ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو له خوا پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ځنډیدو ته نړیوال غبرګونونه

په افغانستان کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه د طالبانو وروستۍ پریکړې بیلابیل نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

21.12.2022 امریکا غږ

فرانسه وايي اوکراین ته یې د راکټ توغولو دستګاه وسپارله

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن سه شنبه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) وویل چې هېواد یې اوکراین ته نوي تسلیحات او د راکټ توغونې دستګاه سپارلې او نورې وسلې به د نوي کال په لومړیو کې وسپاري.

20.12.2022 امریکا غږ

انګلنډ کوربه پاکستان ته د ټیسټ کرکټ لړۍ کې ۳-۰ ماتې ورکړه

انګلنډ د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) په کراچۍ کې له پاکستان سره د ټیسټ لوبو د لړې دریمه او وروستۍ لوبه د اتو ویکټو په توپیر وګټله او دغه لړۍ ۳-۰ د انګلنډ په ګټه پای ته ورسېده. 

20.12.2022 امریکا غږ

متحده قومونو په ایران کې د احتجاجونو خلاف د حکومتي اقداماتو د تحقیقاتو کمېشن اعلان کړو

د نومبر په ۲۴ نېټه په خصوصي ناسته کې د متحده قومونو هیومن رایټس کاونسل په ایران کې د مهساامیني د مرګ په سر د راپارېدلو احتجاجونو په ضد د ایراني اقداماتو غندنه وکړه او په دې اړه يې تحقیقاتو دپاره د کمېشن جوړولو فېصله وکړه

20.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

20.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

20.12.2022 امریکا غږ

طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو تحصیل وځنډاوه

د طالبانو حکومت په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د ښځو او نجونو زده کړې دې وځنډوي.   په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ادرس څخه د "امارت او خصوصي" پوهنتونونو په نوم خپور شوی، راغلي چې د "کابینې د پرېکړې پر بنسټ... د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې".   د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د افغان نجونو لپاره د منځنيو او عالي ښوونځيو د بیرته پرانستلو مخه ونيوله، خو تر اوسه ښځينه زده کوونکو اجازه درلودله چې په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.   د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې د پوهنتون د ړرسونو په پیل کې پوهنتونونو ته امر شوی و چې د تدریس پر مهال د نارینه او ښځینه محصلینو تر منځ پرده ځوړنده کړي.   طالبانو همداشان پوهنتونونو ته امر کړی و چې د اونۍ په بېلابېلو ورځو کې د نارینه او ښځینه محصلینو تدریس تنظیم کړي.   د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیزونو لګولو سربیره، د طالبانو حکومت په ټولنیز ژوند کې د ښځو په وړاندې نور محدودیتونه هم لګولي او په تیرو څو اونیو کې یې ښځې او نجونې تفریحي پارکونو ته له تګ، ورزشي کلبونو کې له تمرینونو او عمومي حمامونو ته له تګ څخه محرومې کړې دي.   نړیوالې ټولنې تل د طالبانو پر کړنو نیوکې کړي او دغه ډله یې هڅولې چې د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د ټولو ډلو او توکمونو په ګډون یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

20.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

20.12.2022 امریکا غږ

په زابل کې په لسګونو کسان په یوې مشکوکه ناروغۍ اخته شوي

د زابل ولایت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې لسګونه کسان په مشکوکه ناروغۍ اخته شوي دي.

20.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

20.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

20.12.2022 امریکا غږ

کانګرس د حکومت د بندېدو د مخنیوي لپاره د ۱.۷ تریلیون ډالرو بودیجې متن خپور کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو د ۱.۷ تریلیون ډالرو د بودیجې د لایحې متن خپور کړ چې د حکومتي چارو د بندېدو مخه ونیول شي. قانون جوړوونکي هیله لري چې دا لایحه په څو ورځو کې منظوره شي.

20.12.2022 امریکا غږ

د عراق کړکیچ او د ایران مظاهرو د اردون په سرمشریزې سیوری غوړولی

اردن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د منځني ختیځ د مشرانو د غونډې کوربه و چې په کې سیمه ییزو او نړیوالو مشرانو پدې نیت برخه اخیستې چې سیمه ییزې ستونزې په ځانګړې توګه د عراق سیاسي کړکیچ ته حل لاره ومومي. 

20.12.2022 امریکا غږ

امریکا د تحریک طالبان پاکستان په ضد جګړه کې پاکستان ته د مرستې وړاندیز کړی دی

اسلام اباد ــــ ملګرو ملتونو او امریکا د پاکستان دننه په امنیتي حالاتو او د ترهګرۍ مخ په سېوا شوو حملو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده او امریکا د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان پرضد جنګ کې پاکستان ته د مرستې وړانديز کړی او ویلي یې دي چې ترهګرو ته ماتې ورکول د دواړو هېوادونو په ګټه دي. امریکا او ملګرو ملتونو په داسې حال کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په پېښو اندېښنې څرګندې کړي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 300 حملې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د تېر ګل- دوشنبې په ورځ اوونيزې خبري غونډې ته ویلي چي امریکا د خېبرپښتونخوا په بنو کې د رامنځته شوي صورتحال نه خبره ده او دا له نزدې څاري. د پښتونخوا د بنو ضلعې په کېڼټ کې دننه د ترهګرۍ ضد محکمې مسوولين له تېرو دريو ورځو راهيسې هغه مهال دغلته بندي کسانو د وسلو په زور يرغمال کړي چې نن د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې "ټول ترهګر ووژل شول او د سي ټي ډي ټي یرغمال شوي مسولين ازاد کړل شول". د پاکستان حکومت د هېواد دننه د ترهګرۍ د حملو تور په لا قانونه تحریک طالبان پاکستان پورې کوي او تور لګوي چې دوى په افغانستان کې پټې ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي د خپله خاوره به د بل کؤم هېواد خلاف کارولو ته نه پرېږدي. د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونيو ګوتېریش هم د ګل- دوشنبې په ورځ نيویارک کې خبري غونډې ته ویلي چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې واکمن طالبانو څخه ښکاره غوښتنه کوي د هغو ترهګرو ډلو مخنیوی دې وکړي چې په ځانګړي ډول پاکستان او ګاونډيو هيوادونو ته خطر جوړېږي. د دفاعي چارو کارپوه ليفټننټ جنرال ریټایرډ طلعت مسعود وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي کله چې د افغانستان څخه امريکايي ځواکونه وتلي، د پاکستان په پښتونخوا صوبه او شریکې پولې ته څېرمه سيمو کې د ترهګرو حملې هم سېوا شوې دي. ښاغلی مسعود وايي د سيمې د ثبات او امنیت لپاره باید چې امریکا دې سيمې ته توجه وکړي. هغه وایي امریکا د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان سره د استخباراتو په څانګه کې مدد کولای شي، ځكه چې وایي امریکا اوس هم په دې سيمه کې د استخباراتو يو مضبوط نیټورک لري. له دې مخکې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر مايکل کوريلا هم د پاکستان سفر کړی وو او نوموړي ویلي وو چې واشنګټن د تحريک طالبان پاکستان د لوري د پاکستان امنيت او ثبات ته په ورپېښ خطر اندېښمن دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وینا وه چې امریکا د پاکستان د حکومت سره د افغانستان دننه او د شريکې پولې په اوږدو کې د موجود ترهګرو په ګډون هر قسمه چېلنج په مخنوي کې شراکت داره ده او ویلي امریکا ددغه چېلنج په مخنیوي کې مخکې هم له پاکستان سره مدد کړی او په اوسني صورتحال کې ورسره هم مرستې کولو ته چمتو ده. د نړیوالو چارو څېړنکار او پخواني سفير اصف دراني وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي امریکا کولای شي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان سفارتي او اخلاقي مرسته وکړي خو وايي دا جنګ مخکې هم پاکستان په خپل سر کړی او بيا به یې هم کوي. د ځینو کارپوهانو په فکر ښايي چې پاکستان به د امریکا څخه ډرون ټېکنالوجي وغواړي. د سټېتسکا په نامه د يوې نړيوالې څېړنيزې ادارې په ويبپاڼه ليکل شوي چې د امریکا استخباراتي ادارې سي اي اې د کال 2004 نه تر کال 2018 پورې په پاکستان کې د ترهګرو خلاف 429 ډرون حملې کړې وې.

20.12.2022 ډیوه

د بلوچستان په لسبېله کې د ګېس سلنډر چاودلی، 13 تنه پکې مړه شوي دي

کوټه ـــــ د کوټې او کراچۍ تر منځ د بلوچستان په لسبېله سیمه کې د ګېس سلنډر چاودېدو له کبله اور لګېدلی چې ګڼ شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي. رپوټونه وایي د اکثرو ټپیانو حالت هم مرګونی دی. د بلوچستان د ضلع لسبېلې مرستال کميشنر مراد کاسی وایي هلته د ګېس سلېنډر د چاودنې او اور لګېدلو له امله د مړه شوو تنو شمېر ديارلس ته رسېدلی دی: "ده پيښي له کبله په 22 ټپيانو کې 13 ژوند د لاسه ورکری او زموږ هسه دا د چې نور ټپيان بچ کړو ". د لسبيلې پوليسو ايس ايچ او محمد اسحاق رانجهو وي او اې ډيوه ته وويل چې پېښه د دوشنبې- ګل په ماښام د ضلع لسبېلې د بېله بازار په هاشميه مارکيټ کې د ګېس سلنډر د چاودنې له امله شوې ده. رانجهو وایي: "په ځايي دوکان کې ګېس لیک شوی او اور يې اخيستی وو، له هغه وروسته يې نیژدې شپږ دوکانونه ورسره وسوځول، د پېښې ټپيان يې کراچۍ ته وړي دي، دا ځايي بازار دی، دلته د کراچۍ د ګاډو اډه هم ده."   مرستيال کميشنر مراد کاسی- چې دا وخت په خپله د کراچۍ په سيول روغتون کې موجود دی- ډيوه ته یې وويل د اور له کبله سوځېدلي 22 ټپيان یې هلته وړي چې پکې ديارلسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د نورو پاته ټپيانو حالت هم له خطر سره مخ دی. ښاغلی مراد کاسی وایي د ډاکټرانو په مشوره او  د ښې درملنې په خاطر يې بل روغتون ته د ټپيانو د وړلو پرېکړه کړې ده۔ د لسبېلې د ځايي خبريالانو په خبره  په لسبيله روغتون کې د ډاکټرانو او کارمندانو، د بنيادي اسانتياوو او په خاصه توګه د اور د سوځول شوو د ځانګړي علاج  د  نشتوالي له کبله د مړو شمېر زيات شوی دی. وایي که په ياد روغتون کې سهولت موجود وای ښايي دومره زيات ځاني زيان نه وای رسېدلی. بل لوري ته د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په پېښه کې د مړه شوو له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو علاج په سرکاري خرڅه د کولو اعلان يې کړی دی.

20.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more