اسلام اباد:پولیسو په ډزو یو طالبعلم وژلی
دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې پولیسو په ډزو یو زلمی طالبعلم وژلی چې له دې وروسته پولیس وایي په پېښه کې ککړ پینځه پولیس یې نیولي اؤ ددې پېښې پلټنې کوي.
که چا د پوځ پرضد خبره وکړه مقدمه پرې درج کوو، شېخ رشيد
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وايي چې هغه وزير وي او هر چا چې د پوځ پرضد ناوړه ژبه وکاروله پرضد به يې په 72 ساعتونو کې مقدمه درج کولی شي.
د غني او قطر د امیر ترمنځ په خبرو کې په اوربنډ ټېنګار شوی- ارګ
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټلیفوني خبرې کړي دي.
پښتونخوا کې دوه اعشاريه څلور ميلينونه ماشومان زده کړو نه محروم دي،بلیو وېنز
د بليو وېنز نومې غیر دولتي ادارې دخېبر پښتونخوا مشر قمر نسيم وايي په خېبر پښتونخوا کې نزدې دوه اعشاريه څلور ميلينونه ماشومان د تعليم نه محرومه دي او په دې کې ۶۴ فيصده جينکۍ دي.
په پاکستان کې نور 82 کسان د کرونا څخه مړه شوي
په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله نور 82 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېر 10زره258 ته رسېدلې ده.
کروناویروس؛ افغانستان کې ۱۲۰ تنه نور په اخته شوي،۱۱ تنه مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د۱۲۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۱کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
ملګري ملتونه: ایران خبر کړي وو چې خپل یورانیم غني کوي
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وایي ایران ورته خبر ورکړی و چې یوارنیم تر ۲۰ سلنې غني کوي.
افغانستان له ایرلنډ سره لوبو ته د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړل
د افغانستان کرکټ بورډ نن شنبه جنوري ۲ (مرغومې۱۳) د ایرلنډ پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
هلمند کې ۵۰ طالب جنګیالي او فاریاب کې یې والي وژل شوي- چارواکي
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا ناظم وژل شوی دی.
سنا د جمهور رئیس ټرمپ د دفاعي بودیجې د ویتو پریکړه رد کړه
د امریکا د سنا مجلس غړیو د برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه پریکړه د رایو په غوڅ اکثریت رد کړله چېدفاعي بودیجه پکې ویټو شوې وه.
د پي ډي اېم په حکومت او پوځ سختو نيوکو ته عمران خان ځواب کړی
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، پوځ يوه اييني اداره ده او هغه منتخب وزيراعظم دی، بل لور ته مخالفه ګوندونه وايي د عمران خان سره يوه مياشت وخت دی چې استعفی ورکړي او اپوزيشن د عمران حکومت ګوډاګی بولي.
'پر کابل پوهنتون د برید طراح په اعدام محکوم شو'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل نومی په اعدام محکوم شو.
کرونا ځپلې دنیا د ۲۰۲۱ کال هرکلی په کوم انداز کې وکړو؟
په جنوبي کوریا کې د پنځو نه د زیاتو خلکو په یوځآی کېدلو پابندي وه. په سرښار سول کې د نوي کال د شروع کېدو په موقع جرس غږول کېږي. د ۱۹۵۳ راهسې په لومړي ځل د سول دغه جرس سږ کال خاموش و
مولانا فضل الرحمان: پي ډي اېم به ګوري چې د حکومت ضد لاریون اسلام اباد او که راولپنډۍ په لوري وکړي
پي ډي اېم په پوځ د وزیراعظم عمران خان د ملاتړ او په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزام لګوي خو حکومتي مامورین وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه احتساب نه د ځان بچ کوولو په خاطر یوځای شوي او په پوځ تنقید کوي
د نوي کال په شروع کېدو پاکستان انلاین وېزې شروع کړې
شېخ رشید د جمعې په ورځ په پېښور کې خبریالانو ته وویل د پاکستان د ویزو په لړ کې به د افغانستان او چین نه ډیر شکایتونه ترلاسه کېدل خو د انلاین نظام دلارې به دغه شکایتونه کم او د خلکو مشکلات اسان شي