ګردیز: د کرونا ناروغانو درملنې ته سل بستریز روغتون پرانیستل شو
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۹) د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون پرانېستل شو. چارواکي وايي، چې پر دې سل بستريز روغتون د جمهوري رياست د عملياتي ادارې لخوا ۷۸ ميليونه افغانۍ لګول شوي او د روغتون د جوړولو چارې په نږدې يو کال کې بشپړې شوې دي. دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه په خپرېدو ده او د افغانستان دولت د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره خپل تدابير زيات کړي دي. د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ولايت خان احمدزی وايي، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کروناويروس مثبتې پېښې زياتې شوي او دا روغتون به ددې ناروغانو په درملنه کې موثر ثابت شي. د دې روغتون د جوړېدو چارې د کروناويروس د لومړۍ څپې پرمهال شروع شوې وې او چارواکو ويل چې په يوه مياشت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، خو د جوړېدو چارو يې نږدې يو کال وخت ونيوه. د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي وايي: «دغه روغتون سل بستره لري. په دې کې ۵۵ خونې دي. د کرونا د ناروغ لپاره کوم امکانات چې په کار دي، هغه ټول دلته موجود دي. دا چې اوس د کرونا درېيمه څپه راغلې ده له دې [روغتون] نه علاوه نور چمتوالي مو هم درلود، تر اوسه مو ناروغان هلته تداوي کول». پکتيا د افغانستان له هغو ۱۶ ولايتونو څخه دی، چې د کروناویروس دمخنیوي لپاره دوې ورځې مخکې د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې په کې پوهنتونونه او نور تعليمي مرکزونه د دوو اونيو لپاره رخصت شول. دا پرېکړه د ځینو خلکو له لوري ستايل شوې، خو د يو شمېر ښوونيزو مرکزونو مسؤلين او محصلین له دې پرېکړې نه خوښ نه دي. په ګردېز کې د نوي جوړ شوي روغتون تر جوړېدو مخکې په کروناويروس د ککړو کسانو درملنه د پکتيا په حوزوي روغتون کې کيدله.
د امریکې په ټولسا ښار کې د نسل پرستۍ په بنیاد د قتل عام ۱۰۰ کاله وشوو
د وي او ای رپورټ وايي په ټولسا کې د تورپوستو په کومه ټولنه چې حمله شوي دا په مالي لحاظ خوشحاله وه او د "بلېک وال سټریټ" یا د تورو وال سټریټ په نامه هم یادېدله. وال سټریټ د نیویارک یوه کوڅه ده او د امریکې اقتصادي مرکز په توګه پېژندل کېږي
بنو: په جاني خېلو کې قومي مشر وژل شوی، د پېښې پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی شوی
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې بنو په جاني خېلو کې يو قومي مشر وژل شوی او د پېښې پرضد د علاقې خلکو د جنازې سره احتجاجي مظاهره پېل کړې ده.
ایران: اتومي مذاکراتو کې پرمختګ شوی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته د بیا ګرځېدو لپاره د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو سره مذاکراتو کې مهم پرمختګ شوی.
افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین او د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې
د کرونا ویروس په بیا ځلې خپرېدا سره نهیوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په اکثره نورو هېوادونو کې هم د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. د کابل ښار اوسېدونکي وحیدالله او خاموش د دې اندېښنو په اړه وايي: "لکه څنګه چې اورو نور هېوادونه لکه هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، په افغانستان د دې لپاره چې امکانات کم دي، نو د اکسیجن او واکسین کمښت د خلکو لپاره جدي اندېښنه ده." "خبرونه چې موږ ګورو په هندوستان کې کرونا د ډېرو خلکو ژوند واخیست او هره ورځ هلته خلک مري، هلته اکسیجن کم شوی، دلته په افغانستان کې به هم خلک له دې ستونزې سره مخ شي او اکسیجن به ټولو خلکو ته ونهرسېږي او ډېر خلک به ومري." دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۶۵۵ کسان په دې ویروس اخته شوي او ۳۰ کسه ترې مړه شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم اکسیجن د دې وزارت لپاره جدي ستونزه ده، خو اوسمهال یې له کمښت سره نهدي مخ. د دې وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، لا تر اوسه په دې اړه کره شمېر نهشته چې په افغانستان کې د اکسیجن څو فابریکې فعالیت لري. ښاغلی طاهري وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د اکسیجن څو ماشینه پېرلي دي، خو لا تر اوسه نهدي فعاله شوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ټولو روغتونونو کې د اړتیا وړ اکسیجن لري، موږ د اړتیا دوه برابره اکسیجن لرو، هغه ماشینونه چې په افغان چاپان روغتون کې دي شاخوا ۲۰۰ ناروغانو ته اکسیجن تولیدوي، اوس لپاره د اکسیجن له کمښت سره مخ نهیو، په نږدې راتلونکي کې هغه ماشینونه چې یونېسف موږ ته اخیستي له هغې به کار واخلو، تر اوسه د اکسیجن د کمښت له وجې هېڅ ناروغ نهدی مړ شوی." په همدې حال کې هغه واکسیونونه چې له افغانستان سره مرسته شوي هغه هم د خلاصېدو په حال کې دي. د ښاغلي طاهري په خبره، تر دا مهاله نږدې یو ملیون دوزه واکسین افغانستان ته وارد شوي چې د اوس لپاره دغه شمېر د خلاصېدو په حال کې دی. دی وايي، کومو کسانو چې لومړی دوز واکسین کړی وي اوسیې د دوهم دوز وار دی. له دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ۷۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې خبره کړې وه او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې دغه واکسین به تر یوې اوونۍ افغانستان ته انتقال شي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه شاوخوا ۷۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او له ۲ زرو زیات ترې مړه شوې دي.
صدربایډن امریکايي ځواکونو ته پېرزونې وړاندې کړي
نن په امریکا کې عمومي رخصتي ده او د امریکا صدر جوبایډن د هېواد د کمانډر انچیف یا د عسکرو د مشر په حېث په جنګونو کې قربانیانۍ ورکوونکو عسکرو ته پېرزونې وړاندې کړي دي
چین کې اوس یوه کورنۍ کولای شي درې ماشومان ولري
چین کې اوس یوه کورنۍ کولای شي درې ماشومان ولري
کرونا: پښتونخوا او بلوچستان کې د نن څخه سکولونه او کالجونه پرانستل شوي
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې نن په (31 مې) د نهم او لسم ټولګي دپاره سکولونه او کالجونه پرانستل شوي دي، په پنجاب کې هم د لسم او دولسم ټولګي دپاره سکولونه پرانستل شوي دي.
افغانستان کې د کروناویروس تازه پېښو کې۳۰ تنه مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۶۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۳۰ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
د قبايلي ضلعو ممبران: په صوبه کې د ورګډېدو درې کاله وشو، وعدې ورسره پوره نه شوې
په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو قبایلي ضلعو د مخالفه ګوند ممبران وايي درې کاله وشو چې قبايلي ضلعې په صوبه کې ګډې شوي يو خو د دوی سره شوې وعدې پوره نه شوې او احتجاج يې پېل کړی چې د تحریک انصاف حکومت خپلو ممبرانو له د پرمختيا دپاره فنډونه نه ورکوي، خو د صوبايي حکومت وياند وايي درې ممبران احتجاج کوي.
بریتانیا غواړي «G-7» سرمشریزه کې د کرونا ضد واکسین پر پاسپورټونو یوه موافقه وکړي
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون غواړي چې اووه پرمختللي صنعتي هېوادونه (G -7) دې په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو او هم د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو پر یوه تړون موافقه وکړي. ښاغلي جانسون د کاناډا له «CBC» نشراتي شبکې سره په مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوې وویل، د «G-7» د سرمشریزې په سطحه باید په دې اړه چې سفر او پاسپورټونه په څه ډول تنظیم کېدای شي، یو ډول توافق ترلاسه شي. بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاینیې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کاروبارونو د بېرته برانیستل کېدو لپارهیې زمینه برابره کړې ده. بورېس جانسون وویل، دغې وبا وښوده چې په نړۍ کې همکاري په څه ډول لهمنځه لاړه او هر هېواد په یوازې توګه هڅه کوله چې د دغې وبا په وړاندې د خوندیتوب لپاره ځان ته وسایل او واکسینونه راونیسي. نوموړي زیاته کړه، په عین حال کې هېوادونو په ملي سطحه قرنطینونه او ټولبندونه ولګول او د اکمالاتو نړیوال ځنځیرونه ګډوډ شول. جانسون وویل، د ده په باور اوس موږ ته پهکار ده چې د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو یو نړیوال تړون ولرو. هغه زیاته کړه موږ دې ته اړتیا لرو چې داسې اصول او مقررات رامنځته کړو چې د پولو ترمنځ د اکمالاتو بهیر مختل نهشي او په دې توګه د هغو شیانو لپاره چې موږ په راتلونکي کې پورې تړلي یو، د انتقال ځنځیرونه ډاډمن کړو. د بریتانیا صدراعظم همدارنګه وویل چې دا مهمه ده چې پرمختللي هېوادونه له لږ عاید لرونکو هېوادونو سره واکسین شریک کړي. هغه زیاته کړه تر هغو هېڅوک نهشي خوندي کېدای چې ټول خوندي شوي نهوي. په پام کې ده، د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشران د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې پورې په انګلستان کې سره راغونډ شي. د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په ډله کې د بریتانیا ترڅنګ د امریکا متحده ایالات، کاناډا، جاپان، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.
محسن داوړ وايي، د سياسي ګوند جوړولو رسمي پرېکړه مو وکړه
د شمالي وزيرستان نه د قومي اسبملۍ غړی محسن داوړ وايي، د تېرې يوې مودې نه چې د سياسي ګوند جوړولو خبرې روانې وې د ګوند جوړولو رسمي پرېکړه وشوه.
بین الافغاني مذاکرات؛ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی سبا قطر ته ځي
د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره قطر ته ولاړ شي.
عمران خان: که پي ډي اېم د اولس دپاره و، اوس به یې حکومت نسکوره کړی و
وزیراعظم عمران خان هم پر پي ډي ایم سختې نیوکې کړي او ویلې یې دي که چې د مخالف ګوندونوایتلاف د اولس د پاره را يوځای شوی وو، نو تر اوسه به یې حکومت رانسکوره کړی وای.
په فلورېډا کې وسله وال بريد: دوه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي
پولیس ووایي، وايي درې کسان د يو سپين نېسان جيپ نه راکوز شول چې ورسره ټوپکې او تمانچې وې او په اېلمولا هال کې يې د کنسرټ په ګډون والو ناتاره ډزې پېل کړې.