ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څوارلس افغانان په ایران کې د موټر په ټکر کې وژل شوي

د ایران یو سرکاري خبري اژانس ویلي دي چې دا ټکر د دوه پیکپ موټرو تر منځ شوی او ټول وژل شوي غیرې قانوني افغان مهاجر دي.

30.09.2016 امریکا غږ

د امریکا نیو جرسي کې اور ګاډی له تم ځای سره ټکر شوی

امریکا په نیو جرسي ایالت کې یو اورګاډی له هوبوکن نومي تم ځای سره ټکر شوی، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او له سلو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

29.09.2016 BBC

لاهور کې د واده جامو نندارتون

د پاکستان پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور ښار کې د فېشن ډیزاین شورا او لورییل پاریس له لوري د ' ناوې اونۍ ' په نوم د جامو نندارتون پیل شوی.

29.09.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۲۴ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.

29.09.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۲۳ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.

29.09.2016 BBC

د بریتانیا مېشتو اسیايي نارینه وو 'موقتي مېرمنې'

بریتانوي څېرونکي وايي د ځینو بریتانیا مېشتو هندي، پاکستاني او بنګله دیشي کسانو کړنه باید کورنی تاوتریخوالی وبلل شي، چې په خپلو هېوادونو کې ودونه کوي او بیا لږ موده وروسته خپلې مېرمنې پرېږدي او یا ورسره زور زیاتی کوي.

29.09.2016 BBC

ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې

ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې. ډېر مې له مېندو او پلرونو دا خبرې اورېدلې خو بیا ورته وايي ته نجلۍ یې له هلکانو سره لوبې او خبرې مه کوه او په دې خبرو له ماشومتوبه د نجونو په زړونو کې د نارینه جنس ویره ور اچوي. د پاکیزه ارزو لیکنه

29.09.2016 BBC

د انګور اډې د دروازې پرانيستلو پرېکړه شوې ده

د افغانستان د پکتيکا او جنوبي وزیرستان تر منځ د انګور اډې دروازې له تړل کېدو څلور مياشتې وروسته د بيا پرانيستلو پرېکړه شوې ده. ټاکل شوې چې د پنجشنبې تر ماښام پورې د دغې دروازې دواړو غاړو ته خلک او موټر تګ راتګ وکړي.

29.09.2016 BBC

اوباما ولې د عربستان پرخلاف د دعوی مخه نیسي؟

د متحده ایالاتو کانګرس د جمهور رئیس اوباما له خوا د هغې لایحې ویټو کول بیرته باطل کړل چې X 9-11 د ترهه ګریزو بریدونو قربانیانو ته د سعودي عربستان پر خلاف د دعوی کولو اجازه ورکوي.

29.09.2016 امریکا غږ

د پاکستان دفاع وزیر:کشمیر چې ازاد شي، هند به ټوټه ټوټه شي

پاکستان نن وویل د کشمیر په جنجالي سیمه کی د دوئ دوه عسکر دهندي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي. خو بل خبر وایی پاکستاني ځواکونه یو هندي سرتیری نیولی دی.

29.09.2016 امریکا غږ

د مودې ځواب زه ورکوم او نواز به یې هم وگوري

عمران خان وایي پاکستانیان باید د هیواد له گوټ گوټ څخه یو ځای شی څو نړۍ او په خاصه خپلو دښمنانو ته وښيي چې مونږ ټول یو موټی یو.

29.09.2016 امریکا غږ

ټرمپ او کلینټن د مناظرې وروسته په کلیدي ایالتونو کې کمپاین کوي

ډونالد ټرمپ او هیلري کلینټن  د پجشنبې په ورځ په هغو ایالتونو کې کمپاین کوي چې په کښي د روان کال په پیل کې په ګوندي انتخاباتو کې بریالي سوي وو. ټرمپ  د پنجشنبې په ورځ د ایلینوی ایالت د شیکاګو په ښار کې کمپاین وکړ چیري چې هغه د پولنډي امریکايانو یوه سازمان ته وینا وکړه. هغه ژمنه وکړه چې که د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب سو نو د پولنډ د خلګو ریښتنی ملګری به وي. هغه خپل کمپاین د بریتانیې د بریګذیت یا د اروپايي اتحاد څخه د بریتانیې د وتلو د بهیر  سره مقایسه کړ. د بریتانیې په ریفوریندم کې د بریتانیې خلګو رای ورکړه چې دغه هیواد د اروپايي اتحاد غړیتوب پریږدي. ښاغلي تړمپ داسې وویل ،،اوس دوي ما ته د ښاغلي بریګذیت خطاب کوي ځکه تر یوه حده پوري زمونږ کمپاین د بریګذیت د کمپاین سره مشابهت لري. مونږ غواړو چې خپل استقلال او آزادي بیرته ترلاسه کړو. مونږ نه غواړو چې هغه کسان چې مونږ یې نه منو زمونږ هیواد ته راسي. مونږ نه غواړو چې داسې خلګ  خپل هیواد ته  پریږدو چې ډیر بد نیتونه لري.،، میرمن کلینټن بیا د چارشنبې په ورځ د ویرمانت ایالت د سناتور او خپل د پخواني سیال برني سندرس سره یوځای د نیو همپشر په ایالت کې کمپاین وکړ. کلینټن یو شمیر محصلینو  ته وویل چې د سږکال د انتخاباتو د نتایجو تاثیرات به تر څو لسیزو پوري حس سي. هغې داسې وویل ،،راتلونکي څلویښت ورځې به د راتلونکو څلویښتو کلونو سرنوشت تعینوي. زه غواړم چې خپل کمپاین په هغه شان چې خپل عامه خدمت مي پیل کړی و، بشپړ کړم. په خپلو عامه خدماتو کې ما هڅه کړې چې د ماشومانو او کورنیوو د حقوقو دپاره مبارزه وکړم. دغه زما د ژوند هدف و او دغه به زما د جمهوري ریاست ماموریت هم وي.،،   ټرمپ هم د پنجشنبې په ورځ د نیو همپشر په ایالت کې یوه غونډه لري او کلیټن بیا د آیوا ایالت ته ځي چې ځان ته کمپاین وکړي. آیوا او نیو همپشر هغه ایالتونو وو چې په مقدماتي ګوندي انتخاباتو کې یې د کاندیدانو د نوماندۍ په بهیر کې کلیدي رول ولوبوی. په داسې حال کې چې دې دوو ایالتونو اته میاشتې مخکي په مقدماتي ګوندي انتخاباتو کې ډیر اهمیت درلودی په عمومي انتخاباتو کې به یې چې د نومبر پر ۸ کېږي دومره ډیر نفوذ ونلري او دلیل یې هم دا دی چې د امریکا د انتخاباتو سیستم چې د ایلکټورل کالیج په نامه یادیږي هغو ایالتونو ته ډیر په اصطلاح وزن ورکوي چې نفوس یې ډیر وي لکه د میشیګن ایالت چیري چې ټرمپ  د جمعې په ورځ غونډه کوي او د فلوریډا ایالت چیري چې  کلینټن په کښي د جمعې په ورځ خبري کوي. د میشیګن ایالت په انتخاباتي سیتم یا ایکټورل کالیج کې ۱۶  رایې لري او فلوریډا  ۲۹ رایې لري په داسې حال کې چې آیوا او نیو همپشر په دواړو ۱۰ رایې لري. ټول ټال د ایکتولر کالیج غړي ۵۳۸ کسانو ته رسیږي چې د امریکا د سنا ۱۰۰  غړي او د ولسي جرکې د ۴۳۵ غړو مجموع تشکیلوي.  د ولسمشرۍ د ګټلو دپاره یو کاندید باید ۲۷۲ څوکۍ وګټي.

29.09.2016 امریکا غږ

د حکمتیار ژوند

ګلبدين حکمتيار تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې د افغانستان سياست کې فعال دی. د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې د وسله والې مبارزې مشري کوله، او بيا يې له ۲۰۰۱ لومړي کال راپه دې خوا افغانستان کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو شته والي مخالفت هم وکړ.

29.09.2016 BBC

حکمتیار او غني د سولې هوکړه لاسلیک کړه

کابل کې ولسمشر اشرف غني له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسليک کړ. د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار بيا مخکې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د ثبت شوي ويډيو يي تړاو له لارې دا هوکړه ليک لاسليک کړی و.

29.09.2016 BBC

له وچکالۍ سره مبارزه، ۱۶ کلنې پېغلې ګوګل جایزه وګټله

د سویلي افریقا یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ته له دې کبله د ګوګل ساینسي مېلې سکالرشپ جایزه ورکړله شوې، چې د مالټې له پوټکي یې په ځمکه کې د اوبو جذب لپاره یو مرکب جوړ کړی دی.

29.09.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more