير شي خو امريكائيانو او اروپائيانو به راټينګ كړى وي او ورته به يې ويلي وي چې خپل كارته د يوى لويې جرګې تر دايريدو ادامه وركړي . ځكه چې كه چيرې كرزى صاحب په دى حساس او نازك وخت كښې قدرت پريږدي نو تشنج به مينځ ته راشي او سياسي اوضاع به ګډه وډه شي. امريكائيان او اروپائيان په ډير احتياط سره قدمونه مخ په وړاندې ايږدي
د كرزي صاحب د كابينې بحران بين المللي ټولنې ته درد سر پيدا كړى دى . همداشان داخلي وضع يې هم له عدم استقرار سره مخامخ كړې ده.
د بين المللي ټولنې او كرزي صاحب تر مينځ د اعتبار او اعتماد موضوع جدي ده . امريكا او اروپائي ټولنې له كرزي صاحب څخه په وار وار غوښتي دي چې د كابينې د وزيرانو په ټاكنه كښې له غور او دقت څخه كار واخلي او داسې وزيران وټاكي چې كار پوه او مسلكي وي ، په فساد كښې يې لاسونه ککړ نه وي ، خو د معرفي شويو كانديد وزيرانو څخه ښكاري چې زياتره كانديد وزيران د امريكې او اروپائي ټولنې د تائيد وړ نه دي . كله چې وزيران د هغوي د تأئيد وړ نه وي نو ښكاره ده چه د مرسته كوونكونكو هيوادونو او ددغو وزيرانو تر مينځ به د همكارۍ او تفاهم فضا خړه پړه وي او دا هغه څه دي چې بين المللي ټولنې ته د منلو وړ نه دي.
پارلمان او نوي وزيران :
اوس پنډوس بيا هم د پارلمان په ميدان كښې دى. د ولسي جرګې اكثر وكيلان د حالاتو په نزاكت پوهيږي . دوي حالات څيړي او بيا په فكر سره قدم په وړاندې اخلي . يو شمير وكيل صاحبان په كابل كښې د باندنيو هيوادو له سفيرانو سره اړيكې لري ، دوي له هغو سره ليدنې كتنې كوي ، مشورې كوي او د بين المللي ټولنې له سياستونو او پلانونو څخه ځانونه خبروي . كوم وزير چې د امريكى او نورو مرسته كوونكو هيوادو د تائيد وړ نه وي هغوي ته مشكله ده چې په اوسنيو حالاتو كښې له پارلمان څخه د تأئيد رايې واخلي.
د لندن كنفرانس :
د افغانستان د پاره د لندن كنفرانس د جنورۍ د مياشتۍ په 28 په لندن كښې دايريږي . دى نيټې ته ډيرې لږې ورځې پاتې دي . تر اوسه پورې د كرزي صاحب كابينه تكميله شوې نه ده . يواځې اوو ورزيرانو چې د كابينې 30% فيصده وزيران تشكيلوي ، له پارلمان څخه د اعتماد رايې اخيستي دي. كه د جنورۍ تر 28 پورې كانديد وزيران له پارلمان څخه د اعتماد رايې تر لاسه نكړي نو كرزى صاحب به له لويې ستونزې سره مخامخ شي . حتى كه چيرې د نويو كانديد وزيرانو له ډلې څخه يو څو تنه د اعتماد رايې تر لاسه كړي بيا هم مشكل نه حل كيږي.
ويل كيږي چې د لندن په كنفرانس كښې به د شپيتو نه د زياتو هيوادو د باندنيو چارو وزيران حضور ولري . دا وزيران به له پوره چمتوالي سره خپلې خپلې اجنداوې له ځان سره لري. د افغانستان د باندنيو د چارود وزير داكټر سپنتا پر ځاى داكټر زلمى رسول دى پست ته معرفي شوى دى . اوس معلومه نه ده چې ښاغلى زلمى رسول به له پارلمان څخه د اعتماد رايه تر لاسه كړي او كه نه ؟ كه د اعتماد رايه تر لاسه كړي نو د اوړو پوزه به جوړه شي او كه تر لاسه يې نه كړي نو كرزى صاحب به بيا هعم له لوى مشكل سره مخامخ شي.
د كرزي مخالفين :
د كرزي صاحب د كابينې موضوع ، په هيواد كې سياسي بحران پيدا كړى دى او له دې بحران څخه دده مخالفين ګټه پورته كوي .
يو شمير كانديد وزيران د جنكسالارانو لخوا معرفي شوي دي ، كه دا كانديوزيران بياهم داځل له پارلمان څخه د اعتماد رايې تر لاسه نكړي نو دا كار به كرزي صاحب ته درد سر پيدا كړي . كيداى شي چې هغه جنكسالاران چې له كرزي صاحب سره يې ائتلاف كړی نا اميده شي او د خپلو ګټو د تامين په خاطر د ډاكټر عبدالله عبدالله دروازه وټكوي او له هغه سره ائتلاف وكړي.
د كرزي مخالفين له يوې خوا بين المللي ټولنې ته دا تلقين وركوي چې كرزى صاحب د بين المللي ټولنې د غوښتنو خلاف پارلمان ته د جنګسالارانو په مشوره د هغوي د تائيد وړ وزيران معرفي كوي او له بلى خوا جنګ سالارانو ته داسې خبرې په ذهن كښې اچوي چې كرزى صاحب د ملت د نماينګانو په ذريعه تاسې ناكاموي . د كرزي مخالفين په عين وخت كښې پوهيږي چې كرزى صاحب د جنكسالارانوپه حلقه كښې كير دى او ځان ترينه خلاصولاى نه شي . هرڅومره چې كرزى صاحب جنګسالاران ته نژدې كيږي او په هغوي اعتماد كوي ، په هغومره اندازه دده او د بين المللي ټولنې ترمينځ واټن زياتيږي او د هغوي له همكاريو څخه بې برخې كيږي. دا هغه څه دي چې د كرزي مخالفين يې هيله لري. .
كه د كابينې بحران حل نه شي نو بيا به څه وشي؟
كه د كرزي صاحب د كابينې بحران حل نه شي نو لاندني احتمالات به عملي شي:
1- كرزى صاحب به مجبور شي چې له ډاكټر عبدالله سره يو مشترك حكومت تشكيل كړي چې 50% وزيران پكښې د ډاكټر عبدالله لخوا معرفي شي.
د افغانستان او پاكستان د پاره د امريكې ځانګړي استازي ښاغلي هالبروك دا خبره كړې ده چې افغانستان يواځې په حامد كرزي پورې محدود نه دى بلكې يوه لويه ساحه احتوا كوي . ددې خبرې مقصد همدا دى چې د افغانستان ستونزې او مشكلات په يو سړي نه حل كيږي او نه يې يو سړى حل كولاى شي. شايد د هالبروك اشاره دى ته وي چې كرزى بايد له خپلو سياسي رقيبانو سره يو تفاهم ته ورسي. د افغانستان د پارلمان لخوا د كرزي لخوا د كانديد وزيرانو رديدل ددې خبرې ثبوت دى چې امريكه او د امريكې پلويان دداسې يو حكومت د جوړيدو مخالف دي چې جنګسالاران پكښې لوى لاس ولري . د تيرو اتو كالونو تجربو دا ښودلې ده چې داسې حكومتونه موفق كيداى نه شي. داسې حكومتونه په هيواد كښې اداري فساد له مينځه وړلى نه شي او نه هم د امنيت د پاره كوم كار كولاى شي.
2- لويه جرګه :
كه چيرې په حالاتو كښې بدلون رانشي او كرزى صاحب له خپلو سياسي رقيبانو سره د حكومت دارۍ په سر يو توافق ته ونه رسي نو ډير امكان لري چې بين المللي ټولنه د يوې اضطراري لويې جرګې د جوړلو مفكوره وړاندې كړي. ډير امكان لري چې په دې موضوع به د افغانستان د پاره د لندن په كنفرانس كښې جدي خبرې وشي چې ددې مياشتې په 28 په لندن كښې دايريږي.
. ډير امكان لري چې امريكه او بين المللي ټولنه به د كرزي صاحب په رياست او موجوديت د لويې جرګې د جوړلو پلان عملي كړي. په لويه جرګه كښې به د افغانستان د راتلونكي د پاره خبرې او تصاميم ونيول شي.

