ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان صنعتکاران دزرګونو کارخانو دتړل کیدو ویره ښایي

په افغانستان کې د صنايعو او کانونو دخونې مشرانو ويره څرګنده کړې چې که د افغانستان کنګل شوې شمتنې ازادې نه شي نو زرګونه کارخانې به وتړل شي او ګڼ شمېر مېرمنې او سړي به خپلې دندې د لاسه ورکړي۔

25.12.2021 ډیوه

افغان ښځینه ډاکټرانې له تازه لاسته راوړنو سره

افغان ډاکټره او څېړونکې رابعه جلالزۍ په امریکا کې د هغو څېړونکو په ډله کې ده چې د HIV، ایډز ناروغۍ د درملنې لپاره یې د زرقي درملو د جوړولو په برخه کې څېړنه کړې. اغلې جلالزۍ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دوی دې څېړنې کلونه وخت ونیوه، خو بالاخره دا څېړنه د امریکا د درملو او خوراکي موادو د څارنې ادارې له خوا تایید شوه. نوموړې وویل: "هغه څېړنې کې چې ما هم برخه درلوده، د پرېوېنشن یا وقایې په برخه کې وه چې دې سره څنګه کېدای شي هغه کسان چې د 'HIV' ناروغۍ پر وړاندې له لوړ ګواښ سره مخ دي، دوی ته داسې درمل جوړ شي چې پر دوی یې بوج کم وي، مخکې هغه کسان چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې لوړ ګواښ سره به مخ وه، دوی اړ و چې په ورځ کې دوه، درې او ځینو هېوادونو کې چې اسانتیاوې کمې دي ان تر څلورو ګولۍ وخوري، نو موږ ساینس پوهان په دې بوخت و چې داسې درمل رامنځته کړو چې نور دا خلک مجبوره نه وي چې دومره ډېر ټابلیت وخوري." نوموړې وايي، دا زرقي درمل په هر دوو میاشتو یو ځل په 'HIV'، ایډز اخته کس ته تزریقېږي. اغلې جلالزۍ د جان هاپکېنز نړیوال پوهنتون څخه فارغه ده او د نړۍ په کچه د طبابت له مهمو څېړونکو څخه ده. په ورته وخت کې بلې افغان بهر مېشتې ډاکټرې شکردخت جعفري خپله دوهمه اختراع اروپایي ټولنې سره ثبت کړې چې په خبره یې د سرطانونو د وړانګو د سنجولو لپاره یې جوړه کړې ده. شکردخت جعفري ازادي راډیو ته د خپلې دغې اختراع په اړه وویل: "دا هغه درې بُعدي ډوز متري سیستم دی چې د هغو ناروغانو په بدن کې دننه چې راډیوټراپي ورته کېږي ځای پرځای کېږي، اوس مهال له لسو تر ۲۵سلنه هغه ناروغان چې راډیوټراپي یې کېږي له بده مرغه درملنه یې بریالۍ نه وي او د دې یو لامل دوی ته د هغې اشعه یي ډوز ورکړه ده چې راډیوټراپي پر مهال ورکول کېږي." مېرمن جعفري وایي، دی هیله منه ده چې د دغې نوي درې بُعدي ډوز په جوړولو چې خورا دقیقه اله ده، دا ستونزه تر هواره شي. نوموړې وايي، دوهمه اختراع یې هم د لومړۍ هغې په دوام ده. د مېرمن جعفري دغې څېړنې او بالاخره اختراع درې کاله وخت نیولی او په خبره یې، تازه د پنجشنبې په ورځ په اروپایي ټولنه کې ثبت شوه. د دغو دوو افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې په داسې حال کې دي چې دا مهال په افغانستان دننه اکثره ښځې له کار او تعلیمه بې برخې ګرځول شوي دي. اغلۍ جلالزۍ په دې اړه خپل اندېښنه ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه: "دا اوسنی حالت زما لپاره ډېر خواشینونکی دی، کله چې زه ګورم زما او تر ما ښې او لایقې مېرمنې او استعدادونه په افغانستان کې شته خو دوی اوس له پرمختګه منع شوي دي." مېرمن جعفري هم ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال ورته اندېښنه څرګنده کړه: "له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې له نورو افکارو دې لاس په سر شي او افغان ښځو او نجونو ته دې د تعلیم پرمختګ او کار اجازه ورکړي چې ټول په ګډه د خپل هېواد د جوړولو لپاره کار وکړي، څو به دوی نورو هېوادونو ته د سوال لاس نیولی وي؟" په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیایي کار کوونکو او بنسټونو ټولنه د دغو دوو افغان ښځینه ډاکټرانو لاستې راوړنې د افغانستان او په ټوله کې د بشریت لپاره ستر ویاړ بولي. د دغې ټولنې د دارالانشا مشر خسرو یوسفزي وویل: "د دوی دا لاسته راوړنې افغانستان ته ستر ویاړ دی چې موږ داسې خویندې لرو، خو له بده مرغه د نورو افغان متفکرو شخصیتونو تر څنګ د روغتیا په برخې کې هم لایقه خلک له هېواده وځي، اسلامي امارت دې د دغه شان شخصیتونو د بېرته جذب او رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي." طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د جمعې په ورځ د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې هېواد کې د امن ژوند زمینه ورته برابروي او دوی دې بېرته دې هېواد ته ورستانه شي. د یادونې وړ ده چې د رابعې جلالزۍ او شکردخت جعفري په شان په افغانستان کې دننه هم شته داسې ښځینه ډاکټرانې چې تېرو شلو کلونو کې یې د روغتیا برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې.

25.12.2021 ازادي راډیو

د پېښور عدالت د مذهب د سپکاوي تورن ته د مرګ سزا اورولې

د پېښور یو ځايي عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن مجرم ګرځولی او د مرګ سزا يې ورته اورولې ده، عدالت ویلي دغه تن په يوه ويډيو کې په ښکاره د مذهب سپکاوی کړی او دغه تور پرې ثابت شوی دی.

25.12.2021 ډیوه

کابل کې د پاسپورتونو وېش یو ځل بیا بند شو

د کابل پاسپورت عمومي رياست نن شنبه ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه)يو ځل بيا د مراجعينو پر مخ بند سو٠

25.12.2021 امریکا غږ

په 2021 کې په افغانستان کې راغلي بدلون د خلکو په ژوند کوم ډول اغېزې کړي؟ د څيړونکو نظر

په افغانستان کې د سياسي چارو کار پوهان وايي، که چري اشرف غنې د ملک نه د وتلو په ځای طالبانو ته مرحله وار په خپله واک سپارلی وی نو افغان ولس به دا څلور مياشتې د ستونزو سره نه وو مخامخ شوی.

25.12.2021 ډیوه

امریکا د جنوبي افریقا په ۸ هیوادونو د سفر کولو بندیز لیرې کوي

سپینې ماڼۍ ویلي چې د کرسمیس رخصتیو په ترڅ کې د جنوبي افریقا د اتو هیوادونو څخه متحده ایالاتو ته په راتګ بندیزونه لیرې کوي.

25.12.2021 امریکا غږ

د طالبانو سره د ډېورنډ په پوله شخړه هواره شوې، راپورونه

د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړی چې يو پاکستاني چارواکي د نوم ښکاره نه کولو په سر خبريالانو ته ويلي چې په وروستيو کې د افغانستان سره د ډېورنډ په پوله کومه شخړه رامنځته شوې وه هغه د طالبانو سره هواره کړی شوې ده.

25.12.2021 ډیوه

یونان کې د کډوالو دوې کښتۍ ډوبې شوي ۱۴ تنه پکې مړه شوي

د یونان ساحلي ګارډ وایي د دې هیوا د ایجین په بحیره کې د مهاجرینو د دوو کښتیو په ډوبیدو کې لږ تر لږه څوارلس تنه مړه شوي.

25.12.2021 امریکا غږ

بنګلدېش کې د بېړۍ اور کې ۳۷ کسان مړه شوي

واشنګټن – په بنګلدېش کې د جمعې په ورځ له مسافرو په یوې ډکې بېړۍ کې اور لګېدلی، لږ تر لږه ۳۷ کسان پکې مړه شوي دي. د فرانسې خبري رسنۍ یا اې اېف پي راپور ورکړی، چې تر اوسه د ماشومانو په ګډون د کښتۍ زیات مسافر لادرکه دي. د سمندري بیړۍ دغه وېرونکې پېښه سهار وختي هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په دې درې پوړېزې بېړۍ کې مسافر په خواږه خوب ویده وو. د ژغورنې کارکونکي په داسې حال کې چې له بیړۍ څخه د اور لمبې پورته کېدې په کښتۍ ورننوتل تر څو خلک وژغوري او د اور له مړ کېدو سره یې له هغې خوا له ځانونو سره په پلاستیکي بوریو کې مړي راوویستل. د بنګلدیش پلازمېنې ډاکې څخه ۲۵۰ کیلومټره جنوب ته جلکاتې ته نېږدې محمد رسول چې د سوځېدلې کښتۍ څنګ ته د سیند غاړې ته ولاړ و وویل، "ما شېبه وړاندې د خواښې مړی وموند. هغې له کښتۍ څخه اوبو ته ځآن وغورځاوه خو هلته په اوبو کې ډوبه شوه. زه نه پوهېږم چې زما په ښځې او ماشومانو څه شوي." هغه اې اف پي ته وړاندې وویل، "ما روغتون وکاته. زما مېرمن او ماشومان هلته نه وو.‌ زه هیله لرم چې اوبو ته په خېز وهلو به ژوندي‌ پاتې شوي وي. خدای دې وساتي." ۴۸ کلن محمد اسمعیل وویل،‌ چې هغه خپله مور له کښتۍ څخه د سیند یخو اوبو ته وغورځوله او بیا یې د سیند تر غاړې راکاږله خو کله چې د کب نیونکو په کښتۍ کې بېرته سوځېدلې بیړۍ ته ورسېده نو خپله ښځه او لور یې و نه لیدل." هغه په ټیلیفون باندې اې اف پي ته وویل، "ما یو کس ولیده چې په لمبو کې سوځېده." ده زیاته کړه،‌ "زما بله لور هغه مهال ژغورل شوې چې بل چا سیند ته غورځولې ده." له پېښې یوې ژوندۍ پاتې شوې مېرمنې وویل، "زما پلار، ما، زما شپږ میاشتني وراره او زما خور په سفر کې یو ځای وو. کله چې اور ولګېده، نو ما ماشوم یو سړي ته ورکړ. هغه کوښښ‌ کاوه چې ماشوم وژغوري، خو اوس یې مونږ نشو پیدا کولای." عیني شاهدان وايي، اور لومړی د انجن په ځای کې بل شو او بیا خپور شو. دغه بیړنۍ د زیارت یا پنجشنبې ناوخته له ډاکې څخه حرکت پیل کړی وو. یادې بیړۍ د ۴۲۰ مسافرو د وړلو جواز درلود خو له پېښې ژوندي راوتلي خلک وايي چې له حده زیاته ډکه وه. یو چارواکی اټکل کوي چې په دې کښتۍ کې کله چې یې له ډاکې څخه حرک کاوه نو تر ۷۰۰ مسافرو پورې پکې سپاره وو.

24.12.2021 ډیوه

پاکستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي

واشنګټڼ – په پاکستان کې د بشري حقونو وزارت د جمعې په ورځ قامي اسامبلۍ ته وویل، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي. یاد وزارت په ننۍ غونډه کې د پاکستان د پیپلز ګوند وکیلې ډاکټرې شازیه سوبیا اسلم سومرو پوښتنې ته لیکلی ځواب استولی دی. دغې وکیلې د بشري حقونو له وزارت څخه غوښتي وو چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دې د جنسي تیري او ځورولو پېښې له دوی سره شریکې کړي او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې دې د حکومت لخوا د ترسره شويو اقداماتو په اړه هم دوی ته معلومات ورکړي. د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه وزارت په لیکلي ځواب کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د مېرمنو پرضد د جنسي تاوتریخوالي او د کار په ځای کې د هغوی د ځورولو ۱۶۱۵۳ پېښې ترسره شوي. دغه معلومات د پولیسو د قامي بیرو څخه ترلاسه شوي چې د روان کال څخه پکې یواځې د لومړیو شپږو میاشتو مالومات دي. وزارت د جرمونو راپورونه په دوو برخو وېشلي یو جنسي تاوتریخوالی او بل د کار په ځایونو کې د مېرمنو ځورول. پخوا دغه ډول جرمونه په څلورو ډولونو باندې وېشل شوي وو چې په هغو کې جنسي تیری او ډلیز جنسي تیری جلا جلا یاد شوي وو. دغه ډول د کار په ځای کې ځورول هم بېل بېل یاد شوي وو لکه فزیکي، جنسي او روحي ډول. وزارت لیکلي، په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي تاوتریخوالي او د کار په ځای کې د ځورولو ۵۰۴۸ پېښې رپوټ شوي. وزارت لیکلي، د ۲۰۱۸ کال راهیسې په پرلپسې توګه هر کال د جنسي تیري او ځورولو تر ټولو زیاتې پېښې د پاکستان په پنجاب صوبه کې دي. د جنسي تیریو د زیات شمېر له پلوه له پنجاب وروسته خیبر پښتونخوا په ۲۰۱۸ کال دوهم ځای درلود خو ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې سند دوهم ځای راخپل او خیبر پښتونخوا دریم ځای ته کوز شوی. په ګلګېت بلتستان کې یوه پېښه هم نه ده رپوټ شوې. همدارنګه د جنسي تیري یا رېپ پېښې سږ کال تر جون میاشتې پورې ۱۸۸۶ ریکارډ شوي. وزارت همدارنګه د هغو اقداماتو یادونه هم کړې چې حکومت د داسې پښو د مخنیوي لپاره کړي دي. دوی د بیلګې په توګه د بشري حقونو د پوهاوي تر نامه لاندې د یوې پروژې یادونه کړې ده چې په ترڅ کیې د عامه پوهاوي د لوړولو کوښښ کېږي او ځانګړې پاملرنه پکې مېرمنو او ماشومانو ته کېږي. دوی همدارنګه د ۱۰۹۹ نمبر د یو وړیا هېلپ لاین یادونه کړې ده چې د بشري حقونو د تیريو په اړه حقوقي مشورې پرې ترلاسه کولای شي. وزارت دا هم ویلي،‌ چې د جنسي تیریو پرضد د ۲۰۲۱ کال قانون او د جرمي قانون بدلون هم په دې وروستیو کې اعلان شوی دی. وزارت زیاتوي، د ماشومانو د ځورونې په اړه یې هم د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی. دوی وايي، د دې ټولو ترڅنګ د سیمې او پولیسو محلي ډلې پوهول شوي چې عامو خلکو ته دې د جنسي تشدد په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

24.12.2021 ډیوه

زده کوونکې: ځینو ولایتونو کې تدریسي بهیر روان خو کندهار کې اجازه نه ورکول کېږي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو شااوخوا څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د کندهار په شمول د هېواد د ډېرو ولایتونو په تعلیمي مرکزونو کې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د زده کړو لپاره دې ښوونځیو ته ولاړې شي. امېنه د کندهار ښار د ښځو په یوه لېسه کې د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي، سره له دې چې ښوونځی یې د نارینه وو له ښوونځي څخه جلا او بېله ودانۍ لري، خو لا هم د طالبانو د حکومت له خوا دوی ته د زده کړو د پیل مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی. نوموړې وايي: "زموږ ښوونځي کې مشکل نشته ځکه د هلکانو ښوونځی جلا دی، د نجونو ښوونځی جلا،له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې نورو ولایتونو کې لوړ صنفونه شروع دي، موږ ته دې هم د زده کړو اجازه راکړي." د مسعودې په نوم د نهم ټولګي یوه بله زده کوونکې وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د لوړو ټولګیو د ښځینه زده کوونکو تدریسي بهیر روان دی، خو په کندهار کې له کوم واضح دلیل پرته دوی ته اجازه نه ورکول کېږي. دا وايي، که یې ښوونځي ژر پیل نه شي، روان کال به یې ضایع او د زده کړو برخه کې به خنډ رامنځته شي. د کندهار یو مدني فعال محب هوتک د نجونو لپاره د لوړو ټولګیو بندېدل د زده کوونکو د وخت ضایع بولي او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي. ښاغلي هوتک زیاته کړه: "له اسلامي اماراته زموږ د زده کړو په برخه اساسي غوښتنه دا ده چې د جنوب غرب حوزې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه ورکړي." په ورته وخت کې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې رئیس مفتي قدرت الله وصال وايي، د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل په اړه په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړی چې له مخې به په نږدې راتلوونکې کې د نجونو ښوونځي پیل شي. وصال زیاته کړه: "د وزارت سره مو دا خبره په وار-وار شریکه کړې ده، د وزارت خبره دا ده چې موږ پر یو جامع پلان باندې کار کوو، د نجونو د شپږم ټولکي څخه لوړ صنفونه هم شروع کېږي." په کندهار کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د لوړو ټولګیو تړل کېدل یوازنی ستونزه نه ده، بلکې د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د پخواني حکومت پر مهال د کلتوري رواجونو او ناامنیو په وجه د نجونو ښوونځي تړلی وو.

24.12.2021 ازادي راډیو

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

24.12.2021 امریکا غږ

طالبانو یو بریټانوی توقیف کړی دی

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو ددې هیواد یو تبعه چې په افغانستان کې یې د یو غیر دولتي سازمان سره کار کاوه، توقیف کړی دی. 

24.12.2021 امریکا غږ

د هند حکومت د هغو سخت دریځه هندوانو په اړه پلټنه کوي چې وایي مسلمانان ووژنئ

د هند پولیسو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) وویل د هغو سخت دریځه هندوانو په هکله یې پلټنې پیل کړي چې په یوه غونډه کې يې د مسلمانو لږکیو د ډله ییزې وژنې غوښتنه کړې ده. 

24.12.2021 امریکا غږ

امریکا: ایران څخه د وسلو د قاچاق په وړاندې مبارزې ته ژمن یو 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران په ټوله سیمه کې یاغي ډلو ته د وسلو په استولو سره د نړۍ امنیت ګواښي او واشنګټن ددغه ګواښ په وړاندې مبارزې ته ژمن دی. 

24.12.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more