پاکستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي
واشنګټڼ – په پاکستان کې د بشري حقونو وزارت د جمعې په ورځ قامي اسامبلۍ ته وویل، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي. یاد وزارت په ننۍ غونډه کې د پاکستان د پیپلز ګوند وکیلې ډاکټرې شازیه سوبیا اسلم سومرو پوښتنې ته لیکلی ځواب استولی دی. دغې وکیلې د بشري حقونو له وزارت څخه غوښتي وو چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دې د جنسي تیري او ځورولو پېښې له دوی سره شریکې کړي او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې دې د حکومت لخوا د ترسره شويو اقداماتو په اړه هم دوی ته معلومات ورکړي. د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه وزارت په لیکلي ځواب کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د مېرمنو پرضد د جنسي تاوتریخوالي او د کار په ځای کې د هغوی د ځورولو ۱۶۱۵۳ پېښې ترسره شوي. دغه معلومات د پولیسو د قامي بیرو څخه ترلاسه شوي چې د روان کال څخه پکې یواځې د لومړیو شپږو میاشتو مالومات دي. وزارت د جرمونو راپورونه په دوو برخو وېشلي یو جنسي تاوتریخوالی او بل د کار په ځایونو کې د مېرمنو ځورول. پخوا دغه ډول جرمونه په څلورو ډولونو باندې وېشل شوي وو چې په هغو کې جنسي تیری او ډلیز جنسي تیری جلا جلا یاد شوي وو. دغه ډول د کار په ځای کې ځورول هم بېل بېل یاد شوي وو لکه فزیکي، جنسي او روحي ډول. وزارت لیکلي، په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي تاوتریخوالي او د کار په ځای کې د ځورولو ۵۰۴۸ پېښې رپوټ شوي. وزارت لیکلي، د ۲۰۱۸ کال راهیسې په پرلپسې توګه هر کال د جنسي تیري او ځورولو تر ټولو زیاتې پېښې د پاکستان په پنجاب صوبه کې دي. د جنسي تیریو د زیات شمېر له پلوه له پنجاب وروسته خیبر پښتونخوا په ۲۰۱۸ کال دوهم ځای درلود خو ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې سند دوهم ځای راخپل او خیبر پښتونخوا دریم ځای ته کوز شوی. په ګلګېت بلتستان کې یوه پېښه هم نه ده رپوټ شوې. همدارنګه د جنسي تیري یا رېپ پېښې سږ کال تر جون میاشتې پورې ۱۸۸۶ ریکارډ شوي. وزارت همدارنګه د هغو اقداماتو یادونه هم کړې چې حکومت د داسې پښو د مخنیوي لپاره کړي دي. دوی د بیلګې په توګه د بشري حقونو د پوهاوي تر نامه لاندې د یوې پروژې یادونه کړې ده چې په ترڅ کیې د عامه پوهاوي د لوړولو کوښښ کېږي او ځانګړې پاملرنه پکې مېرمنو او ماشومانو ته کېږي. دوی همدارنګه د ۱۰۹۹ نمبر د یو وړیا هېلپ لاین یادونه کړې ده چې د بشري حقونو د تیريو په اړه حقوقي مشورې پرې ترلاسه کولای شي. وزارت دا هم ویلي، چې د جنسي تیریو پرضد د ۲۰۲۱ کال قانون او د جرمي قانون بدلون هم په دې وروستیو کې اعلان شوی دی. وزارت زیاتوي، د ماشومانو د ځورونې په اړه یې هم د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی. دوی وايي، د دې ټولو ترڅنګ د سیمې او پولیسو محلي ډلې پوهول شوي چې عامو خلکو ته دې د جنسي تشدد په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
زده کوونکې: ځینو ولایتونو کې تدریسي بهیر روان خو کندهار کې اجازه نه ورکول کېږي
پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو شااوخوا څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د کندهار په شمول د هېواد د ډېرو ولایتونو په تعلیمي مرکزونو کې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د زده کړو لپاره دې ښوونځیو ته ولاړې شي. امېنه د کندهار ښار د ښځو په یوه لېسه کې د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي، سره له دې چې ښوونځی یې د نارینه وو له ښوونځي څخه جلا او بېله ودانۍ لري، خو لا هم د طالبانو د حکومت له خوا دوی ته د زده کړو د پیل مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی. نوموړې وايي: "زموږ ښوونځي کې مشکل نشته ځکه د هلکانو ښوونځی جلا دی، د نجونو ښوونځی جلا،له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې نورو ولایتونو کې لوړ صنفونه شروع دي، موږ ته دې هم د زده کړو اجازه راکړي." د مسعودې په نوم د نهم ټولګي یوه بله زده کوونکې وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د لوړو ټولګیو د ښځینه زده کوونکو تدریسي بهیر روان دی، خو په کندهار کې له کوم واضح دلیل پرته دوی ته اجازه نه ورکول کېږي. دا وايي، که یې ښوونځي ژر پیل نه شي، روان کال به یې ضایع او د زده کړو برخه کې به خنډ رامنځته شي. د کندهار یو مدني فعال محب هوتک د نجونو لپاره د لوړو ټولګیو بندېدل د زده کوونکو د وخت ضایع بولي او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي. ښاغلي هوتک زیاته کړه: "له اسلامي اماراته زموږ د زده کړو په برخه اساسي غوښتنه دا ده چې د جنوب غرب حوزې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه ورکړي." په ورته وخت کې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې رئیس مفتي قدرت الله وصال وايي، د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل په اړه په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړی چې له مخې به په نږدې راتلوونکې کې د نجونو ښوونځي پیل شي. وصال زیاته کړه: "د وزارت سره مو دا خبره په وار-وار شریکه کړې ده، د وزارت خبره دا ده چې موږ پر یو جامع پلان باندې کار کوو، د نجونو د شپږم ټولکي څخه لوړ صنفونه هم شروع کېږي." په کندهار کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د لوړو ټولګیو تړل کېدل یوازنی ستونزه نه ده، بلکې د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د پخواني حکومت پر مهال د کلتوري رواجونو او ناامنیو په وجه د نجونو ښوونځي تړلی وو.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.
طالبانو یو بریټانوی توقیف کړی دی
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو ددې هیواد یو تبعه چې په افغانستان کې یې د یو غیر دولتي سازمان سره کار کاوه، توقیف کړی دی.
د هند حکومت د هغو سخت دریځه هندوانو په اړه پلټنه کوي چې وایي مسلمانان ووژنئ
د هند پولیسو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) وویل د هغو سخت دریځه هندوانو په هکله یې پلټنې پیل کړي چې په یوه غونډه کې يې د مسلمانو لږکیو د ډله ییزې وژنې غوښتنه کړې ده.
امریکا: ایران څخه د وسلو د قاچاق په وړاندې مبارزې ته ژمن یو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران په ټوله سیمه کې یاغي ډلو ته د وسلو په استولو سره د نړۍ امنیت ګواښي او واشنګټن ددغه ګواښ په وړاندې مبارزې ته ژمن دی.
دوادزی : غني تېرکال ډیسمبر د خپل حکومت د پرزیدو وړاندوینه کړې وه
د افغانستان د جمهوري دولت یو پخوانی چارواکی عمر داودزی وايي، د افغانستان وروستي ولسمشر اشرف غني د تېر کال په دسمبر کې د حکومت د پرزېدو او له اقتصادي تنګسې سره د طالبانو د مخامخېدو یادونه کړې وه. ښاغلي داوودزي د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني د سولې په چارو کې د لوی سلاکار او د پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه کار کړی او د حامد کرزي په حکومت کې یې د ولسمشر د دفتر د ریس او د کورنیو چارو وزیر په توګه دندې لرلې. ښاغلی داوودزی چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دی عصمت څاروان ورسره مفصله مرکه کړې چې دلته یې کتلی شئ.
د چین او نورې نړۍ سره د افغانستان صادرات او واردات کم شوي
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، د تیرکال په پرتله سږکال د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده.
اسلام اباد هایکورټ ددفاع وزارت دپوځ نوي مرکز کې دغیرقانوني ودانیو نه منعې کړی دی
اسلام اباد هايکورټ دفاع وزارت دپوځ جوړيدونکي نوى مرکز کې دغير قانوني تعميراتو نه منعې کړی دی او عدالت په دې اړه ددفاع وزارت او د اسلام اباد انتظامي ادارې ته د سپيناوي نوټسې هم جاري کړې دي.
سینیټر رباني:دطالبانو لخوا پولې نه دازغن تار لرې کولو په اړه دې پارلیمان ته معلومات ورکړل شي
د پاکستان سینیټ کې د حکومت مخالف پیپلز ګوند مشر او دسینیټ پخواني چئیرمین رضا ریانې دبهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې چې د افغان طالبانو له اړخه ازغن تار لیرې کولو په اړه دې پارلیمان سره معلومات شریک کړي-
افغانستان کې دسعودي اؤ پاکستان ترجیحات اوس له یو بله څه جلا والی لري؟
که څه هم سعودي عرب د اتيايم په لسيزه کې په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې جهادي کلتور ته په ودې ورکولو او وهابي فکر خورولو کې يو چټک کردار لوبولی ؤ خو اوس سعودي عرب په کور دننه داسې اصلاحات پېل کړي چې ددغه هېواد مذهبي شناخت په يوه ازاده ټولنه بدل کړي.
دپاکستان سیاسي ګوندونه:باثباته افغانستان لپاره باید دسیمې هیوادونه طالبان دفشار لاندې وساتي،
په پاکستان کې دسياسي ډلو مشران وايي باید د يو باثباته افغانستان جوړولو لپاره سیمه ییز هیوادونه افغانستان کې يو ټول شموله حکومت جوړولو او د بشري حقونو خوندي کولو لپاره په طالبانو فشار واچوي،
د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه له طالبانو سره د ترکیې او قطر د تخنیکي ټېمونو لیدنه
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، د افغانستان د پنځو نړویوالو هوايي ډګرونو د امنیت د مدیریت په اړه د دغه وزارت او ترکیې او قطر د تخنیکي ټېمونو ترمنځ خبرې روانې دي.
بلدیاتي ټاکنو کې دجی یو ایي کامیابي راتلونکي کې څه نتیجې لرلی شي؟
د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وایي تراوسه د دوئ سره د راجمع شوؤ نتيجو ترمخه په بلدياتي ټاکنو کې جمعیت علماء اسلام ګوند په وړاندې روان دی او تر ټولو زيات د تحصيل کونسلونو سیټونه یې ګټلي دي.
د بنګله دېش یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله ۳۷ کسان وژل شوي
د بنګله دېش په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.