ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بل ګېټس د پاکستان وزيراعظم ته د پوليو په ضد جنګ کې د مکمل ملاتړ باور ورکړ

د مایکروسافټ کمپنۍ باني بل ګیټس د نهې/سې شنبې په ورځ د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او پاکستان ته یې ډاډ ورکړ چې د بل او میلنډا ګیټس فاونډیشن (BMGF) به په پاکستان کې يو ماشوم د پولیو وایرس د لاسه د فالج کیدو خطر ته نه ورکوي او په ملک کې به د پوليو وايرس په ضد مرستې جاري ساتي. د دې ترڅنګ بل ګيټس په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي په حقله د پرمختګ ستاينه کړېده. شهباز شريف ويلي چې پاکستان د BMGF سره خپلې همکارۍ ته قدر ورکوي او د کار په ټولو روانو برخو کې د فاونډیشن سره د ګټورې ملګرتیا تاييد کوي. د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې پاکستان د پولیو د مخنيوي په برخه کې پرمختګ برقرار ساتلی او په دې برخه کې د بل او ملېنډا ګېټَس فاونډېشن لخوا مرسته د ستاينې وړ ده. دغه بيان کې دا هم ويلي شوي چې تير کال ۲۰۲۱م کې د پاکستان نه يواځې يو پوليو کيس رپورټ شوې خو په روان کال تازه پيښه رپورټ کيدو يي خفګان هم څرګند کړې. هم په دې لړ کې وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ د پوليو د مخنيوي صوبائي ادارو مشرانو او په خصوصي توګه خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي ادارې او چيف سيکرټري ته هدايات وړاندې کړي دي چې په جنوبي ضلعو کې دې د پوليو په ضد ځانګړي ګامونه پورته کړی شي. په دې حقله په پاکستان کې د صحت نړېوالې ادارې یا WHO استازي ډاکټر سرفراز اپريدي ویلي چې په شمالي وزيريستان کې پوليو تازه پيښې راتلو سره د پوليو وايرس مخنيوي په لار کې چلېنجونه سېوا شوي دي.  هغه وايي، "مونږ چې د پوليو د مخنيوي دپاره تېرو څو کلونو کې څومره هلې ځلې کړي وې، هغه د مثبت کيس راتلو سره صفر شوي او زمونږ خواري يي بيا د سره کړې ده. د دغه فشار په ځواب کې، د دغه وايرس مخنيوي او نۀ خپريدو د پاره په راتلونکو دریېو مياشتو کې مونږ ته پنځه خصوصي کمپاينونه چلولو هدايات راکړي شوي دي." بلخوا وزيراعظم شهباز شريف په افغانستان کې هم د پوليو په ضد د کمپاينونو د پيلېدو اطمينان څرګند کړی دی. د خيبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز وينا ترمخه په افغانستان او پاکستان کې په يو وخت پوليو ضد کمپاينونه پيليدل خوشایند خبره ده. د دواړو هيوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پاره په لارو ګودرو کې پوليو ټيمان ناست دي او خلک ويکسين کوي. په سرحدي پولو د ويکسينشن فعاليتونه لا پياوړي کولو د پاره نن د دواړو هيوادونو ترمينځ آنلاين غونډه هم شوېده چې د پوليو وايرس مخه ونيسي. په دې حقله د خېبرپښتونخوا ايمرجنسي آپريشن مرکز ډپټي کوارډينيټر زمين خان مهمند ويلي دي چې پاکستان د پوليو د مخنيوي د پاره سنجيده دی او په هره سطح د دغه وايرس مخنيوي د پاره ګامونه پورته کوؤ۔ زمين خان وايي " په دغه سېمه کې چې پوليو وايرس په خپريدو دی، پاکستان او په خصوصي توګه خېبرپښتونخوا حکومت ډير سنجيده دی۔ مونږ دا اميد وو چې څنګه تېرو دوو کالو کې مونږ په صوبه کې پوليو وايرس مخنيوې کړي وو نو دا يو کال به هم تېر شي او د پوليو وايرس نه پاکې سېمې سند به واخلو خو داسې ممکنه نه شوه۔  خو اوس هم د وزيراعظم نه واخله تر وزيراعلي، چيف سيکرټري او د پوليو يو عام کارکونکي پورې ټول سنجيده دي او غواړي چې دغه سيمه د پوليو وايرس څخه پاکه وګرځوؤ"۔ وزيراعظم او بل ګيټس د دې ترڅنګ په پاکستان کې د BMGF په ملاتړ د روټين ټيکو، مال نيوټريشن او د ماشومانو د صحت په اړه هم خبرې اترې کړي دي. څرګنده دي وي چې د روان کال په 17مه فرورۍ بل ګيټس پاکستان ته په ړومبي ځل راغلې وو۔ هغه ته د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په اسلام اباد کې د یو شمېر ځانګړو مراسمو په ترڅ کې "د روغتیا پاملرنې لپاره د هغه د ملاتړ" په خاطر د هلال پاکستان ایوارډ هم ورکړی. 

27.04.2022 ډیوه

پاکستان کې دچین دکنفيوشس انسټي ټیوټس دفعالیتونو ترشا څه مقاصد دي؟

په دې وروستیو کلونو کې دسي پېک  پروژې لاندې که يو خوا په پاکستان کې د چين پانګونې او راشه درشه سېوا شوي نو بلخوا چين دخپلې ژبې، کلچر او دود دستور د خپرولو لپاره دلته د کنفيوسش انسټیټیوټس په نامه په بېلابېلو پاکستاني پوهنتونونو کې ادارې هم پرانستلې دي. په پاکستان کې ټول پينځه د کنفيوسش په نامه چينايي انسټیټیوټس کار کوي په دې کې يوه اداره د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې او نورې د لاهور، سرګودهې او فېصل اباد په پوهنتونو کې ځایي محصلینو ته چينايي ژبه زده کوي او هغوي د چين د کلتور او دود دستور نه خبروى. تیره ورځ دپاکستان دکراچۍ پوهنتون ترڅنګ په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دچین دکنفیوسش انسټي ټيوټ درې کارمندان وژل شوي وؤ. د پاکستاني تهنک ټهېنک پاکستان چاینا انستیتوت ترمخه دا وخت په پاکستان کې نيزدې د 26000 او 30000 ترمنځ پاکستاني محصلین په بېلابېلو درجو کې د چينايي ژبې زدکړې کوي. څېړنکار رفيع الله کاکړ په پاکستان کې د کنفيوسش انسټیټیوټس د مقاصدو په اړه ډيوه ته وايي د پاکستان په ګډون چې له کومو هېوادونو څخه د چين د بلټ اېنډ روډ منصوبه تېرېږي نو هلته چين د خپل سافټ پاور ترشا د ځاي خلکو او چيناېانو ترمنځ دکلتوري ادلون بدلون لپاره داسې ادارې پرانستې دى. هغه وایي دا ادارې په بنيادي توګه ځاي خلکو ته چينايي ژبه ورښايي. دی وايي د چين ټول نظام د هغوي په خپله ژبه کې دی او ځوانانو ته د چينايي کمپنيانو سره د کار کولو موقعې پېدا کېدای شي. نوموړی وايي په پاکستان کې چې کومې کمپنۍ د چين سره تجارتي اړېکې لري د هغو سره د کار کولو موقعې پېدا کېدای شي او بل دا چې د دوو هېوادونو ترمنځ ثقافتي اړيکې پرمخ تللی شي. ښاغلی کاکړ وايي "زما چې څومره مالومات دى پر دې حواله نو زه داسې فکر نه کوم چې په هغې کې د سياست او تاریخ په اړه نور څه ښودل کیږي" د وى او ای د يو رپورټ ترمخه په لاطيني امریکا کې هم د کال 2006 راهیسې کنفيوسش انسټیټیوټس کار کوي او دا ادارې د لاطيني امریکا په 23 هېوادونو کې موجودیت لري. وتلی ساېنس پوهه او استاد پروېز هود بهایي ډيوه ته وايي چين جمهوري ماډل نه دی او هلته د يوې پارټۍ واکمني ده نو دی نه ګني چې ګواکې د پاکستان دننه د کنفيوسش انسټیټیوټس کې د جمهوریت او بشري آزاديو په اړه کوم درس ورکړی کيږی. هغه وايي کنفيوسش انسټیټیوټس په نورو هېوادونو کې د چينايي ثقافت، ژبې او کلچر د رسولو يوه لاره ده. دنوموړي په وینا د کنفيوسش انسټیټیوټس سکوپ ډېر محدود دی. دغه ادارې د چين ثقافت او ژبه ځایي خلکو ته ورښايي، چين اوس يو نظرياتي هېواد نه دی پاتې نو نه ګني چې دا ادارې به خپل نظریات هم خپروي. د کال 2019م د هيومن راېټس واچ په رپورټ کې ويل شوي چې دکنفيوسش انسټیټیوټس د لارې د چين حکومت د نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې په نصابي بحثونو باندې اثر انداز کېږي او په بهرنیو هېوادونو کې د چينايي وګړو څارنې کوي او دې سره دا ادارې علمي تحقیق هم سنسر کوي. د لاهور په فورمېن کالج کې د هيومينټي څانګې مشر ډاکټر الطاف الله خان ډيوه ته وايي پاکستان چونکې د برطانوي سامراج څخه ازادي ترلاسه کړې ده او ځاي اشرافيه د اېنګلوسکسن کلچر او ژبه خوښوي نو دوى ددې چوکاټ نه بهر څه نه ويني. دی وايي له دې امله مونږ ته پته نشته چې چين يو لویې طاقت دی او حقيقت دی. نوموړی مخکې وايي چين نه يوازې په اقتصادي مېدان کې بلکې د تعلیم په حوالې سره هم يو ارزښت لري. "لکه چې امریکا او يورپ ته لاړ شې نو د هغه ځاې پوهنتونونه پرله پسې د چينايي پوهنتونونو سره اشتراک کوي, تر دې چې د ژورنالزم په څانګه کې هم د چينايي او غربي پوهنتونونو ترمنځ اشتراک کېږي او په نېچرل ساېنسس کې خو دا اشتراک عام دی" د هيومن راېټس واچ د رپورټ مطابق کنفيوسش انسټیټیوټس د چينايي حکومت يوه برخه ده او دا اداره په سياسي بنېادونو هم نصابي موضوعات سنسر کوي او دغلته يې د ملازمتونو ورکولو لپاره داسې طريقه کار لري چې لمړی د يو تن سياسي وفادارى کتل کېږي. رپورټ وايي د کنفيوسش انسټیټیوټس د برټش کونسل څخه ځنې توپيرونه هم لري او هغه دا چې برټش کونسلې د ځاى هېوادونو د پوهنتونونو څخه بهر کار کوي او کنفيوسش انسټیټیوټس په عمومي توګه د کوربه هېوادونو په پوهنتونونو کې دننه کار کوي.

27.04.2022 ډیوه

د میانمار پرځول شوې مشره د فساد په تور په پنځو کلونو بند محکومه شوه

په میانمار کې یوې محکمې د دغه هېواد پرځول شوې مشره ان سان سوچي د فساد د یوې قضیې په تور په پنځو کلونو بند محکومه کړه.

27.04.2022 امریکا غږ

شهباز شریف:امریکا سره دښمني نه شو زغملی،ټولو هیوادونو سره به زیانمنې شوې اړیکې بیا ښې کوؤ

 پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان د امریکا سره هیڅ رقم دښمني نه شي زغملی او داچې  د امریکا په شمول ټولو اتحادي او ملګرو هیوادونو سره به دخپلو هغو اړیکو ښه کولو هځې کوي چې د پخواني حکومت د ځینو غلطو بهرنو تګ لارو له امله اغیزمنې شوې دي- په اسلام اباد کې د روژه ماتې دیوې دستورې په مهال خبریالانو سره  خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف د امریکې سره د اړیکو د ښه کولو په ضرورت ټینګار وکړو او وئ ویل د پاکستان او امریکې تر مېنځه د بې اعتمادۍ ختمولو ضرورت دی او دواړه هیوادونه دې په دې خبره غور وکړي چې په تیرو وختونو کې چا څه غلط خو نه دي کړي؟ د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني د شهباز شریف دغه بیان یو سیاسې بیان ګرځوي اؤ وایي چې د هیوادونو سره اړیکې د ادارو په کچه مخ په وړاندې ځې او پاکستان به هم وخت په وخت هڅې کوي چې اړیکې ښه اړخ ته بوځي اؤ مخې ته راغلیدتاوترخوالی لرې کړی شي-  د پاکستان دنوي ایتلافي حکومت  بهرنۍ تګ لاره په داسې حال کې د کړکیچ سره مخ ده چې  نوی حکومت یو اړخ ته غواړي د امریکا سره ښې اړیکې ټینګې کړې او بل اړخ ته د عمران خان د تیر حکومت د امرکا پر ضد سیاست څخه رسیدونکی زیان راکم کړي چې د بې باورې د تحریک په نتیجه کې ختم کړې شوی ؤ. پخوانی وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې  اوسنی حکومت د واشنګټن د رژیم د بدلون د عملیاتو د یوې برخې په توګه راوستل شوی دی- امریکا او د عمران خان مخالفین تر دې حده چې دپاکستان د قامي سلامتیا کمیټي هم دعمران خان دسازش دعوې ردوي  البته د څیړونکو تر مخه دعمران خان دغه بیانیې د دواړو هیوادونو اړیکې په څه نه څه کچه اغیزمنې کړې هم دي- په اسلام اباد کې د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر منظور اپریدي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د پاکستان او امریکا اړیکې په هر دور کې مهمې پاتې شوې دي اوس که په دغه اړیکو کې تاوتریخوالی راغلی هم نو امریکا او پاکستان دواړه   هځې کوي چې اړیکې دښه والي اړخ ته بوځي- هغه وایي د امریکا ډیرې ګټې ددې سیمې سره تړلې دې او دلته د امریکا اثر په څه نه څه وجه پاتې شوی دی-  هغه زیاتوي د عمران خان له اړخه د سازش تورونو دغه اړیکې اغیزمنې کړې چې سمول به یې وخت وغواړي او په دومره لږ وخت کې به اوسنی حکومت په دې اړه د خنډ سره مخ وي- وزیراعظم شهباز شریف دعوې کړې چې پخواني‌حکومت په لمړي ‌ځل په کال ۲۰۱۶م کې د پاکستان او قطر ترمینځ د ګیس معاهدې ته ګوته نیولې وه، چې د قطر شاهي‌کورنۍ په غصه شوه او بیا یې د چین سره په پروژو کې د فساد غږ پورته کړو- هغه تور لګوی چې تیر حکومت د کشمیر په مسله سعودي عرب هم په غصه کړی ؤ. شهباز شریف هیله څرګنده کړه چې سعودې عرب ته د خپل راتلونکي سفر په ترڅ کې به د سعودي د مشرتابه سره پر دوه اړخیزه مسایلو او همکاریو خبرې وکړي-

27.04.2022 ډیوه

بلاول بوټو زرداري دپاکستان ترټولو کم عمره خارجه وزیر وټاکل شو

دحکومت دستر ایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر په توګه د چهارشنبې په ورځ دخپل منصب لوړه کړې ده. بلاول بوټو دپاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمره شخص دی چې دهیواد ۳۷ خارجه وزیر ټاکل شوی دی. ځېړونکي وایي دبلاول بوټو کورنۍ یو پراخه سیاسي پس منظر لري اؤ هغه دپاکستان دخارجه وزیر په توګه د نړۍ سره دپاکستان په اړیکو غوره کولو کې ښه رول لوبولی شي. بلاول بوټو زرداري ته چهارشنبې په ورځ په صدارتي ماڼۍ کې دخارجه وزیر په توګه سوګند دهیواد صدر عارف علوي ورکړی اؤ په دغه موقعه وزیراعظم شهباز شریف، دبلاول بوټو پلار اؤ دپیپلز ګوند شریک چئیرمن اصف علي زرداري اؤ نور لوړ پوړي حکومتي مشران هم موجو وؤ. دبلاول بوټو مور بې نظیر بوټو اؤ نیکه یې ذوالفقار علي بوټو دپاکستان وزیراعظمان پاتې شوي خو ذوالفقار علي بوټو له وزیراعظم جوړیدو مخکې دپاکستان ۱۲م خارجه وزیر هم پاتې شوی ؤ. بلاول بوټو دا مهال ثث کاله ،اووه میاشتې اؤ شپږ ورځې عمر لري اؤ دا دپاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمره خارجه وزیر دی. دپاکستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي خورشید قصوري دپاکستان دخارجه وزیر په توګه دبلاول بوټو ټاکنه یو ګټور ګام بللی دی. د یو پاکستاني ټي وي چینل سره خبرو کې هغه وویل  دبلاول مور (بېنظیر بوټو) چونکې داسلامي نړۍ وړومبۍ میرمن وه چې د وزیراعظمۍ لوړې رتبې ته رسیدلې وه اؤ نړۍ کې یې یو غوره مقام لرلو نو ځکه دخپلې مور دغوره نوم اؤ کردار نه په استفاده به بلاول بوټو هم د نړۍ سره دپاکستان اړیکې ښې کړی شي. په کال ۲۰۰۷م کې په یو تروریستي برید کې دخپلې مور بې نظیر بوټو له وژل کیدو وروسته بلاول بوټو یوازې د۱۹کالو په عمر کې دخپل ګوند مشر ټاکل شوی ؤ. دکال ۲۰۱۸م په عامو ټاکنو کې هغه دلاړکانې نه دقامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ اؤ دپاکستان تحریک انصاف دحکومت غورځولو لپاره یې دمسلم لیګ نواز اؤ نورو ګوندونو په رایو ځائ کولو کې مهم رول لوبولی ؤ. زیاتره څېړونکي وایي چې بلاول بوټو دخارجه وزیر څوکۍ ځکه قبوله کړې ده چې دهغه نیکه ذوالفقار علي بوټو هم وړومبی د جنرال ایوب خان په حکومت کې دبهرنیو چارو وزیر ؤ اؤ بیا د وزیراعظم څوکۍ ته رسیدلی ؤ اؤ بلاول هم دخپل نیکه په نقش قدم تګ غواړي

27.04.2022 ډیوه

 روسیې پولېنډ او بلغاریه ته د ګېس رسد بند کړو

په داسې حال کې چې امریکې او اتحادي هېوادونو اوکراین سره د مرسته او په روسيې د فشار زیاتولو ژمنې کړي، د روسیه ګازپروم نومې کمپنۍ د شورو، چهارشنبې، په ورځ پولېنډ او بلغاریه ته د قدرتي ګېس رسد وتړلو چې په اوکراین د روسیې د یرغل سره تړلي د اقتصادي جنګ ورستی ګام ګڼل کېږي. یورپي هېوادونه چې زیاتره د روس د قدرتي ګېس رسد ته ضرورت لري، روسيې ترې غوښتلي چې د ګېس قیمت دې د روس په کرنسۍ روبل کې ادا کوي. ګازپروم وویل پولېنډ او بلغاریه په روبل کې د ګېس ادایګي نه ده کړې نو ځکه ورته رسد وتړل شو. د پولېنډ او بلغاریه مامورینو د روسيې ګام د معاهدې خلاف ورزي وبلله. امریکې او اتحادیانو یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د اوکراین ځواکونو سره به مرسته او په روسیې به اقتصادي فشار نور زیاتوي. او ملګرو ملتونو ویلي د روسیې صدر ولادیمیر پوتین راضي شوي چې د اوکراین ماریوپل ښار نه د ملکي کسانو په راویستلو کې مرستې دپاره نړيوالو امدادي ادارو ته هلته د تګ اجازت ورکړي. د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن د کانګرس د ایوان نمایندګانو د خارجه چارو کمېټۍ ته وویل چې وړاندې اوکراین ته پوځي ساز او سامان په لېږلو کې به هفتې لګېږي خو دا کار په دریو ورځو کې ترسره کېږي. بلېنکن وویل د تېرې هفتې په اخیره کې د اوکراین صدر ولادومیر زیلینسکي سره د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټېن د ملاقات وروسته دواړه ملکونه په دې متفق دي چې اوکراین کوم ډول مرستې ته ضرورت لري او امریکا ورته څه ورکولی شي. د وي او ای د رپورټ ترمخه په د روسیې په ګېس د انحصار کمولو دپاره یو شمېر یورپي ملکونو ګامونه پورته کړي دي، د نورو سرچینو نه خپل ضرورتونه پوره کوي او د بیا نوي کېدونکي توانايي استعمالوي. د يورپين کمېشن صدری اورسوله وان ډر لېین د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ګازپروم اعلان د یورپي ملکونو د بلېک مېل کولو دپاره د روس بل اقدام دی.  

27.04.2022 ډیوه

افغانستان کې د ښځو سوداګريزو چارو پيکه کېدو ته اندېښنې ډېرې شوي

د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکه په افغانستان کې د ښځو د سوداګریزو کارونو د خرابېدو په اړه اندیښنه لري.  سره له دې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوداګرو ښځو د تولیداتو او د دغو تولیداتو د خرڅلاو په برخه کې په خپل ملاتړ ټینګار کوي، د سوداګرۍ د پراختیا  لپاره د افغان ښځو شبکه د اقتصادي رکود او د یو شمېر سوداګرو مېرمنو د سوداګریزو فعالیتونو د بندیدو خبره کوي. دغه شبکه وايي، اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرو مېرمنو تولیداتو ته بازار نشته او ان ډېری دغه مېرمنې د خپلو کاري جوازونو د نوي کولو توان نه لري. د دې شبکې مشر ممتاز یوسفزۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"له بده مرغه بازارونه بند شوي دي او سوداګرې مېرمنې خپلو تولیداتو ته د پلوربازار نه لري، د ولایتونو په کچه هم تولیدات بند شوي دي او د دوی جوازونه هم نه دي نوي شوي."  د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ښځو شبکه وايي، دا مهال له ۳۸۰۰ څخه زیاتې سوداګرې مېرمنې له دغه شبکې سره راجستر دي. په ورته وخت کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې هم مني چې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. رحیمه حاجي زاده چې د ګاڼو او جامو د تولید په برخه کې کار کوي، ازادي راډيو ته يې وويل:"په مالي برخه کې زموږ عمده ستونزې، د مار کېټ نشتوالی او امنیتي وضعیت دی له همدې امله موږ د سوداګرۍ په برخه کې وروسته پاتې یو، زموږ د زیوراتو د تولید فابریکه د اسانتیاوو د نشتوالي له امله تړلې ده."  دغه مېرمنې د طالبانو پر حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د دوی د کار ملاتړ وکړي.  په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې دوی په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره یو شمېر کارونه کړي دي. د دغه وزارت ویاند مولانا ظهیر ازادي راډیو ته وویل:" وزارت ښځو ته د کار د جواز د ورکولو په برخه کې کومه ستونزه نه لري، دغه شان د ښځو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي او په افغانستان کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کومه ستونزه نشته."  هغه وويل، چې د سوداګرو مېرمنو د هڅونې او د دوی د تولیداتو د پلور لپاره اوس هم په کابل  کې اختریز نندارتوپیل شوی دی، خو نوموړي د دغه نندارتون د جوړېدو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل. د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکې څو میاشتې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرو ښځو تولیداتو ته د مارکېټونو د جوړولو خبره شوې ده. که څه هم په افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ د پیل نهمه میاشت روانه ده خو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکې مسولین وايي، نه یوازې دا چې د دوی د تولیداتو د پلور لپاره بازارونه نه دي جوړ شوي بلکې د سوداګرو مېرمنو زیات شمېر تولیدي فابریکي تړل شوي او دغه مېرمنې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.  

27.04.2022 ازادي راډیو

خوړو نړیوال پروګرام: څه باندې یو میلیون افغانانو سره مو مرستې کړي

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، د تیرې میلادي میاشتې په اوږدو کې په څلورو ولایتونو کې له څه باندې یو میلیون اړمنو افغانانو سره مرستې کړي دي.

27.04.2022 امریکا غږ

باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام یو بل مشر مفتي بشیر محمد د وسله والو برید کې وژل شوی

پوليس وايي په باجوړ کې د جميعت علماء اسلام د قومي اسمبلۍ پخوانی اميدوار مفتي بشير محمد نامعلومو وسله والو وژلی دی. په نزدې وختونو کې د جميعت علماء اسلام ګوند دا دریم غړی دی چې په باجوړ کې په نخښه کيږي، دجميعت ځايي مشران وايي سبا یې ددې پېښې پرضد باجوړ ښار بازار کې احتجاج اعلان کړی دی . څيړونکي وايي په پخوانیو قبايلي ضلعو کې يو ځل بيا د امنيت په چټکتیا سره دخرابېدو لوري ته روانه ده. پوليس وايي مفتي بشير محمد د باجوړ ماموندو عمري علاقه کې د نهې په ورځ ماښام ته نزدې په موټر سايکل کور ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزو وکړې او ژوند يې د لاسه ورکړو، د باجوړ د پوليسو مشر عبدالصمد وي او ای ډيوه ته وويل دوئ د پېښې روسته په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي، او لا هم روان دي، خو د نيول شوو تنانو په اړه يې څه ونه ويل. "بيګاه د شپې ناوخته  مو په سيمه کې په شکمنو ځايونو چاپې وهلې دي، او اوس هم زمونږ پلټنې روانې دي" د بشير محمد د وژنې زمه واري لا هم کوم وسله وال تنظيم په غاړه نه ده اخستې. دې نه څه موده وړاندې دجميعت علماء اسلام غړي قاري الياس او مفتي شفيع هم په باجوړ کې په نخښه شوي چې زمه واري يي داعش ډلې په غاړه اخستې وه۔ څيړونکی او خبريال شمس مومند وايي په پخوانيو قبايلي ضلعو کې د امنيت وضعه خرابه شوي ده او په خاصه توګه چې کله نه افغانستان کې حالات خراب شوي نو ورسره په قبايلي ضلعو کې هم دامنيت وضعه خرابه شوې ده. "د پاکستان او افغانستان حالات يو بل سره تړلي دي، په افغانستان کې چې کله نه طالبان په واک کې راغلي  هغوي هم په ټولو علاقو کې پوره واک نه لري چې د طالبانو او داعش په څېر تنظيمونه بيا پاکستان کې عمليات کوي" دمفتي بشير محمد په اړه ځايي خلکو ډيوه ته وويل نوموړی په کال ۲۰۰۸م کي د جميعت علماء اسلام په ټکټ د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ اميدوار پاتې شوی ؤ. په کال ۲۰۰۴م کې يې په کور امنيتي ځواکونو د القاعده دغړو د موجودیت په اطلاع  چاپه وهلې وه چي مفتي بشير محمد او يو بل رور يې نيول شوي ؤ. رور يې بيا زندان کې ژوند د لاسه ورکړی ؤ او مفتي بشير محمد دزندان څخه د راخوشې کېدو روسته څه وخت پورې د تحريک طالبان پاکستان لخوا په باجوړ کې په يو عدالت کې قاضي ټاکل شوی ؤ. بيا دپاکستان پوځ ته تسليم شوي ؤ او دتېرې ډيرې مودې نه د سياست نه لرې پاتې ؤ او ځايې جرګو کې به يې فېصلې کولې. د باجوړ د جميعت علماءاسلام مشر مولانه عبدالرشيد ډيوه ته وويل دوي دخپلو غړو د وژل کیدو لړۍ انديښمن کړې دي، دوي د حکومت نه غوښتنه کوي چي د جميعت د غړو امنيت دې يقيني کړي. "زمونږ چا سره په ښکاره کوم اختلاف نشته خو د پاکستان د ایين او د اسلامي نظام خبره کوؤ او دلته چې دغه غوښتنې څوک کوي هغوي په نخښه کيږي" د باجوړ پوليسو ډيوه ته وويل دوي د جميعت علماء اسلام او ‌ځېنو نورو مهمو سياسي غړو ته امنیت ورکړی دی خو دوي ته ټولو سياسي کارکنانو ته سيکورټي ورکول ګران دي بايد چې دوي خپله هم اختياطي تدابير خپل کړي۔

27.04.2022 ډیوه

چين په کراچۍ کې د چينايي وګړو وژنه غندلې او سخته اندېښنه یې پرې څرګنده کړې

چين د پاکستان په کراچۍ ښار کې په چينايي وګړو ځانمرګی بريد غندلی، په دغه پېښه يې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغه پېښه کې چې درې چينايي استازان وژل شوي او بل ژوبل شوی، د پېښې وروسته د چين د بهرنيو چارو وزارت او په پاکستان کې سفارتي مشن فعاله په بېړنۍ توګه فعاله شوی، په چین کې د پاکستان د سفير سره سخته اندېښنه شريکه کړی شوې، د چينايي وګړو د ساتنې او بيا د داسې پېښو نه کېدو غوښتنه يې ترې کړې ده. چین غوښتنه کړې چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي. په کراچۍ پوهنتون کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (26 اپرېل) په يو وېن ځانمرګی بريد شوی، چې پکې په پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې کنفيوشس انسټيټيوټ استازان سواره وو، په بريد کې یو د دغه څانګې مشر او دوه ښځينه استازنې وژل شوې او يو بل استاز ژوبل شوي وو. بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه. د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، دغه بريد د پاکستان او چين په دوستۍ بريد شوی دی، په پوره قوت سره به يې پلټنې کوي، او د چينايي وګړو د امنيت دپاره به بيا د سره جاج اخستلی شي. په پاکستان کې له دې وړاندې هم چينايي وګړي په نخښه شوي او چين د پاکستان نه د خپلو وګړو د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

27.04.2022 ډیوه

طالبان وايي له ایران سره د سرحدي ستونزو د حل لپاره غونډې کوي

د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروستیو جنجالونو وروسته، د طالبانو حکومت پلاوي په کابل کې له ایراني دپلوماتانو سره لیدلي دي او ټاکل شوې چې رامنځته شوي ستونزې د خبرو له لارې هواري کړي.

27.04.2022 امریکا غږ

د خوست د بمباريو پرضد د بنو په مداخېل کې پرلت په لسمه ورځ روان دی

د افغانستان په خوست صوبه کې د شوو بمباريو پرضد د شمالي وزیرستان مداخېل قوم نن په لسمه ورځ د بنو په ښار کې په احتجاجي پرلت  ناست دي، خو وايي حکومت د وزیر قبیلې مشرانو د لارې دوی سره د خبرو کولو دپاره رابطه کړې. بنو کې د مداخېل قبیلې دا احتجاجی پرلت وروسته له هغې پیل کړې چې د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغان خوست ولایت کې 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې د پاکستان لخوا د جيټ بمبارۍ کېدو ويل شوي وو. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په 16 اپرېل ويلي وو، "په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي. افغان طالبان ویلي وو په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده. چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي د پاکستان پوځ په افغانستان کې د بمبارۍ په اړوند تراوسه پورې کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی. خو د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي دي. احتجاج کونکي وایي په بمبارې کې په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي او د دغه پیښې د پلټنو غوښتنه کوي. د پرلت د کمېټۍ یو غړي زکیم مداخېل وي او اې ډیوه ته وویل د دوی اجتحاجي پرلت نن په 10 ورځ هم روان دی هغه وویل دوی سره حکومت نن د وزیرو قبیلې مشرانو د لارې رابطه کړې او دوی ته وویل شوي چې د وژل شوو کسانو کورنیو ته مالي مرستې ورکولو سره په افغانستان کې میشت کډوال په ټاکل شوي وخت کې بیرته راولي. هغه وویل دغو خبرو ته د ځواب ویلو لپاره به د قام غونډه کیږي خو زیاته يې کړه د دوی غوښتنه د دغه پیښې پلټنې کول دي. د وزیرو جرګې یو غړي د نوم نه اخستو په شرط تايید کړه چې دوی ته په سیمه کې د پوځ یو افسر د احتجاج کوونکو سره د خبرو کولو لپاره ویلي او دوی ته پوره باور ورکړل شوی چې د وژل شويو کسانو کورنیو ته مالي امداد ورکولو سره په کم وخت کې به ټول کډوال د افغانستان نه واپس کوي. هغه وویل دا خبرې د احتجاج کوونکو سره شریکې کړې او روژه ماتي وروستو به بیا دې احتجاج کونکو سره ویني او په دې غوښتنو به سره خبرې کوي. د پرلت یو مشر ډاکټر ګل علم وزیر وویل دې جرګې سره خبرو لپاره به د قوم مزاکراتي کمیتي جوړوي او هغه به له دوی سره خبرې کوي. خو دا کمیټي به د کومې پریکړې نه وړاندې هغه خبرې لومړی د قوم سره شریکوي. هغه د احتجاجي پرلت ته په وینا کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه پوښتنه وکړه چې یا دې داښکاره کړي چې افغانستان یو خپلواکه او جمهوري اسلامي ملک دی یا دې بیا دا اومني چې دا یرغل شوی افغانستان دا چا پینځمه صوبه ده ځکه چې د افغانستان د خپلواکۍ ښه په ښکاره سرغړونه شوې او تر اوسه دوی ته سم ځواب نه ویل کیږي. د سیمې نه د صوبایي پارلیمان غړي میر کلم وزیر احتجاجي پرلت ته په وینا کې ویلي د شمالي وزیرستان خلک د اوږدې مودې نه د نا امنۍ سره مخ دي او عام خلک پکې ځپل کیږي او وژل کیږي. هغه وویل بیا د وژل شوو کسانو کورنیو ته مالي مرستې ورکړل کیږي خو په داسې پیښو بیا زمه وارو کسانو ته سزاګانې نه ورکړل کیږي. هغه وویل تر څو به دوی دا رقم احتجاجي مظاهرې کوي او تر هغه ورسته یې په منل شويو غوښتنو بیا عمل نه کیږي. په سیمه کې یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل لومړی د مداخېل قبیلې مشرانو ته دې احتجاج کوونکو سره خبرو کولو ویلي خو هغوي څه ځواب ونه کړو اوس یې د وزیرو جرګې د لارې دې احتجاج کونکو سره رابطه کړې. او جرګې په منخګړیتوب چې کومه پریکړه وشي هغه به عملي کوي.

27.04.2022 ډیوه

په کراچۍ کې بلوچ ځانمرګې بریدګره څوک وه؟

په کراچۍ کې بلوچ بریدګره څوک وه او څنګه یې دا حمله وکړای شوه؟ شاري بلوچ چې په برمش هم يادېده په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په کولو ۳ چينايان او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل. بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د اپرېل په ۲۶مه شوې د دې حملې زمه واري واخیسته او وې ويل چې دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه. په دې ويډيو کې وينئ چې هغه څنګه پر چينايانو برید کوي. د بشير ګواښ رپورټ.

27.04.2022 ازادي راډیو

کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو ځانمرګې بريد کوونکې څوک وه؟

په کراچۍ پوهنتون کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (26 اپرېل) د چينايي استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې پکې درې چينايي استازان او يو بل تن چې ډرايور وو وژل شوي او د يو چينايي په ګډون څلور نور ژوبل شوي، لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل اې) د دغه بريد زمه واري منلې چې ښځينه غړې يې دغه بريد کړی دی. په کراچۍ پوهنتون کې د پېښې په ځای د سي ټي ډي پوليسو مشر راجه عمر خطاب هم ویلي، "خودکش حمله وه، ښځې کړې ده، بېلتون خوښي (عليحدګي پسند) تنظيم کړې ده، پوره څارنه شوې ده او بيا دا بريد شوی دی. بال بيرنګان کارول شوي، دا ممکنه سم کېدی شي تنظیمونه د دغسې کارروايانو وروسته عکسونه خپروي، دوی يې پلټنې کوي". ځانمرګې بريد کوونکې څوک وه؟ بي اېل اې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي،"د بلوچ لبرېشن ارمي مجيد بريګيډ په چينايانو د فدايي (ځانمرګي) بريد زمه واري قبلوي. دا فدايي حمله لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ عرف برمش کړې او په بلوچ مزاحمت کې يې نوی تاريخ رقم کړو". د ځانمرګي برید کوونکې په اړوند جرنلسټ کيا بلوچ په ټویټر ویلي، "د هغې تعلق د بلوچستان صوبې د کېچ ضلعې سره وو، د پرايمري سکول استازه وه، د بلوچستان پوهنتون نه يې په زووالوجي کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې او بيا يې د علامه اقبال پوهنتون نه اېم فل کړی وو. دوه بچي يې دي، خاوند يې ډاکټر دی، پلار يې سرکاري نوکر پاتې شوی دی". کيا بلوچ ویلي، "د شاري کورنۍ تعليم یافته کورنۍ ده، د کورنۍ يې څوک بې درکه نشته، علاوه د دې نه چې په کال 2018 م کې يې په کېچ کې په پوځي عملياتو کې د تره زوی وژل شوی وو". نوموړي ویلي، "دا کره ويل به ګران وي چې شاري کله په وسله واله مبارزه کې شامله شوې خو بي اېل اې ويلي هغه دوه کاله وړاندې په رضاکارانه توګه په مجید بريګېډ کې شامله شوې ده، له دې وړاندې هغه د بلوچ زده کوونکو په تنظيم بي اېس او ازاد کې هم پاتې شوې ده". د کراچۍ پوليس مشر اډيشنل ايي جي غلام نبي مېمن ويلي، "دوی پلټنې پېل کړي او ځینې مالومات ورته ترلاسه شوي چې شاري په پوهنتون کې زده کړې کولې، او د هغې سره د ځانمرګي بريد نه وړاندې بله ښځه هم په پوهنتون کې ليدل شوې ده"، خو نوموړي په دغه اړوند نور څه نه دي ویلي. يوې بلې سرچينې ویلي، شاري نزدې شپږ میاشتې وړاندې کراچۍ ته منتقل شوې وه. په ټویټر د هبيتان بشير بلوچ په نوم یو تن چې ځان ته يې ډاکټر ليکلي، ویلي يې دي، "شاري جان، ستا دغه عمل ته الفاظ نه لرم خو نن زه وياړ کوم، ماهروچ او ميرحسن به ویاړ کوي چې مور يې څومره عظيمه ښځه وه". وي او اې ډيوه ته دوه سرچينو تاييد کړې چې دغه ټویټر چلوونکی د شاري بلوچ مېړه دی. خو ځايي خبريالان وايي د پرون راهسې د هغه موبايل بند دی. بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بلوچستان لبرېشن ارمي په اړه ويل کيږي دا ډله د 70م په لسيزه کې جوړه شوې، او مجيد بريګېډ يې په کال 2011 کې جوړ شوی وو. يادې ډلې د روان کال فرورۍ په میاشت کې د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمو کې د اېف سي ځواک په کېمپونو د بريدونو زمه واري منلې، چارواکو په دغو دواړو بريدونو کې د 15 بريد کوونکو بريد ګرو د وژلو دعوه کړې وه، او ویل شوي وو، د وسله والو په بريد کې 12 امنيتي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. ويل کيږي، مجيد بريګېډ د بي ايل اې ځانمرګې ډله ده. يادې ډلې د کال 2018 د اګست په مياشت کې په چاغي کې په چینايي اينجينيرانو، بيا د کال 2018 په نومبر په کراچۍ کې په چينايي کونسلګرۍ، او په کال 2019م کې په ګوادر کې په پي سي هوټل، او په جون کال 2020 کې يې په کراچۍ سټاک اېکسچېنج د بريد زمه واري هم منلې وه. په کراچۍ پوهنتون کې د پروني بريد وروسته يادې ډلې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې وسله وال کسان ليدل کيږي او يو تن پکې چې په انګرېزۍ ژبه خبرې کوي، چينايانو ته په مخاطب کولو سره وايي،چې د دوی خاوره پرېږدي او دوی به د خپلې خاورې دپاره مبارزه جاري ساتي. د پاکستان حکومت په کال 2006 کې دا ډله لاقانونه ګرځولې وه. غندنه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د يادې پېښې غندنه کړې او وروسته په اسلام اباد کې د چين کونسلګرۍ ته ورغلی، د چينايانو په وژنه یې ورسره غمرازي کړې او ويلي يې دي پاکستان به په دغه پېښه کې ککړ کسان مالوموي، او د قانون منګولو ته به يې راولي. د کراچۍ پوهنتون د يادې پېښې له امله نن تړل شوی دی.

27.04.2022 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په وسله وال بريد کې دوه نور پاکستاني پوځيان وژل شوي

د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې بيا دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي دي. پاکستان طالبانو یې زمه واري منلې ده. بل لور ته ورسره په څېرمه شمالي وزیرستان کې درې کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (26اپرېل) ويلي، ترهګرو د جنوبي وزيرستان لدها تحصیل په سراروغه علاقه کې بريد کړی دی. د پوځ په بیان کې ويل شوي پوځ د ترهګرو برید ته کلک ځواب ویلی، خو په نښته کې د بنو سیمې 26 کلن لانس نائک عمر علي خان او د ډیره اسماعیل خان سیمې 23 کلن سراج الدین وژل شوي دي. د دغه پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې. د ځایي سرچینو په وینا نښته کې څلور امنیتي عسکر ژوبل شوي هم دي د بريد وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي. سرا روغه د ټانک ضلعې سره نیزدې 20 کلو میټره لرې لودیز د جنوبي وزیرستان علاقه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال 2009م کې د راه نجات په نوم عملیات کړي او پوځ ادعا کوي چې سيمه يې په بشپړ ډول د ترهګرو نه پاکه کړې ده. د اپریل په 12م د جنوبي وزیرستان په انګور اډه علاقه کې د وسله والو سره جګړه کې دپوځ د یو افسر میجر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وو. بل لور ته شمالي وزیرستان د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل د هدفي وژنې لومړی پېښه تیره ورځ میر علي بازار کې شوې چې پکې د حیسو خېل سیمې یو تن جمیل احمد په ډزو وژل شوی او بله پېښه د ماښام په وخت میر علي بازار سره په څیرمه خوشحالي سیمه کې شوې چې دوه کسان په ډزو وژل شوی دی. د دوی په وینا د وژل شوي کسانو کورنۍ په چا دعویدارۍ نه دی کړې او د نامالومو کسانو پضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړي دي. دپي ټي ایم شمیرو تر مخه شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 440 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. د دوی په خبره یواځې په د ېاونۍ کې پینځه او روانه میاشت کې د هدفي وژنو په لسو بریدونو کې 12 کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ځوانان دي. په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ترګرو پرضد په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړې چې پکې د دغه د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي. د علاقې پولیس وایي حالت په قابو کې دی او کله نه چې دا سیمې په صوبه کې ورګډې کړې شوې حالت نور پکې ښه شوي دي. خو د اپریل په 14م د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې په پاکستاني‌ پوځ برید شوی ؤ، چې د پوځ په وینا ووه پوځیان پکې وژل شوي‌ وو. همدارنګه د اپریل په 23 مه هم د شمالي وزیرستان په دیوګر سیمه کې پر پوځ برید شوی وؤ چې پکې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو. د دغو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي. تحریک طالبان بریدونه تر هغه وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ پضد البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي. د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال په لومړیو دريوؤ مياشتو کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي. رپورټ وايي د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده. د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په پېښو کې د راغلي زیاتوالي علت د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پاله وسله وال ډلو ترمنځ پیوستون او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته دوي ته ترلاسه شوی ډاد ګرځول شوی دی. د رپورټ ترمخه د تشدد او تشدد ضد عملياتو په جريان کې د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی. د سنېټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويلي شوي چې د تېرکال 2021م راهیسې د هېواد دننه د ترهګریز تشدد په پېښو کې اضافه ليدل کېږي. څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.

27.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more