افغانستان: په استرالیايي ځواکونو باندې د جنګي جنایتونو تورونه دې وڅیړل شي
په استرالیا کې افغان سفارت وايي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت پر مهال د دغه هېواد پر هوايي ځواکونو د جنګي جنایتونو لګېدلي تورنه باید وڅیړل شي.
د روغتیا نړيوال سازمان: ځوانان هم له کورونا وېروس خوندي نه دي
د روغتیا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې ځوانان هم له کورونا وېروس خوندي نه دي او باید عمرخوړلو خلکو سره د ناستې پاستې او راشه درشې له کبله هغوی له خطر سره مخ نه کړي. په ټوله نړۍ کې د کورونا (کوېد-۱۹) وېروس له کبله تر یوولس زرو ډېر کسان مړه شوي او نژدې ۲۵۰ زره کسان پرې اخته دي.
کروناویروس؛ ایران کې له افغان ناروغانو سره د توپیري چلند ادعاوې
تهران کې د افغانستان سفارت وايي د ایران له بهرنیو چارو وزارت سره یې د کروناویروس د مشکوکو قضیو د تشخیصولو پر مهال له افغان کډوالو سره د توپیري چلند ادعاو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.
پي ټي اېم د کرونا وبا له امله خپلې هلې ځلې وځنډولې
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي په ملک کې د کرونا وبا د خورېدو له امله دوی خپلې ټاکلې غونډې او نورې هلې ځنډوي.
د جسټس وقار سېټهـ د سپريم کورټ د جج نه جوړېدو پرضد د پېښور هایکورټ د وکيلانو کاربنديز دوام لري
د پېښور هايکورټ د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ د سپريم کورټ جج نه ټاکل کېدو پر ضد نن په درېمه ورځ هم د صوبې په ټولو عدالتونو کې د خېبر پښتونخوا بار کونسل په وېنا کاربندېز دوام لري.
څنګه خپل مخ ونه موښو چې په کورونا اخته نه شو؟
یو لامل شته، چې په ساري ناروغۍ د اخته کېدو لپاره لار هواروي، په تېره کله چې وبا نړۍ شموله شي، لکه همدا اوس د کورونا وېروس. پر مخ لاس وهل د وېروس د لېږدېدو یوه اصلي لار ده. څنګه موږ پر مخ له لاس موښلو ډډه کولی شو؟
د کرونا وايرس نه د مړينو شمېره د ۱۱زرو نه سېوا شوه
د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۱ زرو نه سېوا شوې، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي.
پاکستان د چمن په لار افغانستان ته سوداګريز ګاډي پرېښوده
پاکستان د چمن د لارې افغانستان ته سوداګريز او د خوراکي توکيو د ۵۰ څخه زيات ګاډي په پوله پرېښودي دي.
مهمند: له دې وروسته د خوراکي توکو بیې نه لوړېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونه وایي چې له ټولو هېوادونو سره په عادي توګه سوداګریزه راکړه ورکړه دوام لري.
امریکا: 'افغان مشران دې د سولې له تاریخي فرصته ګټه واخلي'
امریکا پر افغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.
مالیې وزارت: چمن - سپین بولدک بندر څخه واردات پیل شوی
د مالیې وزارت وايي، چې د چمن – سپین بولدک بندر له لارې نن د شنبې د ورځې سهار اته بجې (وري ۲مه) د پاکستان څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردات پیل شوي دي.
پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۹۵ ته ورسېد
پاکستان کې په ۴۹۵ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي، چارواکي پخلي کوي د کرونا وايرس څخه درې کسان مړه او پينځه صحتمند شوي هم دي.
کورونا وېروس؛ د ځېرک ټیلېفونونو خرڅلاو پاموړ رالوېدلی
په نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله د ځیرک ټیلېفونونو د تولید پر پلان او د پېرودونکو د کمښت له کبله ددغو موبایلونو خرڅلاو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی. په تېره فبرورۍ میاشت کې د ځیرک ټیلېفونونو خرڅلاو په کلنۍ کچه په سلو کې ۳۸ سلنه رالوېدلی دی.
کورونا وېروس؛ افغانستان له ځینو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې
د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې د کورونا وېروس پراخېدو مخنیوي په موخه له څو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې، چې له کبله یې دوو کورنیو هوايي شرکتونو ته کابو ۱۸ میلیون ډالر تاوان اړولی او خپله د افغانستان ملکي خدمتونو او هوايي چلند ادارې هم د افغانستان له هوا نه د بهرنیو الوتکو تېرېدو او پارکنګ امله شاوخوا پنځه میلیون ډالر تاوان کړی.
عمران خان وايي د کرونا د مخنیوي دپاره د ټول ملک تړل به اړی ګړی راوپاروي
پاکستان د وړاندې نه د یوشمېر مالي ستونزو سره مخ دی او د صحت دچارو ماهرین وايي چې په داسې حال کې چې په مالي وسیلو برابرهېوادونه هم د کرونا مخنیوي په چېلنج کې د وسیلو د کمی خبرې کوي څنګه به وکړی شي چې اسلام خپل اولس د کرونا وبا د بلا څخه وژغوري؟