ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په کانګریس د برید په هکله د نویو تحقیقاتو سره د جمهوري غوښتونکو مخالفت

د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مک کارتي ویلي چې د جنوري د میاشتې په ۶ مې د کانګریس په ماڼۍ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په هکله د تحقیقاتو لپاره د کمیسیون د جوړولو مخالفت کوي.

19.05.2021 امریکا غږ

اسرائیل او فلسطیني جنګیالیو بیا هم پر یو بل بریدونه کړي

د اوربند لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو سره سره د اسرائیل او فلسطیني وسله والو ډلو ترمنځ په غزه کې تاوتریخوالی روان دی.

19.05.2021 امریکا غږ

څېړونکي: طالبان نشي توانېدلی چې کابل ونیسي

دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به طالبان واک ته ورسیږي او یا به کابل ونیسي په دی اړه د سیاسي چارو کتونکی نجیب ازاد وایي طالبانو د جګړې سنګر تود ساتلی خو د کابل نیولو هڅه یې ناممکنه ده

19.05.2021 ډیوه

پېښور هایکورټ:حکومت په هره معامله لاس کې کچکول نیولی وي

دپېښور ایالتي محکمې یا هایکورټ ویلي چې حکومت په هره معامله کچکول راپورته کوي اؤ منډې ترړې وهي چې په دې توګه کله هم ستونزې نه هواریږي.

19.05.2021 ډیوه

سیګار: طالبانو د روغتیا په سکتور بریدونو ته دوام ورکړی

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سر مفتش دفتر (سیګار)‌ په یو راپور کې ویلي چې طالبان لا هم په روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارکوونکو باندې بریدونو ته دوام ورکړی.

19.05.2021 امریکا غږ

پښتو په پاکستان کې دویمه لویه ژبه بلل شوي

په نتیجو کې د نورو معلوماتو تر څنګ پاکستان کې د مورنیو ژبو شمیرې هم ښودل شوې دي چې له مخې یې پښتو د هیواد دویمه لویه ژبه ښودل شوې ده.

19.05.2021 ډیوه

په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د 2017 په سرشمېرونو تحفظات څرګند کړی شوي

په پاکستان کې د کال 2017 د سرشمېرنو د ختمي رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا ابادي درې کروړه پينځه لکه او لس زره ښودل شوې او په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبايلي ضلعو (پخوانۍ فاټا) ابادي 49 لکه او 90زره شمار کړی شوې ده.

19.05.2021 ډیوه

طالبانو د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ باندې پراخ بریدونه کړي

افغان چارواکي وايي چې تېره شپه طالبانو له څو اړخونو څخه د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ باندې بریدونه کړي او لا هم په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

19.05.2021 امریکا غږ

شمالي وزیرستان کې د وژل شوؤ څلورو میرمنو کورنۍ وایي حکومت ورسره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

په شمالي وزيرستان کي په 21مه فرورۍ د غير دولتي ادارې د وژل شوؤ څلورو ښځینه غړو کورنۍ وایي د مالي ستونزو سره مخ شوي او حکومت دې ورسره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

19.05.2021 ډیوه

کابل کې د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې خالي بستر نشته؛ "ورځ کې۵ تنه مري"

د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې ناروغانو لپاره خالي بستر نشته او په نږدې ټولو بسترونو کې هغه ناروغان پراته دي چې کرونا یې شدیده ګڼل شوې، د ډیریو روغتیايي وضعیت نازک دی او د اکسیجن د پایپونو په مرسته ساه اخلي. د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، دلته هره ورځ پنځه یا  له پنځو زیات کسان د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړه کېږي. د یاد روغتون د نرسانو مشر 'هېډنرس' محمد فهیم یوسفي د سې شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد روغتون کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له معاینه شوېو ناروغانو د نږدې پنځوس سلنو نتیجه مثبته وه. یوسفي زیاته کړه: "دلته د دویمې څپې پرتله د کرونا درېیمه څپه وخیمه ده، مریضان په کې زیات مړه کېږي، تقریباً په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ  شپږ ناروغان مړه شوي." خو د روغتیايي مسوولینو له دې څرګندونو سره-سره کابل ښار کې ګڼه ګوڼه په خپل عادي حالت ده او ډېر کم داسې کسان تر سترګو کېږي چې ماسکونه یې اچولي وي او یا نورې روغتیايي سپارښتنې یې مراعات کړي وي. د دوی ډېری په دې باور دي چې نور نو کرونا ویروس نشته، خو ځینې بیا د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو هم ټینګار کوي. د کابل ښار اوسېدونکی سید شریف وايي: "په کرونا هېڅ باور نه لرم، ټول يې دروغ دي، ځکه چې تېر کال په همدې روژه کې زما ورور سخت ناروغ و، هر چېرې چې مې يووړ ويل يې کرونا دی، خو چې خپله مې په غېږ کې ونيوه او تداوي مې کړ، د خدای په فضل جوړ شو، نو په کرونا هېڅ باور نه لرم." خو د کابل ښار بل اوسېدونکی سید جلال بیا کرونا ویروس جدي ګڼي او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو ټینګار کوي: "ماسک ته خو هر وخت اړتیا ده، که دا مرض وي که نه وي. دا هم په کار ده چې نظافت مراعت شي په هر وخت کې، په کور کې په دفتر کې، په هر ځای کې ځکه نظافت د ایمان برخه ده." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا درېیمه څپه د نورو هغوی پرتله مرګونې ده او باید وار دمخه یې تدابیر ته پام وشي. دغه شان روغتیا پالان په ټینګار سره وايي چې خلک هم باید روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین بهیر په ښه توګه روان دی او ټاکل شوې چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام کوواکس له لارې د شل سلنه وګړو لپاره ۱۶ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ډېر ژر افغانستان ته راورسېږي. تر اوسه پورې د هند تولید یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته راغلی چې له پنځه لکه او شل زرو څخه پر ډېر کسانو پلی شوی دی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې له ۶۴ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي چې ۲ زره ۷ سوه او ۶۲ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

19.05.2021 ازادي راډیو

'هره ورځ تر اته میلیون ډالرو د افغانستان عواید ضایع کېږي'

د افغانستان د مالیې وزارت تائیدوي چې په ګمرکونو کې د پراخ فساد او مداخلو له امله هره ورځ تر اته میلیون ډالره د افغانستان عواید ضایع کېږي.

19.05.2021 امریکا غږ

په هند کې د کرونا وهلو شمېره 25 ملينه ته رسېدلې، په پاکستان کې  104 نور مړه شوي

په هند کې د دوه نيم ملينه نه زيات کسان په کرونا اخته شوي او په دغه هېواد کې کرونا دوه لکه 83زره 284 کسان مړه شوي دي، دغه شمېرې د امریکا جان هوپکنز پوهنتون خپرې کړي دي.

19.05.2021 ډیوه

عمران خان ته نزدې جهانګير ترين خپل "هم خيال ګروپ" جوړ کړی

د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان ته نزدې جهانګير ترين ځانله "هم خيال ګروپ" جوړ کړی او ويل کيږي هغه په قومي او د پنجاب په صوبايي اسمبليانو کې خپل پارلیماني مشران هم جوړ کړي دي.

19.05.2021 ډیوه

اردن د اسراییلي سفیر د اېستلو دړکه ورکړې ده

د اردن پاچا عبدالله سخت کوشش کوي چې د سفارتکارۍ له لارې، د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ روانه لانجه سړه کړي.

19.05.2021 ډیوه

دا چې طالبان به د بهرنیو عسکرو له انخلا وروسته سمدستي کابل ونیسي، ناسمه پېشګویي ده - خلیلزاد

زلمي خلیلزاد دا هم وویل چې که چېرته طالبان وغواړي چې په زور سره واک اختیار ته ورسیږي، نو بیا به د سیمې او نړۍ په کچه ورباندې پابندۍ ولګول شي.

18.05.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more