ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې د افغان سفارت بنکي اکاونټونه کنګل شوي دي

واشنګټن  -  د افغانستان د پخواني حکومت سفارتکاران چې په امریکا کې پر خپلو عهدو برقرار پاته دي، اوس د یو نوي مشکل سره مخامخ شوي، او هغه دا چې د هغو رسمي بنکي اکاونټونه کنګل شوي دي. دوه جګپوړو افغان سفارتکارانو چې غوښتل نومونه یې پټ وساتل شي، وي او اې ته د دې خبرې تصدیق وکړ چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او امریکا کې د افغانستان د دوو قونسلګریو بنکي اکاونټونه د یوې میاشتې نه زیات وشول چې کنګل شوي او دوی ورته لاس رسی نلري. په واشنګټن کې د افغانستان سفارت اوس مهال د کابل نه پیسې یا فنډونه نشي ترلاسه کولی، ځکه کابل باندې اوس طالبانو قبضه لګولې ده. دا سفارت تر اوسه په هغو پېسو چلېدلی پاته دی چې د قونسلي خدماتو له درکه یې د خلکو نه ترلاسه کوي. د افغانستان په قونسلګریو کې نوي پاسپورټونه هم ختم شوي، خو د چا چې ضرورت وي، نو قونسلګرۍ یې د پاسپورټونو موده ورته غځوي. اوس نو چې د پاسپورټونو د مودې غځولو فیس نور د افغانستان د سفارت په رسمي بنک اکاونټ کې نشي جمع کېدلی، نو د سفارت عمله د درخواست کوونکو مني آرډر یا تیار چېکونه، پخپلو شخصي بنک اکاونټونو کې جمع کوي او چې میاشت آخره شي، نو خپلو منځونو کې حساب کوي چې د سفارت د میاشتې آمدن (عاید) څومره شوی دی. یو افغان سفارتکار وي او اې ته وویل، "مونږ د امریکې خارجه وزارت سره خبرې کړي، خو تر اوسه هېڅ کوم پرمختګ ندی شوی." هغه زیاته کړه، امریکایي چارواکو ډېپلماټانو/سفارتکارانو ته مشوره ورکړې چې دا خبره په عامو ځایونو کې یاده نکړي. که څه هم د افغانستان پخوانی حکومت چې دغو سفارتکارانو یې نمایندګي کوله، څه باندې پنځه میاشتې وړاندې ړنګ شو، خو اوس هم د ملګرو ملتونو دپاره د افغانستان د دایمي دفتر په شمول، امریکا کې د افغانستان متعلق څلورو سفارتکاري دفترونو کې، شاوخوا نیوي (۹۰) سفارتکاران په خپلې عهدې پاته دي.  افغان ډېپلوماتانو ویلي، د دغو دفترونو د رسمي بنکي اکاونټونو کنګل کېدل، د افغانستان سفارت په مالیاتي لېن دېن، په شمول د تنخواګانو، کرایې، او د صحت د بیمې پېسو ادا کولو باندې، بد اثر غورځولی دی. کله چې وي او اې د امریکا د خارجه وزارت نه د افغانستان سفارت د رسمي بنکي اکاونټونو د کنګل کېدو په اړه وپوښتل، نو د خارجه وزارت ترجمان وویل چې د افغانستان د سفارت د کارکنانو عهدې اوس هم دوی ته د اعتبار وړ پاته دي، مګر د بنکي اکاونټونو د کنګل کېدو په مسئله یې څه جواب ورنکړ. امریکا کې د افغانستان د سفارت رسمي بنکي اکاونټونه، په سيټي بنک کې دي. د سیټي بنک یو ترجمان هم د موضوع په اړه د څه خبرې کولو نه ډډه وکړه. مبهمه تګلاره؟ افغانستان کې طالبانو ځان ته اسلامي امارت په نوم حکومت اعلان کړی چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني، خو امریکایي چارواکو د طالبانو د چارواکو سره په قطر، ناروې او نورو ځایونو کې ملاقاتونه کړي دي. د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ د اتوار/يکشنبې په ورځ، وړاندې تر دې چې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو له وفد سره وګوري، په اسلو کې وویل: "مونږ به د طالبانو سره د خپلو فکرمندیو په حواله او په یو با استحکامه، د بشري حقونو خیال ساتونکي او ټولشموله افغانستان کې د خپلو برقراره مفاداتو په اړه د خلاصو سترګو ډېپلومېسي جاري وساتو." څېړونکي وایي د امریکا دا تګلاره، په افغانانو کې یو ډول ابهام راپیدا کړی دی. په واشنګټن کې د نیو امریکا ټهېنک ټنک یوه څېړونکې کانډېس وایي: "دا چې د دغو دوو هم مهاله متوازي حکومتي اډانو د موجودیت په بدو اثراتو او مضمراتو باندې فکر نکیږي، دا یوه ناقصه تګلاره ده." یوه بله امریکایي څېړونکې، جنېفر مرتضاشویلي بیا وایي چې د هغې په خیال، "امریکا د افغانستان په اړه د ډېرې مودې راهیسي ګنګسه پاته ده." هغه زیاتوي چې امریکا به یو فعاله افغان سفارت ته ضرورت ولري چې امریکا ته تازه راوستل شوي لسګونه زره افغانانو ته قونسلي خدمات برابر کړی شي. امریکا کې د افغانستان سفارت د مالي ستونزو له امله، خپل ټول ځایي (امریکایي) کارکنان رخصت کړي او چې کله سفارت ته ټلیفون وشي، نو ماشین یې ځواب ورکوي. سفارتکاران وایي، هغوی د دوو میاشتو راهیسي په رضاکاره توګه بغیر د تنخوا، کار کوي. لکه د دنیا په نورو ملکونو کې، په امریکا کې هم د افغانستان سفارتي دفترونو د طالبانو د خارجه وزارت سره د کار کولو نه انکار کړی دی او سفارتکاران وایي چې هغوی د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوریت نمایندګي کوي. که څه هم طالبانو ډېر خواستونه کړي چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي، خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد د هغوی حکومت ندی تسلیم کړی. افغان سفارتکاران پناه غواړي امریکا کې دوو افغان سفارتکارانو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، وي او اې ته وویل چې لږ تر لږه درې افغان سفارتکارانو چې په واشنګټن کې یې سفارت کې کار کاوه، په کېنېډا کې پناه اخیستې ده، او نور سفارتکاران په دې کوشش کوي چې ځآنونو ته نورې دایمي لارې چارې ولټوي. یو ډیپلماټ وي او اې ته وویل چې د ویزې معیاد یې په ډسمبر کې ختمیږي، او زیاته یې کړه: "واضحه خبره ده چې مونږ افغانستان ته واپس نشو تللی. مونږ د خپلو ټولو سفارتکارانو د آیندې دپاره د حل یوه لاره لټوو." د امریکا د مهاجرت، شهريتوب او کسټم ادارې هم دې ستونزې ته په توجه سره، امریکا کې د افغان سفارتکارانو د قانوني اسنادو د بدلولو دپاره ځانګړي اقدامات اعلان کړي دي. د دغې ادارې په وېبسايت باندې یو نوټس چاپ شوی او په کې ویل شوي: "که تاسو یو افغان وګړی یاست چې امریکا ته په A-1، A-2، G-1 او G-2 غیرمهاجرتي ویزو راغلي یاست؛ د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۴مه مو داسې عهدې پرمخ وړي چې سفارتکاري یا نیمه سفارتکاري وي؛ او د Section-3 لاندې غواړي یو ګرین کارټ واخلئ، تاسو کولی شئ فورم نمبر I-485 بغیر د کوم فیس ورکولو ډک کړی چې هغه د دایمي اقامې یا د قانوني حالت د بدلون درخواست دی."

26.01.2022 ډیوه

یو افغان امریکا کې د درې کلنې نجلۍ په 'جنسي ځورونې' مجرم وپيژندل شو

د امریکا په متحده ایالتونو کې یو افغان سه شنبې په ورځ د جنوري ۲۵ (سلواغې ۵)د یوې درې کلنې نجلۍ په جنسي ځورونې مجرم وپيژندل شو. د متحده ایالتونو عدلیې وزارت ویلي دي چې مجرم محمد طارق نومیږي او نوموړي د تخلیې په بهیر کې له افغانستان کې د امریکا یوې نظامي اډې ته انتقال شوی وو. نیویارک ټایمز د امریکا د قضایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دوو امریکایي سرتیرو ۲۴ کلن طارق د ویرجینیا ایالت په کوانټیکو سیمه کې د کډوالو په یوه کمپ کې په مخ او غاړه د یوې درې کلنې نجلۍ د مچو کولو او بیا د هغې د ټتر او تناسلې الې د لمس کولو په حال کې لیدلی دی. طارق د تیر کال په سپټمبر میاشت کې ددغه ماشوم په جنسي ځورونې تورن شو او بالاخره د ویرجینیا ایالت د السکاندریا ښار منصفه پلاوي روانه اوونۍ نوموړی د یاد ماشوم په جنسي ځورونې مجرم وپيژاند. محمد طارق د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته ویلي وو چې د ماشومانو مچې کول او لمس کول د افغانستان د فرهنګ یوه برخه ده او کوم خلاف کار یې ندی کړی. خو د راپورونو له مخې، طارق له دې درې کلن ماشوم سره هیڅ رابطه نه درلوده. دا ماشومه چې په محکمه کې یوازې د S.L په مخفف نوم ثبت شوې ده تیره کال د تخلیې په جریان کې له خپلې کورنۍ سره یوځای متحده ایالتونو ته راغلې ده. طارق تیره اوونۍ یوازې یوه ورځ د الکساندریا په محاکمه کې محکمه شو او منصفه پلاوي د هماغه ورځې له غرمې وروسته نوموړی مجرم وپيژاند. جسیکا ابر چې ددې قضیې څارنه کوي ویلي دي:"هغه کسان چې د ترهګرۍ او ظلم له امله زموږ هیواد ته پناه راوړي ، ددې مستحق دي چې دلته په خوندي شکل ژوند وکړي." د راپورونو له مخې د طارق مدافع وکیل د محکمې په دوسیه کې لیکلي چې موکل یې د افغانستان تر سقوط پورې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه او د تخلیې په جریان کې لومړی قطر، بیا جرمني‌او وروسته په ویرجینیا کې د کوانټیکو کمپ ته منتقل شو. د محمد طارق مدافع وکیل ویلي موکل یې د افغانستان د یوه لیرې پراته ولایت اوسیدونکی دی چې نه یوازې په انګلیسي ژبه خبري نشي کولی بلکې لیکل او لوستل هم نشي کولی. ددغه افغان وګړي د محکمې حکم چې ټاکل شویده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۲۶ نیټه اعلان شي‌، ممکن طارق په ابدي حبس محکوم کړي. خو د امریکا د عدلیې وزارت څرګنده کړې چې د فدرال جنایتونو لپاره واقعي مجازات معمولا د حد اکثر مجازات څخه لږ دی او قاضي یې په اړه پریکړه کوي.

26.01.2022 امریکا غږ

د قطر امیر د افغانستان، یورپ او ایران مسئلو باندې خبرو دپاره واشنګټن ته سفر کوي - ذرائع

رائټرز -  باخبره ذرائعو د رائټرز خبري ادارې ته د دې خبرې پخلی کړی چې د قطر امیر نیت لري د جنوري په ۳۱مه د امریکې سرښار واشنګټن ته سفر وکړي او دلته د چارواکو سره د افغانستان په مسئلې، یورپ ته د تېلو د لېږلو، او د ایران په حوالې سره خبرې اترې وکړي. د هغه وخت نه چې قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربه شو او نتیجه یې د ۲۰۲۰ کال دوحه تړون و، د قطر او امریکا ترمنځ تعلقاتو قوت پیدا کړی او شیخ تمیم پخپل سفر کې کوشش کوي چې دا تعلقات نور هم مضبوطه کړي. همدا شان چې کله طالبان افغانستان کې واک اختیار ته ورسېدل او امریکا زرګونه کسان له افغانستانه راویستل، د انخلا په دې پروسه کې قطر ورسره ډېره همکاري وکړه. کابل کې د امریکا سفارت د بندېدو نه پس، اوس د طالبانو واکمنۍ لاندې کابل کې، قطر د امریکا سفارتي نمایندګي هم په غاړه اخیستې ده. قطر او ترکي د طالبانو د حکومت سره په مذاکره کې دي چې د کابل نړېوال ائیرپورټ انتظام په غاړه واخلي. له هغه وخته چې جو بایډن د صدارت عهدې ته رسېدلی دی، دا امریکې ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لومړی سفر ګڼل کیږي، او په داسې وخت کې مخې ته راځي چې واشنګټن د تېلو او ګېسو د کاروبار لرونکو هېوادونو او کمپنیو سره په دې غږیږي که چېرته روس په یوکرین حمله وکړي او په مغربي هېوادونو خپل ګېس او تیل بند کړي، نو په هغه صورت کې دوی د روس په ځای مغربي یورپ ته تېل او ګېس ورکړي. د ‌ذرائعو په قول، د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د ګل/دوشنبې په ورځ د قطر خارجه وزیر سره د ټلیفون د لارې دا خبره شریکه کړله. قطر د قدرتي ګېسو له اړخه نړۍ کې یو اوله درجه ملک بلل کیږي. واشنګټن سره دا فکرمندي شته چې که د روس پوځ په یوکرین حمله وکړي، امریکا او یورپ به په ماسکو باندې سخت بندیزونه ولګوي او په نتیجه کې به یې یورپ ته د روس د ګېسو اېکسپورټ هم بند شي. روس د دې خبرې نه انکاري دی چې ګني په یوکرین باندې د حملې خیال لري. په نړېواله کچه د ګېسو سپلائی دمخه لا کمه شوې ده او د قطر انرجۍ کمپنۍ د ګېسو داسې اوږدمهاله تړونونه لري چې هغه په آسانۍ سره نشي ماتولی. همدا شان طمعه کیږي چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د امریکې صدر جو بایډن د ایران او نړېوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې بحاله کولو په برخه کې جاري کوششونو باندې هم خبرې وکړي. دا دوه مشران به د یمن د جګړې ختمولو په لارو چارو هم وغږیږي. قطر د امریکا ترڅنګ، د ایران سره هم ښه تعلقات لري.

25.01.2022 ډیوه

امریکا: دا ځل به په روس باندې پابندۍ د پخوا نه تېزې او ډېرې زورورې وي

واشنګټن - امریکا د نهې/سې شنبې په ورځ روس ته خبرداری ورکړ چې که په یوکرین حمله وکړي، نو د هغو پابندیو نه به ډېرې سختې او تېزې پابندۍ ورباندې ولګیږي کومې چې په ۲۰۱۴ کې د یوکرین کریمیا جزیره نما باندې د قبضه کولو نه پس په روس لګېدلي و. د امریکا د قامي سلامتیا یو چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي: "مونږ آماده یو داسې پابندۍ ولګوو چې د ۲۰۱۴ کال د پابندیو په نسبت یې اثرات بیخي زیات وي. په دې معنا چې د پخوا د تدریجي طریقه کار وخت اوس تېر دی او دا ځل به مونږ په ټول قوت سره پابندۍ لګوو او ورباندې به کلک پاته کیږو." د قامي سلامتیا دغه چارواکي چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي، همدا راز زیاته کړه چې امریکا آماده ده د روس د اقتصاد ځپلو دپاره د ټېکنالوجۍ سره تړلي موادو په اېکسپورټ هم محدودیتونه ولګوي. چارواکي د اېکسپورټ د دغو محدودیتونو په اړه وویل: "مونږ دا د روس نه د مصنوعاتو د اېکسپورټ د منع کولو دپاره استعمالوو، او د دې کار د اثر دلیل دا دی چې که تاسو... یو قدم شاته شئ او په نړۍ کې د امریکا ساخت سافټ وئیر ټېکنالوجۍ بالادستي ته نظر وکړئ، نو ګورئ چې زمونږ او زمونږ د اتحادیانو د غور لاندې د اېکسپورټ کنټرولولو لاره چاره به د پوټین هغه سټراټېجیکې منصوبې سختې زیانمنې کړي کوم چې د خپل اقتصاد د صنعتي جوړولو دپاره یې خیال کې لري، او هغو برخو ته به نقصان ورسوي کوم چې پوټین ته اهمې دي، لکه کوانټم کامپیوټینګ، یا دفاعي برخه، یا خلائي او یا هم نور سېکټورونه." پس له هغه چې روس د یوکرین نه په کال ۲۰۱۴ کې د کریمیا جزیره نما قبضه او ځان سره ونښلوله، امریکا او اتحادیانو یې په ماسکو باندې اقتصادي بندیزونه ولګول، مګر هغه بندیزونه دومره سخت نه و، بې نتیجې ثابت شول، او روس اوس هم په کریمیا قبضه لګولې ده. یو بل امنیتي چارواکي وویل چې امریکا په ټوله نړۍ کې د انرجۍ د پیداوار کمپنیو سره په دې کار کوي چې که صدر پوټین مغربي ملکونو باندې د روس قدرتي ګېس بند کړي، نو دوی به بیا د روس په ځای مغربي یورپ ته تېل و ګېس برابروي. د امریکا یو امنیتي چارواکي د صدر بایډن دا خبره تکرار کړه چې د یوکرین د مسئلې په سر، امریکا او مغربي اتحادیان یې سره یو لاس دي او دوی عزم کړی چې په روس به داسې سخت بندیزونه لګوي چې سمدستي او هم د وخت په تېرېدو به روس سخت زیانمن کړي. وایټ هاوس د نهې/سې شنبې په ورځ په داسې حال کې ماسکو ته خبرداری ورکړ چې امریکا د ګل/دوشنبې په ورځ خپل اته نیم زره (۸۵۰۰) عسکرو ته امر وکړ چې ختیځ یورپ ته د ممکنه تللو دپاره آماده اوسي، او روس وویل چې حالات "په کلکې فکرمندۍ سره" څاري. د روس صدارتي ایوان – کرملېن – ویاند ډميټري پېسکوف خبریالانو ته یو ځل بیا د روس له اړخه دا تورونه تکرار کړل چې ګني امریکا د روس-یوکرین په سرحد کې کشیدګۍ زیاتوي. روس د یوکرین سرحد په غاړه خپل شاوخوا یو لاک و اوه ویشت زره عسکر راغونډ کړي دي. د ګل/دوشنبې په ورځ صدر جو بایډن د یورپ له اهمو مشرانو سره وېرچوال (آنلاین) ملاقات وکړ او په یوکرین باندې د روس د یوې ممکنه حملې د خطر په اړه یې خبرې وکړې. بایډن د یورپي اتحادیانو سره د خبرو نه پس خبریالانو ته وویل: "ما د یورپي مشرانو سره یو ډېر ډېر ډېر ښه ملاقات درلود چې هغه کې ټول په یوه خله و." د برطانیې د وزیر اعظم بوریس جانسن دفتر په یو بیان کې د بایډن د دې خبرو تصدیق وکړ او ویې ویل؛ "مشرانو د روس د دښمنۍ ډکې رویې په مقابله کې د نړېوالې برادرۍ د اتحاد په اهمیت اتفاق وکړ." بایډن تر اوسه دا فیصله نده کړې چې د امریکا پوځي وسایل او عسکر روس ته نږدې ځای په ځای کړي. د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، "په وضاحت سره روس اوس دستي دا نیت نلري چې لانجه راکمه کړي."

25.01.2022 ډیوه

ای اېم اېف: د نړۍ د اقتصادي ترقۍ شرح به د مخکینۍ اندازې نه کمه وي

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانیټري فنډ ویلي د اومېکرون وایرس له امله به سږ کال د نړۍ د اقتصادي ترقۍ شرح د توقع نه کمه وي. د نړۍ اقتصاد ته خپلې ورستۍ کتنه کې ای اېم اېف وویل په 2022 کې به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ شرح څلور اشاریه څلورفیصد وي. تېرکال د اکتوبر په میاشت کې ای اېم اېف اټکل کړی و چې سږ کال د دنیا د اقتصادي پرمختګ شرح به څلور اشاریه نهه فیصد وي‌ او د دې نه وړاندې یې اندازه لګولې وه چې دغه شرح به پنېځه اشاریه نهه فیصد وي. ای اېم اېف وویل د توانای لوړو بېعو، افراط زر او د امریکې او د چین په اقتصادونو کې د توقع نه کمې ودې له امله یې د نړیوالې اقتصادي ترقۍ په اړه خپله اندازه لاندې کړې ده. ای اېم اېف په خپل رپورټ کې وویل نړیوال اقتصاد کال 2022 د وړاندې اندازې نه په کمزوري حالات کې شروع کړی دی. مالیاتی ادارې وویل د نړۍ د اقتصادي بحالۍ دپاره اومېکرون وایرس یو ګواښ دی او د بحالۍ عمل په شا بوتللی شي. ای اېم اېف چې د دینا 190 ملکونو ته قرض ورکوي د امریکې د اقتصادي ترقۍ په اړه یې هم خپله اندازه کمه کړه. ادارې د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې امریکايي اقتصاد به د پنېځه اشاریه دوه فیصد په شرح پرمختګ وکړي خو په خپل تازه رپورټ کې وايي دغه شرح به څلور فیصد وي. ای اېم اېف چین د اقتصادي ترقۍ په اړه هم خپله کمه کړه او ویې وېل سږ کال به د چین اقتصاد د څلور اشاریه اته فیصد په شرح پرمختګ کوي. تېر کال دغه اندازه اته اشاریه یو فیصد وه. په نړیوال اقتصاد کې تېر کال د شپږ فیصد ترقۍ وروسته ای اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ د دنیا د هر ملک په اړه د سږ کال د ترقۍ د شرحې په اړه اندازه کمه کړه خو هندوستان پکې یوازېنۍ استثنا وه او ویې وېل د هندوستان د اقتصادي ترقۍ شرح به سږ کال نهه فیصد وي. یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي  

25.01.2022 ډیوه

افغانستان یو ځل بیا د فاسدو دولتونو په کتار کې راغلی 

د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۱ کال راپور په اساس افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ د اوو فاسدو دولتونو په کتار کې راغلی دی. 

25.01.2022 امریکا غږ

اېمېنسټي انټرنېشنل: طالبانو جینکۍ تعلیم د بنیادي حق نه محرومه کړي دي 

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمېنسټي انټرنېشنل په طالبانو غږ کړی چې د منځنۍ د جینکو د ثانوي درجې سکولونه دې پرانېزي بلخوا افغان مېرمنې وايي که د جینکو سکولونه نه خلاصېږي نو په کم عمر کې د جینکو ودېدل په زیات شي د اېمېنسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر یو بېغام کې وویل چې افغانستان کې د 12 کالو څخه د زیات عمر جينکۍ د 129 ورځو تېرېدو وروسته هم طالبانو د سکولونو نه منع کړي دي او جینکۍ د تعلیم د بنیادی حق نه محرومه کړی شوي دي. په افغانستان کې مېشته مېرمنې د جينکو د سکولونو بندېدو اندېمښنې کړي او وايي که چېرې انجونو ته د تعليم ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شوه نو په کم عمر کې د جينکو ودول به زيات شي او ګڼ شمېر جينکۍ به مجبورې شي چې سخت کارونه وکړي و د کورنۍ لپاره معاش وګټي. افغان مېرمنې وايي چې د جينکو د سکولونو تړل کېدو انديښمنې کړي او ويره لاري چې د ماشومانو رتلونکې به يې د تيارو سره مخ شي. په دې حقله په کابل کې د يو سکول استاذه بنفشي وي او ای ډيوه ته وویل: " زما درې نجونه دي چې يو په لسم صنف کې وه، بله نهم او کوچنۍ شپږم صنف کې وه اوس د مکتب نه په کور شوي دي، مکتب کې ما په زوره داخل کړې وې ځکه چې پلار يې نه غوښتل چې تعليم وکړي، هغه به هر وخت دا ويل چې زه لوريانې واده کومک او پېسې ورباندې ګټم چې سرمايه پېدا کړم خو ما ورته وويل چې زامن مې درس وايي نو لوڼه به مې هم درس وايي، دلته اوس مونږه ډېر زيات مشلاتو کې يو چېرته تللې هم نه شو او لوڼه مې هم د تشويش نه يو رقم ته مريضانې دي."   تېر کال د اګست په 15مه په افغانستان د واکمن کېدو وروسته طالبانو د شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونو ته په تګ بندیز لګولی دی. ګڼ شمېر افغان مېرمنو د طالبانو د دغه ګام په ضد احتجاجونه هم کړي دي. د ځايي سرچينو ترمخه د هيواد په 34 ولايتونو کې د دولتي پوهنتونو ښځينه زده کوونکې هم د تعليم ترلاسه کولو په ځای کورونو کې په ناسته مجبوره دي.  د کابل زرغونه يوسفزۍ اندېښنه څرګندوي چې د جينکو سکولونه تر ډېر وخته پورې بند پاتې کېدل به د جينکو په کم عمرۍ کې د ودونو سبب وګرځي هغه وايي " نو که چېرې ماشومانې جينکۍ تعليم وو نه کړي او داسې پېغلې شي نو ختمن کورنۍ يې د د ودولو فيصله کوي ځکه چې هغه جينکۍ نه شي کولې چې خپل حق وغواړي، په هغه صورت کې چې کله يوه جينۍ ذهني او فکري لحاظ سره بالغه نه شي نو هغه نه شي کولې چې د خپل ځان دفاع وکړي." نوموړې زياته کړه په موجوده اقتصادي بحران کې يو شمېر والدين به وکړل شي چې په کور ناستې موشومانې جينکۍ په سختو کارونو ولګوي.   " کله چې جينکۍ په کور کې ناسته وي او ماشومه وي نو د هغې څخه په دغه کارونو کې استفاده کېږي، تاسو پوهېږې چې په افغانستان کې سوالګرې جونه څومره ډېرې دي، چې کومې لرې پرتې غريزې سيمي دي هلته په اکثره جونو د لوړو ځايونو نه لرګي او اوبه روړل کېږي."  د افغان طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د جنورۍ په 15مه امريکايي خبري ادارې اسوسیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي، د تعلیم وزارت یې کار کوي چې د جينکو های سکولونه او پوهنتونونه په راتلونکو دريو میاشتو کې پرانیزي. نوموړي زياته کړې چې په ډېرو ولایتونو کې په لوړه کچه هم ( د جينکو) تعلیم شته او په لږو ځایونو کې چې پاتې دی هلته ځینې مسایل تر اقتصادي ستونځو او طرز عملونو پورې اړه لري چې باید عملي شي. څه کم پینځه میاشتې کېږي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ موقتي انتظام اعلان کړی خو د نړۍ  یو هېواد هم لا د حکومت په څېر په رسمیت نه دي پېژندلي. امریکا او نوره نړۍ له طالبانو غواړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، ښځو ته خپل حقونه ورکړي او جينکۍ سکولونو ته پرېږدي.  

25.01.2022 ډیوه

ناروی وایي طالبانو نه به د عمل وړ غوښتنې کولی شي

د ناروی حکومت ویلي  په اوسلو کې د طالبانو د پلاوي سره په خبرو کې به طالبانو نه د عملي کېدو وړ غوښتنې کولی شي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ به د طالبانو او د مغربي سفارتکارو خبرو ورستۍ ناسته کېږي. په افغانستان کې د ورستي صورتحال او د بشري مرستو په اړه د خبرو دپاره د طالبانو د موقتي خارجه چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د خالي، شنبې، د ورځې راهسې د ناروی په سفر دی .   دا لومړی ځل دی طالبانو د واکمنېدو نه پس طالب پلاوی د یورپ متنازعه سفر کوي. نړیوالې ټولنې لا طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څېر نه دي پیژندلي. د افغانستان د بشري مرستو لړۍ د پينځلسم اګست نه په دې خوا ودرېدلې ده ځکه ټولې نړيوالې ادارې د ياد هېواد نه لا خو وتلي او لا يې امدادونه ودرولي دي چې د ميلينونو خلکو وضع يې خرابه کړې چې ورسره ورسره لوږه او وچکالي هم ده.   ټاکل شوي وه چې په اوسلو کې به طالبان د ناوری د حکومت چارواکو تر څنګ په هېواد کې میشته د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو سره هم ویني. د ای اېف پي خبري ادارې ترمخهد ناروی وزير خارجه هېنرېک تون ويلي “دا د يو خلاص بحث پيل نه دی. مونږ به غوښتنې په ډاګه کوو او دا به څارو چې هغه غوښتنې پوره کيږي که نه؟ د ناروی خبري ايجنسۍ اين ټي بي وايي غوښتنې دا کېدلی شي چې بشري مرستې نيغ په نېغه افغان ولس ته ورسي او په افغانستان کې د بشري حقونو احترام وشي، په خاصه توګه د ښځو او اقليتونو د حقونو دفاع وشي چې د تعليم او صحت حق ورکړل شي، د کار کولو حق يې ومنل شي او په تګ راتګ کې ورته خنډان نه اچول کيږي    د بې درکه کړل شوو فعالانو ښځو شخړه دا خبره هم امکان لري چې ناروی به د طالبانو سره د مدني ټولنې هغو دوو ښځو فعالانو مسله هم راپورته کړي چې په کابل کې تېره اوونۍ د خپلو کورونو نه اوچتې کړل شوي.  د بې درکه کېدو نه وړاندې يادو ښځو په کابل کې په احتجاج کې برخه اخستلې وه خو طالبان د دغو ښځو په نیول کېدو کې د ککړتیا خبره ردوي.    طالبان په کال 2001 کې د واک نه لرې کړل شوي وو چې په اګست کې د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته بيا په واک قبضه شوي دي. ای اېف پي وايي طالبان بنياد ګران دا ګڼي چې په ناروی کې د تړل شوو دروازو په شا کېدوونکې خبرې اترې د دوی په رسميت پېژندنې په لوري يو ګام دی او د دوی د مالي امداد پرانیستل کېدو ته يوه موقع ده .   د طالبانو وزير خارجه امير خان متقي ويلي “ناروی چې مونږ ته دا فرصت برابر کړی دا پخپله يوه لاس ته راوړنه ده ځکه مونږ د نړيوالو سره يو ځای کښېناستل ." متقي د امريکا، فرانس، جرمني، برطانيه، اټلي، يورپين يونين او د ناروی د نمايندګانو سره هم ليدل کتل کړي.  ناروی ټينګار کوي چې د طالبانو سره ملاقات په معنا نه دی چې ګني طالبان قانوني او په رسميت وپېژندل شوو. د ناروی غونډه چې پکې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ځينې د ځينې څېړونکو او بهر مېشت افغانانو د نيوکو سره مخ ده .   د ملګرو ملتونو د شمارو تر مخه د افغانستان د نیمايي نه زیاته  ابادي د لوږې سره مخامخ ده خو د مرستو بحالولو په لړ کې نړيواله ټولنه دې ته انتظار کوي چې طالبان څه رنګه حکومت چلوي. یادونه: د دې رپورټ دپاره معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

25.01.2022 ډیوه

روسیې د پوتین مخالف سیاستوال د ترهګرو په لست کې شامل کړ

د روسیې حکومت د دغه هېواد مخالف سیاستوال الیکسي‌ نوالني او د هغه پنځه نور ملګري د «ترهګرو او افراطیانو» په لست کې شامل کړي دي. 

25.01.2022 امریکا غږ

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښي زیاتې شوې دي

د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، په تېرو دوو اوونیو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او هره ورځ په منځني ډول له۱۰ تر ۱۵ ناروغان روغتون ته راځي.  د افغان جاپان روغتون سر طبیب ډاکټر طارق احمد اکبري ازادي راډیو ته وویل، چې د ویروس مثبتې پېښې اومیکرون ته ورته دي، خو دوی یې د تشخیص لپاره اړین کیټونه نه لري.  اکبري وایي:" اوس مهال د افغان جاپان روغتون او د 'کووېډ-۱۹' په نورو ولایتي سنټرونو کې د کرونا ویروس مخ په زياتېدو دی، پرون مو ٢٥ مثبتې پېښې درلودې، نن ښايي تر دې هم زياتې شي، موږ پرون اووه بستري ناروغان درلودل، چې ډېرى يې جدي پاملرنې ته اړتيا لري. په افغان جاپان روغتون کې دېری پېښې اومیکرون ته ورته دي، خو له بده مرغه موږ جین سکینسر یا تشخیصونکي هومو کېټ نه لرو."  د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، که څه هم اوس د دوی ستونزې تر یوه بریده هوارې شوې، خو له بهرنیو مرستندویانو غواړي چې دامېکرون د تشخیص د کیټونو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.  شکريه چې تازه له طب پوهنځي فارغه شوې وايي، پلار يې څو ورځې وړاندې په يوه محفل کې له ګډون وروسته په کرونا ويروس اخته شو.  نوموړې چې خپل پلار یې په افغان جاپان روغتون کې بستر کړی وایي، د ویروس ډول چې پلار یې پرې اخته شوی دی، ډېر امیکرون ته ورته دی.  شکریه زیاتوي:"د خپلوانو په یوه محفل کې یې ګډون کړی و، بیا ورته د ستوني درد، سر درد او لوړه تبه پیدا شوه. په لومړي سر کې موږ فکر کاوه چې دا به د ژمي له یخنۍ عادي ناروغي وي، خو افغان جاپان روغتون ته له راتلو او نمونې اخیستلو وروسته، د هغه ټسټ مثبت وختو."  که څه هم د کرونا ویروس د اومیکرون ډول په ټوله نړۍ کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، خو په افغانستان کې ورته دومره پاملرنه نه ده شوې.  په ورته وخت کې یو شمېر افغانان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د رسنیو له لارې عامه پوهاوی لوړ کړي ترڅو خلک د مخکې په څېر دا ویروس جدي ونیسي.  د ننګرهار اوسېدونکې ګلالي غفاري ازادي راډیو په دې اړه وویل:" خلک فکر کوي چې ویروس له منځه تللی، خو داسې نه ده او دوی باید دا جدي ونیسي. موږ پر حکومت غږ کوو چې په دې برخه کې د یو پلان له مخې، د پوهاوي له لارې خلک دې ته وهڅوي چې د دې ناروغۍ په اړه جدي شي."  د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم مني چې په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.  د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ توانیدلي یو چې په هېواد کې د کرونا له ۳۸ روغتونونو ۱۷ روغتونونه په محدودو امکاناتو سره فعال وساتو، د ۵ روغتونونو لپاره مو مالي امکانات پیدا کړي، موږ هڅه کوو چې د یونېسف په مرسته په لسو ولایتونو کې د اکسیجن پلان جوړ کړو، د وزارت له ادرسه به دجوماتونو او رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی وکړل شي."  د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د دوی د بیا واکمنۍ له مهاله، نږدې ۱۲۹ زره او ۱۸ د کرونا ټسټونه شوي چې له دې شمېر۱۱۰۹۷ پېښې مثبتې دي، له ناروغانو ۴۴۵۴۲ یې بېرته روغ شوي او ۶۰۷ نور بیا ترې مړه شوي دي.  وزارت د پرون ورځې د شمېرو په اړه ویلي، په ټول افغانستان کې له ۲۳۷۴ مشکوکو پېښو ۲۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.  د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند له بهرنیو مرستندویانو وغوښتل چې د کرونا ویروس، په ځانګړي ډول د اومیکرون ډول د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ګډه ورسره کار وکړي.  د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ، د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې له ۳مې څخه د ۲۰۲۲ کال د همدې میاشتې تر ۲۴مې پورې د 'کووېډ- ۱۹' ۱۵۹۶۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې شمېر څخه ۷۳۹۳ تنه مړه شوي دي.  دغه شان د روان کال د جنورۍ تر ۲۳ مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ټولټال ۵ ملیونه ۴۶ زره ۵۴ کسانو واکسین ترلاسه کړی دی.

25.01.2022 ازادي راډیو

په اوکراین د روسیې د ‌یرغل اندېښنه؛ امریکا زرګونو سرتېرو ته د تیارسي امر کړی 

د دفاع وزارت وايي سرتېرو ته ویل شوي چې ځانونه اماده کړي‌ او که  اړتیا پیدا شوه اروپا ته استول کیږي چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د یرغل په اړه د ناټو ایتلافیانو ته ډاډ ورکړل شي. 

25.01.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

25.01.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) وايي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته تر سره کړي. یوناما نن سه شنبه ویلي چې ټاکل شوې دغه ناسته د چهارشنبې په ماښام جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) د کابل پر مهال د شپې ۷:۳۰ دقیقې په ژوندۍ بڼه تر سره شي. د یوناما د معلوماتو په اساس د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ناروې لومړی وزير يوناس ګار استوره به د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. ویل کیږي چې د ناروې لومړی وزیر به په هغه هیواد کې له طالب استازو سره د اروپايي او امریکايي دپلوماتانو د وروستۍ ناستو په اړه معلومات شریک کړي. د افغانستا د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې د لوېدیځو هیوادنو دپلوماتانو تیره ورځ په ناروې کې د بندو دروازو تر شاه له طالب استازو سره خبرې وکړې. د اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، جرمني، ایټالیا او ناروې دپلوماتانو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او ښځو د حقوقو او ځینو مسایلو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ له طالب استازو سره خبرې وکړې. پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه د څه باندې پنځه میاشتو په تېرېدو سره د دوی حکومت د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

25.01.2022 امریکا غږ

بلینکن: که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې، دوې پېښې کېدې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر اتوني بلینکن د دوشنبې په شپه جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) یو ځل بیا په صراحت سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له ایستلو څخه دفاع وکړه او وویل که له افغانستان څخه یې خپل سرتیري په بشپړه توګه نه وای ایستلي، هیواد یې له دوو پېښو سره مخ کیدی. ښاغلي بلینکن یو انلاین کنفرانس ته په وینا کې وویل چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي سرتیرو پرېکړه د متحده ایالاتو د مخکني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې کړې وه چې باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ دمۍ میاشتې تر وروستیو پوري له افغانستان څخه وتلي وای. نوموړي زیاته کړه: "موږ ته توافق د [امریکا] تیرې ادارې څخه په میراث راپاته شوی و چې متحده ایالات باید تر مۍ میاشتې له افغانستان څخه ووځي، په عوض کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د توافق له پیل څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې پر امریکايي ځواکونو او ایتلاف برید نکوي." د دغه امریکايي دپلومات د معلوماتو په اساس، طالبانو همدارنګه ژمنه کړې وه چې د ولایتونو پر مرکزنو له لویو بریدونو څخه ډډه کوي. خو د دغه توافق په اساس طالبانو کولای شوای د افغانستان په ټولو برخو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تر یوې اندازې پورې ژمنه کړې وه چې هغو کسانو یا ډلو ته چې د متحده ایالاتو پر ځواکونو او ایتلاف یې د برید پلان لري پټځایونه نه ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن باید ټاکل شوي ضرب الا جل ته په کتو له دغه توافق سره څه کړي وای. ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې متحده ایالات په هغه وخت کې په افغانستان کې له خپل اوږد ترین جنګ سره مخ و: "موږ باید له خپل ځان څخه پوښتنې وکړو چې دغه جګړې زموږ لپاره کومې ځانګړتیاوې لرلې، څه مو لاسته راوړلی سوای،په کوم لګښت ایا د دې ارزښت لري؟" د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ولسمشر بایډن د دغه ټولو مسائلو په نظر کې نیولو سره دې نتجیې ته ورسېدی چې د امریکا دریم نسل باید د افغانستان جګړې ته ونه لېږل شي. په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پاتې کېدو په صورت کې احتمالي پېښې ښاغلي بلینکن همدارنګه هغه ارزیابۍ هم ناسمې وبللې چې متحده ایالات په کم لګښت سره په افغانستان کې خپل درې زره سرتیري پرېښودلو سره خپل حضور ته هلته دوام ورکولی شوای. نوموړي زیاته کړه: "که چیري له ټاکل شوي ضر الاجل څخه زیات په افغانستان کې پاتې شوي وای، دوې پېښې کېدلې.یو داچې طالبانو زموږ او زموږ د ایتلاف پر ضد بریدونه له سره پيلول او مجبورېدلو له ځان څخه مو دفاع کړې وای، خو په۳۰۰۰ سرتیرو سره نه کېدل." هغه وویل چې طالبانو د دې علاوه د ولایتونو پر مزکزونو بریدونه له سر څخه پیلول تر څو پر دغه هیواد حاکمیت ټینګ کړي.د بلینکن په وینا په داسې وضعیت کې د متحد ه ایالاتو ۳۰۰۰ سرتیري د ایتلاف او یو شمېر افغان سرتیري د طالبانو بریدونو ته په کتو کافي نه و. ښاغلي بلینکن د امریکا د دفاع وزیر د څرګندونو په استناد وویل چې که چیري امریکايي سرتیري یو ځل بیا تر برید لاندې راتلل واشنګټن مجبورېدی چې د یو نامحدود وخت لپاره افغانستان ۱۰زره تازه دمه ځواکونه واستوي. دغه امریکايي مقام یو ځل بیا له افغانستان څخه دټولو امریکايي سرتیرو د پرېکړې څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې په هغه هیواد کې د متحده ایالاتو د سرتیرو پاتې کېدو روښانه پای نه لاره او په خبره یې کوم څه چې تر سره شول «یو مطلق ضرورت و» ښاغلي بلینکن همدارنګه وویل چې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته ته ولاړه او تر لسو کلونو وروسته د اسامه بن لادین په وژل کېدو او د القاده شبکې په کمزوري کېدو سره خپل لومړي هدف ته رسېدلي دي، خو اعتراف یې وکړ چې امریکا په افغانستان کې د «ملت جوړونې» په برخه کې ناکامه شوه.

25.01.2022 امریکا غږ

ترکمنستان د طالبانو له حکومت سره په برېښنايي پروژو خبرې کړې

د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان هیواد د انرژۍ وزارت یو پلاوي کابل ته سفر کړی دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د برېښنا پروژې د کار پیلېدو په اړه یې اړه خبرې کړي دي. دغه شرکت پرون دوشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) وویل چې د دواړو لورو ترمنځ تیره ورځ خبرې پیل شوي چې په خبره یې دوې ورځې به دوام ولري. دغه شرکت زیاته کړې چې دواړو لورو د برېښنا د نوو پروژو پیلولو او په ځانګړي ډول د «نورالجهاد» سب سټېشن او تاپ پروژې په اړه خبرې ګړي دي. تاپ پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برښنا رسولو یوه له لویو پروژو څخه ده چې زیاته برخه یې د افغانستان له خاورې څخه تیریږي. د طالبانو د حکومت د چارواکو د معلوماتو په اساس ترکمنستان له دغه لاین څخه په استفادې شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته صادروي. افغانستان نه یوازې دا چې له یادې پروژې څخه په کلني ډول ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تر لاسه کوي، بلکې ۱۰۰ میلیون دالربه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا لین له ترانزیټ څخه تر لاسه کړي. د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې: "ټاکل شوې د افغانستان برښنا شرکت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت مختلف ټېمونه د نن او را تلوونکو ورځو ناستو کې، د یادو پروژو پر تخنیکي او حقوقي مسائلو هر اړخیزه خبرې وکړي او تر هغه وروسته به دواړه لوري نوی تړونونه لاسلیک کړي." د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت رئیس حافظ محمد امین په دغه ناسته کې د برښنا رسولو په برخه کې د ترکمنستان رول مهم وباله او ویې ویل تمه لري چې ژر تر ژره د یوې ګډې نقشې په رامنځته کېدو سره د برېښنا رسولو پروژو په ځانګړي ډول د «نورالجهاد» سب سټېشن او تاپ پروژې کارونه چټک شي. د افغانستان برېښنا شرکت افغانستان او پاکستان ته د ترکمنستان د انرژۍ رسولو پروژو رئیس مراد ارتیکوف له قوله ویلي چې هیواد یې د دغه پروژ د کار پیلېدو په ځانګړي ډول ټاپ او د کابل او اندخوی ترمنځ د انتقالي لین پروژو ته ژمن دی. بلخوا د د افغانستان برېښنا شرکت نن سې شنبه په یوې خبرتیا کې ویلي چې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برښنا قطعه شوې ده. یاد ریاست ویلي: "ساعت وړاندې د منځنۍ اسیا په سیسټم کې د تخنیکې ستونزې رامنځته کېدو له امله د ازبکستان، قرغېزستان او قزاقستان برېښنا پرې شوې ده. په خوښي سره د برېښنا تخنیکي ټیمونه وتوانېدل چې د لومړي ځل لپاره د ترکمنستان برېښنا له کابل سره ونښلوي" تر دې مخکې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي و چې ، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیلولو ته زمینه برابره شوې او په خبره یې دوی د دغه پروژې امنیت ته ژمن دي.. مولوي شهاب الدین دلاور د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجیف سره تر لیدنې وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې هغوی د دغه پروژې د عملي چارو پیلولو په اړه خبرې کړي دي.  

25.01.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more