ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امن لاریون نه وروسته د خېبر تېراه سیمه کې په پوځيانو پرله پسې درې بریدونه شوي

د خیبر سیاسي اتحاد له اړخه په باړه کښې د راجوړ کړل شوي امن مارچ یا لاریون یوازې دوه ورځې وروسته په دغه سیمه کې دناامنۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی  اؤ ددغه امن مارچ نه وروسته دافغانستان پولې ته څیرمه د خیبر تیراه علاقې په بیلابیلو برخو کښې دتحریک طالبان پاکستان وسله والو د امنیتي عسکرو په ضد پرله پسې درې بریدونه کړې دي. سیمې نه دترلاسه شؤو معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې یو پوځي د سخت ژوبل کیدو نه وروسته په روغتون کښې ساه ورکړې ده اؤ یو بل ژوبل شوی دی. د سړک په غاړه دښخ بم په یو بل برید کښې د پوځیانو ګاډی په نخښه کړی شوی  خو دغه پېښه کښې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې . دې نه وړاندې په څلورم ستمبر هم د باړې په قمبر خیلو سیمه کښې د امن مارچ یا لاریون ختمیدو نه ځو دقیقې وروسته د یو جومات مخې ته د زمکې لاندې دښخ بم چاودنه شوې وه خو کوم ځاني زیان یې نه و اړولی . ځو اوونۍ وړاندې د تیراه هغو علاقو ته  چې لس کاله وروسته ورته د سپاه قام دکډوالو دبیا ستنېدنې لړۍ پیل شوې وه , دغه د بیا ستنېدنې لړۍ په عارضی توګه په دې وجه ځنډول شوې وه چې دغلته ګڼ شمیر وسله وال کسان لیدل شوي وؤ. ددغو وسله والو په اړه ځینو بېرته ستنو شوؤ کورنیو دغلته موجودو امینی مامورینو ته شکایتونه هم کړي وو.  د خیبر سیاسی اتحاد د باړې تحصیل مشر شاه فیصل اپریدی وایي چې ډیر په مشکله په باړه اؤ تیراه کې امن پر ځائ کړی شوی و خو اوس یو ځل بیا ډیر په چټکتیا سره امن د خرابیدو لوري ته روان دی. هغه وویل چې د تیرو څو میاشتو راهسې که یو اړخ ته لږ تر لږه څلور پولیس عسکر په هدفي بریدونو کښې وژل شوي دي نو بل اړخ ته قامی اؤ سیاسی مشران اؤ شتمن کسان د نامعلومو وران کارو د دړکو سره مخ دي اؤ ددوئ نه په زور د پيسو تقاضې کولی شي. شاه فیصل زیاته کړه چې یو شمیر کسانو د خپل شخصي تحفظ په خاطر دغه نامعلومه شرخوخو له لویې رقمونه ورکړل اؤ ځینې کسانو یو ځل بیا په محدوده کچه دباړې نه په عارضی توګه کډې وکړې. د باړې پولیس تاڼې مشر یا SHO سوال زر خان وایي چې هغوئ په دې اړه د ځینو کسانو په شکایت پلټنې شروع کړي اؤ ځینې مشکوکه کسان یې نیولي هم دي. البته تیراه کښې مخې ته د راغلو وروستیو پېښو په اړه نه خو د ځایي انتظامیې اؤ نه د امنیتي مامورینو له اړخه کوم بیان یا وضاحت  مخې ته راغلی دی. په ازاده توګه د ځایي اوسیدونکو نه د ترلاسه شؤو معلوماتو له مخې امنیتی قواؤد تیراه په بیلابیلو سیمو کښې په محدوده کچه د لټونې عملیات شروع کړي خو تر اوسه د کومو ککړو کسانو د نیولو خبر مخې ته نه دی راغلی. په خیبر کښې په خاصه توګه اؤ د ضم شؤو قبایلی سیمو په ځینو برخو کښې په عامه توګه مخې ته راغلو دترهکرۍ ددغو پېښو هکله په پیښور کښې د ډان ورځپاڼې مشر اسماعیل خان وایي چې د پاکستان اؤ تحریک طالبان پاکستان تر منځه خبرو اترو کښې د راغلي ځنډ له وجې اوس دا تعین کول ګران دي چې ایا اوس کوم فریق تعرض کړی اؤ کوم فریق په خپل تحفظ کښې کوم وسله وال عملیات کړي, خو هغه زیاتوي چې حالات اوس ډیر پیچیده شوي دي. په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې تحریک طالبان پاکستان په امنیتي ځواکونو دشوؤ بریدونو پړه په داسې حال کې پغاړه اخستې چې طالبانو اؤ دپاکستان حکومت یو بل سره د اوربند ماتولو اعلان هم په رسمي ډول نه دی کړی. څېړونکي وایي هرڅو که حکومت اؤ ټي ټي پي د اوربند ماتولو رسمي اعلان نه دی کړی خو د دواړو خواؤ ترمنځ بې باوري سیوا شوې ده اؤ اوس په اوربند باور کول ګران شوي دي

07.09.2022 ډیوه

اقتصاد پوهان وایي پاکستان کې د خلکو ورځنی امدن د پینځو ډالرو نه هم کم دی

د ملګرو ملتونو د ایشیایي او بحرالکاهل  اقتصادي او‌ ټولنیز کمیشن په خپل رپوړټ کې ویلې په منطقه کې د افرادي قوت نیمایي برخه د غربت د لیکې نه لاندې ژوند کوي او د یو تن ورځنۍ ګټه د 5.50 ډالره ده او دوی زیاتره د وبایي ناروغیو ښکار کیږې او معاشی بدحالۍ سره مخ دي خو اقتصاد پوهان وایي  په پاکستان کې ورځنی امدن د 5 ډالرو نه هم کم دی . 30 کلن ناصر خان وي او ای ډیوه ته وایي  په امروزه حساب 800 روپۍ یا 3.6ډالره ګټي اؤ په دې پیسو بیا د اوو نفرو کورنۍ پالي. دی وایې تعلیم یې نه دی کړی خو په خپلو بچو تعلیم کول غواړي خو بیا په دې دومره ګرانۍ کۍ د بچو د تعلیم او صحت ضرورتونه نه شي پوره کولی . " زه اوسطاً 800 روپۍ ورځ ګټم خو کله 1200 روپۍ هم پیدا کړم او که 1500 روپی هم وګټم خو د کور خرڅونه مې بیا 2200 روپو ته رسیدلي،  اووه کسه کورمه لرم خو چې خرڅونه زیات شي نو هغه راباندې بوج کیږي، د مالداره خلکو بچي په ګاډي کې ځي، زما ماشوم پیاده روان وي، او د نورو خلکو بچی 50 روپۍ وړي زه بچو له لس روپۍ ورکوم" اقتصادي او سماجي کمیشن وایي  د کال 2015 راهسې په دې کې بهتري راغلې  خو په سیمه کې د اقتصادي بدحالۍ وجه د تعلیم نشت والی او د هنري زدکړو کمی دی چی له وجې یې د افرادي قوت په پیداواري صلاحیت منفي اغیزې کیږي. د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي په پاکستان کې د یو تن ورځنی امدن د 5 ډالرو نه هم کم دی. ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په پاکستان کی 1550 ډالره د کال پسر د یو تن امدن دی او په امروزه حساب دا 4 ډالره جوړیږي. "د ابادۍ په تیزۍ سره د زیاتوالي، د هنر دکمي اؤ د موسمیاتي بدلون او بدامنۍ له وجې هم د پاکستان اقتصاد اغیزمن دی، د ګاونډي هیوادونو سره تجارت یو مهم رول لوبوي خو د بد مرغه زمونږ د ګاونډي هیوادونو سره اړیکې ښې نه دي، د پاکستان جي ډي پي پر مختيا کمه ده او په درامداتو اډانه ده او د زرعي ملک باوجود مونږ خوراکي شیان هم د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کوو" د پاکستان د کال 2021 د حکومتي شمیرو تر مخه دهیواد دمجموعي  قامي امدنۍ یا جي ډي پي حجم 347.7 اربه ډالره دی او په کال 2021 کې د اقتصادي پرمختیا شرحه 5.9فیصدي ریکارډ کړی شوې. د پاکستان اقتصادي پرمختیایي اداره پایېټ د کال 2020 په رپوړټ کې وایي د ملکي تعلیم یافته ځوانانو په 65فیصدي کې 31فیصدي ځوانان بی روزګارۍ سره مخ دي چې پکې 51فیصدي جینکۍ او 16فیصدي هلکان شامل دي خو سرکاری شمیرې د بې روزګارۍ شرحه 6فیصدي ښایي.

07.09.2022 ډیوه

شهباز شریف ډېره اسماعیل خان ته د سفر په مهال ویلي د ټولو خلکو بې توپیره خدمت کوي

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د شورو په ورځ  دخیبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان سیمې ته دخپل سفر پرمهال دپښتونخوا او بلوچستان صوبو ترمینځ د ګاډو د تګ راتګ په لویې سړک د سیلابي اوبو دلاسه دویجاړ شوي سيګو پل د بیا جوړونې د کار کتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي دهغه حکومت پرته له کوم سياسي توپیر د خپلو خلکو خدمت کوي. ډیره اسماعیل خان ته د سیلاب اوبه د ټانک ضلعې  نه په 26 اګست د ننه شوې وې چې له امله یې د بلوچستان صوبې سره تړلی لویې سړک پرې کړی او دا لار د ګاډو د تګ راتګ لپاره تړل شوې  ده. په سګو پول درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځ انجنیرنګ کور کار پیل کړی دی. وزیراعظم شهباز شريف د سېلاب له وجې د ځپلو خلکو د ژغورنې لپاره د پوځ او مقامي انتظاميې  هلې ځلې وستایلې او وئ ویل د سیلاب له  امله په ټول هیواد کې د 70 اربو روپو دتاوان اندازه لګول شوې چې د خلکو کورونه، سرکاري ودانۍ، سړکونه،  پلونه او لکونه جریبه د کر کېلې زمکې یې زیانمنې کړې دي. دسېلاب له امله په 31م اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی ؤ چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي. امريکا ويلي په دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوبه او د سرپناه څيزونه شامل وي. وزیراعظم وویل سیلاب تر ټولو زیات بلوچستان او سیند صوبې اغېزمنې کړي چې پکې په لکونو خلک ځپل شوي دي او د بې کوره خلکو د امداد دپاره دوه لکه نورې خیمې اخستل کیږي. هغه وویل د سیلاب له امله دمړ شوي هر تن کورنۍ ته لس لکه روپۍ دمرستې په توګه ورکول کیږي او د کورونو او د کرکېلې د زمکو او د کاروبارونو د تاوان جاج اخستل کیږي . وزیر اعظم وویل دوی په ټانک ضلعه کې د یو سل کورونو په منصوبه کار پیل کړی چې پکې دوه کوټې یا خونې، د اخلي پخلي ځای او واش روم شامل دي او اوس په دې سوچ کوي چې خلکو ته د کورونو نغدې مرستې ورکړي که د مرستو په دغو پیسو  دوی ته کورونه جوړ کړي.  هغه وویل حکومت د ټولو اړونده څانګو سره په همغږۍ د سيلاب ځپلو د بحالۍ لپاره موثر ګامونه پورته کوي او دهغوئ ضرورتونو پوره کولو دپاره هرې اغیزمنې کورنۍ ته 25 زره روپۍ په فوري توګه ورکړل کیږي او د بینظر انکم سپورټ پروکرام د لارې نزدې 20 اربه روپۍ د سیلاب نه اغېزمنو کورنیو ته ورکړل شوې دي. وزیر اعظم شهباز شریف د ډیره اسماعیل خان دا سفر په داسې حال  کې کړی چې حکومتي چارواکي وایي د سیلاب اوبو د ډیره اسماعیل خان او ټانک ضلعو نوي فیصده سیمې متاثره کړې دي. د ډیره اسماعیل خان  د پشه سیمې یو اوسیدونکی اسلم سلیمان خېل وایي د سیلاب اوبو  ټوله سیمه ځپلې، کورونه نړیدلي او سامانو د خاورو لاندې شوي دي . ډیوه سره خبرو کې هغه ویل سیمه کې سېلاب ځپلي په سمدستي توګه د سر دسیوري ترڅنګ خوراک او نورو ضروري شیانو ته اړتیا لري. پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (اېن ډي ایم ای) ترمخه په ملک کې د جون د نيمايۍ څخه په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې د 1325 نه زيات کسان مړه شوي او د 12000 نه زيات ژوبل شوي دي. ادارې ویلي یوازې  په خیبر پښتونخوا صوبه کې د راغلو سیلابونو له امله  88 165 کورونه نړیدلي، 290  کسان مړه شوي او  351 کسان نور ژوبل شوي دي. په وروستيو کې د امریکا په ګډون د نړی یو شمیر ملکونو د پاکستان سره په  ملينونو ډالره  مرستې کړي  خو د پاکستان حکومتي چارواکي وایي دا مرستې کمې دي او نورو ته اړتیا لري.

07.09.2022 ډیوه

دښځو دحقونو فعالان غوښتنه کوي باید دپکتیا په څېر ټول افغانستان کې دنجونو ښوونځي پرانستل شي

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعالان او ځايي اوسيدونکي په پکتيا ولايت کې د قومي مشرانو په غوښتنه د شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځيو خلاصېدل يو ښه ګام بولي او په هېواد واکمنو طالبانو څخه غوښتنه کوي چې بايد د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د جينکو لپاره تعليمي ادارې خلاصې کړي۔ دوی وايي په يوه ټولنه کې مېرمنې د تعليم نه بې برخې کول د هغې ټولنې لپاره ښې پايلې نه لري او دې ګام سره د ټولنې بېلا بېل اړخونه اغيزمن کېږي۔ د افغانستان دپکتيا ولايت سيميز طالب چاواکو او ځايي خلکو ويلي چې د ولايت په بیلابیلو برخو کې د شپږم ټولګي پورته ځيني تعليمي ادارې د جينکو لپاره پرانستل شوې دي۔ په دې هکله يو ځايي خبريال حبيب الله سراب وي او ای ډيوه ته وايي چې د دوو اوونیو راهسې د افغانستان په پکتيا ولايت کې د جينکو ښوونځي پرانستل شوي دي . نوموړي زياته کړه" دغه سکولونه په سيمه کې د قومي مخورو او ددې ترڅنګ د سکولونو د مديرانو په همغږۍ سره خلاص شوي دي او جينکو ته پکې د زدکړو زمينه برابره شوې ده" د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي ځايي ميډيا سره شريک کړي يو غږيز پيغام کې ويلي چې په مرکز او څمکنيو ولسوالۍ کې خواوشا 5 ښوونځي د مديرانو لخوا پرانستل شوي دي او نجونو خپلې زده کړې پېل کړې دي۔ نوموړي دا هم ويلي چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت او ولايتي رياست لخوا کوم ځانګړی حکم نه دی راغلی او نه يې چا مخه نيولې ده۔ افغان ټولنيزه فعاله او د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې فراح ناز الکوزۍ د دې ګام ستاینه کوي او وايي بايد په ټول هېواد کې د جينکو لپاره پرته له څه ځنډ تعليمي ادارې پرانستل شي۔ نوموړې وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " مونږه دې ته ډېر خوشاله يو او د دې په ګډون غواړو چې د افغانستان په 34 ولايتونو کې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانستل شي او زما هره خور او لور مکتب ته لاړه شي او زده کړې وکړي" طالبانو تېر کال د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا ددې د تړلو امر وکړو۔ په افغانستان کې مېشت د مېرمنو د حقونو فعاله اوږۍ امېل وي او ای ډيوه ته وايي بايد د پکتيا ولايت په څېر د نورو علاقو مشران هم د جينکو د سکولونو پرانستلو په لړ کې د همت نه کار واخلي۔ ډيوه سره خبرو کې د نوموړې وېنا وه چې" د قوم مشران که مېرمنې دي او که نارينه دي او خاص کر سړي چې ډېر صلاحيت لري دوی په خپل همت خلکو ته منطق وکاروي او پوهه يې کړي چې دا خو د ابادۍ نيمې نه سېوا برخه ده که په دې حساس وخت کې د تعليم نه وروسته پاتې کېږي نو بيا به يوه جينۍ نه پېدا کېږي چې هغه چرته ښوونکې شي او نورو ته سبق وښايي او نه به څوک ډاکټره پېدا کېږي چې د نورو مېرمنو درملنه وکړي" په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو nحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد nنهې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ويلي، په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او د چا په امر پرانیستل شوي دي۔ نوموړي دا هم ويلي چې د جينکو تر شپږم ټولګي پورته د سکولونو پرانیستلو په اړه یوازې د پوهنې وزارت دپرېکړې صلاحیت لري۔ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش روانه اوونۍ په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو د دوام په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي وؤ چې په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو لیرې پاتې کېدل له مساوي حقونو څخه له عدل لرې سرغړونه ده چې په خبره یې ټول هیواد ته زیان رسوي۔

07.09.2022 ډیوه

سرکاري کمیشن:تېرو اتوؤ میاشتو کې پاکستان کې نور 488 کسان په جبر بې درکه کړل شوي دي

پاکستان کې په جبر د لادرکه کړل شوو تنانو د موندنې کمېشن په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال د اګست په تېره میاشت کې د خلکو د لادرکه کېدو 95 نوې پېښې درج شوي چې ورسره د کال 2022 په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د لادرکه شوو کسانو ټوله شمېره 488 ته رسېدلې ده. خو د بلوڅانو او پښتو د حقونو فعالان وايي په دې وروستیو کې په زوره د لادرکه کړی شوو تنانو شميره له دې هم زياته ده او تېره میاشت د بلوچستان د خضدار او خاران سيمو څخه د لسګونو په شميره خلک پورته کړل شوي چې په کې د پلار په ګډون څلور زامن هم شامل دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد ډيوه ته ویلي د پښتنونخوا  پخوانیو قبایلي سیمو کې د اګست په میاشت کې د 25 کسانو لادرکۍ رپورټ شوي دي. په عین حال کې په اسلام اباد هایکورټ کې د لادرکه بلوڅ طالب علمانو د خوشې کولو په خواست هم اورونه شوې چې عدالت په حکومت ددې ستونزې د بشپړ هواري غږ کړی دی. د رپورټ ترمخه سږکال د جنورۍ په میاشت کې 34،فرورۍ کې 48،مارچ کې 76،د اپریل په میاشت کې تر ټولو زیات 122،مئ کې 35،جون کې 36،جولایي کې 42 او هم دا ډول د اګست په میاشت کې په زوره د لا درکې 95 پېښې درج شوي دي. د لادرکه تنانو د کمېشن په دې تازه شمېرو کې وېل شوي چې دې سره په هېواد کې د هغو لادرکه تنانو ټوله شمېره 2221 ته رسېدلې د چا درک چې تر اوسه نه دی لګېدلی او په قضيو یې کار روان دی. د بلوچ لادرکه تنانو د حقونو مبارز او د تنظیم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوچ ډيوه ته وايي دبلوڅانو د پورته کولو او لا درکه کولو لړۍ نه ده تم شوې. وايي تېره ورځ هم د بلوچستان د خضدار ضلعې د درېشک څخه د پلار په ګډون څلور زامن پورته کړی شوي او د خاران نه د څو کسانو د لا درکه کېدو پېښې رپورټ شوي دي. ښاغلي قدير بلوڅ وویل يوازې د تېرو دوؤ مياشتو په مهال د سلګونو په شميره کې بلوڅان لا درکه شوي دي او روزانه 20 او 40 کسان لادرکه کیږي. د کمېشن د رپورټ ترمخه تېره میاشت د 56 لادرکه تنانو درک لګول شوی چې په کې 46 کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي، 5 کسان د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي او 5 لادرکه کسان په جېلونو کې موندل شوي او د کمېشن په قول 4 دهغو کسانو کېسونه یې خارج کړي چې نه وو لا درکه شوي. په پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د خلکو په زوره د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدی شي چې دا کسان د بېلتون پالو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا بل هېواد ته تښتېدلي وي. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد چې په پښتون مېشتو سیمو کې د لادرکه تنانو پېښې څاري ډيوه ته وايي د کله راهيسې چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر مينځ دامن خبرو کې ځنډ راغلی او د ډزبندي ماته شوې نو د خلکو د پورته کولو لړۍ بيا پېل شوې ده. وايي د اګست په میاشت کې دشمالي او جنوبي وزیرستان په ګډون باجوړ او موندو څخه د 20 او 25 ترمنځ کسان پورته کړي شوي دي. اخوا په اسلام اباد هایکورټ کې د شورو په ورځ د بلوڅ لادرکه طالب علمانو د خوشې کولو په خواست اویدنه شوې ده. د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي رياستي ادارې بلوڅ زده کوونکو ته په داسې سترګو ګوري چې لکه چې هغوي د رياست وګړي نه وي. عدالت د بشري حقونو په وزارت د غصې اظهار کړی او ویلي یې دي ددې معاملې نه بله کومه غټه ستونزه نشته. عدالت ویلي د يوې صوبې زده کوونکي مرکز ته راځي او احتجاج کوي خو دوي وېرول کېږي. مشر قاضي اطهر من الله وايي د بلوچستان خلک احساسوي چې  هغوي سره بل رقم چلند کېږي. په دې موقعه اټارنى جنرل عدالت ته ددې ستونزې د هواري باور ورکړی دی. د اټارنى جنرل اشتر اوصاف وینا وه چې د خلکو په زوره لا درکه کول د اوسني حکومت تګلاره نه ده. چيف جسٹس ویلي بلوڅ زده کوونکي چې کله د دلته څخه خپلو کورونو ته لاړ شي نو هلته تښتول کېږي او دا وخت د بلوڅ طالب علمانو څخه بله کومه غټه ستونزه نشته. د پاکستان اوسني حکومت د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د قانون د مرکزى وزیر په مشرۍ کې د کابينې په غړو ګډه کمېټي جوړه کړې خو د يو څو غونډو وروسته ددې کمېټۍ په کار کې هم پرمختګ نه دی لېدل شوی. دکمېشن د رپورټ ترمخه تر اوسه پورې د کمېشن سره 8 زره، 732 د لادرکۍ قضيې درج شوي چي په کې په 6 زرو، 388 کېسونو کار مکمل شوی دی. رپورټ وايي دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې 970 کسان قېد دي چې په کې تر دټولو زیاتو 811 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی. رپورټ وايي د کمېشن د جوړېدو راپدېخوا د دوي سره د لا درکيو 8 زره، 696 کېسونه ثبت شوي چې په کې په 6 زره، 513 کېسونو کار بشپړ شوی خو په 2 زره او 219 قضيو لا هم کار د ځنډ ښکار دی.

07.09.2022 ډیوه

اسټيټ بینک:دیو کال موده کې په پاکستانۍ بهرنۍ قرضې قابو نیمایي نورې زیاتې شوي

دپاکستان دولتي بینک وایي دیو کال په موده کې په پاکستان دبهرنیو پورونو کچه نوره هم 49 فیصدي لوړه شوې ده اؤ اوس په پاکستان ټولې بهرنۍ قرضې 19 زره اؤ 375 اربه روپۍ دي. مرکزي بینک وایي ددې ترڅنګ د جولایي 2021 څخه تر جولایي 2022 په موده کې په حکومت دکورنیو قرضونو کچه هم 27 فیصدي لوړه شوې اؤ دا مهال دحکومت ځایي یا کورنی پور 31 زرو اؤ 12 اربو روپو ته رسیدلی دی. اسټیت بینک وایي په دې یو کال کې دوفاقي حکومت مقامي پورونه 16 فیصدي زیات شوي دي. په حکومت دټولو ځایي پورونو کچه 50 زره اؤ 503 اربه روپۍ ښودل شوې ده. ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې دتیرمالي کال په وړومبیو نهو میاشتو کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تیره واکمنۍ کې دمرکزي حکومت قرضه څلور زره اؤ 307 روپۍ وه اؤ دنوي حکومت د واکمنۍ په وړومبیو څلورو میاشتو کې په دې کې اووه زره اؤ 490 اربه روپۍ اضافه شوې ده. ډاڼ ورځپاڼه لیکي ددې شمیرو څخه اندازه کیدای شي چې دپي ټي ایي تېر حکومت دتیرمالي کال په وړومبیو نهو میاشتو کې اوسط د500 اربو روبو نه کم پورونه ترلاسه کړي وؤ خو دموجوده حکومت  په ابتدایي څلورو میاشتو کې په دې پورونو کې دمیاشتې په حساب قابو 1871 روپۍ اضافه شوې ده. سږکال داپریل په میاشت کې د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ،‌ د تحریک انصاف تېر حکومت په تېرو نهو میاشتو کې15.4  ارب ډالره بهرنۍ قرضې اخستې چې ورسره په مجموعي توګه یوازې د تحریک انصاف په حکومت کې اېستل شوې بهرنۍ قرضې57 اربو ډالرو ته رسېدلې وې. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف تیره اوونۍ دپاکستان لپاره د روان مالي کال د اقتصادي وضعیت په اټکلونو کې ویلي چي سږکال به د هېواد د اقتصادي ودې کچه 3.5 فيصدي او د ګرانۍ شرحه به نزدې 20 فيصدي وي. داقتصادي چارو کارپوهان وايي که د پاکستان د زرمبادلې ذخیره د جون 2023م ترپایه د 16.2 پکار کچې ته ونه رسېده نو په راروان مالي کال کې به پاکستان ځل بيا ايي ایم ایف سره د پور نوي پروګرام ته ضرورت لري. اقتصادي ماهرين په پاکستان کې ويجاړونکو سېلابونو ته په کتو وايي په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د اټکلونو نه هم کمه کيدی شي او د دې لازم نتیجه به په هېواد کې په غربت او بې روزکارې کې اضافه کيدل وي.   د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا د ډيوه خبریال ارشد حسین ته ویلي ايي ایم ایف په خپلو اټکلونو کې د پاکستان دننه د سېلابونو اثرات نه دي شامل کړي او که دا په کې شامل کړی شي نو کېدای شي چې د پاکستان د اقتصادي ودې کچه د ايي ایم ایف د 3.5 فيصدي څخه 2 فيصدي ته راکمه شي. هغه ویلي که چيرې د جون کال 2023 پورې د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخایر تر 16 ارب ډالرو ونه رسېدل نو حالات به نور هم خراب شي، ځكه چې د روان مالي کال په لمړو کې دا ذخیره نزدې 18 اربو ډالرو ته رسېدلې وه خو اوس دا یوازې 8 اربه ډالره پاتې شوې ده. دنوموړي‌ په وینا که چرې دا کچه نوره هم را کمېږي نو له دې امله پاکستان راتلونکې مال کې يو ځل بيا ايي ایم ایف ته د نوي پروګرام لپاره رجوع کولی شي.   مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د بهرنیو مالياتي اړتياؤ او زر مبادلې ذخیرو ته د اډانې لپاره به پاکستان په موجوده مالي کال کې 41 اربو ډالرو ته ضرورت لري.

07.09.2022 ډیوه

البانیا: ایران په موږ سایبري برید کړی؛ امریکا: عواقب به یې وویني 

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په البانیا باندې د ایران له لوري سایبري برید په کلکه غندلی دی او ویلي دي چې ایران به د دغه برید عواقب وویني. 

07.09.2022 امریکا غږ

متقي: د الظواهري په اړه د طالبانو د حکومت څيړنه پای ته نه ده رسېدلې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، د القاعده د مشر اېمن الظواهري پرضد د عملیاتو په اړه "نه خو تراوسه پورې امریکې د افغانستان حکومت ته کوم شواهد او اسناد ورکړي او نه په دغه اړوند د طالبانو د حکومت څيړنه پای ته رسېدلې ده".

07.09.2022 ډیوه

څېړونکي:پښتونخوا کې دسیندونو پغاړه دابادۍ دمخنیوي قوانین شته خو عمل پرې نه کیږي

څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د سيندونو په غاړه د ابادۍ جوړولو قوانین موجود دي خو په دغو قوانینو عمل نه کيږي . دڅيړونکو په وینا په سوات کې د سيلاب د زيات نقصان وجه د سيند سره نزدې ودانۍ جوړول دي، د سوات انتظامي چارواکي وايي د سيندونو د تحفظ قانون موجود دی او دغه به عملي کوي۔  د خېبر پښتونخوا اسبملۍ د تېرې ورځې په اجلاس کې ويل شوي چې په صوبه کې87 زرو کورونو ته نقصان رسېدلی، شپږ لکه خلک بې کوره شوي او اووه لکه ايکړه د کروندې زمکې ته هم زيان اوښتی دی۔ په صوبه کې اوولسو ضلعو کې بارانونو او سېلابونو مالې او ځاني تاوانونه اړولي دي، په شمالي ضلعو ، نوښار او چارسده کې زيات نقصان هغو سيمو ته اوښتی کومو سره چې د سوات د سيند اوبه تيريږي۔  دچاپیریال په بدلون نظر لرونکي خبريال اصف مومند وي او ای ډيوه ته وويل په خېبر پښتونخوا کې د سيندونو د حفاظت 2002م قانون موجود دی اؤ ددغه قانون ترمخه د سيند حدودو ته دوه سوه فټه يا 70 ګزه کې نزدې ابادي نه شي کيدای، دغسې که څوک هم د سيند غاړي ته ابادي کوي هغه به د حکومتي اړونده ادارو نه اجازت غواړي۔ "قوانین موجود دي، خو هغه عملي کيږي نه او په سوات کې مونږ وکتل چې د سيند اوبو ته ډير نزدې هوټلونه جوړ کړی شوي دي، د هغې د وجې په سېلاب کې ډير شدت راغلو" په پاکستان کې د سېلابونو له امله د 33 ميلينو نه زيات خلک بې کوره شوي دي، د 10 بيلنو ډالرو پورې تاوان ورته اوښتی دی، د پاکستان په دريوؤ کې يوه برخه رقبه د اوبو لاندې راغلې ده او د1300  نه زياتو خلکو پکې ژوند لاسه ورکړی دی۔ د اوبه خور د محکمې پخوانی انجنير عبدالولي خان وايي د سيندونو غاړو ته ابادۍ له وجې د سېلاب شدت کې زياتوالی راغلی او د تاوان کچه هم زياته شوې ده. وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل تر څو چې د سيندونو د غاړو نه لرې د ابادۍ جوړولو په قانون عمل نه وي شوی تر هغې به د نقصان کچه په هر سېلاب کې سېوا کيږي۔  "اوبه چې په کومو لارو تلې وي هغه بيا خپله لار نه پريږدي، سل کاله وروسته هم په هغه ځايې اوبه راتلی شي، کله چې د سيند اوبو سره نزدې ابادي وشي او بيا دغسې سيلابونه راشي نو اوبه نورې هم قهرجنې شي او زيات تاوان واړوي" د کال 2010م د سېلاب نه روسته هم د سيندونو په غاړه د ابادۍ په اړه نيوکې کيدې، خو بيا څه موده وروسته هغه ابادۍ په هم هغه زړو ځايونو بيا جوړې کړی شوې، خو د پاکستا وزير اعظم شهباز شريف او د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي په سوات کې د سيند په غاړه دجوړو غېر قانوني اباديو په اړه به پلټنې کوي، د ملاکنډ کمشنر شوکت علي هم څو ورځې وړاندې ويلي د سيند په غاړه د جوړو تجاوزاتو په ضد به کاروايي کوي۔  څيړونکي وايي که د سيندونو په غاړه د ابادۍ جوړولو قانون عملي کړی شي، نو د سېلابونو په وخت د مالي او ځاني زيان کچه تر ډيره حده کمېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د موسمي بدلون نه د اغېزمنو لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی،

07.09.2022 ډیوه

طالبانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان په 'فضا کې دې الوتنې بندې' کړې

د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د دغه هیواد د هوايي حریم نقض پای ته ورسوي.

07.09.2022 امریکا غږ

د کابل چاودنې ته د امنیت شورا غبرګون: د دپلوماتیکو نمایندګیو امنیت دې تضمین شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د روسیې سفارت مخته د تیرې دوشنبې ورځې چاودنې په غبرګون کې د پلوماتیکو او قونسلکي خدماتو د امنیت تضمینولو غوښتنه کړې ده.

07.09.2022 امریکا غږ

ايران: د انساني قاچاق په تور ښځو ته د مرګ سزا اورول شوې

د ايران سرکاري خبري ادار ې [ارنا] ويلي د انساني قاچاق/ سمګلنګ په تور دوه ايراني ښځو ته د مرګ سزا اورول شوې ده، د بشري حقونو تنظيمونو یې غندنه کړې.

07.09.2022 ډیوه

بایډن او تراس د روسیې په وړاندې د دریدو ژمنه وکړه

ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه (وږي ۱۵) د بریټانیا له نوې صدراعظمې لیز تراس سره په ټلفوني خبرو کې یاد مقام ته د هغې د بریاليتوب مبارکي وویله او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو په زیاتیدو ټینګار وکړ.

07.09.2022 امریکا غږ

ايشيا کپ: افغانستان او پاکستان نن په مهمه سيالۍ کې مخامخ کيږي

د ایشيا کرکټ کپ/ جام د روانو سیاليو په سُپر فور پړاو کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې نن د شورو/ چهارشنبې [7 ستمبر] په ماښام په مهمه سيالۍ کې مخامخ کيږي.

07.09.2022 ډیوه

امریکا ژمنه کړې، د پاکستان سره به د سېلاب ځپلو په مشکلاتو کمولو کې مرستې کوي

د امریکايي کانګرس پلاوی چې د پاکستان په سفر دی، د پاکستان د وزیراعظم او پوځ د مشر سره يې ليدلي او ژمنه يې کړې چې امریکا به په پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله د اغېزمن شوو خلکو د مشکلاتو په کمولو کې مرسته کوي.

07.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more