د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا ځل بيا په كنړ كښې يوه بله غميزه

الحاج فضل الله رشتين 03.01.2010 20:01

د امريكائي قواو په هوايي بريد كښې يو شمير نور د هيواد ملكي وكړي شهيدان شول . دا ځل د كنړ د نرنګ د ولسوالۍ وار ؤ . دا سلسله روانه ده او پاى نه لري. زه چې داسې واقعات وينم نو زړه مې لكه د هر با احساسه ، په هيواد او هيوادوالو مين أفغان زړه ټوټې ټوټې شي . وايم چې كله به د ړندو بمباريو دا سلسله پاى ته ورسي ، كله به په هيواد كښې د سولې او امنيت ګلونه وغوړيږي ، كله به زمونږ مظلوم خلك د آرام او هوسا ژوند خاوندان شي ، كله به ددوي اولادونه او بچيان په آرام فكر په ښونځيو او پوهنتونو كښې د تعليم او تحصيل له خواږه نعمت څخه په ښه شان برخورداره شي. كله به دوي په عادي ډول د بمباريو له خطر پرته په آرامه فضا كښې خپل ورځني كار ونه او چارې پر مخ بوځي .
کله چې په كال 1978 م كښې په كابل كښې د نور محمد تركي په مشرۍ د روسانو كوډاكی حكومت مينځ ته راغى نو ددغه كمونيستي نظام په مقابل كښې افغانانو حساسيت و ښود او د مقاومت بيرغ يې د هيواد په غرو او رغو ، په هر ښار او هر كلي ، په هر كور په رپا راوست ، مونږ ته په ياد دي چې د روسانو په مقابل كښې لومړی پاڅون د كنړ با غيرته او مجاهدو خلكو وكړ ، د پخواني شوروي اتحاد هوايي قواو په لومړي ځل د 1357 لمريز كال په اوړ ي كښې په كنړ ونو بمباري وكړه او د بمباريو دا سلسله له هغه ځاى نه پيل او د هيواد نورو سيمو ته ورسيده.
افغانانو دوه لسيزې د روسي يلغلكرو قواو په وړاندې مقدس جهاد وكړ ، هغوي ته يى ماته وركړه او په جهان كښې يې يو ستر نوم وكاټه. غربي نړۍ د روسانو له شر څخه خلاصه شوه . امريكې د افغانانو په زور او طاقت له شوري اتحاد څخه په ويتنام كښې د خپلې ماتې انتقام واخيست . اوس امريكه او ناټو ددې پر ځاى چې د افغانانو شكر ګذار وسي او ددوي قدر او عزت وكړي برعكس په بې ګنا افغانانو د بمباريو په كولو ددوي حيثيت ، ددوي عزت ، ددوي وقار تر پښو لاندې كوي .
زمونږ بيګناه خلك د القاعدې د تنظيم مسؤليت په غاړه نه لري ، زمونږ شريف خلك د القاعدې د تنظيم سره اړيكې نه لري. زمونږ خلك هسې بې له كوم سبب او بې له كومې ګناه په اور كښې سوزي. دا اور د پښتنو په سيمو كې بل دى او څوك يې د خاموشه كولو هڅه نه كوي ، كه هڅه هم وكړي نو مخه يې نيول كيږي ، په دې اور كښې پښتانه سوزي او كه څوك ددې اور د مړ كولو كوشش وكړي نو هغه ناكامه ګرځول كيږي. دا د پښتنو د بد خواهانو او دښمنانو كار دى چې نه غواړي پښتانه سر اوچت كړي.
د امريكى جمهور رئيس باراك أوباما او همداشان په افغانستان كښې د امريكائي او ناټو د ګډو قواو قوماندان مايك كريستال ويلي وو او د افغانستان ملت او بين المللي ټولنې ته يې دا ډاډ وركړی و چې په افغانستان كښې به د ملكي خلكو د وژنې مخه نيول كيږي. ددوي دا ډاډ هسې هوائي ډاډ دى ، د دوي وعدې هسې هوائي وعدې دي ، رښتينى اوواقعي بنسټ نه لري.
د افغانستان په پارلمان كښې د ولسي جرګې غړو د كنړ د غمجنې پيښې غندنه وكړه او د اعتراض په موخه په ولسي جرګه كښې د ننګرهار ، کنړ ، لغمان او كاپيسا د ولايتونو استازي د ولسي جرګې له تالار څخه ووتل . څومره به ښه وې كه په ولسي جرګه كښې د افغانستان د ټولو ولايتونو نمايندګانو د دغې ببمارۍ د اعتراض په خاطر له تالار څخه وتلې وې . څومره به ښه وې كه د ولسي جرګې رئيس قانوني صاحب د ولسي جرګې جلسه معطل كړې وې .
كنړ د افغانستان د بدن يو غړى دى . كه د بدن په يو غړى تكليف را شي نوښكاره ده چې ټول بدن ورسره د درد او تكليف احساس كوي.
د ولسي جركې ټولو غړو بايد د كنړ د خلكو په درد او تكليف كښې عملا شريك شوى وې او له تالار څخه راوتلې وې.
د ملت يو نماينده قانوني صاحب ته وويل چې له جمهور رئيس سره تماس ونيسي تر څو ددې پيښې د تحقيق په برخه كښې اقدامات وكړي . يو بل نماينده له قانوني صاحب څخه د هغه ملاقات په باره كښې پوښتنه وكړه چې له يو امريكائي هيئت سره يې كړى ؤ ، نوموړي پوښتنه وكړه چې : " آيا تاسو له امريكائي هيئت سره په كنړ د ناټو د قواو د بمبارۍ په اړه خبرې وكړې ؟"
قانوني صاحب وويل چې " زما ټلفونونه څه فائده نه كوي ، د جمهور رئيس له لاسه هم څه نه كيږي ، مونږ ډيركوششونه كړي خو څه نتيجه لاس ته نه ده راغلې. "
د حيرانيا خبره ده چې په كنړ بمباري كيږي او د افغانستان په پارلمان كښې د ولسي جرګې رئيس څه كولاى نه شي ، دده ټلفون هم فائده نه كوي ، د جمهور رئيس هلې ځلې هم فائده نه كوي . چې فائده نه كوي نو بهتره ده چې قانوني صاحب له ملت او ددغې غمجنې پيښې له قربانيانو سره د همدردۍ په خاطر له خپلې دندې مستعفي شي . جمهور رئيس چې څه كولاى نه شي نو پكار ده چې له ولسمشرۍ نه تير شي . په ولس بمباري كيږي ، بيګناه ملكي خلك وژل كيږي . دا د ولسمشر مسؤليت دى ، دا په حكومت كښې د چارواكو مسؤليت دى چې ددغو بمباريو د مخنوي په خاطر قرباني وركړي .
د ولسي جرګې وكيلان چې د ملت نمايندګان دي ، دوي هم بايد اقدامات وكړي او ددغو ړندو بمباريو پر ضدد مبارزې ميدان ته راووځي.
په ولسي جرګه كښې د كنړ د ولايت يو نماينده مولوي شهزاده شاهد وويل چې د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې د كنړ 97% خلكو كرزي صاحب ته رايې وركړي دي . ددغه نماينده خبره سمه ده. په ننګرهار ، لغمان ، پكتيا ، پكتيكا ، كندهار ، هلمند ، خوست ، فراه ـ غزني او نورو ولايتونو كښې پښتنو كرزي صاحب ته خپلې رايې وركړي دي او دى يې كامياب كړی دى ، د پښتنو ګوتې ، غوږونه پوزې پرې شوې دي ، پښتنو د كرزي صاحب د كاميابۍ د پاره له سرونو نه تير شوي دي ، له مال او دولت نه تير شوي دي . خو په مقابل كې په پښتنو بمبارۍ كيږي ، پښتانه په بې رحمانه ډول وژل كيږي او ټپيان كيږي . دا كوم عدل او دا كوم انصاف دى ؟
كله چې بمباري وشي او بيګناه خلك ووژل شي نو د جمهور رئيس لخوا يو كميسون جوړ شي چې تحقيقات وكړي . په كنړ چې دا وروستۍ بمباري وشوه نو جمهور رئيس بيا يو كمسيون وټاكه چې په راس كې يې محترم اسد الله وفا قرار درلود . وفا صاحب هلته لاړ و ، هلته به يې له والي صاحب او ځينو خلكو سره ليدنه كتنه كړې وي يو راپور به يې برابر كړى وي او دجمهور رئيس مخې ته به يې پر ميز ايښى وي . داسې كمسيونونه پخوا هم چې كله په بيګناه خلكو بمبارۍ شوي دي ، د جمهور رئيس لخوا ټاكل شوي او راپورونه يې راوړل شوي دي لاكن داسې كوم عملي كار نه دى شوى چې دې بمباريو ته د پاى ټكې كيږدي .
د كنړ په بمباريو كې د ښونځي شاكردان وژل شوي دي ، نور بيګناه ملكي كسان وژل شوي دي . د معارف د يو شاګر د ژوند قيمت د ولسمشرۍ د څوكۍ له قيمت نه زيات دى ، د يو ملكي وكړي د ژوند بيه د وزارت ، د رياست او د بل هر مقام له بيې څخه ډيره بيه لري . كه خداى مكړه د ولسمشر ، يا د كوم وزير ، يا د ولسي جركې د رئيس كوم اولاد يا د فاميل غړى په دغو بمباريو كښې تلف شي نو بيا به فكر كوم دوي ته دا مقامونه هيڅ ارزش ونلري دوي به بيا د خپلو اولادونو ارمان كوي .
جمهور رئيس مسؤليت لري چې ددې بمباريو د بنديدو په خاطر له قاطعيت څخه كار واخلي .

جمهور رئيس او د ملت نمايندګان بايد څه وكړي ؟
زما په نظر دا لاندنۍ خبرې او وړانديزونه مفيد دي :
1- ددغو بمباريو په مقابل كښې د جمهور رئيس لخوا د يو قاطع دريځ اختيارول . دى بايد په هيواد كښې د ناټو چارواكو ته ووايي چې كه دوي دى بمباريو ته ادامه وركوي نو دى به د ولس د ګټو په خاطر د جمهوري رياست له مقام څخه تير شي.
2- د جمهور رئيس لخوا د هيواد په امنيتي او استخباراتي ارګانونو سم فشار راوستل تر څو دداسې بمباريو څخه مخكښې له مخكښې ځانونه خبر او د ناټو له قواوو سره په تفاهم د ملكي خلكو د وژلو مخ نيوى وشي.
2- په پارلمان كښې د ملت د نمايندګانو له خوا په بېګناه ملكي خلكو باندې د بمباريو په مقابل كښې يو مشترك دريځ نيول.. دوي كولاى شي د ولسي جرګې غونډې تحريم او غذائي اعتصاب وكړي او يا بله هره موثره لار غوره كړي چې د بمباريو د بندولو د پاره مفيد ثابتيږي.
3- د ولسي جرګې رئيس د ملت په وړاندې ستر مسؤليتونه لري ، دى په ولسي جرګه كښې د ملت د نمايندګانو مشر دى . دى كولاى شي مناسب تجويزونه ونيسي تر څو عملا يوه نتيجه لاس ته راشي.
د افغانستان د دفاع وزارت ، د كورنيو چارو وزارت او د امنيت لوى رياست مسؤليتونه لري . دا بمباري چې كيږي په دې كښې د ناټو د قواو تر څنګ زمونږ د د فاع اود داخله چارو وزارتونه او د امنيت رياست هم مشترك مسؤليتونه لري. د هيواد د امنيت موضوع بايد د افغانستان د امنيتي او استخباراتي چارواكو لخوا وڅيړل شي . دا ددوي دنده ده چې د خلكو امنيت خوندي كړي.
متأسفانه زمونږ په حكومت كښې مربوطه وزيران مسؤليتونو نه په غاړه نه اخلي . په كندوز كښې چې د الماني قواوپه هوائي بمبارۍ كښې يو شمير مدني خلك ووژل شول نو په نتيجه كښې د المان ددفاع وزير له اخلاقي جرئت څخه كار واخيست او له خپلى دندې يې استعفى وكړه ، او همداشان په تيرو وختونو كښې يو شمير نور و امريكائي او اروپائي نظامي چارواكو هم ورته عمل كړى دى . . متأسفانه زمونږ وزيران او چارواكي له داسې اخلاقي جرئت څخه كار نه اخلي. دا يوه بدبختي ده دا يو غم دى .
په ملكي خلكو د ړندو بمباريو عواقب :
په ملكي خلكو د ړندو بمباريو عواقب دا دي :
1- په هيواد كښې د خارجي قواو له موجوديت سره د ولس د حساسيت او مخالفت زياتيدل.
2- په دولت باندې د ولس د اعتماد او باور له مينځه تلل .
3- د ولس په مينځ كښې د طالبانو د محبوبيت زياتيدل.
4- د امنيت د راتلو په لار كښې نور نوي غنډونه پيدا كيدل.
5- همسايه او مغرضو هيوادو ته ګټه رسيدل .

ولى په ملكي خلكو بمباري كيږي او څوك ترينه ګټه لاس ته راوړي ؟
1- د هيواد د امنيتي او استخباراتي شبكو او د ناټو د قوا تر مينځ د همغږۍ نه موجوديت. دا همغږي ولې وجود نه لري؟ دا هم يو سوال دى ؟
2- د هيواد د استخباراتي او امنيتي ادارو كمزورتيا او عدم فعاليت .
3- د هيواد د ا ستخباراتي او ا منيتي ادارو لخوا د ناټو قواو ته غلط معلومات وركول . كه غلط معلومات ورنكړل شي نو آيا د ناټو قواوې په خپل سر بمباري كوي ؟ كه داسې كوي نو دا كار د منلو وړ نه دى او ښايي مخه يې ونيول شي.
جمهور رئيس حامد كرزي يو څه موده مخكښې له رسنيو سره په خبرو كښې دا تاريخي خبره كړې وه. " پاچا خان د پښتنو د پاره يو ښونځې جوړ كړ نو په همدې ګناه زندان ته واچول شو."
د كرزي صاحب له پورتنۍ خبرې نه دا انتباه اخيستل كيږي چې انګريزان د پښتنو په ټولو بدبختيو كښې شريك دي. د پښتنو د تعليم په وړاندې غنډونه اچول كيږي ، ددوي په سيمو كې د امنيت نه شتون ددوي د ژوند ټولو اړخونو ته زيان رسوي , له دى سره دوي په فرهنګي ، سياسي ، تعليمي ، اقتصادي او نورو برخو كښې وروسته پاتې كيږي . يو دا مشكل دى او بل مشكل دادى چې پښتانه پخپله هم په خپلو كې د بې اتفاقۍ ، عدم اتحاد په رنځ اخته دي ، د بې اتفاقۍ او عدم اتحاد بيماري ددوي د سياسي بيدارۍ اود سياسي شعور كمزورتيا څرګندوي . دا كمزورتيا له پخوا نه موجوده ده.
د افغانستان پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه څلويښت كاله پاچاهي وكړه ، هغه په څلويښتو كالونو كښې يوه بيانيه په پښتو ژبه ورنكړه ، كه دا كار يې كړى وې نو شايد دومره موده يې سلطنت دوام نه وې كړې . ډاكټر محمد يوسف ، ميوندوال ، اعتمادي ، ډاكټر عبدالظاهر يو په بل پسې د صدرارت په څوكۍ كيناستل ، وروستى صدراعظم موسى شفيق ؤ ، كله چې دى صدراعظم شو نو حساسيتونه زيات شول ، كمونستان هم فعال شول . ددې كار دوه علتونه وو.
1- موسى شفيق پښتون ؤ او په پښتو ولاړ ؤ. په پارلمان كښې يې خپله بيانيه اول په پښتو ژبه وركړه.
2- موسى شفيق په دارلعلوم كښې زدكړې كړې وې ، همداشان يې د مصر په عربي هيواد كښې هم لوړ تحصيلات كړي وو ، هغه د يوى اسلامي عقيدې خاوند او اسلامي سكالر يعنې پوهاند ؤ . هغه په هيواد كښې د كمونستانو د ورځ په ورځ زياتيدونكي نفوذ مخالف ؤ ، هغه د كمونستانو د فعاليتونو د كمزوري كولو د پاره يو څه پلانونه درلودل خو مخكښې له دې چې هغه خپل پلانونه تطبيق كړي ، كمونستان مخكښې شول او د داوود خان له نوم نه په استفاده يې د داوود خان سره مرسته وكړه او د ظاهر شاه د سلطنت تخت يې په بل مخ واړاوه. دا هم ويلى شو چې موسى شفيق هم د سياسي بيدارۍ او ځيركۍ نه استفاده نه كوله او د د ښمنانو توطئو ته يې جدي پاملرنه نه كوله ، فكر يې كاوه چې شايد مخالفين ددې وړتيا او چمتوالى ونه لري چې خپل شوم پلانونه دومره په ماهرانه ډول جوړ او تطبيق كړي . ويل كيږي چې په كومه شپه چې داوود خان كودتا وكړه نو موسى شفيق په قرغه كښې ؤ.
داوو خان چې كودتا وكړه نو په اول سر كښې د دده شا او خوا كمونستان چاپير وو ، په دې وخت كښې ډير ستر پښتانه ملي شخصيتونه د كمونستانو په لمسون په قتل ورسيدل او له مينځه لاړل ، كله چې داوود خان د كمونستانو په چلونو پوه شو نو له دوي څخه يې مخ وګرځاوه ، ده له غرب سره د نژدې كيدو هڅې پيل كړې ، سعودي عربستان ، كويت او مصر ته يې سفرونه وكړل ، په دې سفرونو كښې ورسره د كى جي بي افغاني جاسوسان ملګري وو ، دده پلانونه يې كشف او روسان يې خبر كړل . بالأخره په ده كودتا وشوه ، د نور محمد تركي په مشرۍ د كمونستانو حكومت جوړ شو ، لږه موده تيره نه وه چې د خلق او پرچم تر مينځ اړيكى خرابې شوى ، د پرچميانو مشران لكه ببرك ، نجيب ، اناهيتا ، محمود بريالى او څو نور له هيواد نه بهر واستول شول ، ځيني يې سفيران شول . بيا په ماسكو كښې د تركي ، ببرك كارمل او برژنيف تر مينځ جلسه جوړه شوه او له تره كي وغوښتل شول چې له ببرك كارمل سره روغه جوړه وكړي او حفيظ الله امين له مينځه يوسي. دا پلان افشا شو ، حفيظ الله امين ددى په ځاى چې پخپله له مينځه يوړل شي ، خپل استاذ تركى يې مړ كړ او ځان يې د جمهوري رياست څوكۍ ته ورساوه . د حفيظ الله امين اړيكى په كابل كښې د روسانو له سفير سره خړې پړې شوې ، وجه يې دا وه چې وطن جار ، كلاب زوى ، اسدالله سروري او څو نور خلقيان د روس په سفارت كښې پناهنده شوي وو ، امين له سفير څخه ده ته د هغوي د سپارلو غوښتنه وكړه ، د روس سفير له موضوع نه بې خبري وښودله ، له دې خبرې سره امين لاس اوچت كړ او سفير يې په څپيړه وواهه ، روسانو په ښكاره عكس العمل ښكاره نكړ ، يو پټ پلان يې جوړ او دى يې له مينځه يووړ ، ببرك كارمل په روسي ټانګ سپور كابل ته راغى او قدرت وروسپارل شو. ببرك كارمل او دده ملګرو په يو تير دوه مرغۍ وويشتلى ، تره كى يې د امين په ذريعه له مينځه يوړ او حفيظ الله امين يې د روسانو په ذريعه له خپلې مخې نه لركړ . ميدان دوي ته خالي پاتې شو. ببرك د خپل قدرت په اوږده موده كښې د پښتنو په ضد ډيرې توطئى وكړې ، د پښتنو د فرهنګي ، سياسي ، نظامي ، اقتصادي پر مختك په وړاندې يې غنډونه واچول ، د پښتنو د بنياد د خرابولو د پاره يې له هر ډول تخريبانه اعمالو څخه كار واخيست . د مجاهدينو د زور او قوت په نتيجه كښې د افغانستان اوضاع دې حد ته ورسيده چې روسانو د خطر احساس وكړ ، په ماسكو كښې كورباچوف وارخطا شو ، له افغانستان څخه يې د خپلو قواو د ايستلو فيصله وكړه ، روسان پوهيدل چې ببرك كارمل د روسي قواوو د موجوديت نه بغير په قدرت كښې پاتې كيداى نه شي ، دا يوه او بله دا چې د افغانستان په مسلح قواوو كښې هم دده مخالفين ډير دي ، دا دلايل وو چې روسانو له ده څخه لاس واخيست او ډاكټر نجيب ته يې موقع وركړه. ډاكټر نجيب د روسانو او د خلقي نظاميانو په مشتركه موافقه د افغانستان جمهور رئيس وټاكل شو. ډاكټر نجيب څو كاله مقاومت وكړ . خو د ده په حزب كښې دده مخالفينو له ځينو باندنيو او داخلي حلقو سره لاسونه يو كړل او دى يې له مينځه يووړ. دا ځكه چې دى پښتون ؤ . دا دده لويه ګناه وه . نجيب دوستم ته رشد وركړ ، ده په اردو كښې پرچميانو ته رشد وركړ ، د نجيب د مخالفينو د پټو هڅو او توطئو په نتيجه كښې دده روابط له كلاب زوي ، شهنواز ټني او نورو خلقي نظاميانو سره خړ پړ شول ، كله چې دا نظاميان دده له څنګ نه په ډير مهارت لر كړاى شول نو مخالفينو په ده باندې سپينه كودتا وكړه او دى يې له پښو و خورځاوه.
ددې ټولو خبر و نه مقصد دادى چې پښتانه سياستمداران له سياسي پختكۍ څخه يا خو برخوردار نه دي او يا ډير ساده او خوش باوره دي .
كرزى صاحب هم لكه ډاكټر نجيب په هغو مخالفينو باور او اعتماد كوي چې لكه د مارانو دده په لسټوني كښې پراته دي . ده هغوي ته يې ډير امتيازات وركړي ، هغوي يې ونازولي ، هغوي ته يې رشد وركړ ى دى . دا دى اوس يې نتيجه كورو . ټولې هغه ډلې چې ده ورته امتيازات وركړي دي ، نازولي دي او رشد يى وركړي همدوي به د كرزي په مخالفت راپاڅيږي او ده ته به نورې ستونزې پيدا كوي.
په ولسي جرګه د ملت د نمايندګانو لخوا چې د ملت د هيلو او آرزو كانو نمايندګي كوي ، د كرزي صاحب له خوا د معرفي شويو 24 وزيرانو له جملې څخه د اولسو وزيرانو ردول ددې خبرې پخلى كوي چې ملت ناراضه دى او دا يوه لويه سياسي ضربه ده چې كرزي صاحب وخوړوله.
كرزي صاحب ته ښايي چې د ملت هيلې او غوښتنې په نظر كښې ونيسي او اولس ته ځان نژدې كړي ، دا څو تنه زورمندان چې كرزى صاحب ورسره ګروګان دى ، دا خلك د كرزي صاحب په درد نه خوري . دا خلك بې وفا خلك دي ، په دوي اعتماد او اعتبار په كار نه دى ، دوي داسې خلك دي چې په سخته كښې ياري نه كوي ، دوي د مطلب آشنايان دي ، كله چې يې مطلب تر سره شي نو بيا وفا نه كوي.
كرزي صاحب ته ښايي چې د بين المللي ټولنې غوښتنو ته ارزښت وركړي . په دې بحراني حالاتو كښې د بين المللي ټولنې اقتصادي او سياسي مرستو ته ضروت احساس كيږي .
كرزى صاحب اوس هم چانس لري او موقع لا له لاسه نه ده تللى ، دى بايد په خپلو سياستونو تجديد نظر وكړي . ده ته ښايي چې په پارلمان كې د ولس له نمايندګانو غوښتنې په نظر كې ونيسي ، د هغوي پيشنهادونو او نظرياتو ته ارزښت وركړي ، د ملت له هر نماينده سره خپلې اړيكې د متقابل احترام او تفاهم په اصولو برابرې كړي . كه داسې ونه كړي نو كه په همدې شكل نور وزيران معرفي كړي د هغوي سرنوشت به هم همداسې د رد شويو وزيرانو په شان وي.
كه چيرې ولسمشر دولس غوښتنې په نظر كښې ونيسي او د هغوي د هيلو مطابق كار وكړي نو ټول ولس به يې تر شا ودريږي او دى به د ولس د حقوقو د يو مدافع په حيث په ملكي وكړ ود ړندو بمباريو په مقابل كښې له قوي دريځ څخه برخه من شي ، بيا به خارجي قواوى دده خبره ومني . او بيا به د ړندو بمباريو په كولو بيګناه ملكي وكړي په كنړ او نور سيمو كښې په وينو لت پت نه كړي.
كرزى صاحب ته ښايي چې له هغو زورمندانو او جنكسالارانو نه فاصله ونيسي كوم چې ملت يې له بدو اعمالو او كار روايانو نه خبر دي او د ملت په وړاندې منفور دي.
كرزي صاحب ته ښايي چې د ملت د شريفو او مخلصو استازو سره مشورې وكړي او د هغوي نصيحتونو ته غو ږ ونيسي . كه داسې ونه كړي نو افغانستان به له ستر سياسي بحران سره مخامخ شي . د ړندو بمباريو سلسله به همداسې جاري وي .
د قدرت له څو تنو منفورو ټيګه دارانو سره مشورې او د هغوي په خوښه كار كول افغانستان د بدبختۍ ، مصيبت او بدمرغۍ له سترو او ياغي توپانونو سره مخامخ كوي.
كرزي صاحب ته ښايي چې په سالم فكر او ښه تدبير سره افغانستان له دغو توپانونو څخه وژغوري.