ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
اوکرایني چارواکي وايي روس د اوکراین د توانای په نظام حملې کوي
د اوکراین ژاپوريژا اېټمي بجلي ګر نه چاپېره د حفاظتي علاقې قایموولو تجویز انټرنېشنل اټامک اېنرجي اېجنسي، ايي ای ايي ای، پس له هغې وړاندې کړو چې اوکراین او روس په یو بل الزامات پورې کول چې په روانه جګړه کې دغه بجلي ګر په هدف کوي
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
یوناما طالبانو ته: زموږ د ښځینه کارکوونکو ځورول بند کړئ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړياستازي دفتر (یوناما) د خپلو ښځینه کارکوونکو په وړاندې د طالب واکمنانو د چال چلند په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
په امریکا کې د سپتمبر ۱۱ د قربانیانو یاد تازه شو
په متحده ایالاتو کې د سپتمبر یوولسمې د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت پرون یکشنبه، ددغه هېواد په ډیرو ښارونو کې خلکو د شمعو په بلولو او نورو مراسمو کې ددې بریدونو د قربانیانو یاد تازه کړ.
ماهرین: په سېلابونو کې زرعي زمکو ته د نقصان په سبب پاکستان د خوراک د کمي سره مخامخ کېدلی شي
په خیبر پښتونخوا کی د کروندګرو د اتحاد یا د انجمن کاشتکاران صوبایي مشر نعمت شاه روغانی وی او ای ډیوه ته وایی د اکتوبر په میاشت کی د غنمو کرونده شروع کیږی او تر اوسه زرعي زمکې د اوبو ډکی دی یو خوا تیار فصلونه تباه شو او که د غنمو کرونده په وخت ونشي نو دی سره به پیداوار نور هم کم شي
د امریکې د خارجه وزارت لوړ رتبه چارواکي پاکستان ته خپل ورستي سفر ګټه ور بللی
ډیریک چولیټ د ستمبر د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د یو پلاوي سره د اسلام اباد او کراچۍ سفر وکړو
پاکستان د بریتانیا د ملکې په ویر کې ملي ماتم اعلان کړی
پاکستان د بریتانیا د ملکې الیزابت دوهمې مړینې ته د درناوي لپاره نن دوشنبه سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) په هیواد کې ملي ماتم اعلان کړ. د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف دفتر ويلي چې د سپټمبر دولسمه به په ټولو ادارو کې د دغه هيواد بيرغ نيم ځوړند وي. په بریتانیا کې د پاکستان عالي کمیشنرۍ هم د دغه خبر په تاٸيد سره پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي: "پاکستان د بریتانيا دوهمې ملکې الیزابيت د مړينې په اړه د بریتانیا د حکومت او خلکو سره غم شريکي لپاره د سپټمبر ١٢مه د ملي ماتم ورځ په توګه نمانځي. د ورځې په اوږدو کې به د پاکستان بيرغ په ټول هيواد کې نيم ځوړند وي". له بلې خوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یو ټویټ کې لیکلي چې د پاکستان د خلکو او حکومت په استازیتوب چارلز دریم ته د پادشاهۍ مبارکي وایي او په چارو کې ورته بریا غواړي. ملکه الیزابت د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر پر اتمه د ٩٦ کلونو په عمر مړه شوه. هغې ۷۰ کاله پادشاهي وکړه. د نوموړې زوی چارلز درېیم، د سپتمبر په لسمه په رسمي توګه د هغې ځای ناستی وټاکل شو. پداسې حال کې چې د نړۍ اکثریت هیوادونو د ملکې د مړینې په وجه د بریتانیا خلکو او حکومت ته تسلیت ویلی د رپوټونو له مخې پاکستان لومړنی اسلامي هیواد دی چې د بریتانیا د ملکې د مړینې په وجه ملي ماتم اعلانوي. په بریتانیا کې ملي ماتم د ملکې د مړینې په ورځ پیل او دهغې تر خښولو پورې دوام کوي. پاکستان د ۱۹۴٧ کال په اګست میاشت کې له برتانیې څخه خپله ازادي ترلاسه کړه.
ملګري ملتونه: د نړۍ۵۰ میلیون انسانان په معاصر مریتوب کې بند پاته دي
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې په نړۍ کې ۵۰ میلیون انسانان د معاصر مریتوب، چې اجباري کارونه او اجباري ودونه بلل کېږي، ګیر پاته دي او خبرداری ورکوي چې د دا ډول انسانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د چین ولسمشر د کروناویروس له خپرېدو وروسته په لومړي ځل منځنۍ اسیا ته ځي
د چین ولسمشر شي جینپینګ په روانه اونۍ کې قزاقستان او اوزبیکستان ته رسمي سفر کوي. بیجینګ وایي دا د کروناوبا د خپریدو راهیسې بهر ته د ښاغلي شي لومړنی سفر دی.
رینا امیري: د جینکو په تعلیم د طالبانو "ظالمانه" بندیزونه هېڅ جواز نه لري
امریکايي استازي وویل د جینکو په تعلیم "مایوس کن بندیزونه د افغان جینکو خوبونه او صلاحیتونه چقوي او افغانستان د نور غربت او نامیدۍ په لوري بیايي."
د ترهګرۍ ضد پولیس ویلي په لکي مروت کې يې څلور ترهګر وژلي
د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې سي ټي ډي پولیس دعوه کړې چې د امنیتي ځواکونو سره په شريکو عملیاتو کې يې څلور ترهګر وژلي دي، بل لور ته په باجوړ کې په یوه ودانۍ راکټ راغورځېدلی، او په مومندو کې په يوه چيک پوسته بريد شوی دی.