له افغانستان څخه پر شرایطو د برابرو کسانو د ایستلو لپاره د امریکایي سناتورانو هڅې
په لس ګونه دیموکرات سناتوران د هغو افغانانو او نورو کسانو د ایستلو په هدف پر جمهور رئیس جوبایډن فشار اچوي چې د اګست په ۳۱ د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په هغه هیواد کې پاتې دي.
د اکوادور په یوه زندان کې د نښتې له امله ۱۱۶ بندیان وژل شوي
د اکوادور چارواکو د چهار شنبې په ورځ د سپټمبر ۲۹ (تلې ۷) وویل چې د هغه هیواد په یوه زندان کې د بندیانو د دوو ډلو ترمنځ د سه شنبې ورځې د نښتې د وژل شویو شمیر ۱۱۶ کسانو ته رسیدلی دی.
د امریکا د کانګرس استماعیه؛په افغانستان کې د نظام د پاشیدلو عوامل څه وو؟
د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت جګپوړي مشران ددې هیواد د کانګرس د استازو مجلس استماعیه غونډې ته بلل شوي وو او د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو له سختو پوښتنو سره مخ شول.
د کانګرس غړی: تاجکستان او ازبکستان ته اړول شوي جهازونه، افغانستان پورې اړه نلري، د امریکا دي
د امریکا دفاع وزیر او د پوځ دوو مشرانو د شورو/چهارشنبې په ورځ د کانګرس یوې کمیټې ته د افغانستان نه د امریکاییانو او اتحادیانو د راایستلو په اړه یوې اورېدنې کې معلومات ورکړل.
اروپایي ټولنې ۱۱ افغان مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته نوماندې کړې
اروپایي ټولنې ۱۱ افغان فعاله مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته په داسې حال کې نوماندې کړې چې د طالبانو په واکمنۍ سره ډېری افغان نجونې او مېرمنې د زدهکړو او کار له حق محرومې شوې دي. انیسه شهید، ماري اکرمي، فرشته کریم، حبیبه سرابي، حوریه مصدق، سیما سمر، شهرزاد اکبر، میترا مهران، پلوشه حسن، صحرا کریمي او ظریفه غفاري هغه مېرمنې دي چې د دغې جایزې لپاره غوره شوې دي. یادې جایزې ته نوماندې حبیبه سرابي ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د وضیعت په اړه اندېښنه وښوده ویېویل، اړتیا ده څو په دې برخه کې جدي مبارزه وشي او د افغان مېرمنو غږ تر نړیوالو ورسول شي، څو مېرمنې د تېر په شان له خپلو حقونو بېبرخې نهشي. اغلې سرابي وايي: "له بده مرغه داسې یو وضعیت راغلی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بېبرخې دي او دا په کور دننه او بهر د افغان مېرمنو جدي او ګډې مبارزې ته اړتیا لري ترڅو د ښځو غږ ټولې نړۍ ته ورسول شي، دوی باید له خپلو حقونو بېبرخې نهشي." د ننګرهار اوسېدونکې عایشه احمدزۍ وایي، له سختې مبارزې او ډېرو ستونزو په ګاللو سره توانېدلې وه چې ژورنالیزم پوهنځي ته لار ومومي، خو په خبرهیې څلور کاله ستړیا او مبارزهیې له خاورې سره خاورې شوه او اوس نهشي کولای چې په دې برخه کې کار وکړي. اغلې احمدزۍ زياتوي: "زموږ هیلې لوړې وې، غوښتل مې ژورنالیزم ووایم، خو اجازه مې نهدرلوده، ما د کورنۍ او افغاني ټولنې په وړاندې مبارزه وکړه چې زدهکړې وکړم، خو اوس فکر کوم چې وقت مې هسې ضایع کړی دی، اوس د ښځو په وړاندې د طالبانو دریځ ته په پام هېڅ امېد نهلرم." محموده رئیسپور چې ټاکل شوې وه سږ کال د کابل ښار د یو ښوونځي له دولسم ټولګي فارغه شي، دا هم د وضعیت په اړه ناهیلې ده. دې وويل: "هیله مې درلوده چې له ښوونځي فارغه شم، پوهنتون ته ولاړه شم او خپلې زدهکړې پر مخ یوسم، خپلو خلکو ته خدمت وکړم، خو اوس چې طالبانو له موږ د زدهکړو حق اخیستی کوم امېد نهلرم، پرته له یو تیاره برخلیک بل څه نهوینم." طالبانو په افغانستان کې تر اوسه له شپږم ټولګي پورته، نجونو زدهکوونکو ته د زدهکړو اجازه نهده ورکړې. افغان مېرمنې په دې نظر دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې، مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي، نارینهوو سرهیې اوږه په اوږه خدمت کړی او اوس دوی نهشي کولای په کور کېني. ۲۴ کلنې رخسار خیري په یوې خصوصي رسنۍ کې کار کاوه، دا د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرسته وه، خو اوس وزګاره ده. رخسار له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې هېرې نهکړي. رخسار وايي: "له اروپايي ټولنې د ټولو افغان نجونو او ښځو غوښتنه دا ده چې دوی یوازې پرې نهږدي او د دوی د کار، ازادۍ او زدهکړو د حق لپاره غږ پورته کړي او طالبانو باندې فشار راوړي چې نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې د خپلو حقونو لپاره هڅې وکړي او درس ووايي." که څه هم تازه طالبانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونهوایه، خو څو ورځې مخکې د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی په یو تازه پروګرام کار کوي چې نجونو زدهکوونکو او محصلانو ته د زدهکړو یو خوندي چاپېريال رامنځته کړي. طالبانو دغهشان ویلي و چې اسلامي ارزښتونو ته په پام سره به په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو حضور هم پیاوړی وي.
امريکا داسې قانون راوړل غواړي په پاکستان او طالبانو بندېزونه ولګوي
یو شمېر پاکستاني سنېټرانو په وړومبي ځل د پاکستان په حقله په ډاګه ويلي “پاکستان په سيمه کې اور کرلی او په يو وخت هم د اور اچوونکي او هم د اور مړوونکي دنده په مخ بيايي”.
هند کې ښځو د هیواد تر ټولو عالي پوځي اکاډمۍ کې د زده کړو اجازه ومونده
د لومړي ځل لپاره په هند کې ښځې اوس کولای شي ددې هیواد په مخکښه پوځي اکاډمۍ کې د داخلیدو درخواست ورکړي او د نړۍ په دوهم ستر پوځ کې لوړو رتبو ته ورسیږي.
پوتین له اردوغان سره کتنه کې د ترکیې د جوړ جاړي وړتیا وستایله
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د جوړ جاړي لپاره د انقرې وړتیا وستایله.
افغانستان کې يو شمېر رسنۍ د خپلو فعاليتونو 'سانسورولو' ته اړې شوي
په افغانستان کې د ځینو رسنیو پر خپرونو بندیزونه لګول او د خبریالانو د راپورونو سانسورول هغه ستونزه چې د محتوا له اړخهیې رسنۍ سختې زیانمنې کړې دي. اوس یو شمېر افغان خبریالان او د رسنیو مسؤلین وایي، د طالبانو مستقیمو او غیر مستقیمو فشارونو د خپلو فعالیتونو سانسورولو ته اړ ایستلي دي. دوی وایي، دا مسئله په خپرونو کې د ضعف لامل شوې او رسنيو خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي ورو ورو له لاسه ورکړي دي. دوی زياتوي، دې وضعیت په ځینو خپرونو منفي اغېز کړی او په یو ډولیې د رسنیو او خبریالانو ازادي زیانمه کړې ده. د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د چهاشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل: “کله چې خبریالان د پېښو په اړه راپورونه جوړوي نهیوازې دا چې له هغوی سره همکاري نهکېږي، بلکې په بېلابېل ډول ګواښل کېږي، د خبریال کاري چاپېریال هم روښانه نهدی او فشارونه پرې شته چې له واقیعتونو په سمه توګه راپورونه ورنهکړي." ښاغلی کړوخېل زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د بیان ازادي چې د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاسته راوړنه ده، له لاسه به ووځي. بلخوا د رسنیو او مدني فعالانو د ډلې مشر نصیر اخترزی وایي، دا مهال ډېری رسنۍ تر فشار لاندې دي چې باید دوی ته د خپرونو د خپراوي په برخه کې بشپړه ازادي ورکړل شي. د رسنیو ځیني مخاطبین بیا وایي چې د تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو په خپرونو کې ډېر بدلون راغلی چې محتوا یې اغېزمنه کړې ده. د کابل یو اوسېدونکي اکمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د رسنیو خپرونې بدلې شوي، د افغانستان حالت بدل شوی، نو رسنۍ هم ورسره بدلې شوي، له دې مخکې به په رسنیو کې ډول ډول سریالونه وو، په خپرونو کې به پر دولت هم نیوکې زیاتې کېدلې." خو طالبان بیا پر رسنیو او خبریالانو د سانسور لګول ردوي وایي، سالمه نیوکه د رسنۍ اوخبریالانو حق دی. د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې رسنیو ته داسې یوه تګلاره ورکړل شوې چې د ملي ارزښتونو، د هېواد د ملي ګټو او مقدساتو پر ضد خپرونې ونهلري. ښاغلی کريمي وايي: "د بیان د ازادۍ په برخه کې موږ د سانسور کولو کوم پلان نهلرو، خو په کوچنۍ تګلاره کې راغلي چې رسنۍ باید داسې خپرونه ولري چې ملي ګټو ته پهکې زیان ونهرسېږي، ژبنیز، قومي او سمتي اختلافاتو ته پهکې لمن ونهوهل شي، دا هغه څه دي چې د ټولو ګټې پهکې نغښتې دي." افغانستان کې دا مهال لسګونه راډیوګانې، ټلوېزیونونه او چاپي رسنۍ فعالیت کوي او دغهشان ډېرې نورې رسنۍ بیا په انلاین ډول کار کوي. خو د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط سره یو شمېر دغه رسنۍ بندې شوي او یا یې هم پروګرامونه محدود او سانسور شوي دي. اوسمهال د افغانستان په اکثرو رسنیو کې موسیقي، ترکي او هندي سریالونه نهخپرېږي، ډېری امنیتي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه بند شوي دي او یا هم په سطحي او محدوده توګه خپرېږي.
امریکایي سناتوران: په طالبانو او ملاتړو هیوادونو یې باید بندیز ولګول شي
د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکي ګوند د سناتورانو یوې ۲۲کسیزه ډلې د یوې طرحې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې پر طالبانو او په ټولو هغو هیوادونو باندې چې ددغې ډلې ملاتړ کوي بندیزونه ولګول شي.
د تیرې صوبایي اسمبلې د غړو خرچو کې بې قاعدګي کتل شوې - د آډيټ کوونکو راپور
رپورټ تر مخه د خېبر پښتونخوا د تېر صوبايي اسمبلې غړو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ مالي کال کې په بهرنۍ دورو او د سفر يا د ټي ای ډي ای اېلاونس اخېستو سره ۴۲.۹۴۱ ملين روپو څه څلور کروړ ۲۹ لکه نه سېوا روپۍ خرچ کړي دي.
امریکا د کام ایر چارتر شوی الوتکې ته "د امریکا په خاوره کې د کښیناستو اجازه ورنکړه"
یوې غیر انتفاعي ډلې چې له افغانستان څخه د امریکایانو د تخلیې په برخه کې فعالیت کوي ویلي دي چې امریکایي مقاماتو د کام اییر شرکت الوتکې ته چې څه دپاسه ۱۰۰امریکایان او د امریکا د ګرین کارت درلودونکي په کې سپاره وو په امریکا کې ورته د کښته کیدو اجازه ورنکړل شوه.
۲۲ امریکایي سینیټرانو طالبانو سره دمرستو پسر په پاکستان دبندیزونو غوښتنه کړې
د امریکا د ريپبلکن ګوند 22ؤ سنېټرانو سنېټ ته يوه قانوني مسوده وړاندې کړې چې په کې د کابل د سقوط نه مخکې او وروسته او په پنجشير د طالبانو په برید کې د پاکستان د مبينه کردار دجاج اخستو او په پاکستان دبندیزنو لګولو غوښتنه شوې ده.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
ایا افغانستان کې دطالبانو دمرستو تورونه پاکستان مشکل کې اچولی شي؟
د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي په امریکا کې دغه قرارداد دپاکستان دپاره ښه نه دی ځکه چې دې سره په افغانستان کې طالبانو سره د پاکستان دمرستو سوچ او فکر دوام مومي.