ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان کابل کې خپل دفتر پرانیست

د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاکتر محمد سعید العیاش رسماً په کابل کې خپل دنده پيل کړه.

06.03.2022 امریکا غږ

پېښور کې داحمدي ډاکټر په کلینیک برید کې یو ډاکتر وژل شوی،بل تن ژوبل

پېښور کې داحمدي ټولنې سره د تعلق لرونکي یو ډاکټر په کلینیک د وسله والو برید کې یو تن وژل شوی اؤ یو تن ژوبل شوی دی. دپېښور دانقلاب پولیس ټانې محرر داتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دخالي په ماښام دپېښور کلیواله سیمه بازیدخیلو کې رامنځته شوې ده. دغه پولیس چارواکی وایي دوه نامعلوم کسان د ډاکټر کلینیک ته ورننوتلي اؤ هلته یې ډزې کړي  چې پکې د محمد شاهد په نوم یو ډاکټر وژل شوی اؤ دجواد احمد په نوم دکلینیک یو بل ملازم ژوبل شوی دی. پولیس وایي له ډزو وروسته برید کوونکي له سیمې تښتېدلي اؤ پولیسو دنامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې ده اؤ دپېښې هر اړخیزې پلټنې یې پیل کړې دي. داحمدي ټولنې ویاند ددې پېښه په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي په کوم کلینیک چې دا برید شوی هغه داحمدي فرقې اړوند دیو ډاکټر منصور احمد ؤ اؤ برید کوونکو غوښتل چې دغه احمدي ډاکټر په نخښه کړي. ویاند وایي دبرید په مهال برید کوونکو کې یو تن دښځو برقعه اغوستې وه اؤ دبرید په مهال دډاکټر منصور احمد پځائ دهغه یو خپلوان ډاکټر احمد ناروغان کتل چې دغه برید ګر پرې ډزې کړې دي. د احمدي ټولنې ویاند وایي په برید کې وژل شوی ډاکټر شاهد احمد احمدي اؤ ژوبل شوي جواداحمد فرقې سره تړاؤ نه لرلو خو یوازې داحمدي ډاکټر په کلینیک کې یې کار کولو. پروسکال هم په ۱۱مه فرورۍ په دغه سیمه کې د وسله والو په یو برید کې دعبدالقادر په نوم یو احمدي ډاکټر وژل شوی ؤ. داحمدي ټولنې ویاند وایي  دتیرو دوؤ کلونو په مهال پېښور کې داحمدي ټولنې پینځه وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي اؤ داحمدیانو په ضد دکرکې خورولو باقاعده مهم روان دی.  پاکستان کې د احمدي ټولنې د وياند عامر محبوب په وینا پاکستان کې په هره کچه د احمديانو د حقونو سرغړونې کېږي او تر دې چې د دوى څخه د ژوند حق هم تروړل کېږي. هغه وايي د کال 1984 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې 278 احمديان د عقيدې په اساس وژل شوي دي. په پاکستان د ډیرې مودې راهسې نیوکې کیږي چې اقیلتونو یا لږکیو ته په تحفط ورکولو کې ناکام دی خو حکومت وایي چې په یو هیواد کې ټولو وګړو ته یو برابر حقونه ورکوي اؤ دهرچا دځان ومال دتحفط هڅه کوي

06.03.2022 ډیوه

داپوزیشن دبې باورۍ تحریک،ایا عمران خان به له اقتداره لاس ووینځي ؟

پاکستان کې دعمران خان دحکومت په ضد دبې باورۍ تحریک لپاره داپوزیشن ګوندونو هلې ځلې چټک شوي اؤ دحکومت مخالفو ډلو مشرانو ډاډ ښکاره کړی چې دوئ سره دعمران خان په ضد پارلیمان کې دبې باورۍ دتحریک کامیابولو لپاره دغړو شمیره برابر ده. خو په عین حال کې بیا وزیراعظم عمران خان داپوزیشن ګوندونو هلې ځلې عبث بللي اؤ دخپل ګوند غړو ته یې تسله ورکړې ده چې داپوزیشن دبې باورۍ دتحریک ناکامولو لپاره دوئ خپلې ټولې تیارۍ سرته رسولي اؤ دوئ نه شي کولی چې خپل دبې باورۍ تحریک کامیاب کړي. پاکستاني رسنۍ وایي دمخالفو ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان تیره ورځ ددوؤ سترو حکومت مخالفو ګوندونو دمشرانو میانواز شریف اؤ اصف علي زرداري  سره دټيلي فون له لارې تماس نیولی اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی چې دعمران خان دحکومت پرځولو لپاره ورسره دغړو شمیره پوره ده. اپوزیشن ګوندونه دعوه لري چې دعمران خان په ضد دبې باورۍدتحریک کامیابولو لپاره ورته د واکمن ګوند تحریک انصاف دغړو ملاتړ هم ترلاسه دی خو حکومت بیا دا دعوه عبث بولي اؤ وایي اپوزیشن توان نه لري چې دبې باورۍ تحریک دپاره اړینې رایې ترلاسه کړي ځکه یې تر اوسه پارلیمان ته دبې باورۍ دتحریک وړاندې کولو نیټه نه ده اعلان کړې. پاکستاني رسنۍ وایي دپي‌ ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان تیره ورځ پخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري سره دټیلي فون دلارې د عمران خان په ضد دباورۍ دتحریک راوړلو په اړه اوږدې خبرې کړي اؤ دغو دواړو مشرانو ته یې تسله ورکړې ده چې دعمران خان دحکومت نسکورولو لپاره ورسره پارلیمان کې  دغړو شمیره پوره ده. د رسینو له مخې په عین حال کې وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند دپارلیماني غړو اؤ مرکزي وزیرانو سره په یوه غونډه کې هغوئ ته ډاډ ورکړی چې اپوزیشن ګوندونه یې هیڅ نه شي کولی اؤ دهغوئ دبې باورۍ دتحریک ناکامولو لپاره یې ټولې تیارۍ کړې دي. عمران خان ویلي که اپوزیشن دده دلرې کولو لپاره دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړل غواړي نو خپل دا شوق دې پوره کړي خو کامیابیدای په یو شان هم نه شي. دپاکستان دمرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ دټولو غړو شمیره ٣٤٢ ده اؤ دبې باورۍ دتحریک کامیابولو لپاره به اپوزیشن ګوندونو ته د١٧٢ غړو ملاتړ په لاس کې لرل وي خو داپوزیشن ګوندونو دغړو شمیر پارلیمان کې دا مهال ١٦٢ دی. پارلیمان کې د واکمن ګوند تحريک انصاف ګوند دغړو شميره ١٥٥ ده خو ددې ترڅنګ دایتلافي ګوندونو دغړو ملاتړ هم عمران خان ته حاصل دی چې دهغې سره دحکومتي اؤ ایتلافي غړو شمیره ١٧٩ ته رسیږي. څېړونکي وایي که دعمران خان په ضد د اپوزیشن ګوندونو دبې باورۍ تحریک کامیابیږي نو پکې به ټر ټولو ستر لاس دعمران خان دیو نزدې مرور شتمن ملګري جهانګیر ترین وي. دمطبوعاتي رپورټونو دعوه ده چې جهانګیر ترین د واکمن ګوند تحریک انصاف څخه له مروریدو وروسته ددغه ګوند ګڼ شمیر غړي ځانته رامات کړي اؤ ددې ترڅنګ هغه کولی شي چې دخپلو پیسو اؤ اثر په زور د واکمن ګوند دنورو غړو رایې هم ځانته راماتې کړي. وتلى خبريال او څيړونکی اويس توحيد په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي ، داسى ښکاري چې مخالفو ګوندونو ته لا تر دې دمه د تحريک د کاميابۍ لپاره د پکار غړو ملاتړ نه دی ترلاسه ځکه دوئ د بې باوري دتحريک وړاندې کولو ورځ نه اعلانوي.  خو قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف بیا وایي چې دوئ دتحریک کامیابولو لپاره د پکار رائیو ترلاسه کولو عمل بشپړ کړی اؤ اوس چې څه وخت هم خپل تحریک مخې ته راوړي نو عمران خان به داقتدار څخه لاس ووینځي

06.03.2022 ډیوه

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل لسمه ورځ؛ ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شویدي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په اوکراین باندې د روسیې د برید په لسمه ورځ اعلان وکړ چې د یرغل له پیل راهیسې په اوکراین کې شاوخو ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شویدي او ۷۰۷ کسه نور ټپیان شویدي.

06.03.2022 امریکا غږ

زلینسکي: اوکراینیان له جنګ څخه نه په شا کیږي او له مقاومت څخه لاس نه اخلي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د شنبې په ورځ مارچ پنځمه ( کب ۱۴) ټینګار وکړ چې د اوکراین خلک له جنګ څخه نه په شاکیږي او له مقاومت لاس نه اخلي.

06.03.2022 امریکا غږ

دپېښور چاودنه:د وژل شوؤ کسانو په چم کې څه حال دی؟

دپېښور پروني ځانمرګي بريد کې ګڼ شمېر سپين ږيري،ځوانان او څو ماشومان هم وژل شوي وؤ، د دغو کورنېو غړي وايي کونډې او يتيمانان ماشومان  ورته پاتې شوي دي ـ د جمعې دمانځه په مهال د پېښور دقیصه خوانۍ بازار ترڅنګ کوچه رسالدار کې دشعیه مسلمانانو په امام بارګاه کې  شوي ځانمرګي بريد کې د ضيا الرحمان هم يو ورور، يو ماما او څلور نور خپلوان وژل شوي دي. په ځانمرګي برید د ضیاء الرحمان د ورور  څلور ماشومان بچي یتمان پاتې شوي دي خو په دې برید کې دهغه نور څلور خپلوان هم وژل شوي دي  چې عمرونه يې د اتلسو کالو نه کم  دي. دهغه په دغو خپلوانو کې وژل شوی دهغه یو د تره زوئ  د افغانستان نه د طالبانو په واکمنۍ کې له راتلو وروسته پاکستان ته راغلې ؤ۔ ضيا الرحمان وایي د تره زوي يې د يوې جګړې نه د امن په خاطر پېښور ته راغلی ؤ خو دلته هم د ترهګرۍ ښکار شو۔ "ديو خپلوان عمر مو اتلس کاله ؤ د افغانستان نه د بد امنۍ له امله راغلی ؤ چې دا ملک محفوظ دی خو بچ پاتې نه شو او تکړې تکړې مو را اوچت کړو" په کومه امام بارګاه کې چې ځانمرګي بريد شوی د هغې په خوا شا کوڅو کې ځائ په ځائ خلک دعاګانو ته ناست دي۔ د ذوالفقار علي کياني مشر ورور ۵۸ کلن مظهر علي کياني هم په دغه بريد کې وژل شوی، چې څلور بچي يې یتمان پاتې شوي دي۔ رور يې وايي ذوالفقار علي کیاني  د خپل يو زوئ د واده په تياریو بوخت ؤ چې په دې خونړي برید کې یې ژوند د لاسه ورکړو۔ "د رور بدن مې ډير زخمي شوی ؤ، بدن کې یې داسې کوم ځائ نه ؤ پاتې چې ټانکې مو پکې نه وې لګولې" په کومه امام بارګاه کې چې دا برید شوی دی دهغې سره نزدې یوه بله کوڅه کې هم دې برید کې د وژل شوؤ تنانو دفاتحې مراسم ترسره کیږي. په دغه کوڅه کې دخپل وژل شوي ورور فاتحې ته ناست  حنيف او افضال  ميډيا سره د خبرو کولو جوګه  نه دي خو  د دوئ  خپلوان سيد وسيم حيدر ډيوه ته وويل د دواړو نه میرمنې کونډې اؤ ماشومان بچي یتمان پاتې شول۔ "د کورنۍ غړي يې ډير غم ځپلي دي، دواړه ډير ښه تنان وؤ خو شهيدان شول" ځايي خلکو وويل امام بارګاه کې کې د وژل شوؤ ډيرو تنانو جسدونه چې ماشومان هم پکې شامل وؤ، خپلو پلرنو سیمو ته وړل شوي او هلته نن خاورو ته وسپارل شو چې پکې د پنجاب ،کرمې ،ډيره اسماعيل خان او نورو سېمو تنان شامل وؤ۔

05.03.2022 ډیوه

د پوتین خبرداری: د اوکراین دپاسه د پرواز بندول جګړه کې د داخلیدو په معنی دي 

د روسیې ولسمشر نن د مارچ په پنځمه (کب ۱۴) خبرداری ورکړ او وویل هر هغه هیواد چې اوکراین د پرواز نه کولو د سیمې په توګه وپیژني، د مسکو لپاره په جګړه کې د هغه هیواد د داخلیدو معنی لري.

05.03.2022 امریکا غږ

امریکا غږ او بي بي سي ژمنه کړې چې د روس له بندیزونو سره سره به خبرونه خپروي

واشنګټن – د روس د رسنیو د څار ادارې د جمعې په ورځ د امریکا غږ او بي بي سي په ګډون د لویدیځو خبري رسنیو خبرونو باندې بندیز لګولی. د روس د رسنیو د تنظیم ادارې په بیان کې ویلي چې ماسکو ګڼې هغه خبر پاڼې بندې کړي په کومو کې چې په قصدي او سیستماتیک ډول غلط مالومات خپرېدل. د فرانسې خبري اداره لیکي چې، د دې خبري رسنیو د تړلو وړاندیزونه د فېبرورۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه شوی وو او دا هغه نېټه وه چې روس په اوکراین باندې یرغل کاوه. له هغې نېټې راوروسته ماسکو رسنیو ته امر کړ وو چې دغه یرغل ته دې د ځانګړو پوځي عملیاتو په سترګه وګوري. تنظیم کونکو خپلواکو رسنیو ته په لسګونو خبرداري ورکړي او ورڅخه یې غوښتي چې هغه توکي دې لېرې کړي د کومو له امله چې د جریمې او تړلو له ګواښ سره مخ کېدای شي. اروپايي ټولنې، ټولنیزو رسنیو او په امریکا، افریقا او کاناډا کې د ټي وي چینلونو په جلا توګه په روسي رسنیو لکه آر ټي او سپوتنېک باندې بندیز لګولی. د جمعې په ورځ د امریکا غږ د روسي ژبې خبر پاڼه په ماسکو کې یواځې په وي پي ان باندې موجوده وه خو انګلیسي خبر پاڼه یې لا پرانېستې پاتې وه. امریکا غږ، ازادي راډیو او بي بي سي په اعلامیو کې ویلي، چې دوی به روسانو ته د راپور ورکولو او خبرونو رسولو ته دوام ورکړي. ازادي او امریکا غږ دواړه د امریکا د نړیوالو رسنیو یا USAGM تر سیوري لاندې په خپلواکه توګه ټکس ورکونکې ادارې دي. یادې ادارې د روسانو دا هڅه چې د نه سانسور شويو  خبرونو د خپرولو مخه به نیسي په کلکه غندلې ده. د امریکا غږ سرپرستې مشرې یولنډا لوپېز د جمعې په ورځ ددغه بندیز خبر ورکړ خو وویل چې، امریکا غږ به له هغو وسایلو او سرچینو څخه کار واخلي چې زمونږ اورېدونکي پرې په روس کې زمونږ په وېب پاڼو باندې د لګېدلو بندیزونو سره سره له حالاتو خبر شي. هغې وړاندې وویل، په روس کې زمونږ کتونکي او اورېدونکي زمونږ ريښتینو خبرونو ته په دې مهم وخت کې د لاس رسي حق لري، نه یواځې په اوکراین کې د جګړې په اړه، بلکه د ټولو هغو مهوو پېښو په اړه چې د دوی په ژوند او کړنو باندې اغیز لري. د ازادي راډیو مشر جېمې فلای وویل، دغه بندیز یوه هڅه ده چې د جګړې له واقعیتونو څخه راپور ورکول بلاک کړي. فلای په یو بیان کې ویلي، پوتین د اوکراین د جګړې د بیې او بڼې په اړه په منظمه توګه دروغ خپروي او زیاتوي، چې ازادي راډیو به په دې مهم وخت کې د خپلو اورېدونکو لپاره په روسیه کې خپل مواد سانسور نه کړي. بي بي سي ویلي، "خپلواک مالومات یو بنیادي انساني حق دی." او دوی به له روس څخه د باندې خپل فعالیت کوي. دوی د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به اوکراین او د روس ځینو برخو ته د لنډو څپو له لیارې هره ورځ څلور ساعته خبرونه ورکوي او دا هغه بڼه ده چې د سړې جګړې پر مهال یې کاروله. د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې تر ۲۰۰۰ زیات اوکراینیان د روسي یرغل د پیل راهیسې وژل شوي. د روس ددفاع وزارت ویلي، تر اوسه یې په دغې جګړه کې نېږدې ۵۰۰ سرتیري وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ژوبل شوي دي. ملګروملتونو اټکل کړی چې په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې تر یو ملیون اوکرینیانو پورې له خپل هېواد څخه بهر ته کډوال شوي دي.

05.03.2022 ډیوه

پښتانه فعالان د پاکستان د ترهګرۍ ضد محاکمې غندي 

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی په روانه اونۍ کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د حکومت پر ضد د څرګندونو په تور په عمري بند محکوم کړ. 

05.03.2022 امریکا غږ

د روسیې له خوا د اوکراین اشغال؛ د افغانستان، پاکستان او ایران دریځ څه دی؟

دا دوې اونۍ د نړۍ په کچه د رسنیو تر ټولو توده موضوع پر اوکراین د روسیې یرغل دی. د روسیې له خوا د اوکراین د اشغال هڅه شاوخوا لس ورځې مخکې په سختو بریدونو سره پيل شوه او لا هم روانه ده. ملګرو ملتونو د روسیې دغه برید غندلی او لویدیځو هېوادونو پر روسیې د اقتصادي بندیزونو د لګولو ترڅنګ د اوکراین سیاسي او پوځي ملاتړ کړی. په دې لړ کې د افغانستان، ایران او پاکستان د حکومتونو او خلکو د روسیې له خوا پر اوکرایین او د دغو دریو هېوادونو د هغو اتباعو وضعیت چې په اوکراین کې بند پاتې دی، څه دی؟ صفي الله ستانکزي، فرشته قاضي او داوود خټک د دې اوونۍ په مثلث کې په دې اړه خبرې کړې دي.

05.03.2022 ازادي راډیو

د امریکا سفارت: د اوکراین په اټومي بټۍ برید 'جنګي جنایت' دی

په اوکراین کې د متحده ایالاتو سفارت د اوکراین په سترو اټومي تاسیساتو باندې د روسیې برید چې اروپا کې تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده، "جنګي جنایت" وګاڼه.

05.03.2022 امریکا غږ

افغانستان د ځاځي په ۵۹ منډو او غوره توپ اچونې بنګله دیش ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په بنګله دیش کې کوربه لوبډلې ته د شلو شلو اورونو په دویمې او وروستۍ لوبې کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي شوه.

05.03.2022 امریکا غږ

د اوکراین د کډوالو کړکیچ ; د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پولینډ ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د پولینډ د چارواکو سره د اوکراین پولې سره نږدې د ژسوف په ښار کې کتلي چې سلګونه زره اوکرایني کډوال پکې د روسیې د یرغل څخه وروسته میشت شویدي.

05.03.2022 امریکا غږ

پښتانه فعالان او د هغوی خلاف د پاکستان د ترهګرۍ مقدمې

واشنګټن- د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مخکښ ته د کراچۍ د ترهګرۍ ضد يو عدالت په روانه اونۍ کې په دې تور د عمر قيد سزا اورولې چې په احتجاجي غونډو کې یې د حکومتي ادارو او رياست خلاف خبرې کړي. په قاضي طاهر تور لګېدلی چې د کال 2020 په ډسمبر کې يې په کراچۍ کې په احتجاج کې برخه اخېستې وه او د رياستي ادارو پر خلاف يې ويناګانې کړي. د پي ټي ايم غړي په پاکستان کې پښتنو ته هم برابر حقونه غواړي او د ژوند حفاظت يې غواړي خو دعوه کوي چې د تحريک ملګري يې د پاکستاني ادارو لخوا نيول کيږي، ځورول کيږي او ان تر دې چې وژل کيږي. د ياد غورځنګ فعالان د دریو اونیو راهیسې په کراچۍ کې د سند اسمبلۍ مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي او د خپلو بندي شویو ملګرو د ازادېدو غوښتنه کوي. د پي ټي ايم مشران دعوه کوي چې قاضي طاهر په يوه داسې مقدمه کې د رياست او ادارو پر خلاف په وينا تورن شوی چې هغه له سره د کراچۍ په احتجاج کې ګډون نه و کړی. د نيشنل ډيوموکرټېک موومنټ مشر او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ په يو ټويټ کې ليکلي “هيڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی چې د سزا ورکولو جواز جوړ شي. رياست پرامن پښتانه د دېوال سره لګوي”. په تېرو دوه کالو کې د پاکستان حکومت د پي ټي ايم يو شمېر غړي نيولي او دا تورونه پرې لګوي چې د رياستي ادارو سپکاوی کوي. علي وزير چې د وزيرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ منتخب غړی دی او ورسره د تحريک نور ملګري په ډسمبر کال 2020 کې نيول شوي چې د ملک خلاف په سازش کولو او رياستي ادارو ته په سپکاوي کولو تورن دي. د پي ټي ايم بنيادګر منظور پښتين د خپلو ملګرو د نيولو او سرسري عدالتي سزاګانو په اړه وي او ای ته وويل “په پاکستان کې د پښتنو د پاره انصاف نشته. چې کله مونږ حقونه غواړو او د برابرۍ پر بنسټ يې غواړو او د دې د پاره احتجاجونه کوو چې د انګرېز د دور په رنګه چلن دې راسره بند شي نو د نامعلومه وخت پورې مو جېلونو ته اچوي”. پاکستاني چارواکي وايي په تېرو شلو کالو کې يې د ترهګرۍ د لاسه په زرګونو وګړي وژل شوي چې پکې د امنيت کسان هم دي او لا اوس هم د ترهګرۍ خلاف جنګيږي. د پوځ د ميډيا ادارې، اي ايس پي ار د يو ټويټ له مخې “د ترهګرو ناکامه کوښښونه به شنډ کړي او وايي د پوځ مشر اراده کړې چې پاتې ترهګر او د هغوی مل کسان به ختموي که هر څومره قيمت يې هم پرې کوي پروا نشته”. البته په پوځ تنقيد کونکي وايي د مظبوط پوځ د ترهګرو ډلو سره پټ لاس دی چې په هند او افغانستان کې يې د ترهګرۍ د پاره کاروي. په دې هم انديښنې راپورته شوي چې پوځ د ترهګرۍ ضد قوانينو نه ناجايزه ګټه پورته کوي او په ترڅ کې يې د قانوني مخالفت کونکو ژبې تړي. پخواني سنېټر او د بشري حقونو د تنظيم مخکښ افراسياب خټک وي او ای ته وايي “سياسي مخالفت ترهګري نه ده. حکومت له هغه سياسي فعالان په خصوصي توګه پښتانه او بلوڅ ترهګر ګرځول نه دي پکار څوک چې د خپلو جايز حقونو غوښتنه کوي”. په پاکستان کې په ازاده ميډيا د بندېزونو په اړه څېړونکي او ليکوال احمد رشيد وي او ای ته وويل “داسې شواهد شته چې پوځ او حکومت په شريکه هڅه کړې هيڅ داسې کوم حساس بحث په ميډيا و نه شي”. هغه وايي “زمونږ د 50 نه زيات چينلونه دي او هر يو چينل د پوځ د ميډيا د څانګې لخوا څارل کيږي. ډېرې څېړنيزې خپرونې د څو دقيقو د تاخير سره چلولی شي او غرض يې دا وي که چېرې څوک داسې څه حساسه خبره وکړي چې ونه چلول شي”. په پاکستان کې د ميډيا ادارو په خپل ځان هم بندېزونه لګولي چې چېرته پوځ غصه نه شي او د پي ټي ايم فعالان وايي په ميډيا کې د دوی په هلو ځلو ښودلو او رپورټ کولو بندېز دی. منظور پښتين وايي “ميډيا زمونږ سره خبرې نه کوي. هغوی زمونږ په غوښتنو او هلو ځلو رپورټنګ نه کوي”.

05.03.2022 ډیوه

افغانستان کې د کرونا ویروس د ۴مې څپې پیل؛ ډاکټران: روغتیايي سپارښتنې نه پلې کېږي

د کابل ښار اوسیدونکی ۳۰ کلن میړني ازادي راډیو ته وویل چې تره یې څو ورځې مخکې له هغه وروسته چې یوه میلمستیا کې ګډون کړی و، په کرونا اخته شوی. د هغه په خبره، هغه او ټوله کورنۍ یې فکر کاوه چې کرونا ناروغي له منځه تللې او روغتیایي لارښونو ته یې هېڅ پاملرنه نه کوله: "موږ تر اوسه فکر کاوه چې کرونا ویروس نشته او ډېر عادي مو ګڼله او روغتیایي لارښوونو ته مو پام نه کاوه، خو زموږ د کورنۍ یو غړی په کرونا اخته شو او له ډېرو ستونزو سره یې مخ کړو. څو روغتونونو ته لاړو پیسې مو مصرف شوې خلک باید هغو لار ښوونو ته پام وکړي چې د ډاکټرانو او رسنیو له لوري خپریږي." په همدې حال کې په افغان جابان روغتون کې یو شمېر ډاکټران په افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د پیل خبر ورکوي. دې روغتون کې یو تن ډاکټر صادق رښتینی د کرونا ویروس د زیاتېدو لامل د خلکو بې غوري بولي  او ټینګار کوي چې خلک باید ټولې روغتیايي سپارښتنې مراعت کړي: " افغانستان کې د کرونا ویروس څلورمه فصل پیل شوی، ګاونډیو هېوادونو کې دغه فصل ۴ میاشتې مخکې پای ته رسېدلی دی. د تېرې میاشتې پرتله مو ناروغان زیات شوي دي، له تېرو دوو اونیو راهیسې له ۸۵ تر ۸۶ ناروغان لرو." ښاغلی رښتینی له افغانانو غواړي چې د کرونا واکسین ټول ډوزنه دې ترلاسه کړي، د هغه په باور واکسین کولی شي تر ډېره پورې د کرونا ویروس مخنیوی وکړي او که  کوم کس  له واکسین وروسته هم په کرونا اخته شو کولی شي دغه ناروغي په اسانه تېره کړي. په همدې حال کې د روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر د کرونا ویروس د ناروغۍ زیاتېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۷۳ ازماېښتونو له ډلې یوازې ۶۲ هغه يې مثبت دي. زموږ ۵۳ هېوادوال روغ شوي او له بده مرغه چې دوه تنه وفات شوي هم لرو چې یو یې کابل بل په هلمند ولایت کې دی." د ښاغلي هژیر په خبره یوازې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د ۳۴زره او ۶۹۵ کرونا ټېسټونو له ډلې لس زره او ۲۷۶ یې مثبتې واقعې دي، ۹ زره او ۲۶۰ تنه جوړ شوي او ۱۸۴ تنه مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له درېیمې را وروسته د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۴۲۱۴ تنو ته رسېدلی چې له دې ډله کې ۷۶۱۹ تنه یې مړه شوي.

05.03.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more